د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

خبرونه

طالبانو په سمنګان کې درې کسان په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې، په سمنګان کې پر یوې ښځې او دوو نارینه وو "له کوره د تېښتې" او "نامشروع اړیکو" په تور د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی. دغه محکمې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې درې واړه کسان په عام محضر کې په ۳۹-۳۹ دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې یو تورن کس په لس کاله تنفیذي بند، بل په دوه کاله بند محکوم شوی او درېیم یوازې په دُرو وهل شوی دی. ویل شوي د دغو سزاګانو د تطبیق پر مهال د طالبانو ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.
د طالبانو سترې محکمې تېره شنبه په کندوز کې هم درې تنه په عام محضر کې د هغه څه له کبله چې دوی «لواطت» بللی، په درو وهلي دي. د بشري حقونو د دفاع ډلو له طالبانو په عام محضر کې د دغه ډول سزاګانو د تطبیق د بندولو غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ملیونونه کسان کافي خواړه نه لري

عکس: اسوشیېټډ پریس
عکس: اسوشیېټډ پریس

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې ملیونونه کسان چې کافي خواړه نه لري، د ژمي له سختې یخنۍ سره مخامخ دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه د یوه بېوزلي افغان د ویډیو په خپرولو لیکلي، چې د دغو کسانو ډېری یې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو یا هم تاوده ساتلو لپاره اړ دي، چې غیرممکن انتخابونه هم وکړي. په ویډیو کې بېوزلي افغان ویلي، چې د خځلو او پلاستیکونو په سوځلو سره د ژمي سړې شپې سبا کوي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي وو، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ سانټي ګرېډو ته راټیټېږي او دا تر ډېره نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان له خطر سره مخامخوي، چې د ځانونو د تودولو او مړولو وس نه لري.

شمالي مقدونیا کې د ترهګریزو پيښو د پلان په تور ۴ تنه نیول شوي

د شمالي مقدونیا یوه برخه، ارشیف
د شمالي مقدونیا یوه برخه، ارشیف

د شمالي مقدونیا امنیتي چارواکو د دغه هېواد په لویدیځ کې څلور تنه د ترهګریزو حملو د پلانولو په تور نیولي دي.

د شمالي مقدونیا د کورنیو چارو وزیر پانچ توسکوسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه کسان په ستروګا او ګاستیوار ښارونو کې د څو عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.

هغه خبریالانو ته وویل، دغه څلور تورن کسان د داسې پیښو په پلانولو تورن دي چې کولای یې شوای د شمالي مقدونیا او نورو هېوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کړي.

توسکوسکي زیاته کړې چې نیول شوي کسان د ترهګریزو ډلو په غړیتوب تورن دي او له ډيره وخته تر څار لاندې وو، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې له کومو ترهګریزو ډلو سره یې تړاو درلود او د څه ډول بریدونو پلان یې جوړ کړی وو.

د جرمني‌ صدر اعظم د عدم اعتماد له رایو سره مخامخ دی

د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ
د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ

د جرمني‌ صدر اعظم اولاف شولڅ نن دوشنبه په پارلمان کې د باور له رایو سره مخامخ کیږي او اټکل کیږي چې دغې رایه اچونه کې ناکام شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، که شولڅ د باور دغه رایې ترلاسه نه کړي، حکومت به ېې ړنګ او د اروپا دغه لوی اقتصادي هېواد به راتلونکې فبرورۍ کې له ټاکلې مودې ۷ میاشتې وړاندې ټاکنې ترسره کړي.
د شولڅ له درې ګوندونو جوړ ایتلافي حکومت وروسته له هغه د نومبر په شپږمه ړنګ شو چې صدر اعظم د خپل هېواد د اقتصاد اړوند یوه اوږده لانجه کې د مالېې وزیر له دندې لرې کړ.

له دې کار سره د مالیې د وزیر اړوند د سوداګرۍ د ملاتړ ګوند له ایتلافي حکومته ووت او پارلمان کې دوه مرکزي-چپي ګوندونه داسې مهال پاته شول چې اکثریت څوکې ورسره نه وې.

له دې وروسته د څو لویو ګوندونو مشرانو هوکړه وکړه چې پارلماني ټاکنې باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۳مه ترسره شي.

د ایران مازندران کې پر افغانانو د اوسیدو بندیز

په ایران کې د افغانانو د اعتراض یو انځور، ارشیف
په ایران کې د افغانانو د اعتراض یو انځور، ارشیف

ایراني چارواکو مازندران د افغانانو لپاره ممنوع ښار اعلان کړی دی.

د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي د یکشنبې په ورځ وویل چې په مازندران کې افغانانو ته هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې جواز هم نه ورکول کیږي.

نادريار وويل، افغان اتباع مازندران ته په هغو اسنادو نه شي ورتلی چې په نورو سیمو کې اجازه لري.

افغان کډوال یوازې په سیاحتي ویزې سره د ایران دې شمالي سیمې ته سفر کولی شي.

په تیرو وختونو کې، په مازندران سیمه کې افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو سره سره ځورول شوي او حتی ایستل شوي دي.

د ایران په شاوخوا شلو ښارونو کې د افغان مهاجرینو حضور منع شوی او په ځینو ولایتونو کې اړوندو چارواکو خبرداری ورکړی چې که افغان کډوال په کار وګمارل شي نو د دوی د کار څښتنان به تر یو میلیون تومانه زیات جریمه او سزا ورکړي.

طالبانو درې کسان په کندز کې په دورو ووهل

ارشیف
ارشیف

طالبانو په کندز کې درې تنه په عام محضر کې د هغه څه په خاطر چې دوی «لواطت» بللی په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې دغه درې کسان د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې مجازات شوي.

دغې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې لومړی تورن یې په اوه کاله بند محکوم کړی او ۳۹ دُرې یې وهلی، دویم تورن ته پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرې ورکړل شوي او دریم تورن په څلور کاله تنفیذي بند محکوم او ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو پر محاکمو نیوکې کیږي چې تورنو ته د مدافع وکیل حق نه ورکوي او محاکمې یې هم اکثره عادلانه نه وي.

د بریتانیا د حکومت یوه وزیر په دوحه کې له افغان محصلانو سره ولیدل

Hamish Falconer,
Hamish Falconer,

د افغانستان، منځني ختیځ او پاکستان د چارو لپاره د بریتانیا وزیر، هامیش فالکانر د قطر په دوحه کې د افغان – امریکايي پوهنتون له محصلانو سره وکتل.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فالکانر له افغانستان سره د بریتانیا د ملاتړ، په افغانستان کې د روانو بندیزونو او د خپلې راتلونکې په اړه د محصلانو د هیلو په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، په دې ویاړي چې له ځوانو افغان محصلانو سره یې کتلي او پر هغو ستونزو یې ورسره خبرې کړي چې دا محصلان ورسره مخامخ دي.

ده همداراز د ۲۰۲۴ د اپریل او د ۲۰۲۵ د مارچ ترمنځ له افغانستان سره د بریتانیا د ۱۶۱ میلیون پونډه مرستې پخلی وکړ.

ترکیه وايي، که ورڅخه وغوښتل شي، سوري ځواکونه به وروزي

د ترکیې دفاع وزیر
د ترکیې دفاع وزیر

د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) وویل چې که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې د دې هېواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

د رویټرز خبري اژان د راپور له مخې، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوریې له نوي حکومت سره د ترکیې همکارۍ تر څه حده ده، وویل: "انقره اوس هم له ډېرو هېوادونو سره پوځي همکاري او د روزنې تړونونه لري."

ګولر زیاته کړه، باید وخت ورکړل شي او وکتل شي چې د سوریې نوی حکومت څه ډول ګامونه پورته کوي.

د ترکیې دفاع وزیر دا هم وویل چې د دوی لومړیتوب لا هم د سوریې په شمال کې د کورد ملېشو یا (YPG) له منځه وړل دي، او دا دریځ یې "واشنګټن ته هم روښانه کړی دی.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی، د بار اسد د مخالفو وسله والو ملاتړ کاوه ترڅو د هغه حکومت نسکور کړي.

دغه راز، ترکیې له څو کلونو وروسته، پرون (شنبې په ورځ د لیندۍ ۲۴مه) په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست.

د ترکیې د استخباراتو او جاسوسۍ رئیس ابراهیم قالین، د جمعې په ورځ سوریې ته سفر وکړ او هلته یې د یاغیانو د "هیئت تحریر شام" ډلې له مشر ابو محمد الجولاني سره وکتل.

درنې واورې د هرات- تورغونډۍ لاره بنده کړې

باختر خبري آژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، راپور ورکړی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د درنې واورې د اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د ځینو ولسوالیو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې هرات ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو په وینا، دا لویه لاره د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۵مه، د بقرچر په سیمه کې بنده شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د فواید عامې ریاست ویلي چې د دې لارې د بیا پرانیستلو هڅې پیل شوې دي.

له بلې خوا، د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د ګران، کشک کهنه، رباط سنګي او تورغونډۍ ښارګوټي د ولسوالیو اوسېدونکي دې تر بلې خبرتیا پورې هرات ته له سفر کولو ډډه وکړي.»

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG