د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

خبرونه

د امریکا پوځ وايي د ایران د محاصرې په ترځ کې یې د لسګونو تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی

یوه امریکايي جنګي الوتکه په ایران کې د عملیاتو لپاره د یوې بیړۍ څخه د پرواز په مهال
یوه امریکايي جنګي الوتکه په ایران کې د عملیاتو لپاره د یوې بیړۍ څخه د پرواز په مهال

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني (سنتکام) وايي، د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د نوي پړاو په ترڅ کې، امریکايي ځواکونو تر اوسه د ۹۴ تجارتي بېړیو مسیر بدل کړی دی.

سنتکام د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې تر اوسه امریکايي پوځ درې بېړۍ له فعالیت څخه غورځولې او دوه نورې یې تلاشي کړې دي.

سنتکام ټینګار کوي چې دغه اقدامات د دې لپاره ترسره شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران سمندري محاصره په بشپړ ډول رعایت کېږي.

سنتکام پر اېکسپاڼې د «یواس‌اس جورج اېچ. ډبلیو. بوش» الوتکې‌وړونکې بېړۍ څخه د شپې د عملیاتو په مهال د یوې F-18 ډوله جنګي الوتکې د پورته کېدو انځور هم خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه بېړۍ په عربي سمندر کې د ایران پر وړاندې د امریکا د محاصرې د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.

قطر په افغانستان د خپل رول په دوام ټینګار کوي

د قطر استازی عبدالله بن علي بهزاد په جینیوا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته دوینا په مهال
د قطر استازی عبدالله بن علي بهزاد په جینیوا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته دوینا په مهال

قطر په افغانستان کې د فعال نړیوال شریک په توګه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د قطر دایمي استازي عبدالله بن علي بهزاد دبشري حقوقو د شورا غونډې ته ویلي چې دوحه د منځګړیتوب د هڅو او د افغانستان په اړه د خبرو اترو او غونډو د کوربه‌توب له لارې د یوه فعال نړیوال شریک په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.

هغه ویلي چې قطر غواړي په دې توګه د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د خبرو اترو او همغږۍ لپاره زمینه برابره کړي.

د قطر استازي ټینګار کړی چې باید یوه هراړخیزه تګلاره غوره شي چې بشري مرستې له مسؤولانه سیاسي تعامل سره یوځای کړي، څو د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره د افغان ولس هیلې او غوښتنې ترسره شي.

قطر په تیرو دوه لسیزو کې دافغانستان په سیاسي ، دیپلوماتیکو او بشري چارو کې فعال رول لوبولی دی. د ۲۰۲۰ کال په فبروری کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې لپاره تړون په دوحه کې لاس لیک شو او ترهغه وروسته د قطر پلازمینه د بین الافغاني خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دغونډو کوربه وه.

ګڼو لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او ددغه هیواد اړوند چارې له دوحې سمبالوي.

د سواد زده‌کړې نړیواله ورځ؛ افغانستان لاهم د بې‌سوادۍ له پراخ کړکېچ سره مخ دی

ارشیف
ارشیف

د سپټمبر اتمه د سواد د زده‌کړې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ترڅنګ چې له سواد څخه بې‌برخې دي، نجونې هم له شپږم ټولګي پورته د خپلو زده‌کړو له دوام څخه محرومې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د خپلو زده‌کړو د دوام څخه محرومې شوې دي.

که څه هم په افغانستان کې د بې‌سواده کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌شته، خو شاوخوا یو کال وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه وخت ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، ویلي و چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بې‌سوادۍ کچه په‌کې ډېره لوړه ده.

هغې ویلي و چې په افغانستان کې یوازې ۵۰ سلنه نارینه او ۲۰ سلنه ښځې د لوستلو او لیکلو وړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د نړیوالې سواد زده‌کړې ورځې په مناسبت ویلي چې زده‌کړه د هر انسان حق دی او اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ میلیونه کسان لا هم د سواد له لومړنیو مهارتونو څخه بې‌برخې دي.

په افغانستان کې د فستولا د درملنې خدمات پراخ شوي

ارشیف، د افغانستان په یوه روغتون کې یو شمېر بستر شوې ناروغې مېرمنې
ارشیف، د افغانستان په یوه روغتون کې یو شمېر بستر شوې ناروغې مېرمنې

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې ویلي چې د فستولا د وړیا درملنې خدمات‌یې پراخ کړي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په خپله اېکس‌پاڼه کې د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د فستولا ناروغې ښځې کولای شي د درملنې لپاره په کابل کې رابعه بلخي روغتون او په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي.

فستولا یوه روغتیايي ستونزه ده چې ډېری وخت د زېږون پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله رامنځته کېږي.

د دې ناروغۍ په پایله کې ناروغې ته د ادرار یا غایطه موادو بې‌اختیاري او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي.

خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله، په دې ناروغۍ اخته ښځې ډېری وخت له نورو سره د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نه‌کوي او په ډېرو مواردو کې له ټولنې منزوي کېږي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یو اېن اېف پي اې) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې د موجودو اټکلونو له مخې، ښايي په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېرې ښځې له داسې فستولا سره ژوند کوي چې درملنه‌یې نه‌ده شوې.

افغانستان په نړۍ کې د دې ناروغۍ د لوړې کچې لرونکو پنځو هېوادونو څخه یو دی.

طالبانو له یوه سعودي شرکت سره د کشک-تېرپُل نفتي حوزې قرارداد وکړ

له یوه سعودي شرکت سره د کشک-تېرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد
له یوه سعودي شرکت سره د کشک-تېرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کشک-تېرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک کړ.

دا قرارداد د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په رسمي مراسمو کې چې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په‌کې ګډون درلود، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د ډېلټا انټرنشنل شرکت د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د قرارداد له مخې، ډېلټا انټرنشنل شرکت به په لومړي پړاو کې د کشک-تېرپُل د نفتي حوزې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و.

د کشک-تېرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت او شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت لري.

سیمه کې پر امریکايي شرکتونو د برید په اړه د تهران تازه خبرداری

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان رئیس او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف، امریکا ګواښلې چې که د ایران د تېلو او ګازو پر تأسیساتو برید وکړي، ایران به په سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه په نښه کړي.

قالیباف د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په اېکس‌پاڼه ولیکل چې "موضوع ساده ده: دلته د تېلو او ګازو د تولید ځنځیر پراخ، د لاسرسي وړ او زیانګالی دی. په ټوله سیمه کې د تېلو او ګازو امریکايي شرکتونه او د هغوی تأسیسات هم په همدې کچه له خطر سره مخ دي".

هغه زیاته کړې چې "که زموږ پر تأسیساتو برید وکړئ، موږ به هم تاسو په نښه کړو. موږ دا کار مخکې هم کړی دی. له هغو اډو څخه پوښتنه وکړئ چې نور د کارونې وړ نه‌دي".

د قالیباف دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ایران ته خبرداری ورکړی چې په امریکايي بېړیو دې برید نه‌کوي.

هګست ایران ته ویلي و "موضوع ساده ده: که ایران پر امریکايي بېړیو ډزې وکړي، موږ به د هغوی تېل‌وړونکې بېړۍ له‌منځه یوسو او ډوبې به‌یې کړو. هغوی باید پر امریکايي سمندري ځواکونو ډزې ونه‌کړي".

په جرمني کې د کډوالو ضد ښي اړخی ګوند د ډیرو رایو په ګټلو سره په ختیځ ایالت کې د حکومت د جوړولو هڅه کوي

د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) د دوشنبې په ورځ د صدراعظم فریدریش مېرڅ له محافظه‌ کارو وکیلانو وغوښتل چې د جرمني په ختیځ ساکسوني-انهالت ایالت کې د حکومت د جوړولو لپاره د دې ګوند ملاتړوکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې دغه ښي اړخي افراطي ګوند د جرمني په دغه ایالت کې په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې.

د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې دې د کډوالو ضد او روسیې پلوي ګوند نږدې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

خو دغه ګوند چې غواړي کډوال له هېواده وباسي، د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي او له یورو لاس واخلي، په ایالتي پارلمان کې مطلق اکثریت ته نه دی ترلاسه کړی. دې ګوند د ۸۳ څوکیو له ډلې ۳۹ څوکۍ ګټلې دي او هڅه کوي چې د محافظه ‌کارو انفرادي وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړي. د کډوالو ضد دغه ګوند په دې ایالت کې داسې مهال بریا خپلوي چې د جرمني حکومت له مخکې له دې هیواد څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی چې په هغه هیواد کې یې درانه جرمونه ترسره کړي یا یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوې دي.

ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي ځواکونو د ځای پرځای کیدو په وړاندې خبرداری ورکړ

ایران جنوبي کوریا ته په هرمز تنګي کې د احتمالي پوځي ځواکونو د ځای پرځای کولو یا د امریکا په عملیاتو کې د ګډون په وړاندې خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۱۶مه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا ډول اقدام به د هغه لوري مستقیم ملاتړوبلل شي چې د ده په خبره د تیري مسول دی او "جدي پایلې" به ولري.

جنوبي کوریا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې د امنیتي هڅو په برخه کې له امریکا سره د "مرستې" امکان ارزوي. خو ویلي یې دي چې په دې اړه تراوسه وروستۍ پریکړه نده شوې.

انتونیو ګوتیریش: واکمن چارواکي دې پرافغان ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړې. په هغې خبرپاڼه کې چې د هغه د ویاند سټیفن دوجاریک له خوا د سپټمبرپه ۶ خپره شوې، ویل شوي چې د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د ښځو پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات اوهم په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د بیا ادغام پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی. په خبرپاڼه کې د سپټمبر اومې ته په اشاره ویل شوي چې یو کال پوره کیږي چې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي. د خبرپاڼې له مخې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا افغان ولس ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو په برخه کې کمزوري کوي. هغه هم په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د ملګروملتونو سرمنشي پرافغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.

د ترکیې د ښځو والیبال لوبډلې د اروپا اتلولي وګټله

د ترکیې د ښځو والیبال ملي لوبډلې په استانبول کې د اروپا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ په پایلوبه کې ایټالیا ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د اروپا اتلولي یې خپله کړه. دواړو لوبډلو په یوه سخته او له هیجانه ډکه لوبه کې ښه سیالي وکړه، خو ترکیې په پنځم او وروستي دور کې ۱۵-۱۰ بریا خپله کړه.

دا د ترکیې لپاره د اروپا دویمه اتلولي ده. دې لوبډلې په ۲۰۲۳ کال کې هم د اروپا اتلولي ګټلې وه. د ترکیې او ایټالیا تکړه لوبغاړو ملیسا وارګاس او پائولا ایګونو هرې یوې ۲۸ امتیازونه ترلاسه کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG