خبرونه
په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافروتګ راتګ ډیرکم شوی
د دوبۍ د رسنیو دفتر نن دوشنبې اعلان وکړ چې د منځني ختیځ د جګړې پر مهال پر متحده عربي اماراتو د ایران د بریدونو له امله، په مارچ میاشت کې د دوبۍ د نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر ۶۶ سلنه کم شوی او ۲،۵ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.
د چارواکو په وینا، دا د پام وړ کموالی د سیمې په هوايي حریم کې د پراخو ګډوډیو او د الوتنو د مهالویشونو د محدودېدو له امله رامنځته شوی دی.
د دوبۍ هوايي ډګر، چې د نړۍ له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کېږي، په وروستیو اوونیو کې څو ځله د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې هم د دې هوايي ډګر د مسافرو تګ راتګ ۲۱ سلنه کم شوی او ۱۸،۶ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.
د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی
د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ چې په بالتیک سمندرګي کې یې د تیلو د صادراتو یو مهم مرکز او دوه کشتۍ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه د "سیوري بیړۍ" په نوم پر روسیې د لګول شویو بندیزونو څخه د تیښتې د تیلو ټانکرونو یوه برخه بللې، په نښه کړي و.
د ارمنستان پلازمینه روانه اونۍ د اروپایي ټولنې د دو سرمشریزو کوربه دی
روانه اونۍ به د ارمنستان پلازمینه ایریوان د اروپا په مشرۍ د دوو سرمشریزو کوربه وي.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اروپایي شورا ریس انتونیو کوستا به نن دوشنبې د اروپایي سیاسي ټولنې د سرمشریزې کوربه توب وکړي چې له ۴۰ څخه زیات مشران او چارواکي پکې ګډون کوي. اکثره ګډونوال هم د اروپایي ټولنې په غړیو هیوادونو پورې تړلي دي.
تردې یوه ورځ وروسته به د اروپایي ټولنې مشران د دې ټولنې او ارمنستان ترمنځ یوه سرمشریزه ترسره کړي. ارمنستان چې په وچه کې ایساراو نفوس یې نژدې درې ملیونه دی، له اذربایجان سره له څو لسیزو اوږدې شخړې وروسته د بیرته رغیدو په حال کې دی. په اروپایي سیاسي ټولنه کې چې په ۲۰۲۲ کال کې پراوکراین د روسیې تر بشپړ یرغل وروسته د فرانسې د ولسمشرایمانویل مکرون په نوښت جوړه شوې، په کال کې دوه ځلې د مشرانو په کچه غونډه کوي. په دې ټولنه کې له بیله روس، روسیې او واتیکان پرته نور ټول اروپایي هیوادونه غړیتوب لري.
په تخارکې د ځمکې د ښوویدو په یوه پیښه کې یو کس مړ شوی
په تخار ولایت کې د ځمکې د ښوویدنې په یوه پیښه کې یوکس مړ او څلور تنه نورټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نن دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د دې ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ویلي یې دي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تخاریوله هغه ولایتونو دی چې وروستیو سیلونو پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
په تیرو دوو ورځو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سیلونو له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د تخار او بدخشان ترمنځ لویه لاره چې په څو ځایونو کې د وروستیو سیلونو له کبله بنده شوې وه، یولاین یې د ټرافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوی دی.
دې وزارت ویلي چې د نورو بندو شویو لارو د بیرته خلاصیدو لپاره هڅې روانې دي.
جرمني له ایران غوښتي چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي
د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول وايي دیکشنبې په ورځ یې خپل ایراني ساري عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرو کې له ایران وغوښتل چې د هرمز تنګی سمدستي پرانیزي او د اټومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي.
وادهفول په ایکسپاڼه د دې خبرو په اړه ولیکل: «ما ټینګار وکړ چې آلمان د خبرو اترو پر بنسټ د حل لارې ملاتړ کوي.»
هغه زیاته کړه: «د امریکا د نږدې متحد په توګه، موږ یو ګډ هدف لرو: ایران باید په بشپړ ډول او د تایید وړ ډول له اټومي وسلو تېر شي او سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي».
د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دا غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو هم د دې تماس په اړه راپور ورکړی خو پرته لدې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته اشاره وکړي رپوټ ورکوي چې عباس عراقچي خپل الماني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه د جګړې د پایته رسولو لپاره د «تهران د فعالو هڅو» څخه خبر کړی.
نرګس محمدي د عاجلې درملنې څانګې ته استول شوې
ایران کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې دا مهال په زندان کې ده، د عاجلې درملنې څانګې (ICU) ته لېږدول شوې.
د هغې ورور حمیدرضا محمدي د ازادې اروپا راډیو، ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي چې خور یې "د مرګ تر پولې رسېدلې ده."
حمیدرضا وویل: "هغه مري. د زندان د سختو شرایطو او هغه زیان له امله چې ورپیښ شوی، هغه د مرګ په درشل کې ده."
حمید رضا زیاته کړه چې "د نرګس او د ټولو بندیانو د ژوند مسوولیت مستقیما د قضایي چارواکو او امنیتي ادارو پر غاړه دی. "
د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې ۵۴ کاله عمر لري، د ۲۰۲۴ کال د نوبل د سولې جایزه ایران کې د ښځو د حقونو لپاره د خپلې مبارزې له امله وګټله. هغې د خپل فعالیت له امله د تېرو لسو کلونو ډېره برخه په زندان کې تېره کړې ده، او د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې یو ځل بیا د هېواد په شمال ختیځ ښار مشهد کې د یوې یادغونډې پر مهال ونیول شوه.
له نیول کیدو وروسته، هغې ته د ۷ نیمو کلونو نوي بند حکم ورکړل شو، او اوس مهال د تهران لویدیځ ته ۳۳۰ کیلومتره لېرې د زنجان په زندان کې ساتل کېږي.
نن د افغانستان ۵ ولایتونو کې د باران اټکل شوی
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن دوشنبه ۵ ولایتونو کې د باران تالندې او برښنا اټکل کړی دی.
د یاد وزارت د هواپیژندنې ریاست په میدان وردگ، نورستان، کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د باران اټکل کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د باران او سیلابونو په ګډون د طبیعي پیښو له امله نږدې ۲۳۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.
د بریتانیا ځانګړی استازی: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې خپل مهم کار ته دوام ورکوي
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډ سي دیکشنبه په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وايي تیره اونۍ یې له هغو افغان خبریالانو سره ولیدل چې "لا هم په سختو شرایطو کې خپل مهم کارته دوام ورکوي."
ښاغلي لیندسي په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "دغه خبریالان د افغان خلکو اندیښنې او غوښتنې مطرح کوي او د هغو کسانو غږ پورته کوي چې ترټولو ډیره اړتیا ورته لري."
بلخوا، د رواداري په نامه د بشري حقوقو سازمان ددغې ورځې په مناسبت افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي دوضعیت او دبیان ازادي په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان وویل ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د سلګونو رسنیو کار دریدلی دی او ګڼ شمیر خبریالانو خپل کار له لاسه ورکړی او مجبور شوي چې خپل هیواد پریږدي.
بلخوا افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.
هغه په یوه ویډیو پیغام کې وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه غوښتي چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."
د لبنان په نبطیه سیمه د اسراییلو بریدونه
اسراییلو د لبنان په نبطیه سیمه کې په ځینو کلیو باندې بریدونه کړي.
د اسراییلو پوځ نن د لبنان په جنوب کې د یوولسو کلیو اوسیدونکو ته د وتلو بیړنی خبرداری ورکړی وو.
اسراییل تور پورې کړی چې حزب الله اوربند مات کړی او له همدې خاطر دوی خپل عملیات پيل کړي.
حزب الله یوه ملیشه پوځي ډله ده چې سیاسي ګوند هم لري او د لبنان په جنوب کې لویې برخې کنټرولوي.
امریکا دا ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب الله پوځي برخه په تور لیسټ کې شامله کړې.
ډونالډ ټرمپ وايي د ایران په پلان بیا کتنه کوي خو د ده په باور د منلو نه دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په هغه پلان بیا کتنه کوی چې ایران ورته لېږلی دی.
ولسمشر ټرمپ لیکلي د ایران اسلامي جمهوریت "تر اوسه پورې د هغه څه لپاره چې په تېرو ۴۷ کلونو کې یې پر نړۍ او انسانیت راوړي کافي تاوان نه دی ورکړی نو په همدې خاطر دا طرحه ورته د منلو نه ده.
اکسیوس ویبپاڼې راپور ورکړی چې ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې پای ته رسول غواړي. تر څنګ یې په اټومي فعالیتونو د مذاکرې او هوکړې په لټه کې دی.
اخوا تسنیم اژانس چې سپاه ته نږدې دی د پوځي بریدونو د نه ترسراوي تضمین غوښتی، تر څنګ یې کنګل شویو شتمنو خلاصون او د بندیزونو لغوه کول هم غواړي.
ایران تیره پنجشنبه د پاکستان له لارې امریکا ته یو پلان سپارلی.