خبرونه
پاکستاني امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې له افغان کډوالو غواړي چې تر دوشنبې له پاکستانه ووځي

د پاکستان امنیتي ځواکونه د جوماتونو د لاډسپیکرونو له لارې اعلانونه کوي چې افغان کډوال دې تر دوشنبې پورې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې افغان کډوالو ته امر کړی و چې د مارچ تر یودیرشمې دې خپل هیواد ته ستانه شي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په لاډسپیکرونو کې وایي، دا د پاکستان د حکومت امر دی او باید پلی شي.
د پاکستان حکومت په دوه زره درویشتم کال کې اعلان کړی و چې تر یو میلیون او اووه لکه ډير افغان کډوال به د همهغه کال تر اکتوبر پورې له پاکستانه ووځي، هغه وخت د اسلام اباد پر دې پریکړي نړیوالو سختې نیوکې وکړې.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د پاکستان دا پریکړه چې کډوال په دې ډول باسي، د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.
بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې پاکستان باید له خپلې خاورې د افغان کډوالو له ایستلو لاس واخلي.
په سره سمندرګي کې د یوه اوبتل د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي

دا پېښه پرون په سره سمندر کې د مصر غردقه ښار ته نږدې رامنځته شوې.
له اوبتله شاوخوا ۳۹ نور کسان ژوندي ژغورل شوي.
دا کسان د سمندر تل ته د مرجاني کمرونو د لیدو لپاره په چکر تللي وو چې اوبتل یې ډوب شو.
تر دې مخکې هم په غردقه کې ورته پېښې شوي.
تېر نومبر یوه تفریحي بېړۍ غردقه ته نږدې ډوبه شوه چې پکې یوولس کسان مړه او لادرکه شول.
سراج الدین حقاني له څو میاشتني ځنډ وروسته کندهار ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې څو میاشتې بهر وو کندهار ته تللی او له ملاهیبت الله اخندزاده سره یې کتلي دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په شپه په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.
مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو لوی رییس، ملا هیبت الله ته امنیتي راپور وړاندې کړ.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو لوړپوړو مشرانو دی چې په خپلې مشرتابه او د واک په انحصار یې کلکې نیوکې کړي.
حقاني چې له ملا هیبت الله سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلی وو او څو میاشتې ظاهراً په متحده عربي اماراتو کې وو دوه اوونۍ مخکې بېرته ستون شوی.
حقاني وروسته له هغه کندهار ته تللی چې متحده ایالتونو د هغه په سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه لغوه کړې خو نوم یې لا هم د ترهګرو په تور نوملړ کې پاتې دی.
د امریکا ولسمشر یو وار بیا په افغانستان کې د پاتې وسلو غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو واربیا ویلي، که څه هم په افغانستان کې پاتې شوې وسلې زړې شوي، خو امریکا یې ممکن د بېرته ورسپارلو غوښتنه وکړي.
ټرمپ د ښځو په اړه په یوه غونډه کې، بې له دې چې د چا نوم واخلي، ویلي: افغانستان ته یې میلیاردونه ډالر ورکړي، او ممکن هغه بېرته ورڅخه وغواړي.
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې به له طالبانو څخه بېرته وغواړي. ده د دغو وسلو ارزښت ۷ میلیارد ډالره بللی و.
خو طالبانو ویلي چې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې د غنیمت مال ګڼي او هیچا ته به یې ورنه کړي.
په وروستیو ۳ میاشتو کې د افغان ښځو لپاره شرایط نور سخت شوي

دوو بشرپالو بنسټونو او ملګرو ملتونو راپور ورکړچې په افغانستان کې د ښځو د مرستندویو فعالیتونو پر وړاندې خنډونه په تېرو درې میاشتو کې زیات شوي دي.
د دې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو د امر بالمعروف د قوانینو تطبیق، د اقتصاد وزارت له لوري د ښځو پر کار محدودیتونه، او د نړیوالو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا له خوا د کومکونو کمېدا، سبب شوي چې ډېری ښځې په نادولتي موسسو (NGO) کې دندې له لاسه ورکړي.
دا ارزونه د بشرپال غبرګون لپاره د جنسیت کاري ډلې او د بشردوستانه لاسرسي کاري ډلې له خوا، چې د ملګرو ملتونو د ښځو له ادارې سره همکاري لري، ترسره شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو د سیاستونو تطبیق د ښځو د کار کولو وړتیا ۲۵ سلنه کمه کړې ده.
په راپور کې همداراز راغلي چې د بهرنیو مرستو کمښت د ښځو اړوندو پروګرامونو بودجه ۱۲۱ میلیونه ډالره راکمه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، پر ښځو د زدهکړو، کار، او اوږدو سفرونو محدودیتونه وضع شوي، خو د نړیوالو له پرلهپسې غوښتنو سره سره، دا محدودیتونه لا هم پر ځای دي.
د واورې د ښویدو له امله د بدخشان د ۲ ولسوالیو لار بنده شوې

په بدخشان ولایت کې، د شکي او نسي ولسوالیو ترمنځ مواصلاتي لار د واورې ښویدو له امله بنده شوې ده.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ریاست مشر محمد اکرم اکبري، ویلي چې د سختو ورښتونو او د واورې د ښویدو له امله د دووک شکي په سیمه کې لار بنده شوې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د واورې ښویدو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د روانې اوونۍ لپاره د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د باران او واورې د اوریدو وړاندوینه کړې ده.
امریکا پر وارداتي موټرو ۲۵٪ تعرفه ولګوله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر پرون (چهارشنبه) اعلان وکړ چې له راتلونکې اوونۍ څخه به د وارداتي موټرو او سپکو ټرکونو تعرفه ۲۵ سلنه لوړه کړي.
د اروپایي کمیسیون مشر دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا تعرفه "د کاروبارونو لپاره زیانرسوونکې ده او د مصرفوونکو لپاره، که په امریکا کې وي او که په اروپایي اتحادیه کې، لا بدتره ده."
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل:
«موږ غواړو چې د ټولو هغو موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوو، چې په امریکا کې نه تولیدېږي.»
ولسمشر ټرمپ چې تعرفې د مالیاتي عوایدو د کمښت جبران او د امریکا د صنعت د احیا وسیله بولي، همداراز زیاته کړه چې دا تعرفې به د اپرېل پر ۳مه (د حمل ۱۴ مه) عملي شي، یعني یوه ورځ وروسته له هغې چې امریکا د هغو هېوادونو پر ضد متقابلي تعرفې اعلان کړي، چې د امریکا په سوداګریز کسر کې تر ټولو لویه ونډه لري.
پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه بدلوي

د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د غیرقانوني افغان وګړو د وتلو لپاره د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل تمدید نه کړي.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې وویل چې حکومت به د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل په کلکه عملي کړي او غیرقانوني کډوال به له هېواده وباسي.
تر دې وړاندې، اسلامآباد د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه رد کړې وه چې په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د مېشتو افغانانو د پاتې کېدو موده وغځوي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنیشنل د پاکستان له حکومته غوښتي چې د "غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان" بیرته واخلي.
له بلې خوا د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت څخه د افغان محصلانو د سوابقو غوښتنه شوې، چې باید د مارچ تر ۲۷ پورې وړاندې شي.
دا معلومات به د بهرنیو اتباعو د امنیتي څانګې ډیټابېس ته اضافه شي.
پاکستان ادعا کوي چې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره، چې د زیاتېدونکو تروریستي بریدونو له امله خراب شوی، دا ګام ضروري دی.
د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، تر اوسه پورې، ۸۷۸,۹۷۲ افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
روسیې په وروستیو کې افغانستان ته د مایع ګاز صادرات ډېر کړي

د اروپايي اتحادیې له لوري د روسیې پر مایع ګاز د بندیزونو له نافذېدو وروسته، افغانستان او منځنۍ آسیا ته د دې ګاز صادرات زیات شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته د روسيې د مایع ګاز صادرات ۵۲٪ زیات شوي او ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي.
رویټرز راپور ورکوي چې اروپايي اتحادیې تېر کال پر روسي د مایع ګازو صادراتو محدودیتونه ولګول، چې له امله یې افغانستان ته د دې محصول صادرات زیات شول. دغه بندیزونه د پولنډ له لوري وړاندیز شوي وو، چې د روسي د مایع ګازو له لویو واردوونکو څخه ګڼل کېږي، او په دسمبر میاشت کې عملي شول.
مایع پیټرولیم ګاز، چې پروپان او بیوټان پکې شامل دي، عموماً د وسایطو د سون، د کورونو د تودوخې، او د نورو پیټرو کیمیاوي محصولاتو د تولید لپاره کارول کېږي. د دې ګازو د صادراتو زیاتوالی انرژي د سیمې له اړتیا سره تړاو لري.
نتانیاهو؛ که حماس مو پاتې برمته راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس وسله واله ډله پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، " په هره اندازه چې حماس د برمته وو له خوشي کیدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي".
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د حماس له خوا د ۲۵۱ برمته وو له ډلې ۵۸ يې لا هم په غزه کې ساتل کیږي.
له وړاندې د اسراییلو پوځ ویلي و، د برمته وو له ډلې ۳۴ تنه يې وژل شوي دي.
نتانیاهو په داسې حال کې د غزې د یو شمیر سیمو د بیرته نیولو خبره کوي چې په سلهاوو فلسطینیانو د سه شنبې په ورځ په پراخو لاریونونو کې په غزه کې د جګړي د پایته رسولو غوښتنه کوله.
د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۵۰زره کسان وژل شوي دي.
دا شمیرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.