خبرونه
اتريش په شينګين زون کې د بلغاريا او رومانيا د شاملېدو له مخالفت لاس واخيست
وروسته له هغې چې اتریش په شینګین زون کې د بلغاریا او رومانیا د شاملېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفت څخه لاس واخیست، دا هېوادونه راتلونکي کال دې سیمې ته چې د غړیو هېوادونو وګړي یې له ویزې پرته یو بل ته تګراتګ کوي، ورنژدې شول.
دغه اعلان پرون جمعه هنګري وروسته له هغې وکړ، چې پلازمېنه بوداپست د رومانیا، بلغاریا او اتریش د کورنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه و.
هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دورهیي مشري په غاړه لري.
ټاکل شوې چې اروپایي اتحادیه به د ډسمبر له ۱۱ تر ۱۲ پورې له رومانیا او بلغاریا سره په غونډه کې یو ګډ امنیتي پلان نهایي کړي، چې په پایله کې به یې دا دواړه هېوادونه په جنوري میاشت کې د شینګین زون غړي شي.
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین پر خپله ایکسپاڼه د دغه اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې بلغاریا او رومانیا په پشپړ ډول په شینګین سیمې پورې تړلي دي.
د روسيې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د ازادو ملتونو فورم" د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ
د روسیې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د آزادو ملتونو فورم" په نوم نړیوال سازمان د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ.
دغه سازمان چې په ۲۰۲۲ م کال کې په پولنډ کې تاسیس شوی، تورن شوی چې تر بهرني نفوذ لاندې بېلتونپالنه هڅوي او غواړي چې د روسیې فدراسیون د خپلواکو هېوادونو په توګه وپاشل شي.
روسیه چې په اتیا سیمو کې یې ګڼ توکمونه ژوند کوي او د ډېرو لکه د چیچنیا او تاتارستان پهڅېر سیمو ځایي خلک یې د نفوس لویه برخه جوړوي، په ۱۹۹۹ کال کې واک ته د ولادیمیرپوتین له رسېدو راهیسې له هغې کورواکۍ څخه بېبرخې شوې چې دغو سیمو مخکې لرلې.
پوتین له هغې راهیسې واک مرکزي کړی دی.
د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر پرون جمعه په یوه اعلامیه ادعا وکړه، د دې فورم په چوکاټ کې د بالتیک جمهوریت ګوند، د انګریا غورځنګ او د شمالي قفقاز د خلکو کانګرس په ګډون ۱۷۲ سیمهییز او ملي بنسټونه فعالیت کوي، چې ټول یې د بېلتونپالو غورځنګونو د جلاوطنه مشرانو لهخوا رهبري کېږي.
خو دغه فورم دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي چې، د یوه مدني خوځښت په توګه هڅې کوي چې د روسیې سیمې پراخه کورواکي ولري.
سيګار: امريکا په افغانستان کې د بيارغونې لپاره د اساسي چمتووالي له تشې سره مخامخ وه
په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې اداره یا سیګار وایي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د څه باندې شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدایالتونو دولتي ادارې، د اساسي چمتووالي په برخه کې له یوې دوامدارې تشې سره مخامخې وې، چې دې کار په دوامداره توګه په مناسب وخت کې پر دندو د وړ کسانو د ګومارلو مخه ډب کړې وه.
سیګار دغه ارزونه "د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شي" په اړه په خپل دیارلسم راپور کې، چې پرون جمعه یې خپور کړ، اخیستې.
سیګار وایي، د دغو دوو لسیزو په اوږدو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالې پراختیا ادارې او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لپاره ډېر فرصتونه وو چې د کارونو د ترسره کولو لپاره د دولت جوړونې بنسټونه جوړ کړي.
خو سیاسي مهالوېش چې د اوږدمهاله فکر مخه یې نیوله، دا ناشونې کړې وه چې دوی په اغېزمن ډول د افغانستان د بیارغونې لپاره پر خپلو ادارو پانګونه وکړي.
د سیګار د راپور لهمخې پالیسۍ جوړونکو ګومان کاوه چې کولی شي یوازې د ارادې له لارې بدلون رامنځته کړي او زیاتوي دوی په چټکۍ د یوه داسې ماموریت د بشپړولو لپاره چې په هر مهال کې خورا ستونزمن و، مهالوېش یا سیاسي فشارونه راوستي و.
د سیګار په خبره تر ټولو ستر ستراتېژیک تصور چې د لنډمهاله ذهنیت پر اساس رامنځته شوی و، ښایي د هغه پرسونل ګومارنه، روزنه، همغږي او ځای پر ځای کول وو چې د هېواد پر بیارغونې یې څارنه کوله.
سیګار وایي، د ۲۰۰۱کال په وروستیو کې چې د بن په کنفرانس کې په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام اساس کېښودل شو، تر ړنګېدو پورې یې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پنځلسمې پورې، پهدې هېواد کې د شاوخوا ۸۳۲ زره امریکایي پوځیانو ترڅنګ په زرګونو امریکایي ملکي کارکونکو هم دندې ترسره کړې دي.
د سیګار په خبره ډېری دغو پوځیانو او کارکونکو د افغانستان د بیارغونې، د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې، ملکي ادارو د جوړولو، اقتصاد او مدني ټولنې پر هڅو د ۱۴۵ ميلیارډ ډالرو لګښتونو په هڅو کې برخه اخیستې وه.
رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي له لوري د نړیوالو جایزو د اخیستلو هرکلی وکړ.
رینا امیري پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، د ټولو ننګونو سربېره افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې هیلې یې مړاوې شي.
اغلې امیري زیاتوي، کومه مړانه چې دغو دوو مېرمنو ترسره کړې ده دا د افغان ښځو او نجونو د عزم او ارادې څرګندونه کوي.
د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي تېره اوونۍ د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د "مارتین انالز" کلنۍ جایزه ترلاسه کړه او اوولس کلنه نیلا ابراهیمي د افغان نجونو د غږ د پياوړي کولو په خاطر ۲۰۲۴کال د ماشومانو د سولې د نړیوالې جایزې وړ وپېژندل شوه.
د امریکا استازو جرګې د "افغان متحدینو د محافظت" قانون تصویب کړ
دغه لایحه د کانګرس د یوه استازي لهخوا ولسي جرګې ته وړاندې شوې وه چې، درې سوه څلور دېرش موافقې رایي ورکړل شوې.
د "د متحدینو د محافظت" د لایحې تصویب د هغو کسانو د ساتنې لپاره د متحدایالاتو د حکومت ژمنې په ګوته کوي چې، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ خدمت کوي.
تر دې مخکې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل یوشمېر متحدین په امریکا کې ځای په ځای کړي و، خو یوشمېر دغه متحدین په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې او یا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي.
ترکمنستان خبرياله سلطان اچيلووا نهده پرېښې چې جينوا کې يوه نړيواله جايزه ترلاسه کړي
د ازادي راډیو پخوانۍ خبریاله سلطان اچیلووا په ترکمنستان کې چارواکو پرې نهښوده چې جینوا ته ولاړه شي او یوه نړیواله جایزه ترلاسه کړي.
د ترکمنستان د کارنیکل وېبپاڼې د راپور لهمخې ۷۵ کلنه اچیلووا چې د ناروغۍ هیڅ نښه يې نه لرله، د نومبر په شلمه په زوره د پلازمېنې عشقاباد په یوه روغتون کې بستر شوه.
ډاکټرانو له زندانه د دې د وتلو وخت هم نهدی څرګند کړی.
ترکمنستان د نړۍ له هغو هېوادو څخه دی چې د بیان ازادي پهکې ډېره زیاته تر پښو لاندې کېږي.
سلطان اچیلووا یوازینۍ خبریاله ده چې، د ترکمنستان پر دولت نیوکې کوي، دې ته څو ځله ګواښونه هم شوي دي.
د بشري حقونو ډلو د دې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د امريکا انکشافي اداره يوشمېر افغان کروندګرو ته د اقليمي بدلون برخه کې روزنه ورکوي
د امریکا د متحدایالتونو نړیوالې انکشافي ادارې (یوایسایآیډي) ژمنه کړې چې، یوشمېر افغان بزګرانو ته به د اقلیمي بدلون په ارتباط روزنه ورکړي.
یوایسایآیډي پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زیان منونکی هېواد دی.
یوایسایآیډي لیکي، چې دا ادارې به په لنډ راتلونکي کې دوه سوه افغان بزګران داسې وروزي چې له اقلیمي بدلون سره سم ځانونه او خپل فصلونه اعیار کړي.
د ملګروملتونو په وینا افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شامل دی چې، د اقلیم د بدلون له سختو اغېزو سره مخامخ دی.
پاکستان تر څلور زره د ډېرو سوالګرو نومونه د ممنوعالخروج په لېست کې شامل کړي
پاکستان د څلور زره درې سوه سوالګرو نومونه له دغه هېواده د ممنوعالخروج په لېست کې داخل کړي دي.
وروسته تر دې چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سعودي عربستان له یوه پلاوي سره خبرې وکړې، اسلاماباد دا پرېکړه وکړه.
نژدې دوې میاشتې مخکې د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی و چې د حج د مراسمو پرمهال تر پنځوس زره ډېرو پاکستانیانو خیرات غوښت.
تر دې راپورونو وروسته ریاض خبرداری ورکړ، که چېرته پاکستان د دې سوالګرو مخه ونهنیسي د پاکستانیانو لپاره به د عمرې او حج د ویزو شمېر کم کړي.
طالبان: بغلان کې لس زيارت کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تایید کړه چې، تېره شپه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت په برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور لهمخې ښاغلي قانع ویلي چې، یوه وسلهوال کس په دغه زیارت کې د جمعې شپې د مراسمو پر عبادت کونکو ډزې کړي دي.
د رسنیو د راپورونو لهمخې دا برید تېره شپه د نهرین په زاړه ښار کې د سید پاچاآغا چې په سید پاچاجان زیارت هم مشهور دی، هغه مهال شوی چې د صوفې طریقې زیارت کونکي د جمعې شپې لپاره پهکې راټول شوي و او عبادت یې کاوه.
د سیمې اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته د دغه برید پخلۍ کړی او ویلي یې دي چې، اکثره قربانیان د سیمې اوسېدونکي و.
ترا وسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی اخیستی، خو لهدې مخکې تر ډېره د دا ډول بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی دی.
د اوکراین پارلمان د توغندي د ګواښ له امله خپله نننۍ غونډه لغوه کړه
د اوکراین د پارلمان غړي تاراس باتینکو د هووري ویلیکي لویف Hovoryt Velykiy Lviv شبکې سره پرون پنجشنبې په خبرو کې افشا کړه چې، د پارلمان غړیو ته سپارښتنه شوې چې نن جمعه دولتي سیمې ته له تلو ډډه وکړي او پارلمان هم د توغندي د احتمالي برید له امله خپله نننۍ غونډه لغوه کړه.
هغه وویل، موږته وویل شول چې، راتلونکو ورځو کې د دې خطر شته چې په کییف کې پر ویرخوونا رادا Verkhovna Rada سیمې برید وشي او زیاته یې کړه چې پوتین دا خطر د پام وړ زیات کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې د پارلمان پهدې غونډه کې له حکومتي چارواکو څخه د پوښتنو بهیر پیل شي.
دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې، د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین اعلان وکړ، چې د اوریشنیک په نوم منځنی واټن ویشتونکی نوی بالسټیک توغندی یې د اوکراین په جګړه کې په بریالۍ توګه ازمویلی دی.
پوتین ادعا وکړه چې، دا توغندی د اوکراین پر ختیځ ښار دنیپرو په برید کې کارول شوی و او ټینګار یې وکړ چې دا د ناټو "تهاجمي کړنو" او هغو توغندیو ته ځواب و، چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړي او دې هېواد ورڅخه د روسیې د خاورې د په نښه کولو لپاره کار اخیستی دی.