د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

خبرونه

د روسیې او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ

د روسیې او چین ولسمشرانو ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د شانګهای غونډې په څنډه کې مخامخ سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

لوېدیځ اژانسونه وایي، دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.

د سیمې د دوو قدرتونو دغو مشرانو پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پرانسته چې نن پنجشنبه پای ته رسېږي.

د شانګهای سازمان ۲۰۰۱م کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ اسیا د امنیت په هدف جوړ شو، خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې د لوېدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه غواړي د دغې غونډې له لارې یوځل بیا د خپل قدرت ننداره وړاندې کړي او وښيي چې د لوېدیځ له بندیزونو سره سره منزوي شوې نه ده.

اسټرالیا د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې ټاکلې

د اسټرالیا بیرغ
د اسټرالیا بیرغ

اسټرالیا خپله یوه تجربه کاره ‌ډیپلوماته، امیندا مک‌ ګریګور د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه وټاکله.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پینسي ونګ پرون په یوه بیان کې دغه خبر ورکړ.

مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز په ځان دا دنده مخته وړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې اغلې مک ګریګور به له قطر څخه کار کوي او له هغو هېوادونو سره به په تماس کې وي چې پر طالبانو فشار راولي چې بشري حقونه رعایت کړي.

مک ګریګور پخوا د اسټرالیا د کاناډا او لبنان په سفارتونو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د صدراعظم او کابینې جګپوړې سلاکاره پاتې شوې ده، دا د اسټرالیا د دفاع په وزارت کې هم د کار تجربه لري.

طالبانو له ازبکستان سره د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړېدو سلا کړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال سره تر لیدو وروسته د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړېدو سلا وکړه.

د باختر اژانس د راپور له مخې نورالدین عزیزي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجه یف سره د تجارتي، ټرانزیټي، د افغانستان د رېل پټلۍ او د ازبکستان له سرخان سیمې تر پلخمري پورې د برښنا د لېږد په تړاو خبرې وکړې.

عزیزي او ورسره پلاوی د سې شنبې په ورځ تاشکند ته ولاړ.

له نژدې درې کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، د ازبکستان له اوسنیو چارواکو سره یې اړیکې ښه دي، خو د ازبکستان په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د خیبر پښتونخوا باجوړ کې چاودنه؛ د سنا د پخواني غړي هدایت‌الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.
هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې هدایت‌الله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې په دې چاودنه کې لاس نه لري.

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د اروپا فوټبال جام؛ اسپانیا له جرمني او پرتګال له فرانسې سره سیالۍ لري

ارشیف
ارشیف

د اروپا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې ټاکل شوې چې سبا تر نیمه پایلوبې مخکې پړاو کې اسپانیا له جرمني او پرتګال له فرانسې سره مخامخ شي.

د اروپا د فوټبال اتلولۍ لوبې د جون په ۱۴مه په جرمني کې د ۲۴ ملي لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې دوهم پړاو یې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ بشپړ شو؛ اوس اته لوبډلې سیالۍ ته سره پاتې دي.

د دې لوبو پایلوبه به د جولای په ۱۴مه ترسره شي.

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا کې له امریکا سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي

د عکس ښي لور ته امریکايي ځواکونه او چپ لور ته پاکستاني ځواکونه په ګډ انځور کې
د عکس ښي لور ته امریکايي ځواکونه او چپ لور ته پاکستاني ځواکونه په ګډ انځور کې

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې له امریکا سره د ګډو پوځي تمرینونو خبر ورکوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې دا تمرینونه د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د کچې د پیاوړتیا او د تروریزم پر ضد د مبارزې په چاره کې د همغږۍ په هدف روان دي.

په بیان کې راغلي چې دا پوځي تمرینونه د جون په ۲۹مه په پبي سیمه کې پیل شوي او دوه اوونۍ دوام کوي.

خیبرپښتونخوا له ناامنه ایالتونو څخه دی او د پاکستان پوځ د وسله والو مخالفینو له هغې ډلې د پاکستان طالبانو د ځپلو لپاره هلته بیا بیا پوځي عملیات کړي دي.

زیلینسکي بیا له لوېدیځوالو د مدافعې سیستمونو او لیرې واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له لوېدیځو هېوادونو ته خپله هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې د ده هېواد ته د هوايي مدافعې پرمختللي سیستمونه او د لیرې واټن ویشتونکې وسلې ورکړي.

زیلینسکي دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې په دنیپرو سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په نننۍ حمله کې پنځه کسان ووژل شول.

زیلینسکي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یوازې دوه شیان د روسیې د روان وحشت مخه نیولای شي؛ د هوايي مدافعې سیستم او لیرې واټن ویشتونکې وسلې.

دی زیاتوي چې د نړۍ مشران په دې توګه د خلکو ژوند خوندي کولای شي.

زیلینسکي دا غوښتنه مخکې هم هغه مهال کړې وه چې په ویلنیانسک سیمه کې د جون په ۳۰مه د روسیې یوه توغندویي برید اوه کسان ووژل او ۳۵ نور ټپیان کړل.

پاکستان او تاجکستان سوله‌ییز او سوکاله افغانستان د سیمې د خوندیتوب لپاره اړین وباله

د عکس ښي لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او چپ لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او چپ لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روغبړ پر مهال

د پاکستان او تاجکستان مشرانو په خپل ننني ملاقات کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره پر افغانستان خبرې کړي او سوله‌ییز او سوکاله افغانستان یې د سیمې د خوندیتوب لپاره اړین بللی دی.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف نن چهارشنبه په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل او تر خپل منځه یې د ستراتیژیکو همکاریو موافقه هم لاسلیک کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د ثبات لپاره یو ټولشموله حکومت مهم بللی دی.

د اعلامیې له مخې شريف ویلي، دا مهال یې هېواد د کراچۍ بندر په وسیله د افغانستان له لارې تاجکستان ته مالونه لېږدوي، خو په خبره یې غواړي د سړک او رېللارې په وسیله تاجکستان سره وصل شي.

پاکستان او تاجکستان تر دې وړاندې ویلي چې دوی ته د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه متوجه دي، خو طالبانو بیا دا اندیښنې بې ځایه بللي او ډاډ یې ورکړی چې هیچا ته به افغانستان له خاورې زیان نه رسېږي.

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې

د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه
د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره په راتلونکي ۲۰۲۵م میلادي کال کې د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې ده.

رویټرز او د "جرمني ډي‌پي‌اې" خبري اژانسونو نن چهارشنبه د یو شمېر ډيپلوماتانو په حواله ویلي، د ناټو غړي لا هم نه دي توانېدلي چې جګړه ځپلي اوکراین ته د څو کلونو مرستو یوه بسته باندې سلا شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له غړو هېوادونو غوښتي چې د راتلونکې اوونۍ تر غونډې مخکې چې په واشنګټن کې جوړېږي پر دې سلا شي چې هر کال به اوکراین ته ۴۳ میلیارده ډالر ورکوي.

د ناټو غړو هېوادونو تراوسه د سټولټنبرګ د دغې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

د اسټرالیا کرکټ ادارې یوځل بیا له افغانستان سره د دغه هېواد دوه اړخیزې لوبې رد کړې

اسټرالیا په تېر شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
اسټرالیا په تېر شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر تامینېدو پورې له دغه هېواد سره دوه اړخیزې لوبې نه کوي.

کریک انفو ویبپاڼې نن چهارشنبه د اسټرالیا د کرکټ د اجرایوي مشر نیک هاکلي په حواله ویلي چې دوی د افغانستان له کرکټ بورد سره وخت نا وخت پر دې مسئله غږېږي او هیله کوي چې راتلونکې کې بېرته لوبې پيل کړي.

اسټرالیا له ۲۰۲۲م کال راهیسې درې ځله په همدې دلایلو له افغانستان سره د کرکټ پلان شوې دوه اړخیزې لوبې لغوه کړي، خو لوبډله یې بیا په پنځوس اوریز او شل اوریز نړیوال جام کې له افغانستان سره مخامخ شوې ده.

افغان لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې چې تازه پای ته ورسېد، اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا کرکټ بورد داسې مهال افغانستان کې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کوي چې تازه په اسټرالیا کې د افغانستان د کرکټ یو شمېر ښځینه لوبغاړو د کرکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې دوی ته په کډوالۍ کې د لوبډلې د جوړېدو اجازه ورکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا تراوسه د افغان کرکټرانو دغه لیک ته ځواب نه دی ورکړی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG