خبرونه
چین د تخار د سرو زرو پر یوه کان ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تخار ولایت د چایاب ولسوالۍ په یوه کان کې د چین د شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالرو پانګونې خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند همایون افغان له ملي ټلویزیون سره چې طالبان یې اداره کوي، په مرکه کې ویلي دي چې د استخراج د چارو ټول لګښت به چینايي شرکت کوي او د ترلاسه شویو عوایدو ۵۶ سلنه به افغانستان ته ورکوي.
نوموړی زیاتوي چې د چایاب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سروزرو دا کان لوی دی خو په تړون کې شاوخوا ۱۲ کیلومتر مربع ساحه له مزایدې وروسته د پنځو کلونو لپاره چینايي شرکت او افغان شریکانو ته یې ورکړل شوه.
د ښاغلي افغان په وینا د دې کان د استخراج ټولې چارې به په افغانستان کې دننه کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند په نورو ولایتونو کې هم بېلابېلو شرکتونو ته د سروزرو د کانونو د استخراج د تړونونو د پلان خبر ورکړ.
د طالبانو پر حکومت له دې کبله چې د ډېرو کانونو تړونونه یې له چین سره کړي انتقادونه په زیاتېدو دي.
منتقدان د دې تړونونو د معیارونو او شفافیت له پلوه اندېښمن دي.
د ترکیې لویدیځ کې امبولانس هلي کاپټر غورځیدلی دی
د ترکیې په لویدیځه موګلا سیمه کې نن ۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو امبولانس هیلیکوپټر د یوه روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د ترکیې د روغتیا وزارت وايي، دا هیلیکوپټر چې دوه تنه پیلوټان، یو ډاکټر او یو روغتیاپال پکې وو، د موګلا له روزنیز او تعلیمي روغتون څخه د پورته کېدو پرمهال د روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د موګلا والي خبریالانو ته وویل چې هیلیکوپټر لومړی د روغتون له څلورم پوړ سره ولګېد او بېا پر ځمکه راپرېوت.
په روغتون او د پېښې په ساحه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
تخار کې د چاودنې مسولیت د طالبانو یوې مخالفې ډلې ومانه
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د تېر ماښام د چاودنې پړه د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې ومنله.
دې ډلې تېره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې وسله والو یې د تالقان ښار د لومړۍ حوزې پر قرارګاه د برید پرمهال د طالبانو د ځواکونو سرګروپ ملا انور وژلی او درې نور سرتېري یې ټپیان کړي دي.
له دې مخکې سرچینو آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې د تالقان ښار په سرای سنګ سیمه کې پرون ماښام یوه درنه چاودنه شوې ده.
د آزادۍ جبهې د دې ادعا په اړه طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو هم په خپلواک ډول دا ادعاوې نه شي تاییدولای.
سره سمندرګي کې د امریکا یوه الوتکه ویشتل شوې
د امریکا پوځ نن یکشنبې وویل چې د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سره سمندرګي د پاسه په تیروتنه په ډزو چې هغه "دوستانه ډزې" بلل شوي، ویشتل شوې خو دواړه پیلوټان یې ژغورل شوي دي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې دا پیښه هغه وخت وشوه چې د امریکا پوځ د یمن د حوثي یاغیانو د په نښه کولو لپاره هوایي بریدونه ترسره کول.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټ کم ندي ویلي چې د دغې پیښې په مهال دغو پیلوټانو چې یویې برسیرن ټپي شوی، څه ډول ماموریت مخ ته وړ.
د پوځ په وینا د USS هیري ایس تورمان کشتۍ له خوا یو رهبري کیدونکی میزایل ویشتل شوی وچې په تیروتنه پر F/A-18 ډوله الوتکه چې له دې کشتۍ څخه پورته شوې وه، لګیدلی.
له دې مخکې سینټ کم د شنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې په هوایي هدفي بریدونو کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانوترکنټرول لاندې سیمو کې د دې ډلې د قوماندې یومرکز او د میزایلو یو زیرمتون په نښه کړي و.
البانیا غواړي ټیکټاک بند کړي
د البانیا صدراعظم ایدي راما پرون شنبه اعلان وکړ، چې حکومت یې ښايي د ویډیوګانو مشهوره شبکه ټیکټاک د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې بنده کړي.
په پلازمېنه تیرانیا کې د البانیا له ښوونکو او ارواپوهانو سره د کتنې پر مهال صدراعظم راما ویلي، ټیکټاک داسې دی لکه د سیمې اوباش.
د البانیا صدراعظم ویلي، موږ ټیکټاک د یوه کال لپاره بندوو او داسې پروګرامونه پیلوو، چې له زده کوونکو سره د دوی د تعلیم په وده او میندو او پلرونو سره د خپلو اولادونو د علمي سفر په څارنه کې مرسته وشي.
ټیکټاک د ویډیوګانو د شریکولو هغه شبکه ده، چې خلک په کې لنډې ویډیوګانې اپلوډ او کتلی شي، خو ګڼو هېوادونو ویلي چې دغه شبکه، د دوی د ماشومانو وخت ضایع کوي.
ترکیه: واورې ښویېدو یو تن مړ کړی
د ترکیې په ختیځ کې پرون شنبه د واورې په ښویېدنه/ برفکوچ کې یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شول.
د ترکیې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه مړ شوی کس ۱۶ کلن ایمري یزګان یاد کړی دی.
د ارزروم والي مصطفی چیفتچي خبریالانو ته ویلي چې د جودو ملي ټیم ۱۵ غړي پر ځايي وخت سهار لس بجې یوه غره ته ختلي وو، چې اورشیندنه پیل شوه.
په هغو لومړیو کې د دغه ټیم ۵ غړي د واورو له خوا لاندې شول چې یوه تنه یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او څلور نور په ښه وضعیت کې دي.
غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه اعلان وکړ، چې په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد.
دغه وزارت ویلي، چې د په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه.
په دې حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړای شول.
ایران وايي افغانستان ته یې صادرات ۱۶۷ ملیون ډالرو ته رسېدلي
د ایران د ګمرکونو یوه چارواکي ویلي، سږکال د لیندۍ/ قوس تر پایه افغانستان ته د ایران صادراتو اندازه له ۱۶۷ ملیون ډالرو زیاته وه.
د دوغارون تایباد سرحدي ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، چې یوازې د دوغارون ګمرک له لارې د ۱۶۷ ملیون ۷۱۳زره او ۷۲۳ ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د ده په وینا دا د تېر کال په نسبت افغانستان ته د ایران په صادراتو کې شا و خوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د ګمرکونو دغه چارواکي ویلي چې په دې موده کې له افغانستانه هم د ۱۴ ملیون او ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت ایران ته مالونه وارد شوي دي.
افغانستان چې مصرفي اقتصاد لري، تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتو ولاړ دی او خپل صادرات یې کم دي.
د سالنګونو اصلي مسیر د سې شنبې په ورځ پرانیستل کېږي
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي:
«لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. د سې شنبې په ورځ د مرغومي/ جدي پر څلورمه بارړونکي موټرونه له شمال څخه جنوب ته د حرکت اجازه لري.»
د طالبانو ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، چې پر دغه لار د سفر پر مهال د وسایطو زنځیر، تودې جامې، د ژمي توکي او نور ضرور وسایل له ځان سره ولري.
د سالنګ لویه لار هر کال د اورښتونو او توفانونو له کبله د موټرو پرمخ د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.