خبرونه
هند وايي، د افغانستان د درملو اړتیاوې د اوږدې مودې لپاره پوره کوي
د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د روغتیا وزیر د ډیلي د سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې هند به د افغانستان د درملو اړتیاوې په اوږدمهاله ډول پوره کړي.
دغه اقدام د دې لپاره شوی، څو پر پاکستان د افغانستان د درملو د وارداتو اتکا کمه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د هند او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هندي چارواکو د بشري مرستو د دوام او له طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.
ټرمپ: دا به عاقلانه وي چې مادورو د وینزویلا له ولسمشرۍ لاس واخلي
د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ) وویل چې دا به عاقلانه وي که د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لاس واخلي، او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه کولای شي هغه تېل چې په وروستیو اوونیو کې یې د وینزویلا په ساحلونو کې نیولي، یا وساتي او یا یې وپلوري.
پر مادورو د ډونالډ ټرمپ د فشار په کمپاین کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو بېړیو څو پوځي بریدونه شامل دي چې ویل کېږي د جنوبي امریکا د دې هېواد په شاوخوا، په ارام سمندر او کارابین سمندر کې د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا هدف دا دی چې مادورو له واکه لېرې شي، هغه وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه کول غواړي. زما په اند دا به عاقلانه وي چې دا کار وکړي. خو بیا هم، موږ به وګورو.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «که هغه وغواړي کوم اقدام وکړي، که وغواړي مقاومت وکړي، نو دا به وروستی ځل وي چې مقاومت به کوي.»
ډنمارک او اروپايي ټولنې د امریکا له لوري د ګرینلنډ لپاره د استازي پر ټاکلو نیوکه وکړه
اروپايي اتحادیې او ډنمارک د امریکا له لوري ګرینلنډ لپاره د خانګړي استازي پر تاکلو انتقاد وکړ.
اد امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، د لوییزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ د چارو لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «جېف ښه پوهېږي چې ګرینلنډ زموږ د ملي امنیت لپاره څومره حیاتي ارزښت لري، او هغه به د ځواک له لارې زموږ د هېواد ګټې د خپلو متحدانو او په حقیقت کې د ټولې نړۍ د خوندیتوب، امنیت او بقا لپاره پر مخ یوسي.»
لېنډري بیا په ایکسپاڼه کې د ټرمپ مننه کړې او لیکلي دي: «دا زما لپاره ویاړ دی چې … په دې داوطلبانه دنده کې خدمت وکړم، څو ګرینلنډ د متحدو ایالتونو برخه وګرځي. دا چاره به د لوئیزیانا د والي په توګه زما پر کار هېڅ ډول اغېز ونه لري!»
د امریکا ولسمشر وايي چې ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه کورواکه سیمه ده، د خپل ستراتیژیک اهمیت او طبیعي معدني سرچینو له امله باید د متحدو ایالتونو برخه شي. لېنډري، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د والي په توګه واک ته رسېدلی، په ښکاره ډول د دې نظر ملاتړ کوي.
د ډونالډ ټرمپ دې اقدام د ډنمارک د صدراعظمې مېتې فریدریکن او د ګرینلنډ د صدراعظم ینس فریدریک نیلسن سخت غبرګون راوپاروه. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «تاسو نشئ کولی بل هېواد له ځان سره یوځای یا ضمیمه کړئ، حتا که د نړیوال امنیت دلیل هم وړاندې شي.»
دوی زیاته کړه: «ګرینلنډ د ګرینلنډ د خلکو ملکیت دی، او امریکا باید د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې وانخلي.»
د سوري ځواکونو او کردي جنګیالیو تازه نښتې
د دوشنبې په ماښام د حلب په شمالي ښار کې د سوریې د دفاع وزارت سره تړلو ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (قصد) ترمنځ نښتې پیل شوي.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه درې ملکي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي.
د سوريې دولتي خبري اژانس سانا د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي دي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې، د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ويلي چې يوه ښځه وژل شوې او ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نښتو امنيتي اندېښنې راپورته کړې او د ملکي خلکو د بې ځايه کېدو څپه يې راپارولې ده.
څه باندې ۱۴۰ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل
د جرمني حکومت لخوا تنظیم شوې چارټر الوتنې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ افغان وګړي جرمني ته ورسول.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په وينا، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند تاييد کړه چې الوتکه په هانوور کې ښکته شوه.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی ته د جرمني له خوا د پناه ژمنه ورکړل شوې وه. دوی به د جرمني په مختلفو ایالتونو مېشت کړای شي.
پاکستان د جرمني حکومت ته د دې کال تر پایه پورې وخت ورکړی چې د دې خلکو د منلو پروسه بشپړه کړي. که نه نو، چارواکو وویل، دوی به افغانستان ته واستول شي. په هرصورت، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوله اوس مهال په لویه کچه تړل شوې ده.
شاوخوا ۶۵۰ افغان اتباع چې مخکې یې د داخلې ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې وروستیو کې د جرمني فدرالي حکومت څخه وروستی منفي ځواب ترلاسه کړ؛ مګر دوی ته وړاندیز شوی و چې افغانستان یا بل کوربه هیواد ته د ستنیدو لپاره پیسې او مالي مرستې ورکوي.
افغانستان او کویټ فوټسال کې لوبه مساوي کړه
د افغانستان او کوېټ د فوټسال ملي ټیمونو تر منځ لوبه بېګا (د دوشنبي په شپه) مساوي پای ته ورسېده.
لوبه د کوېټ په کوربه توب ۳ – ۳ ختمه شوه.
د افغانستان لپاره دری ګولونه فرزاد محمودي، امید قنبري او حمید رضا حسیني وهلي.
تر دې مخکې هم یادو ټیمونو وړمه ورځ خپله لوبه ۴ – ۴ مساوي کړې وه.
دا دواړه ټیمونه د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې ګډون لري او دا لوبې هم د یادو سیالیو لپاره یو چمتووالی ګڼل کېږي.
دوه افغانان لندن کې د غلا او چل - دوکو په تور په بند محکوم شول
د لندن یوې محکمې دوه افغانان د همجنسګرایانو له کورونو د غلا په تور په بند محکوم کړل.
د انګریزي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو افغانانو محاکمه پرون شوې.
محکمې د دغو دوو افغانانو نومونه رحمت خان محمدي او محمد بلال هوتک یاد کړي.
د راپورونو له مخې دوی د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د همجنسګرایانو د ملګرتیا د یوه اپلیکشن له لارې ګڼ همجسنګرایان تېر ایستلي او د هغوی له کورونو یې مبایلونه او پیسې غلا کړي.
رحمت خان په پنځو کلونو او بلال په درې نیم کاله بند محکوم شوی.
هسپانیه کې د کریسمس د ګلنۍ لاتړي د ګټونکو اعلان پیل شو
هسپانیه کې د کریسمس د دودیزې لاتړۍ د ګټونکو کسانو د شمیرو اعلان نن په مدرید کې پیل شول.
د سان ایلډ یفونسو ښوونځي زده کوونکو د شاهي تیاتر په تالار کې بریالۍ شمیرې اعلان کړې.
په مجموع کې به ۲.۷ ملیارده یورو په ټوله هسپانیه کې وویشل شي.
د ۴۰۰،۰۰۰ یورو لویه جایزه "ایل ګورډو" نومیږي.
د دې کلنۍ لاټري چې تاریخ یې ۱۸۱۲ کال ته ستنیږي ، د ګټونکو اعلان هرکال د دسمبر په ۲۲ نیټه ترسره کیږي.
یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم کابل کې په درو ووهل شول
افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په درو ووهل.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلامیه وايي دغه تعزیري سزا د کابل ولایت د نشه یې توکو او مسکراتو دمخنیوي د ابتدايی محکمې لخوا تطبیق او یاد کسان له ۷میاشتو تر۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.
سره لدې چې نور جزییات نه دی ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت وروستیو کلونو کې د بدني سزا او اعدام ګڼ موارد علني تطبیق کړي دي.
دافغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بینیت په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې اودد غې پالیسۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.
افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی
اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.
د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي.
اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي.
مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي.
یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته کسان د څښاک لپاره له غیرصحي اوبو کار اخلي.