د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

خبرونه

د اسراییل صدراعظم محکمې ته حاضریږي

د اسراییل صدراعظم
د اسراییل صدراعظم

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فساد د قضیې په تړاو نن په تل ابیب کې یوې محکمې ته حاضریږي.

بنیامین نتنیاهو د بډې اخیستو، جعل او د عامه اعتبار په زیانمنولو تورن دی.

هغه څو واره د غزې او لبنان د جګړو په سبب د دې محاکمې د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

بنیامین نتنیاهو چې په ځان لګېدلي تورونه بې ځایه بولي د دوشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل چې محکمې ته ورځي او حقایق به روښانه کړي.

وروستی وار نتنیاهو د ۲۰۲۳ کال په جون کې محمکې ته ورغلی وو.

فرانس پرس لیکلي چې نتنیاهو او مېرمن یې له ځینو شتمنو څخه د سیاسي ملاتړ په بدل کې د څه باندې ۲۶۰ زرو ډالرو په ارزښت لوکس توکي سیګرټ، زر او شمپاین اخیستي.

دوه نور تورونه په دې رابطه دي چې ګواکې نتنیاهو په دوو اسراییلي رسنیو کې د مطلوبه خبري پوښښ په خاطر د مذاکرو هڅه کړې ده.

د سوریې د انتقالي دورې صدراعظم: د دې هېواد د ثبات او آرامۍ وخت رارسېدلی دی

د سوریې د انتقالي دورې صدراعظم محمد البشیر
د سوریې د انتقالي دورې صدراعظم محمد البشیر

د سوریې نوي صدراعظم چې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته به د انتقالي دورې مشري کوي ویلي دي چې د دې هېواد د ثبات او آرامۍ وخت رارسېدلی دی.

پر دمشق واکمنو وسله والو ډلو محمدالبشیر د انتقالي حکومت د صدراعظم په توګه ټاکلی دی څو د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې ترپایه سوریه اداره کړي.

ښاغلي بشیر د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې الجزیرې ټلویزیون ته وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې د سوریې خلک په ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.

تېره یکشنبې دمشق ته د هیات تحریر شام په مشرۍ د وسله والو ډلو له رسېدو او مسکو ته د بشارالاسد له تېښتې وروسته په سوریه کې د اسد د کورنۍ له نېمې پېړۍ ډېره واکمني پای ته ورسېده.

په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د پلویانو د اعتراضونو دوام

بېګا دیارلسمه پرله پسې شپه وه چې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلوي معترضانو د پلازمېنې تبلیسي په واټونو کې تېره کړه.

شاوخوا ۴ زره کسان چې ډېرو یې د اروپايي ټولنې او ګرجستان بیرغونه رپول د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې د غبرګون لپاره د پارلمان د وانۍ مخې ته راټول شول چې غواړي لږترلږه تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د غوښتنې اړوند خبرې وځنډوي.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې، د ګرجستان د هیلو د ګوند په مشرۍ حکومت ته له ډیموکراسۍ د په شا کېدو او د مخالفانو پرضد د ځپونکو تاکتیکونو د کارولو د عواقبو خبرداری ورکړی.

اروپايي ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل، د حکومت دا اقدامات د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ناوړه عواقب لرلای شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې د ډسمبر په ۱۶مه به په خپله غونډه کې د ګرجستاني چارواکو پروړاندې د اقداماتو په اړه بحث وکړي.

رینا امیري د افغانستان د بحران د حل لپاره د بشري حقونو مرکزیت ته باید پام وشي

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د افغانستان د بحران د حل په برخه کې باید د بشري حقونو د مرکزیت مسئلې ته پاملرنه وشي.

رینا امیري پرون پر خپله ایکس پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو د جنسیتي شکنجې او د اقلیتونو، مذهبي ډلو، خبریالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند پالیسیو د افغان ولس کړاوونه زیات کړي او د سوله ایز او باثباته افغانستان لرلید زیانمن کړی دی.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په یوه بیان کې د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق پر ملاتړ ټینګار کړی. همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې پوښتنه کړې ده چې طالبان د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنې ولې له پامه غورځوي.

پرون د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ وه. زموږ حقونه، زموږ راتلونکې همدا اوس سږکال د دې ورځې شعار و.

د افغانستان او زیمبابوې لومړی ۲۰ اوره سیالي

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې شل اوره سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي.

د دې لړۍ لوبې د زمبابوې په کوربه توب د دې هیواد په پلازمینه هراري کې ترسره کیږي. د دغې لوبلړۍ په ترڅ کې افغانستان او زمبابوې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې ترسره کوي.

دواړه لوبډلې به نورې دوه شل اوره سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ، د ډسمبرپه ۱۳ او بله د شنبې په ورځ، د ډسمبرپه ۱۴مه ترسره کړي.

د شل اوریزو سیالیو لپاره د اعلان شوې لوبډلې مشري به راشدخان او د یو ورځنیو سیالیو حشمت‌‌الله شهیدي کوي.

بلینکن د افغانستان په اړه یو وار بیا استماعیه غونډې ته حاضریږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکن به د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوریپال مشرمایکل مکال د نوومبرمیاشتې په ۲۶ نیټه اعلان وکړچې ښاغلي بلینکین منلې چې د ډسمبرپه یولسمه به د دې کمیټې په غونډه کې ګډون وکړي اوڅه باندې درې کاله مخکې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه په اړه به د دې کمیټې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ووایي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ښاغلی بلینکین چې څو ځلې مخکې د استازیو جرګې په استاعیه غونډو کې نه ووحاضرشوی، د دې کمیټې د مشرله خوا استازیو جرګې ته په سپکاوی تورن شوی او د هغه د استیضاح لپاره یې هم هڅه کړې وه.

خو د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي و چې بلینیکین له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه تراوسه د کانګرس په ۱۴ غونډو کې ګډون کړی اوهم دې وزارت په زرګونه سندونه او ثبتي مکالمې دې کمیټې ته سپارلې دي.

د ډیموکراټ ولسمشرجوبایډن پرادارې یوشمیرجمهوریپالان انتقاد کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو بهیریې سم ندی مدریت کړی. د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ په پای کې له افغانستان څخه په ګډوډۍ کې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلابشپړشوی نه وچې له ملاتړه برخمن پخوانی حکومت یې ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسیدل.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوت پر طالبانو د دیپلوماتیک فشار غوښټنه وکړه

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ پرون سې شنبې د ډسمبرلسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې د موسیقۍ او فرهنګ په ګډون د افغانستان د وګړو د بشري حقونو ترپښولاندې کول په کلکه وغندل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې هیواد کې د بشري حقونو د تامین لپاره پرطالبانو ډیپلوماتیک او عملي فشارونه زیات کړي.

دې انسټیټیوټ چې له افغانستانه بهرفعالیت کوي، ویلي چې موسیقي، د نړیوالې ژبې او د انسان د قدرت د بیان په توګه د یوه ملت د نه جلاکیدونکي هویت او فرهنګي حقوقو یوه برخه ده.

خو طالبانو نه یوازې د موسیقي او د افغانستان د بډایه فرهنګ په ځپلو سره بشري حقونه ترپښو لاندې کړي بلکې په ډله ییزه توګه د یوه هیواد روح او هویت یې په نښه کړی دی.

په اعلامیه کې د طالبانو دغه اقدامات له فرهنګي حقوقو، د بیان له آزادۍ او نورو بنسټیزو آزادیو سره ښکاره سرغړونه بلل شوې او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له مدافع ټولنواو ټولو بنسټونو څخه غوښتنه شوې چې د طالبانو چلندونه په کلکه وغندي.

طالبانو په تیره څه باندې درې کلنه واکمني کې نه یوازې د موسیقۍ پرغږولو بندیز لګولی او د موسیقۍ الې یې ماتې کړې بلکې د ښځو په وړاندې د سختوچلندونو په ترڅ کې یې ان هغوی په عام محضرکې په لوړغږ له خبرو کولو هم منع کړي دي.

د جنوبي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو

د جنوبي کوریا د دفاع پخوانی وزیر د دې هیواد له ولسمشراونورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د سیول د مرکزي برخې محکمې د بغاوت او له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور د کیم یونګ هیون د نیولو حکم صادرکړ.

د جنوبي کوریا د عدلیې وزارت د جنوبي کوریا ولسمشریون سوک یول او د هغه همکارانو ته د جنایي تحقیقاتو او استیضاح دوسیې پرانیستي دي او هغوی یې له هیواد څخه له وتلو منع کړي دي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرله خوا تیره اونۍ په هیواد کې د پوځي حالت اعلان چې په څه باندې څلورو لسیزو کې لومړی ځل و، یوازې شپږساعته دوام وکړ.

دغه حالت په هیواد کې دننه سخت اعتراضونه پارولي و چې پارلمان هغه لغوه کړ.

امریکا اوکراین ته ۲۰ ملیارډ ډالر پور ورکوي

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سې شنبې اعلان وکړچې اوکراین ته شل ملیارډ ډالر پور ورکوي او دا روسیې د هغې شتمنۍ د ګټې پیسې دي چې په متحدو ایالتونو کې کنګل شوې ده.

د ولسمشرجوبایډن ادارې ژمنه کړې چې دغه پور به د روان کال ترپای ته رسیدو مخکې کییف ته ورکړي. داسې اندیښنې شته چې د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ به چې د راتلونکې کال د جنوري په شلمه د چارو واګې له بایډن څخه ترلاسه کوي، له اوکراین څخه د امریکا پرملاتړ لاس ونیسي.

له کییف سره د واشنګټن دغه نوې مرسته د هغو پنځوس ملیاډ ډالرو مرستې یوه برخه ده چې د روان کال په دوبي کې د پرمختللو اوو هیوادونو ډلې، G7 له اوکراین سره ژمنه کړې وه.

اروپايي ټولنې د افغانانو په تیره بیا د نجونو د تعلیم له حقه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ وایي، بشري حقونه د یوه پیاوړي دولت د جوړولو او د یوه سوکاله افغان ولس لپاره ډیرمهم دي.

دې استازولې پرون سې شنبې د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې اروپایي ټولنه د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د کار او تعلیم په برخو کې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې خپله ژمنه بیا تکراروي.

پرون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ډیرو نورو لورو هم په افغانستان کې د طالبانو له لورې له بشري حقونو په تیره د ښځو او نجونو له حقونوڅخه سرغړونې په کلکه وغندلې او د دغو حقونو د دفاع لپاره یې پرخپلو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر په یوه ویډیویي پیغام کې چې پرون سې شنبې یې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې “ زموږ حقونه، زموږ راتلونکې اوس” د بشري حقونو د سږني کال د نړیوالې ورځې پیغام دی او د افغانستان اکثریت وګړي هم همداشی غواړي خو زیاته یې کړه چې ولې طالبان دغو غوښتنو ته غوږ نه نیسي؟

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG