د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

خبرونه

حزب‌الله د اسراییلو پر یوې پوځي اډې له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي

د اسراییلو له لوري د لبنان پر حزب الله د شویو بریدونو یو انځور
د اسراییلو له لوري د لبنان پر حزب الله د شویو بریدونو یو انځور

د لبنان حزب‌الله وايي، د هغې حملې په غبرګون کې، چې په پایله کې یې د دې ډلې یو مهم قوماندان ووژل شو، د اسراییلو پر یوه پوځي اډه له ۲۰۰ ډېر میزایلونه توغولي دي.

دا د لبنان او اسراییلو د سرحد په اوږدو کې د تېرو څو میاشتو نښتو په ترڅ کې د حزب‌الله له‌خوا چې ایران یې ملاتړ کوي، تر ټولو لوی برید شمېرل کېږي.

تراوسه د دې برید له کبله د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییلو پوځ پرون د جون ۳مه تایید کړه چې یوه ورځ مخکې یې محمد نعمه ناصر چې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله له درېیو مهمو قطعو څخه د یوې قوماندان و، وژلی دی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو یو انځور

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکوي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو (د چنګاښ - سرطان ۱۵ او ۱۷) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو له هغې ډلې د کابل او هلمند په حوزو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په بیان کې په ځانګړي ډول د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې.

په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نظرپوښتنه: د لُپین ګوند به د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي

مري لُپین
مري لُپین

د یوې نظرپوښتنې له مخې د مري لُپین په مشرۍ د ملي لاریون ګوند به د جولای په اوومه د فرانسې د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي.

د نظرپوښتنې له مخې د فرانسې لوی ګوندونه به د دې تندلاري ملتپال ګوند د بریا مخه ډب کړي.

د هریس انټراکتیف موسسې له‌خوا شوې نظرپوښتنه، چې د ملي لاریون پر ضد د نورو سیاسي ګوندونو له یووالي وروسته په چلینجیز مجله کې خپره شوې زیاتوي چې د لُپین ګوند به د فرانسې د ملي شورا له ۵۷۷ څوکیو څخه ۲۸۹، چې د اکثریت لپاره حتمي دي، پوره نه کړي.

دا نظرپوښتنه وروسته له هغه خپره شوه چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې څه باندې ۲۰۰ کاندیدانو د جمهوریپالو د جبهې په نوم د یو سیاسي بهیر په ترڅ کې په انتخاباتو کې له ګډون څخه لاس واخیست څو په خپلو انتخاباتي حوزو کې د هغو کاندیدانو بریا ته لاره پرانېزي چې د تندلارو ملتپالو د ماتولو ښه چانس لري.

غزه کې د اوربند ټينګولو لپاره يوځل بيا هڅې پيل شوي

په غزه کې د اسراييلی ځواکونو د عملياتو يو انځور
په غزه کې د اسراييلی ځواکونو د عملياتو يو انځور

په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره یوځل بیا د هڅو تازه نښې پرون ښکاره شوې.

د راپورونو له‌مخې له څو اونیو نسبتا پټې ډیپلوماسۍ وروسته مصر او قطر چې د اوربند لپاره منځګړتوب کوي د اوربند د طرحې په اړه له حماس ډلې څخه چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو او د غزې په تړانګه کې د اوربند اړوند مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د غزې پر بیلابیلو سیمو حملو ته دوام ورکوي.

د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د اسراییل د استخباراتي ادارې موساد په استازولۍ ویلي دي چې اسراییل د دې طرحې په اړه غور او څېړنه کوي.

بايډن د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د درېدو اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د خپل هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو درېږي.

نوموړي دغه اعلان د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغه وکړ چې د ډیموکرات ګوند اکثرو غړو ترې له واکه د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له‌مخې یو شمېر ډیموکراتانو وروسته تر هغه له بایډن نه وغوښتل چې له ټاکنیزو سیالیو لرې شي چې هغه له خپل سیال سره په مناظره کې ځینې کمزورۍ له ځانه وښودې.

تر دغې مناظرې وروسته نیویارک ټایمز وویل، بایډن خپل یوه ملګري ته ویلي چې ټاکنو کې له سیالۍ لاس په سر کېږي.

وروسته سپینې ماڼۍ دغه راپور رد کړ.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې سږ کال نومبر کې د جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا ترسره کېږي.

له ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۳۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په لړ کې پرون چهارشنبه هم له دغو هېوادونو څخه ۳۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې.

باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې دی لیکي چې دغو کورنیو ته وړیا سیمکارتونه ویشل شوي او ځینې یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

خبر کې راغلي چې دغه شمېر کورنۍ د تورخم، سپین بولدک ، د نیمروز د ورېښمو د پله او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته رااړول شوي دي.

د راپورونو له مخې یوازې پاکستان تېرو څو میاشتو کې له پنځو لکو ډېر افغان کډوال چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري افغانستان ته رااړولي دي.

ایران هم هلته پر کډوالو کړۍ تنګه کړې او نژدې هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته ډيپورټوي.

د روسیې او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ

د روسیې او چین ولسمشرانو ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د شانګهای غونډې په څنډه کې مخامخ سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

لوېدیځ اژانسونه وایي، دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.

د سیمې د دوو قدرتونو دغو مشرانو پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پرانسته چې نن پنجشنبه پای ته رسېږي.

د شانګهای سازمان ۲۰۰۱م کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ اسیا د امنیت په هدف جوړ شو، خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې د لوېدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه غواړي د دغې غونډې له لارې یوځل بیا د خپل قدرت ننداره وړاندې کړي او وښيي چې د لوېدیځ له بندیزونو سره سره منزوي شوې نه ده.

اسټرالیا د افغانستان لپاره نوې ځانګړې استازې ټاکلې

د اسټرالیا بیرغ
د اسټرالیا بیرغ

اسټرالیا خپله یوه تجربه کاره ‌ډیپلوماته، امیندا مک‌ ګریګور د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه وټاکله.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پینسي ونګ پرون په یوه بیان کې دغه خبر ورکړ.

مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز په ځان دا دنده مخته وړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې اغلې مک ګریګور به له قطر څخه کار کوي او له هغو هېوادونو سره به په تماس کې وي چې پر طالبانو فشار راولي چې بشري حقونه رعایت کړي.

مک ګریګور پخوا د اسټرالیا د کاناډا او لبنان په سفارتونو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د صدراعظم او کابینې جګپوړې سلاکاره پاتې شوې ده، دا د اسټرالیا د دفاع په وزارت کې هم د کار تجربه لري.

طالبانو له ازبکستان سره د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړېدو سلا کړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال سره تر لیدو وروسته د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړېدو سلا وکړه.

د باختر اژانس د راپور له مخې نورالدین عزیزي د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجه یف سره د تجارتي، ټرانزیټي، د افغانستان د رېل پټلۍ او د ازبکستان له سرخان سیمې تر پلخمري پورې د برښنا د لېږد په تړاو خبرې وکړې.

عزیزي او ورسره پلاوی د سې شنبې په ورځ تاشکند ته ولاړ.

له نژدې درې کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، د ازبکستان له اوسنیو چارواکو سره یې اړیکې ښه دي، خو د ازبکستان په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د خیبر پښتونخوا باجوړ کې چاودنه؛ د سنا د پخواني غړي هدایت‌الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.
هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې هدایت‌الله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې په دې چاودنه کې لاس نه لري.

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG