د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

خبرونه

جاپان له افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې د لس میلیون ډالرو مرسته کړې

ارشیف: په کندهار کې کاریګران د تاریاکو د راټولولو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې کاریګران د تاریاکو د راټولولو پر مهال

جاپان له افغان بزګرو سره د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې سره د لس میلیون ډالرو مرسته کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د دې مرستې هدف په هلمند، کندهاراو بدخشان ولایتونو کې د تر ټولو زیانګالو ټولنو لپاره د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي، درملنې، رغونې او په ټولنه کې د مدغم کیدو د خدماتو وړاندې کول دي.

د جاپان سفارت همدارنګه ویلي چې له افغانانو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جاپان دغه مرسته داسې مهال کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب غونډه کې د طالبانو د حکومت پلاوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو او معیشت په برخو کې له افغان بزګرو سره مرسته وکړي.

اسراییل له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی

د اسراییل بیرغ
د اسراییل بیرغ

د اسراییل یو چارواکی وایي چې دې هېواد له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی دی.

دې چارواکي د خپل نوم د نه افشا کېدو په شرط پرون پنجشنبې څو خبري آژانسونو ته ویلي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد له مذاکره کوونکي ټیم او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د یوه اوربند په اړه خبرې کوي.

د بایډن اداره له څو میاشتې راهیسې د اسراییل او سخت دریځي حماس ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګېدو لپاره هڅې کوي.

خو په غزه کې چې جګړه لا سخته شوې، د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د مصر او قطر په منځګړیتوب هڅو تراوسه نتیجه نه‌ده ورکړې.

تراوسه نه‌ده څرګنده چې د اسراییل مذاکراتي پلاوی چېرته استول شوی دی.

خو د اوربند د هڅو سره سره اسراییل په غزه کې د حماس پر وړاندې چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، جګړه لا سخته کړې ده.

د هنګري صدراعظم له زیلینسکي سره تر کتنې وروسته مسکو ته ځي

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان

د هنګري د حکومت یوه سرچینه وایي چې د دې هېواد صدراعظم ویکتور اوربان به نن جمعه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د کتنې لپاره مسکو ته لاړ شي.

دې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي چې اوربان به په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره له کتنې وروسته مسکو ته لاړ شي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، اوربان د اروپایي اتحادیې یوازینی مشر دی چې له کییف سره یې پوځي مرستو ته شا کړې ده.

هنګري اوس د اروپایي کمېسیون دوره‌يي مشري په غاړه لري.

فوټبال؛ اردوغان د ترکیې او هالنډ ترمنځ د نیم پایلوبې لیدو لپاره جرمني ته ځي

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکي چارواکي وايي ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې د ترکیې او هالنډ ترمنځ د نیم پایلوبې لیدو ته برلین ته ولاړ شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د یو ترک لوبغاړي لانجمن حرکت د ترکیې او کوربه جرمني ترمنځ ډپیلوماتیکه لانجه جوړه کړه.

ترکیې پرون چارشنبې په انقره کې د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ څو د فوټبال په ډګر کې د ترکي لوبغاړي مریه دیمیرال د لاس پر هغه اشاره چې د تندلارو ملتپالو نښه بلل کېږي د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فېزر له‌خوا د شويو انتقادونو سپیناوی وکړي.

د ترکي فوټبالر د لاس اشاره له هغې تندلاري ډلې سره اړونده ګڼل کېږي چې د خړو لېوانو په نوم پېژندل کېږي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې جرمني په ځوابي اقدام کې نن په برلین کې د ترکیې سفیر احضار کړ.

د پاکستان په کراچۍ کې پرله‌پسې تودوخې له ۵۰ ډېر کسان وژلي

د پاکستان یوه روغتون کې د تودوخې له کبله بستر شوي کسان تر درملنې لاندې دي.
د پاکستان یوه روغتون کې د تودوخې له کبله بستر شوي کسان تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرله‌پسې تودوخې له پنځوس ډېر کسان وژلي دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاندې سمیې سعید ویلي چې دا کسان په تېره یوه میاشت کې د تودوخې له پیله جل وهلي دي.

د تودوخې د دې څپې په نتیجه کې د روغتیايي چارواکو او د ژغورنکو ډلو په وینا روغتونونه له ناروغانو او سړې خونې له مړیو ډکې شوې دي.

د کراچۍ د جناح روغتون ویاند حس علي د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې پرون د جولای په درېیمه، چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۵۵ درجو واوښته، دې روغتون ته نوي جل وهلي کسان راوستل شول.

د هند صدراعظم د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه روسیې ته سفر کوي

هند صدراعظم نریندرا مودي
هند صدراعظم نریندرا مودي

کریملین نن وویل چې د هند صدراعظم نریندرا مودي به د جولای په اتمه او نهمه روسیې ته سفر وکړي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.

د مودي د سفر خبر لومړی ځل تېره میاشت روسي چارواکو ورکړ، خو دقیقه نېټه یې نه وه ښودلې.

روسیه د سړې جګړې له کلونو څخه له هند سره پیاوړي اړیکي پاليو خو له نوې ډیلي سره د مهم اقتصادي شریک په توګه د اړیکو اهمیت وروسته له هغه لا زیات شو چې مسکو په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین یرغل وکړ.

د مودي په مشرۍ هند پر اوکراین د روسيې د یرغل له غندنې ډډه کړې، خو په عین حال کې د دې کړکېچ د سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار کوي.

مودي وروستی ځل په ۲۰۱۹م کال کې روسیې ته سفر کړی و.

په بریتانیا کې پارلماني انتخابات روان دي

په بریتانیا کې د رایې ورکوونې یو مرکز
په بریتانیا کې د رایې ورکوونې یو مرکز

د بریتانیا خلک نن په پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکوي.

تمه ده چې د کارګر ګوند نوماند کایر سټارمر به په دې انتخاباتو کې بریالی شي او په دې توګه به د ریشي سوناک د محافظه کار ۱۴کلنه له لانجمنې واکمني پای ته ورسېږي.

د نظرپوښتنو له مخې د سټارمر منځلاری کیڼپال ګوند به په دې انتخاباتو کې بریا ترلاسه کړي، خو نظرپوښتنې دا هم وايي چې د محافظه کار ګوند له جنجالي او اوږدې واکمنۍ وروسته چې په پایله کې یې په اتو کلونو کې پنځه صدراعظمان بدل شول، ډېری رای ورکوونکي یوازې بدلون غواړي.

که نظرپوښتنې دقیقې وي، بریتانیا به د نورو هغو اروپايي هېوادونو لاره تعقیب کړي چې د کوېد۱۹ د وبا له خپرېدو او پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د اقتصادي شاتګ په خاطر یې حکومتونه بدل شول.

د رایو ورکولو بهیر به په سیمه‌ییز وخت د شپې په اتو بجو پای ته ورسېږي او ورپسې به مقدماتي نتایج اعلان شي، خو بشپړ نتایج سبا سهار اعلانېږي.

حزب‌الله د اسراییلو پر یوې پوځي اډې له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي

د اسراییلو له لوري د لبنان پر حزب الله د شویو بریدونو یو انځور
د اسراییلو له لوري د لبنان پر حزب الله د شویو بریدونو یو انځور

د لبنان حزب‌الله وايي، د هغې حملې په غبرګون کې، چې په پایله کې یې د دې ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو، د اسراییلو پر یوه پوځي اډه له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي دي.

دا د لبنان او اسراییلو د سرحد په اوږدو کې د تېرو څو میاشتو نښتو په ترڅ کې د حزب‌الله له‌خوا چې ایران یې ملاتړ کوي، تر ټولو لوی برید شمېرل کېږي.

تراوسه د دې برید له کبله د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییلو پوځ پرون د جون ۳مه تایید کړه چې یوه ورځ مخکې یې محمد نعمه ناصر چې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله له درېیو مهمو قطعو څخه د یوې قوماندان و، وژلی دی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو یو انځور

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکوي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو (د چنګاښ - سرطان ۱۵ او ۱۷) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو له هغې ډلې د کابل او هلمند په حوزو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په بیان کې په ځانګړي ډول د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې.

په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نظرپوښتنه: د لُپین ګوند به د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي

مري لُپین
مري لُپین

د یوې نظرپوښتنې له مخې د مري لُپین په مشرۍ د ملي لاریون ګوند به د جولای په اوومه د فرانسې د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي.

د نظرپوښتنې له مخې د فرانسې لوی ګوندونه به د دې تندلاري ملتپال ګوند د بریا مخه ډب کړي.

د هریس انټراکتیف موسسې له‌خوا شوې نظرپوښتنه، چې د ملي لاریون پر ضد د نورو سیاسي ګوندونو له یووالي وروسته په چلینجیز مجله کې خپره شوې زیاتوي چې د لُپین ګوند به د فرانسې د ملي شورا له ۵۷۷ څوکیو څخه ۲۸۹، چې د اکثریت لپاره حتمي دي، پوره نه کړي.

دا نظرپوښتنه وروسته له هغه خپره شوه چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې څه باندې ۲۰۰ کاندیدانو د جمهوریپالو د جبهې په نوم د یو سیاسي بهیر په ترڅ کې په انتخاباتو کې له ګډون څخه لاس واخیست څو په خپلو انتخاباتي حوزو کې د هغو کاندیدانو بریا ته لاره پرانېزي چې د تندلارو ملتپالو د ماتولو ښه چانس لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG