خبرونه
په تور سمندرګي کې د تیلو تویېدو له کبله د چاپېریال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د روسیې په کراسنادار سیمه کې د تورې بحیرې د لسګونه کیلومتره اوبو ساحه نن وروسته له هغه په تېلو ناولې شوه چې د روسیې دوه تېل وړونکې کشتۍ د کرچ په تنګي کې د سخت توپان په نتیجه کې زیانمنې شوې.
د کراسنادار والي وینیامین کوندراتییف ویلي چې د اوبو د پاکولو کاري ډلې سیمې ته استول شوې دي. د هغه په وینا سخت باد، د سواحلو په اوږدو له ټانکرونو د توی شویو تېلو له خپرېدو سره مرسته کوي او په تور سمندرګې کې د چاپېریال د احتمالي ناورین په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د سمندر اوبه په تور رنګه مایع پوښل شوې دي.
د اولګا نفت Volgoneft شرکت دوه ټانکري کشتۍ چې زرګونه ټنه د ټيټ کیفیت لرونکي تېل پکې بار وو، د یکشنبې ورځې په دې پېښه کې ښکېلې وې.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت: په سوریه کې به خپل سفارت د شرایطو برابرېدو وروسته بیرته پرانیزي
د ایران د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې په سوریه کې د دې هېواد سفارت به د لازمو شرایطو له برابرېدو وروسته بیا پرانیستل شي.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن (د لیندۍ ۲۷مه) وویل چې د ایران د سفارت بېا پرانیسته یولړ شرایطو ته اړتیا لري چې تر ټولو مهم یې د سفارت او د سفارت د کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب تضمین دی.
په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري د لیندۍ په ۲۵مه نېټه ویلي و، چې په دمشق کې د ایران سفارت به په نژدې راتلونکي کې خپل فعالیت بیا پیل کړي.
ښاغلي اکبري د سوریې د تحولاتو په اړه په یوه مرکه کې ویلي و، وروسته له دې چې د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والې ډلې دمشق ته ورسېدې، د ایران د سفارت امنیت یې خوندي کړ. د هغه په وینا ایران غواړي چې په دمشق کې خپله قونسلګري بیا پرانیزي او سوریې هم چمتووالی ښودلی دی.
د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له دې چې وسله والې ډلې دمشق ته ننوتلې، ایراني ډيپلوماتان له سفارت څخه ووتل او د ایران سفارت ولوټل شو.
د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته پر ټولنیزو شبکو هغه تصویرونه خپاره شول چې یوه ډله کسان د ایران د سفارت د اړوندو اداري وسایلو او تجهیزاتو د ورانولو په حال کې ښيي.
د اروپايي کمیسیون مشرې د ترکيې له ولسمشر سره د سوریې پر وضعیت خبرې وکړې
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فان دیرلین نن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له ولسمشر رجب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ښاغلي اردوغان په دې کتنه کې هیله څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه به خپل هېواد ته د هغو سوري کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي چې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیلېدو سره سم ترکیې ته کډوال شوي دي.
ښاغلي اردوغان له مېرمن فان دیرلین سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ترکیه په سوریه کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په برخه د اروپايي کمیسیون له دریځ سره موافق دی.
اروپايي ټولنې تېره اونۍ اعلان وکړ چې نژدې سل ټنه طبي تجهیزات او نور د اړتیا وړ وسایل به ترکیې ته واستوي څو وروسته د ملګروملتونو د اړوندو ادارو له خوا سوریې ته ولېږدول شي.
د اسد رژیم د ډسمبر په اتمه هغه مهال وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمېنې دمشق ته ورسېدل.
د بخښنې نړیوال سازمان له طبي زده کړو د ښځو د راګرځولو په اړه اندیښنه څرګنده کړه
د بخښنې نړیوال سازمان، امنیتسي انټرنشل یو وار بیا په افغانستان کې له طبي زده کړو د ښځو د راګرځولو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړه. .
دې سازمان پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر طبي او ورته اختصاصي زده کړو بندیز به په دې هیواد د ښځو پرمخ د زده کړو د وروستي امکان ورونه هم وتړي.
د بشري حقونو دې سازمان له طالبانو غوښتي چې سمدستي د جنسیت ځورونې سیسټم پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان له دې مخکې هم د قابله ګانواو نرسانو د روزنې په ګډون د طبي زده کړو په مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو پر زده کړو د طالبانو له خوا لګول شوی بندیزغندلی او هغه یې په دې هېواد کې پر ښځو او نجونو یوازې د جنسیټ پر اساس بل سیستماتیک برید بللی وو.
د طالبانود مشر د یوه شفاهي فرمان له مخې د افغانستان د طبي زده کړو په ټولو انسټېټیوټونو کې ښځینه زده کونکې له زده کړو منع شوي خو د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي توګه د لګول شوي بندیزخبره نه تایید او نه هم ردکړې ده.
د طالبانو او ترکمنستان د بهرنيوو چارو وزيرانو د تاپي پروژې کار وڅاره
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيوو چارو وزير، امير خان متقي د ترکمنستان له بهرنيوو چارو وزير رشيد مرادووف سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن وويل چې دواړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګاز پروژې د نلليکې کارونه وکتل.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو غاړو د وېزو او ټرانسپورټ په برخه کې هم د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنې تکرار کړې.
دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر وخت پيل شوې وه چې هدف یې له ترکمنستان څخه، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګاز رسول دي.
خو تر ۲۰۲۱ کال مخکې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بریدونو او ځينو نورو لاملونو يې کارونه د ځنډ سره مخامخ کړل.
خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې تر حکومت نيولو وروسته، طالبانو ويلي چې د یادې پروژې تر څنګ به نورې سیمه ييزې پروژې هم سر ته رسوي.
افغانستان هیله من دی چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره به په کال کې څه باندې ۴ سوه ملیون ډالره عواید ترلاسه او په زرګونو کسانو ته به د کارزمینې برابرې کړي.
راشد خان له څلورو کلونو وروسته له زیمبابوي سره ټيسټ لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ وتلی سپینر راشد خان به له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له زیمبابوي سره په پنځوس اوره لوبلړۍ کې ولوبیږي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون دوشنبې د دغو دوو ټسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.
۲۶ کلن راشدخان چې د روان کال په پیل کې یې د ملاجراحي کړې او تراوسه تردرملنې لاندې و، په وروستیوکلونو کې د افغانستان په ډیرو لوبو کې نه وو لوبیدلی. هغه وروستي ځل د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د زیمبابوي په وړاندې لوبه وکړه.
د افغانستان اوزیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوریزو ټسټ لوبو لړۍ به د ډسمبرله ۲۶ نه د جنوري تر۶ پورې د زیمبابوې په بولویوBulawayo ښار کې ترسره شي.
له دې مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوي څخه د شلو اورونو لوبلړۍ، د شنبې په ورځ په وروستۍ لوبه کې د دریو ویکټو په توپیر وګټله. زمبابوې د لوبلړۍ لومړی لوبه ګټلې وه، خو دویمه او دریمه یې افغانستان وګټلې.
په پاکستان کې د پولیو واکیسن پر ټیمونو برید
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو پرون دوشنبې د وسله والو په بریدونو کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه روغتیا پالان ټپیان شوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې په یوه برید کې چې پرون په ټول هیواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو پرټیم وشو، یوپولیس ووژل شو او یو روغتیایي کارکونکي ټپي شو.
همدارنګه پرون په یوه بل برید کې چې د دې ایالت په بنو ولسوالۍ کې وشو، یو روغتیایي کارکونکی ټپي شوی دی. د دغو بریدونو مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی خو د راپورله مخې د پولیو د واکسین د کمپاین په لومړۍ ورځ دغه بریدونه ښیي چې په وروستیو میاشتو کې د شخړو زیاتوالي څومره د دغه فلج کونکې ناروغۍ د نویو پیښو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د روان کال له پیل راهیسې په دې هیواد کې د پولیو نوې ۶۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د پاکستان د روغتیا وزارت په وینا د پولیو د واکسین په دغه نوي کمپاین کې به د هیواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې له ۴۴ ملیونه زیات ترپنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
اروپایي کمیسیون او ترکیه سوریې ته د مرستو پر سر خبرې کوي
تمه ده چې د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فان دیرلین نن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له ولسمشر رجب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.
مېرمن فان دیرلین پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له اردوغان سره د دې خبرې به د بشار الاسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د سوریې د ملي وحدت او د اقلیتونو د خوندیتوب پر مسایلو متمرکزې وي.
د دوی په خبرو کې به سوریې ته د بشري مرستو د رسولو موضوع هم شامله وي.
اروپايي ټولنې تېره اونۍ اعلان وکړ چې نژدې سل ټنه طبي وسایل او نور د اړتیا وړ تجهیزات به ترکیې ته ولېږي چې وروسته به د ملګروملتونو د اړوندو ادارو له خوا سوریې ته ولېږدول شي.
د اسد رژیم د ډسمبر په اتمه نېټه وروسته له هغه وپرځېده چې د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمېنې دمشق ته ورسېدل.
نجونې یو ځل بیا د طب پوهنځي له ایګزیټ ازموینې بې برخې شوي
ټاکل شوې د مرغومي یا جدي په اوومه نېټه د طب د پوهنځي له فارغانو اېګزیټ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي پرون ماښام پر خپله فېسبوکپاڼه دا خبر ورکړ.
اېګزیټ ازموینه د لوړو زده کړو د طبي شورا له خوا د طب پوهنځيو له فارغانو اخیستل کیږي او تر بریالیتوب وروسته د فعالیت اجازه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو له بندیز وروسته اوس د روغتیایي زده کړو په موسسو کې هم د نجونو د شمولیت مخه نیولې ده.
د دې بندیزونو له کبله د طالبانو پر حکومت انتقادونه په زیاتېدو دي، خو طالبان ټینګار کوي چې دوی د نجونو او ښځو حقونه په اسلامي چوکاټ کې ورکوي.