خبرونه
پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د اوکراین په زاپوریژیا ښارکې پر یوه کلینیک د روسیې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۸ تنو ته رسیدلی دی.
د اوکراین د بیړنیو خدمتونو ادارې نن چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، په دې برید کې ۲۲ کسان ټپیان شوي هم دي.
د دې ادارې په خبره، ژغورونکي تراوسه د پیښې په ځای کې عملیات مخ ته وړي. روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین پر ښارونو او د انرژۍ پرتاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه زیات کړي دي. په عین حال کې د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي پرون سې شنبې له خپلو متحدینو وغوښتل چې د لسو او دولسو ترمنځ د هوایي مدافعې نور پټرویټ سیسټمونه ورکړي څو وکولای شي چې د روسیې د بریدونو په وړاندې خپل هوایي قلمرو په بشپړه توګه خوندي کړي.
زمبابوې له افغان لوبډلې د کرکټ د شل اورونو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله
زمبابوې په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره شوه چې د ۴ وېکټو په توپیر کوربه زمبابوې وګټله.
دغه سیالي چې د چهارشنبې په ورځ د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۰۰ بجې پیل شوې وه، افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
افغان لوبډلې په شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۴۴ منډې وکړې.
په دې سیالۍ کې مخکښ منډه جوړونکی کریم جنت و چې په ۵۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. دغه راز محمدنبي چې دا یې ۳۰۰مه نړیواله سیالي هم وه په ۴۴ منډو وسوځېد او حضرت الله ځاځي ۲۰ منډې وکړې.
د زمبابوې په توپ اچونکو کې ریچارډ اینګراوو ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.
زمبابوې ورکړل شوی هدف د شلم اور په وروستي توپ د شپږو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې براین بینټ ۴۹ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله. په ننۍ سیالۍ کې نوین الحق درې او راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې به دویمه سیالي د ډسمبر په ۱۳مه نېټه ترسره کړي.
خامنه یي: د بشار الاسد دحکومت نسکورېدو کې امریکا، اسراییل او یوه ګاونډي رول درلود
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي، اسراییل او متحده ایالتونه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم د چټک پرزېدو مسول بللي دي.
خامنه یې نن چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۱مه) د ایران دولتي تلویزیون سره په خبرو کې، بې له دې چې د کوم بل هېواد نوم واخلي، وویل چې یوه ګاونډي هم په دې تحول کې لاس درلود.
د ډي.پي.اې خبري اژانس د راپور له مخې په ظاهره د خامنه یي اشاره ترکیې ته وه چې د سوریې د پخواني حکومت د مخالفانو ملاتړ یې کاوه.
ایران او روسیه بیا هغه هېوادونه وو چې د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د پرزیدلي حکومت ملاتړ یې کاوه.
خامنه یي ټینګار وکړ چې د بشار الاسد د حکومت سقوط د ایران د کمزورۍ په معنا نه ده، د هغه په خبره، ایران پياوړی او ځواکمن دی او نور به هم پياوړی شي.
تر دې وړاندې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې ایران او روسیه کمزوري موقف کې دي او له همدې کبله یې د اسد د حکومت ملاتړ هم ونه شو کړای.
د مسکو له خوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د ایستلو هڅه، طالبان یې هرکلی کوي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د استازو جرګې د هغې لایحې د تصویب هرکلی کړی چې مسکو ته اجازه ورکوي، طالبان د ممنوعه ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
دغه وزارت نن چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ګام د روسیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو په لا ښه کولو کې د خنډ لرې کېدل او د پام وړ پرمختګ دی.
د روسیې دوما یا استازو جرګې پرون سه شنبه هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې يې طالبان د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کیږي، خو دغه لایحه د قانون کېدو لپاره، د سنا تایید او د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د منځنۍ اسیا دوو نورو هېوادونو قزاقستان او قرغزستان هم سږ کال طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.
د روسیې په ګډون د سیمې، ګاونډ او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه له طالبانو سره غیر رسمي تعامل لري، خو تراوسه هیڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د یوناما مشره امنیت شورا ته د افغانستان د روان وضعیت معلومات ورکوي
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا سبا پنجشنبه ( د لیندۍ ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما چې آغلې اتونبایوا یې مشري کوي، نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر دغه خبر ورکړی دی.
یوناما د میرمن اتونبایوا د خبرو جزیات نه دي خپاره کړي، خو ویلې یې دي چې د امنیت شورا غونډه به د کابل په وخت سبا ماښام شاوخوا ۷ بجې پيل شي.
یوناما بیا پرون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب د له منځه تلو په حال کې دی.
د یوناما په وینا، که څه هم افغانستان کې وسله وال تاوتریخوالی کم شوی او امنیتي وضعیت ښه شوی دی، خو زیاته کړې ده چې بشري حقونه له خطر سره مخامخ دي.
طالبان که څه هم ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي، خو د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه بیا ورسره موافق نه دي.
دغه سازمانونه وایي چې طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ډير لومړني حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او تازه یې تېره اونۍ په روغتیایي موسسو کې هم د هغوی پر زده کړو بندیز ولګوه.
طالب استازي د فرانسې له ډيپلومات سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر ژان مارین شو سره یې د افغانستان پر وضعیت او هلته د نادولتي سازمونو پر فعالیت خبرې کړي دي.
شاهین پرون سه شنبه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دوی په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر وضعیت او د کابل هوایي ډګر پر تخنیکي اړتیاوو هم خبرې کړې دي.
فرانسه د هغو لویدیځو هېوادونو له ډلې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل کې خپل سفارت تړلی دی.
د شاهین او مارین شو دغه لیده کاته په دوحه کې شوي دي.
فرانسه او ګڼ نور لویدیځ هېوادونه له افغانستان سره غیر رسمي تعامل لري، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د اسراییل صدراعظم محکمې ته حاضریږي
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فساد د قضیې په تړاو نن په تل ابیب کې یوې محکمې ته حاضریږي.
بنیامین نتنیاهو د بډې اخیستو، جعل او د عامه اعتبار په زیانمنولو تورن دی.
هغه څو واره د غزې او لبنان د جګړو په سبب د دې محاکمې د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
بنیامین نتنیاهو چې په ځان لګېدلي تورونه بې ځایه بولي د دوشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل چې محکمې ته ورځي او حقایق به روښانه کړي.
وروستی وار نتنیاهو د ۲۰۲۳ کال په جون کې محمکې ته ورغلی وو.
فرانس پرس لیکلي چې نتنیاهو او مېرمن یې له ځینو شتمنو څخه د سیاسي ملاتړ په بدل کې د څه باندې ۲۶۰ زرو ډالرو په ارزښت لوکس توکي سیګرټ، زر او شمپاین اخیستي.
دوه نور تورونه په دې رابطه دي چې ګواکې نتنیاهو په دوو اسراییلي رسنیو کې د مطلوبه خبري پوښښ په خاطر د مذاکرو هڅه کړې ده.
د سوریې د انتقالي دورې صدراعظم: د دې هېواد د ثبات او آرامۍ وخت رارسېدلی دی
د سوریې نوي صدراعظم چې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته به د انتقالي دورې مشري کوي ویلي دي چې د دې هېواد د ثبات او آرامۍ وخت رارسېدلی دی.
پر دمشق واکمنو وسله والو ډلو محمدالبشیر د انتقالي حکومت د صدراعظم په توګه ټاکلی دی څو د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې ترپایه سوریه اداره کړي.
ښاغلي بشیر د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې الجزیرې ټلویزیون ته وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې د سوریې خلک په ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.
تېره یکشنبې دمشق ته د هیات تحریر شام په مشرۍ د وسله والو ډلو له رسېدو او مسکو ته د بشارالاسد له تېښتې وروسته په سوریه کې د اسد د کورنۍ له نېمې پېړۍ ډېره واکمني پای ته ورسېده.
په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د پلویانو د اعتراضونو دوام
بېګا دیارلسمه پرله پسې شپه وه چې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلوي معترضانو د پلازمېنې تبلیسي په واټونو کې تېره کړه.
شاوخوا ۴ زره کسان چې ډېرو یې د اروپايي ټولنې او ګرجستان بیرغونه رپول د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې د غبرګون لپاره د پارلمان د وانۍ مخې ته راټول شول چې غواړي لږترلږه تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د غوښتنې اړوند خبرې وځنډوي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې، د ګرجستان د هیلو د ګوند په مشرۍ حکومت ته له ډیموکراسۍ د په شا کېدو او د مخالفانو پرضد د ځپونکو تاکتیکونو د کارولو د عواقبو خبرداری ورکړی.
اروپايي ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل، د حکومت دا اقدامات د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ناوړه عواقب لرلای شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې د ډسمبر په ۱۶مه به په خپله غونډه کې د ګرجستاني چارواکو پروړاندې د اقداماتو په اړه بحث وکړي.
رینا امیري د افغانستان د بحران د حل لپاره د بشري حقونو مرکزیت ته باید پام وشي
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د افغانستان د بحران د حل په برخه کې باید د بشري حقونو د مرکزیت مسئلې ته پاملرنه وشي.
رینا امیري پرون پر خپله ایکس پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو د جنسیتي شکنجې او د اقلیتونو، مذهبي ډلو، خبریالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند پالیسیو د افغان ولس کړاوونه زیات کړي او د سوله ایز او باثباته افغانستان لرلید زیانمن کړی دی.
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په یوه بیان کې د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق پر ملاتړ ټینګار کړی. همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې پوښتنه کړې ده چې طالبان د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنې ولې له پامه غورځوي.
پرون د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ وه. زموږ حقونه، زموږ راتلونکې همدا اوس سږکال د دې ورځې شعار و.