خبرونه
نیپال د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو له زیاتوالي سره مخ دی
نیپال د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو له زیاتوالي سره مخ دی؛ هغه ناروغي چې تر اوسه یې له نیم میلیون څخه ډېر مرغان له منځه وړي دي.
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د نیپال چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د قرنطین دولتي مرکزونه هم د خوړو د خوندیتوب د معیارونو د رعایت څخه ډاډمنتیا لپاره د تیارسئ په حالت کې دي.
په نیپال کې د مرغانو د انفلونزا لومړنۍ پېښه د روان کال په مارچ میاشت کې ثبت شوه، او له هغه وخت راهیسې دا ناروغي د پلازمینې کتمندو په ګډون د دغه هېواد له ۷۷ ولسوالیو څخه ۱۱ ولسوالیو ته خپره شوې ده.
خو د چارواکو په وینا، تر اوسه په دغه هېواد کې د مرغانو د انفلونزا هېڅ انساني پېښه نه ده ثبت شوې.
افغانستان کې شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی
ملګري ملتونه وايي سره لدې چې افغانستان کې هر وګړي ته واکسین رسول یوڅه ستونزمن دي خو بیاهم شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دچهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې، له نیمایي څخه ډېر هغه کسان چې په افغانستان کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړی، ښځې دي.
یونیسف ژمنه کوي چې د خپلو همکارو موسسو په مرسته، په افغانستان کې د واکسین د تطبیق هڅو دوام ته دوام ورکوي.
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي
له جګړو پاته ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکسپاڼې وویل، چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو له امله ۱۷۵ د مرګ ژوبلې پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونو لپاره له اړینو ۱۴.۵ میلیونه ډالرو څخه د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې یواځې ۳.۶ میلیونه ډالر برابر شوي دي. دغه اداره ټینګار کوي چې د بېړني ملاتړ برابرول کولی شي د نورومرګ ژوبلو مخه ونیسي.
جي ډي ونس: که ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د ایران پر وړاندې له ځواک کار واخلي
د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس یوځل بیا دې ټکي ته اشاره کړې چې که له ایران سره ډیپلوماسي ناکامه شي، سپینه ماڼۍ چمتو ده د دې هیواد پر وړاندې له ځواک کار واخلي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د جي ډي ونس دغه څرګندونې چې د سې شنبې په ورځ یې له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړي، د هغه تفاهم لیک د تطبیق په اړه اندیښنې راپورته کوي چې جګړه یې درولې خو اساسي اختلافونه یې نه دي حل کړي.
جي ډي ونس وویل، یا به یو اوږدمهاله تړون رامنځته کیږي چې په ترڅ کې یې به دایمي او د تایید وړ اټومي څارنې ترسره کیږي، او یا به بیا پوځي اقدام ته مخه کېږي څو هغه لاسته راوړنې خوندي شي چې واشنګټن تراوسه ترلاسه کړي دي. د جي ډي ونس په خبره ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ډیپلوماسي مخ ته لاړه شي خو یوازې په هغه صورت کې چې تهران پر خپل اټومي پروګرام د تطبیق وړ محدودیتونه ومني.
د امریکا مرستیال ولسمشر همدارنګه وویل چې د ایران عامه پیغامونه متضاد دي، له یوې خوا تهران د سولې له خبرو انکار کوي، خو له بلې خوا مني چې تخنیکي خبرې روانې دي. فرانسپرس آژانس د یوه ډیپلوماټ له قوله چې له خبرو خبردی، ویلي چې ټاکل شوې امریکایي او ایراني چارواکي د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د قطري او پاکستاني منځګړو په مرسته غیرمستقیمو تخنیکي خبرو ته کښیني.
روسیې له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان وغوښتل چې د خپلو اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي.
د رویترز د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د سې په ورځ د دې وزارت په ویبپاڼه کې خپره شوې، پر سرحدي سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو "غمجنې پېښې" ته اشاره شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د یکشنبې په شپه ترسره شول، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي. خو د طالبانو حکومت د وژل شویو ولسي وګړو شمیر۳۶ ښودلي. پاکستان بیا ویلي چې د ډیورند کرښې ته څیرمه د پوځ په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. د افغانستان په درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او کونړکې یې د ۲۵ وسله والو د وژلو او له کرښې خپلې غاړې ته د خیبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د څلورو وسله والو د وژلو خبرورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "روسیه له اسلام آباد او کابل څخه غوښتنه کوي چې وسله والې شخړې پای ته ورسوي او لانجمن مسائل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي."
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې هغو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې چې پرپاکستان بریدونه تنظیموي خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې سختدریځي د پاکستان داخلي ستونزه ده.
ایران د دې هیواد د پخواني مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي
ایران ۲۵۰۰ افغانانو ته وړیا ویزې ورکړي چې د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۹مه، د خراسان رضوي د والي د مرستیال علي عسکري له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۴۰۰۰ وګړي به په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره له ځمکنیو سرحدي لارو ایران ته داخل شي.
علي عسکري ویلي چې د افغان وګړو معلومات به د سرحدي دروازو پر مهال ثبتېږي او تر هغه وخته چې له ایرانه ووځي تر څارنې او ارزونې لاندې به وي، څو د هغوی د غیرقانوني پاتې کېدو مخه ونیول شي.
په پام کې ده چې د ایات الله علي خامنه یې د جنازې مراسم د جولای په څلورمه پیل شي او په تهران، قم او عراق کې یې له ترسره کیدو وروسته د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ په اړه خبرې کړي
ازبکستان او قطر د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ییزو هڅو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف او په ازبکستان کې د قطر د سفیر حسن حمزه هاشم تر مینځ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د همکاریو پر پراخولو، او همدارنګه پر هغو فرهنګي او بشري نوښتونو خبرې شوي چې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اوږدمهاله پرمختګ کې مرسته کولای شي.
ازبکستان او قطر افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دغو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د زیربنايي پروژو، سوداګرۍ او بشري مرستو له لارې له افغانستان سره د فعال تعامل سیاست تعقیب کړی دی.
امریکا کې میشت یو افغان د وسلې د ناقانونه لرلو له امله په حبس محکوم شو
امریکا کې میشت یو افغان د وسلې د ناقانونه لرلو له امله په ۲۲ میاشتو حبس محکوم شوی دی.
د اریزونا ایالت سارنوالۍ په خپل ویبسایټ لیکلي چې ۳۰ کلن سید حیدرنجیب چې امریکا کې یې ددایمي هستوګنې غوښتنلیک رد شوی دی د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې له اتمې نیټې راهیسې امریکا کې په غیرقانوني توګه اوسیده.
دامریکا فدرالي پولیسو(FBI) په یوه ټولنیزه رسنۍ کې د نوموړي عکسونه او ویډیوګانې لیدلي چې په کې وسله له ځان سره ګرځوي.
کله چې په ۲۰۲۳ کال دهغه کور او موټر پلټل شوي نو په موټر کې یې یومیل AR-15 ډوله ټوپک او ۱۷۵ مرمی میندل شوي دي.
پاکستان د جیو نیوز د خپرونو جواز ځنډولی
د پاکستان د الیکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې د جیو نیوز د خپرونو جواز د ۱۵ ورځو لپاره ځنډولی دی.
د یاد بنسټ د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د محرم میاشتې د یوې ځانګړې خپرونې له خپرېدو وروسته شوې ده. دغه اداره وايي چې ، په دې خپرونه کې داسې مذهبي تمثیلي صحنې او محتوا خپره شوې وه چې «د لیدونکو دیني احساسات زیانمنولای شي.»
د دغې پرېکړې په غبرګون کې، جیو نیوز په خپله اعلامیه کې د اېډېټ په بهیر کې تېروتنه منلې، له خپلو لیدونکو یې بښنه غوښتې او ټینګار یې کړی چې خپاره شوي انځورونه د دې شبکې د تحریري پالیسۍ او یا هم د مسلمانانو د دیني عقایدو او حساسیتونو د درناوي له تګلارې سره سمون نه لري.
د پاکستان د مطبوعاتو ادارې او جیو نیوز دواړو د خپرو شویو صحنو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
بقايي: پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له متحده ایالاتو سره نهايي هوکړې د رسیدو لپاره د خبرو دوام به هغه وخت ممکن وي چې واشنګټن د وروستي تفاهم لیک مواد عملي کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د سېشنبې په ورځ (د سرطان ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به روان بهیر وارزول شي او د همدې ارزونې پر بنسټ به پرېکړه وشي چې د نهايي تړون لپاره خبرې په کومه بڼه او څه وخت پیل شي.
بقایي همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهملیک د لومړۍ مادې په اړه وویل چې د تهران لپاره «اصلي معیار» دا دی چې واشنګټن اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان خپل بریدونه ودروي.
هغه چې د ایران د مرکچي پلاوي ویاند هم دی، د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه باید ودرول شي.
اسرائیل او دتهران له ملاتړه برخمن حزبالله دامریکا او ایران ترمینځ د تفاهم لیک له امضاء وروسته اوربند اعلان کړی دی خو د اسرائیل ځواکونه د لبنان په جنوب کې دي او کله ناکله ددوی ترمینځ نښتې هم کیږي.
امریکا د لبنان حزب الله یو ترهګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه ددغې ډلې یواځې پوځې څانګه ترهکره ګڼي. حزب الله د لبنان په پارلمان کې غړي لري.