د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

خبرونه

د اسراییلو پوځ: له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی

د تل ابیب په جنوب کې د اسراییلو د بیړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي د هغې توغندي ټوټې راټولوي چې د یمن حوثي یاغیانو توغولی و
د تل ابیب په جنوب کې د اسراییلو د بیړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي د هغې توغندي ټوټې راټولوي چې د یمن حوثي یاغیانو توغولی و

د اسراییلو پوځ وايي، له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی.

د پوځ په خبره، د توغندي د لګیدو له کبله په سیمه کې د ماتو شیشو په وجه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

پوځ وړاندې ویلي، ۱۴ نور کسان هغه مهال ټپیان شول چې د خطر زنګ له اوریدو وروسته یې هڅې کولي په امن ځایونو کې پټ شي.

د اسراییلو د پوځ په خبره، دا برید نن سهار وختي شوی دی.

دا دوه بریدونه وروسته له هغې دي چې د اسراییلو پوځ د یمن پر پلازمینه صنعا او حدیده ساحلي ښار چې د حوثي یاغیانو په واک کې دي هوايي بریدونه وکړل.

بل پل، په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د اسراییلو یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلی ده.

د اسراییلو پوځ وايي، حوثي یاغیانو له حماس وسله والي ډلې سره په ګډه ۲۰۰ توغندي د اسراییلو پر لور توغولي دي.

د پوځ په خبره، په دې شمیر کې بې پیلوټه الوتکې هم شاملې وې.

د یمن حوثي یاغیان په احمر بحیرې او عدن خلیج کې په غزه کې د فلسیطنیانو په ملاتړ پر بیړو بریدونه کوي.

جرمني کې برید؛ تر دوو سوو زیات ټپیان او پنځه وژل شوي

د جرمني په ماګدي بورک کې د کرسمس پر بازار برید
د جرمني په ماګدي بورک کې د کرسمس پر بازار برید

د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي.

پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي.

د چارواکو په خبره، تیره شپه یو جرمن داکټر چې په خټه عرب دی او دوه لسیزې وړاندې جرمني ته راغلی و، یو کرايي موټر يې د کرسمس پر بازار وربرابر کړی چې ډيرو خلکو ته يې مرګژوبله واړوله.

تراوسه د دې کار اصلي علت معلوم نه دی.

د جرمني حکومت د دې ورځ په مناسبت نن شنبې په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د جرمني صداعظم اولاف شولز او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته تللي دي.

کرزی: طالبان دې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، "د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د افغانو نجونو غږ تاییدوم".

ښاغلي کرزي نن د (ډیمسبر۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "تعلیم د نجونو اساسي حق دی او افغانستان به د دې نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري.

هغه وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو د دوه کلنۍ په مناسبت غوښتي، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.

طالبانو دوه کاله وړاندې د ډیسمبر په ۲۲مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو فرمان صادر کړ. که څه هم دا طالبانو دا بندیز له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو، خو طالبانو خپله پریکړه بیرته وانخیسته.

د جرمني په ماګدبورګ ښار کې یو کس د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو خپل موټر وربرابر کړی دی

د کرسمس بازار یوه څنډه
د کرسمس بازار یوه څنډه

یوه سړي د جمعې ناوخته د جرمني د ختيځ په ماګدبورګ ښار کې د کرسمس په یوه بازار کې خپل موټر د خلکو پر یوې ډلې وربرابر کړ.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د جرمني چارواکو ویلي موټر چلوونکی نیول شوی دی.

ځینو رسنیو ویلي، په پېښه کې یو تن مړ شوی دی.

ماګدبورګ، د برلین په لویدیځ کې، د ساکسوني-انهالټ ایالت مرکز دی او شاوخوا 240,000 وګړي په کې ژوند کوي.

د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۱۹مه په برلین کې یوه افراطي بریدګر د کرسمس په یوه مارکیټ کې پر خلکو یوه لارۍ وربرابره کړې وه چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

هغه برید کوونکی څو ورځې وروسته په ایټالیا کې په ډزو ووژل شو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر تېره میاشت وویل، د سږني کال د کرسمس بازارونو ته د خطر مشخصې نښې نه شته.

خو هغې زیاته کړه چې دا عاقلانه کار دی چې خلک محتاط وي.

تر اوسه کومې ډلې د تازه پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې وکړې.

محمد صادق د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي، په اسلام اباد کې یې د (UNHCR) له استازې فلیپا کنډلر (Philippa Candler) سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د شویو بحثونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا کتنه داسې وخت کېږي چې له پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.

سویډن: له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د بنسټ تمویل بندوو

سویډن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ تمویل بندوي، خو ژمنه یې وکړه، چې د نورو ډلو له لارې به له غزې سره خپلې مرستې نږدې دوه برابره زیاتې کړي.

د سویډن حکومت پرون ویلي په ۲۰۲۵م کال کې به غزې ته ۸۰۰ ملیون سویډني کرونه چې ۷۲ ملیون ډالره کېږي، د مرستې په توګه ورکړي.

سویډن په ۲۰۲۴م کال کې له غزې سره د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ له لارې ۴۵۱ ملیون کرونه (۴۱ ملیون ډالره) مرسته کړې وه، چې نور به د دغې ادارې تمویل ودرول شي.

د اسرائیل د پارلمان وکیلانو یو قانون تصویب کړ، چې په اسرائیل او ختیځ بیت المقدس کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د بنسټ (UNRWA) فعالیت منع کوي او د نورو مرستندویو بنسټونو په وړاندې یې هم ورته اقدام کړی دی.

اسرائیل تور لګولی چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس ډلې په حمله کې د دې بنسټ غړو هم لاس درلود، هغه تور چې UNRWA رد کړی دی

خیبرپښتونخوا کې چارواکي: د فرقوي شخړو د مخینوي په موخه له عام خلکو درنې وسلې ټولوو

په خیبرپښتونخوا ایالت کې چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، په پام کې لري د فرقوي شخړو د مخنیوي لپاره، هغه درنې وسلې ټولې کړي، چې د سلګونو کسانو د مړینې سبب شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په کورمه اجنسۍ کې قبایلو ویلي، خپلې وسلې به تسلیم نه کړي.

پر دغه ساحه چې د اوسېدونکو شمېر یې شا و خوا ۶۰۰زره کسانو ته رسېږي، فډرال او ایالتي چارواکي په دودیز ډول محدود کنټرول لري او له لسیزو راهیسې په کې فرقوي شخړې کېږي.

تازه شخړې تېره میاشت د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ وشوې، چې د راپورونو له مخې د سخت بشري بحران سبب شوې.

د هغې لویې لارې د تړل کېدو له کبله چې د کورمې عمده ښار پاړه چنار له پېښور سره وصلوي، په دې ساحه کې د لوږې، د درملو د نشتوالي او روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي راپورونه ورکړل شوي دي.

افغانستان له زیمبابوې سره دریمه پنځوس اووریزه لوبه لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله، د زیمبابوې په وړاندې درېیمې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري.

دواړه لوبډلې د شنبې په ورځ د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د کابل پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د لوبې میدان ته راوځي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د مسابقې په اړه وویل، د دغې لوبې ګټل به افغان لوبډلې ته مهم وي، چې له دې ګټلو سره به ټوله لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

د هغه په خبره، لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې اعلان شوه، دویمه سیالي افغانستان په لوی توپیر وګټله او اوس هڅه دا ده چې دا لوبه وګټو او اوسنۍ لوبلړۍ زموږ شي.

افغانستان تېره اوونۍ وتوانېد له زیمبابوې د شلو اوورونو لوبلړۍ هم وګټي او که د شنبې ورځ لوبه په خپل نوم کړي د پنځوسو اوورونو د لوبلړۍ ګټونکی به شي.

افغانستان له کوربه زیمبابوې سره دوې ټیسټ لوبې هم لري، چې لومړۍ به یې د راروانې پنج شنبې په ورځ او دویمه به د مرغومي/ جدي پر ۱۳مه وشي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، د بشري پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له تصور لوړ، په ملیونونو وګړي له اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه سفارت د جمعې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر لیکلې، د حقونو، فرصتونو او سرچینو پر ګډ ملاتړ ټینګار کړی، چې افغانستان د دغه هېواد د وګړو هیلو ته ورنږدې کوي.

وړاندې لیکل شوي، «موږ کولی شو دا وښیو، چې پیوستون کوم سرحد نه پېژني».

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په ملیونونو نجونې او ښځې د تعلیم، تحصیل او کار له حقونو بې برخې کړای شوې دي.

د راپورونو له مخې له دې سره په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ سطحه لوړه شوې ده.

په یونان کې د یوې کشتۍ د چپه کېدو په پېښه کې اته تنه کډوال مړه شوي دي

ډېری غیرقانوني کډوال د یونان له سمندري لارو لویدیځې اروپا ته ځي
ډېری غیرقانوني کډوال د یونان له سمندري لارو لویدیځې اروپا ته ځي

د یونان په ختیځ کې د روډس ټاپو په سواحلو کې نن( د لیندۍ ۳۰مه) د یوې ګړندۍ کشتنۍ د چپه کیدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي دي.

د ساحلي ګارډ چارواکو وویل، دا کشتۍ چې غیرقانوني کډوال یې لیږدول، هغه مهال چپه شوه چې د ساحلي ګارډ له یوې کشتۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره یې خطرناک مانورونه ترسره کول.

د چارواکو په وینا د کشتۍ اتلس تنه سپرلۍ ژغورل شوې خو ژغورونکې ډلې بیاهم په احتمالي ورکو شویو کسانو پسې د لټون عملیات کوي. تراوسه د مړو شویو او ژغورل شویو کډوالو هویت نه دی څرګند شوی خو له سوریایانو وروسته ډیری افغانان پردې غیرقانوني لارې هڅه کوي چې یونان او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

یوناني چارواکي وايي، سږکال به چې پای ته یې یوازې ځو ورځې پاتې دي، د هغو غیرقانوني کډوالو شمیرله شپیته زرو واوړي چې یونان ته ورغلي یا ور روان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG