د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

خبرونه

ګوربز او فاروقي د ۲۰۲۴ جام غوره توپ وهونکي او اچونکي شول

شل اوریز نړیوال جام؛ رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي د دې پړاو مخکښ لوبغاړي شول.

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام چې د هندوستان په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، د مخکښو لوبغاړو په توګه دوه افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي پاتې شول.

پیلیز افغان توپوهونکي رحمن الله ګربز په دې ټورنمنټ کې ۸ سیالۍ ترسره کړې او ۲۸۱ منډې وکړې چې تر پایه تر نورو توپوهونکو مخکې و.

دغه راز د توپ اچونکو په ډله کې بیا چټک افغان لوبغاړي فضل حق فاروقي په ۸ سیالیو کې ۱۷ لوبغاړي وسوځول او تر پایه تر نورو توپ اچونکو مخکې و.

د ویلو ده چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې سویلي افریقا ته سیالي وبایلله.

د اروپا فوټبال: نن ۲ سیالۍ کېږي

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په لړ کې نن انګلستان له سلواکیا سره او اسپانیا له ګورجستان سره سیالي کوي.

دا لوبې د څلرویشت ملي لوبډلو ترمنځ د جون په څوارلسمه په جرمني کې پيل شوې چې اوس دوهم پړاو ته شپاړس لوبډلې وتلې دي. د دې مرحلې لوبې پرون شروع شوې، په لومړۍ لوبه کې سویس د ایتالیا لوبډلې ته دوه د صفر په وړاندې ماته ورکړه او په دوهمه یوه کې جرمني د ډنمارک پر ټیم دوه ګولونه وکړل.

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ پایلوبه به د جولای په څوارلسمه وشي.

بیلاروس د اوکراین په پوله کې ځواکونه ځای پر ځای کړل

د بیلاروس پوځیان
د بیلاروس پوځیان

بیلا روس د اوکراین له سرحدونو سره نور هوایي ځواکونه ځای پرځای کړې دي. دا خبره د بیلاروس حکومت وروسته تر دې وکړه چې کییف یې د خپل هیواد بنسټیزو تاسیساتو ته یو ګواښ وباله.

بیلاروس د شنبې په ورځ اوکراین تورن کړ چې خپل ځواکونه او پوځي تجهیزات او وسایط یې د دغه هیواد د سرحد لور ته لیږدولي دي. بیلاروس دا هم ویلي دي چې اوکراین په سیمه کې د بیپلوټه الوتکو الوتنې زیاتې کړې دي.

بیلاروس د اوکراین په جګړه کې د روسیې متحد دی او تیره اونۍ یې د اوکراین د یوې ډرون الوتکې د ویشتلو خبر هم ورکړی و او ویلي یې و چې دا بیپلوټه الوتکه له پولې د دوی خواته وراوښتې وه چې په غیرقانوني ډول اطلاعات راغونډ کړي.

اوکراین د بیلاروس اندیښنې رد کړې دي خو وایي چې بیلاروس په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي چې له مجبوریته یې یوشمیر ځواکونه سرحدي سیمو ته استولې دي.

هند د کرکټ د شل اوره سیالیو اتلولي وګټله

هند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله
هند د ۲۰۲۴ د شل اوره جام اتلولي وګټله

هند د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام اتل شو. هند په پایلوبه کې پرون د جنوبي افریقا لوبډلې ته د اوو منډو په توپير ماته ورکړه.

دا نړیوال جام د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربتوب د جون په لومړۍ نیټه پيل شوی و چې افغان لوبډله پکې تر نیمه پایلوبې ورسیده. په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا د افغانستان ملي ټیم ته ماته وکړه او پایلوبې ته یې لاره وکړه.

هند تر دې مخکې په دوه زره اووم کال کې د شل اورونو د کرکټ اتلولي خپله کړې وه او دا لومړی ځل و چې جنوبي افریقا تر پایلوبې ورسیده.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه سبا پیلېږي

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه سبا پیلېږي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په مشرۍ يو پلاوى په دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن دوحې ته رسېدلى دى.

د غونډې اصلي بحثونو ته د طالبانو وربلل او د مدني ټولنې د غړو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د نه بلنې له امله په دې ناستې باندې ډېرې نیوکې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو تمرکز ونه شي او د جولای په دویمه به د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی له افغان ښځینه فعالانو سره د دوه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته وګوري.

د ښځو یوې فعالې، زبیده اکبر د ملګرو ملتونو په یوه لنډمهاله غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ هند توپوهنه غوره کړه

د هند یو لوبغاړی د لوبې پر مهال
د هند یو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې هند پچه وګټله او د جنوبي افریقا پر وړاندې یې توپوهنه غوره کړه.

دغه پایلوبه په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.

جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.

د سمنګان-بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو ماشوم مړ او شپږ نور ټپیان دي

ارشیف
ارشیف

د سمنګان-بلخ پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې په دلخکي سیمه کې د یوه باروړونکي او کرولاډوله موټر په ټکر کې د یوه ماشوم د مړینې تر څنګ ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د درېیو ټپیانو وضعیت نازک دی.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او تېز سرعت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي عامل ګڼل کېږي.

ایران: که اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د مقاومت په ټولو جبهو د هغې مقابله وکړي

د اسراییل په سرحدي سیمو کې حزب الله ډلې د راکټي بریدونو یو انځور
د اسراییل په سرحدي سیمو کې حزب الله ډلې د راکټي بریدونو یو انځور

ایران خبرداری ورکړ، که چېرې اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د "مقاومت په ټولو جبهو" د هغې مقابله وکړي.

دا له ایران او د ایران له سیمه‌ییزو متحدانو جوړه شوې ډله ده.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت نننۍ څرګندونې داسې وخت کړي چې د اسراییل او د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون د یوې پراخې جګړې په باب وېره پیدا شوې ده.

له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې اسراییل او حزب اله ډله نږدې هره ورځ ډزې تبادله کوي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان د عملیاتو په اړه پلانونه تصویب او تایید شوي دي.

په ځواب کې حزب الله ډلې ویلي چې د بشپړې شخړې په صورت کې به یو اسراییلی هم خوندي نه وي.

نن د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو پیلېږي

د اروپا د فوټبال له سیالیو یو انځور
د اروپا د فوټبال له سیالیو یو انځور

د اروپا د ۲۰۲۴م کال د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو نن د ۱۶ ټیمونو په ګډون سره پیلېږي او ۴ ورځې به دوام کوي.

د فوټبال نن لومړۍ لوبه د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې د ایټالیا او سویس ترمنځ کېږي.

بله مسابقه د جرمني او ډنمارک ترمنځ دشپې یوولس نیمې بجې په پام کې ده.

د جرمني په کوبه توب د اروپا د ملتونو جام د فوټبال سیالۍ چې د اروپا ۲۴ ټیمونو په کې برخه درلوده، د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شوې او د جولای میاشتې پر ۱۴مه پای ته رسېږي.

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د رایو صندوقونو په لېږد بوخت دوه پوځیان وژل شوي

د ایران د ټاکنو له بهیره یو انځور
د ایران د ټاکنو له بهیره یو انځور

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په سیستان-بلوچستان ولایت کې دوه پوځیان چې د رایو د صندوقونو په لېږد بوخت وو، وژل شوي دي.

د ایران دولتي راډیو تلوېزیون نن سهار راپور ورکړی چې یوې سرچینې ویلي، دغه دوه پوځیان په جکیګور سیمه کې د وسله‌والو کسانو په حمله کې وژل شوي دي.

په ایران کې پرون د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، خو د شمېرل شویو رایو له مخې یوه کاندید هم اکثریت نه دی ګټلي او راروانه جمعه د دوو مخکښو کاندیانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ بیاځلي ټاکنې کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG