د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

خبرونه

رحمت شاه یو وار بیا د زیمبابوې پر وړاندې سلیزه ووهله

رحمت شاه
رحمت شاه

د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې په روانې دویمې ټيسټ سیالۍ کې سلیزه ووهله.

د دې خبر تر لیکلو پورې، ښاغلي شاه په ۲۰۹ توپونو ۱۰۵ منډې کړې وې چې په پاڼۍ کې یې ۱۱ څلوریزې شاملې وې.

نن د دویمې ټیسټ لوبې درېیمه ورځ ده او د افغانستان ملي لوبډلې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړې ده چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې کړې دي او له زمبابوې ۹۵ منډې مخکې دي.

افغان ملي لوبډله به د خپلې توپوهنې د دویمې پاڼۍ په بشپړولو سره زمبابوې ته هدف ټاکي.

د ویلو ده چې د دې ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۷ او زمبابوې ۲۴۳ منډې کړې وې.

د هوا اټکل: سر له سبا په ګڼو ولایتونو کې د هوا درجه ټیټیږي

د هواپېژندنې ریاست سر له سبا دوشنبې د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د هوا د درجې د ټیټېدو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په خپل خبرداري کې نه دي ویلي چې هوا په څو درجو ته راټیټېږي.

په همدې حال کې د طالبانو ټولګټو وزارت د درنې واورې له کبله د څو لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د سالنګونو لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې، دغه راز «د غزني مالستان او ناور، د جاغوري او اجرستان ولسوالیو سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیاه مسیرونه هم د واورې ورښت له امله تړل شوې دي.»

نن شنبه هم د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د باران او واورې د دوام اټکل شوی دی.

په کورمه کې د پولیسو پر موټر په برید کې ۷ تنه ټپیان شوي

ازشیف، پخوانی عکس
ازشیف، پخوانی عکس

په پاکستان کې وسلوالو کسانو نن په یوه کمین کې د دولتي موټرو هغه کاروان په نښه کړی، چې د فرقوي شخړو له کبله یوې کلابندې شوې ساحې ته یې مرستې رسولې.

که څه هم په کورمه ولسوالي کې درې ورځې مخکې بل اوربند اعلان شوی و، خو بیا هم په دې پېښه کې ګڼ چارواکي ټپیان شوي دي.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یوه چارواکي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې په ۷ ټپیانو کې د پولیسو یو چارواکی جاویداله محسود هم شامل دی. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کمین چا نیولی و.

له نوومبر میاشتې راهیسې په کورمه کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ په شخړو کې شا و خوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د کورمې په بګن کې له یوې اوونۍ راهیسې ځايي اوسېدونکي په احتجاج دي او له حکومت څخه غواړي دوی ته د فرقوي نښتو پر مهال د اوښتي مالي زیان تاوان ورکړي.

د دمشق هوايي ډګر نړیوالو الوتنې ته چمتو کېږي

ټاکل شوې د سوریې د پلازمېنې دمشق نړیوال هوايي ډګر بېرته خپلې نړیوالې الوتنې له راروانې سې شنبې پیل کړي.

د سوریې ملکي هوايي چلن او هوايي ټرانسپورټ ادارې مشر أشهد الصليبي نن شنبه د دغو نړیوالو الوتنو د پیل اعلان وکړ.

د دمشق له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې، تېره میاشت له واکه د پخواني ولسمشر بشارالاسد له پرځېدو وروسته په داسې حال کې وځنډول شوې چې تاسیسات یې غلا یا هم تخریب شول.

الصلیبي دولتي خبري اژانس سانا ته ویلي چې د هوايي چلن چارواکي د دمشق هوايي ډګر تر څنګ د حلب په شمال کې د هوايي ډګر د بیارغونې د بشپړولو په حال کې دي، چې ورسره به د نړۍ له ټولو برخو ورته الوتنې پیل شي.

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه په ۱۱۶ کلنۍ کې مړه شوه

د تومیکو ایتوکا (Tomiko Itooka) په نوم جاپانۍ ښځه چې د ګینس په نوم د نړیوالو ریکارډونو له مخې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان و، د ۱۱۶ کلونو په عمر ساه ورکړې ده.

د جاپان د اشیا ښار چارواکو نن شنبه دا خبر تایید کړ. په دغه ښار کې د پوخ عمره کسانو د پالیسیو مسوول یوشیڅوګو ناګاتا ویلي، تومیکو ایتوکا تېره یکشنبه د څارنې په یوه مرکز کې مړه شوې ده.

دغه ښځه د ۱۹۰۸م کال د مې میاشتې پر ۲۳مه زېږېدلې وه، چې تېر کال د نړۍ تر ټولو د زاړه انسان په توګه یې نوم ثبت شو.

تر هغه مخکې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان ۱۱۷ کلنه ماریا برانیاس وه چې د ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۹مه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

له ایران او پاکستانه ۷۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د اته اویا (۷۸) کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن شنبه خبر ورکړی، چې «پرون د تورخم له لارې۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»

په دغه خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي، که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، له ایرانه هم د افغان کډوالو د اخراج لړۍ روانه ده.

له بلې خوا د ایران یوه چارواکي ویلي چې په وروستیو ۹ میاشتو کې د ایران پر پوله ۳۰زره ۸۳۰ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر ټه الوتنې بېرته پیل شوې

د روسیې په سنټ پټرزبرګ کې د پولکوو هوايي ډګر چارواکي وايي، چې دغه هوايي ډګر ته د الوتکو تګ راتګ چې نن سهار پر ځايي وخت ۷ بجې او ۴۵ دقیقې ځنډول شوی و، بېرته پیل شو.

د روسیې چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې دغه پرېکړه د ملکي هوايي الوتکو د خوندیتوب په نیت شوې وه.

د الوتکو تګ راتګ پر ځايي وخت د سهار لس بجې او ۱۵ دقیقې بېرته پیل شو. د روسیې د هوايي چلن یوه څارونکي بنسټ د الوتنو د ځنډ د پرېکړې د مشخص دلیل په باب څه نه وو ویلي، خو د روسیې هوايي ډګرونه تر دې مخکې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د حملو د خطر له کبله تړل شوي دي.

د روسیې د لیننګراد والي السکاندر دروزدینکو ویلي، چې روسي ځواکونو لوګا خلیج ته نږدې دوې بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

سپینه ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته تیاري نیسي

سپینه ماڼۍ وايي، د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو د امنیت د ډاډمنولو لپاره جدي کار کوي.

په پام کې ده ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جنورۍ پر شلمه د وفادارۍ لوړه وکړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون جمعه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تر دې مخکې د نقلیه وسایطو په ذریعه د نورو احتمالي حملو خبرداری ورکړل شوی و.

کربي ویلي، سپینه ماڼۍ د ټرمپ د ملي امنیت شورا له سلاکار مایک والځ سره د هغې حملې په باب د څېړنو پایلې شریکوي، چې په نیو اورلینز کې د امریکا د یوه پخواني سرتېري له خوا د نوي کال په لومړۍ ورځ وشوه.

دغه پخواني سرتېري ۴۲ کلن شمس الدین جبار د لویزیانا ایالت په نیو اورلینز ښار کې خپل موټر پر هغو خلکو ور برابر کړ، چې نوی کال یې لمانځه.

په پېښه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او شا و خوا دېرشو نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.

اسراییل وايي، د حماس په لسګونو هدفونو یې بمباري کړې

د اسرائیل پوځ پرون جمعه وویل چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې د حماس پر لسګونو اهدافو هوايي حملې کړي دي.

د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي له پنج شنبې تر پرون جمعې پورې تر ۱۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پوځي عملیاتو او د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدل د دې سبب شوي، چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د څه کم ۱۵ میاشتنۍ جګړې د ختمېدو لپاره فشارونه زیات شي.

د اسرائیل مرکچیان پرون د هغو مذاکرو د بیا پیل لپاره دوحې ته لاړل چې د قطر او مصر په منځګړیتوب پیل شوې دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې یوه چارواکي چې د دغو مذاکرو په منځګړیتوب کې نقش لري له حماس غوښتنه کړې، چې پر یوه موافقه سلا وکړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

سوریې ته د لبنانيانو پر ورتګ تازه محدودیتونه

د سوریي یوه عبوري دروازه
د سوریي یوه عبوري دروازه

د سوریې اوسنیو واکمنو دغه هېواد ته د لبناني وګړو پر داخلېدو تازه محدودیتونه لګولي دي.

په لبنان کې ځینو سرچینو په دې اړه پرون جمعه د فرانسې خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.

د لبنان په وینا دا محدودیتونه تر هغه څه وروسته لګول شوي، چې په وسلو سمبالو سوریایانو سره سرحدي شخړه ګڼل شوې ده.

دا له واک څخه د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر پرځېدو وروسته د سوریې او لبنان ترمنځ چې ګاونډي هېوادونه دي په ډیپلوماتیک ډګر کې لومړی کړکېچ ګڼل کېږي.

تر دې مخکې د لبنان وګړو اجازه درلوده چې له ویزې پرته سوریې ته داخل شي، خو یوازې یې باید پاسپورټ یا هم پېژندپاڼه لرلای.

د لبنان د عمومي امنیت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې حیران شوی چې د سوریې له لوري سرحد د لبنان د وګړو په وړاندې تړل شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG