د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

خبرونه

د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو سرمنشي سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د برېکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وګوري.

د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې له انټونیو ګوټېرېش سره به دا لیدنه په کازان کې د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د برېکس سرمشریزه به نن د سه شنبې په ورځ پیل شي او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې پر ولسمشر سربېره، د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

مسکو هڅه کوي چې له دې فرصت څخه په استفادې داسې وښيي چې پر اوکراین د برید له امله د روسیې د منزوي کولو لپاره د لوېدیځ هڅې ناکامې شوي دي.

که څه هم ټاکلې شوې د پنجشنبې په ورځ ګوټېرېش له پوتین سره وګوري، خو له دې سره هم داسې نه ښکاري چې مسکو یا کییف دې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پراخو خبرو اترو ته چمتو وي.

ګوټېرېش تل د مسکو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر اوکراین کې د روسیې اوسنی عملیات د نړۍ لپاره یوه "خطرناکه سابقه" رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي تل د عادلانه سولې غوښتنه کړې چې په هغه کې نړیوال قانون او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

ملګرو ملتونو د حزب‌الله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

ملګرو ملتونو د لبنان د حزب‌الله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغو بریدونو "بېلابېلې ښاري او د استوګنې سیمې" په نښه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وايي، په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو په بیروت، د ختیځې بقاع درې او جنوبي لبنان کې د دې ادارې پر څانګو بریدونه وکړل.

دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.

د دې موسسې ډېری مراجعین شیعه مسلمانان دي، خو سني مسلمانان او عیسویان هم د دې ادارې له خدمتونو ګټه اخلي.

امریکا پر دغه بنسټ بندیزونه لګولي او د لبنان حزب‌الله یې تورن کړی چې له دغه بنسټ څخه د خپلو مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي لپاره کار اخلي.

په پاکستان کې د ماشومانو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه یو انځور

په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د پېښو له زیاتېدو سره ټاکل شوې په دغه هېواد کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي.

په دې کمپاین کې چې راتلونکې اونۍ پیلېږي او ډېری تمرکز به یې د پاکستان په شمال لوېدیځ، د افغانستان سرحد ته نږدې سیمو کې وي، ټاکل شوې چې لږتر لږه ۳۲ ملیونه ماشومانو ته په کې واکسین وشي.

د پوليو واکسين کمپاین د کارکوونکو او د هغو پوليسو پر وړاندې تاوتريخوالی چې د هغوی ساتنه کوي، تل په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د هڅو د شنډولو لامل ګرځي.

سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې ثبت شوې پېښې ۳۹ او په افغانستان کې بیا دا شمېر ۲۲ ښودل شوی دی.

د پولیو ضد واکسیناسیون او د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پلي کولو کې کمښت د پولیو د پېښو د زیاتېدو لامل ګرځېدلي.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې هېڅ درملنه نه لري او یوازې واکسین کولی شي ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې پولیو له منځه وړل شوې ده.

طالبانو په هرات کې د ۳۰ بېلابېلو وحشي مرغانو د خوشې کولو خبر ورکړی

ارشیف
ارشیف

په هرات کې د طالبانو چارواکي په طبعیت کې د ۳۰ بېلابېلو وحشي مرغانو د خوشې کولو خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د چاپېريال ساتنې د رياست د مسوولانو په حواله خبر ورکړی چې دغه مرغان د چاپېريال ساتنې د سرغړوونکو له‌خوا د سپين ادې او د مرغانو پلورونکو له بازار څخه راټول شوي وو.

په خبر کې د دغو طالب چارواکو په حواله راغلي چې دوی په جدي توګه د وحشي ژوو د ښکار، انتقال، قاچاق، پېر او پلور مخه نیسي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ هم په دغې ولسوالۍ کې د وحشي حيواناتو د ښکار په تور درې کسان نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د افغانستان د خپلو وحشي مرغانو سربېره، دا هېواد د نایابه مرغانو د موسمي مهاجرت په مسیر کې هم دی چې هر کال د هند بحر څخه سایبریا ته او برعکس عکس یې مهاجرت کوي.

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو زیانونه اړولي دي.

نن سه شنبه، سبا او بل سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د افغانستان د هوا پېژندې ادارې او نړیوالو بنسټونو په حواله راپور ورکړی چې د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر او یو شمېر اړوندو سیمو کې د بارانونو او د واورو د ورښت له امله د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو او اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې له دې ډلې ننګرهار او کونړ کې شدیدو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه وراړولي دي.

د البانیا مخکېنی ولسمشر د فساد د تورونو له کبله نیول شوی

د البانیا مخکېنی ولسمشر ایلیر میټا
د البانیا مخکېنی ولسمشر ایلیر میټا

د البانیا مخکېنی ولسمشر ایلیر میټا د فساد د هغو تورونو له کبله نیول شوی چې د دې هېواد د فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ له‌خوا پرې لګېدلي دي.

د دې تورونو جزییات نه دي روښانه شوي، خو د میټا ویاند نن یوې خبري غونډې ته وویل، د پخواني ولسمشر نیول یو غیرمسوولانه اقدام دی.

میټا په تېره جون میاشت کې هم د ځینو مسایلو په اړه چې ده بې معنا خبرې بللې وې د ګروېږنو لپاره احضار شوی و، خو ده هغه مهال ویلي وو چې دا مسایل په ده پورې اړه نه لري.

میټا له دې مخکې د البانیا د صدراعظم، د پارلمان د رییس او بهرنیو چارو وزیر پر دندو هم کار کړی و.

اسراییلو د درېیو لبناني سرتېري د وژلو له کبله بخښنه وغوښته

په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسراییلو د بریدونو یو انځور
په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسراییلو د بریدونو یو انځور

اسراییلو نن د لبنان په جنوب کې د هغه هوايي برید له کبله بخښنه وغوښته چې په نتیجه کې یې درې لبناني سرتېري ووژل شول.

د اسراییل پوځ وايي، د لبنان د پوځ پر ضد جګړه نه کوي، خو عسکرو یې داسې انګېرله چې د ایران پلوې حزب‌الله ډلې د وسله‌والو کوم موټر یې په نښه کړی دی.

د اسراییلو په برید کې د حزب‌الله د یوې اړوندې مالي ادارې له لسو ډېرې څانګې هم په نښه شوې دي.

اسراییلي چارواکي وايي چې په دې مالي اداره کې ډېرو عامو خلکو هم خپلې د سپما پیسې ساتلې.

په داسې حال کې چې د حماس ډلې د مشر یحیی سنوار وژنې ټول منځني ختیځ ته ټکان ورکړی حزب‌الله تېره اونۍ اعلان وکړ چې د اسراییلو د اشغالګرو ځواکونو پر ضد یې د جګړې نوی پړاو یې پیل کړی دی.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ځوانانو فیلیپین ته لویه ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډله

د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان د فیلیپین لوبډلې ته ۸ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

دغه سیالي د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۱مه نېټه د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوه.

د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان په سربېره، له کمبودیا، بنګله دېش او ماکایو سره هم سیالۍ لري.

د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو لپاره وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.

د افغانستان دوهمه سیالي به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۳مه نېټه د ماکایو پر وړاندې وي.

د ویلو ده چې د فوټبال اسيايي سیالیو د لارموندنې پړاو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ پيل شوي جې په لسو بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

د امریکا دفاع وزیر کییف ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره نن دوشنبه د اکټوبر ۳۰مه کییف ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې له امله یې یو شمېر ملکیان ټپیان شوي او مهم تاسیسات ویجاړ شوي دي.

اسټین په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا څلورم ځل دی چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه اوکراین ته ځي، او دا ښيي چې امریکا له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د اوکراین ملاتړ ته ژمنه ده.

د افغانستان آزادۍ جبهې د کابل په هوايي ډګر د راکټي برید مسوولیت ومانه

ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
ارشیف: د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله ادعا کوي چې د کابل پر هوايي ډګر یې راکټي برید کړی دی.

دې جبهې نن دوشنبه د تلې ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هوايي ډګر پر نظامي برخه یې برید کړی او طالبانو ته یې د سرومال درانه تاوانونه اړولي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې عملیاتو لس دقیقې دوام درلود.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG