خبرونه
ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډیر ژرپای ته ورسیږي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه به " ډېر ژر" پای ته ورسېږي او یوازې "وروستۍ پرېکړه" پاتې ده.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې "څنګه بریا ترلاسه کړو، له ښې لارې او که له هغې لارې چې ښایي ښه نه وي."
هغه دغه راز وویل چې ایران په نړۍ کې "د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی" دی او له همدې امله یې د ایران پر خاوره له برید کولو پرته بله چاره نه درلوده.
د امریکا ولسمشر په تېره یوه میاشت کې څو ځله ویلي چې له ایران سره جګړه به په یوه نه یوه بڼه "ډېر ژر" پای ته ورسېږي.
کریملین: پوتین به نن له ویټکاف سره وګوري
د کریملین یو سلاکاریوري اوشاکوف وایي چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین به نن چهارشنبې له غرمې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړی استازي سټیف ویټکاف سره وګوري.
نوموړی د چهارشنبې په سهار د روسیې سنټ پیټرزبورګ ښار ته رسېدلی، څو د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
دا سفر وروسته له هغه کېږي چې ویټکاف د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ویټکاف به د اوکراین له لوري وړاندیزونه له روسي چارواکو سره شریک کړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر به هم په مجازي ډول د ویټکاف او پوتین په خبرو ګډون وکړي.
سعودي عربستان: پنځه بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې چې پردې هیواد د بریدونو لپاره کارول شوې وې.
د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې دغه الوتکې د سعودي عربستان په ختیځه سیمه او مدینه منوره کې شنډې شوې دي. نوموړي نه دي ویلي چې دا الوتکې چا توغولې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید هم شامل دی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حوثیانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې پر مکې مکرمې او مدینې منورې به بریدونه نه کوي.
تهران: ترهغو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي له واشنګټن سره به خبرې ونکړو
د ایران د پارلمان ریس وایي، ترڅو چې د تهران غوښتنې نه وي منل شوي، له واشنګټن سره به خبرې ونکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد باقر قالیباف په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیزعاصم منیرسره په کتنه کې ویلي چې امریکا باید د هرمزتنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران اوه شرطونه پوره کړي که نه د تهران باورنشي ترلاسه کولای.
د ایران په غوښتنو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د سې شنبې په ورځ په تهران کې له عاصم منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان په منځګړیتوب د جون په میاشت کې یوه لنډمهاله هوکړه هم شوې وه خو څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې بیا پیل شوې. دا د جون له میاشتې راهیسې ایران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پنځم سفردی چې ترسره کوي یې.
اوچا: ژمي کې به د خوړو ناامنۍ سره مخ افغانانو شمېر ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي له ۱۹ میلیونو واوړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چرویکو، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "اټکل کېږي چې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، ۱۹.۲ میلیونو ته ورسېږي چې له دې ډلې به پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ وي چې دغه وضعیت له شدیدې لوږې یا قحطۍ څخه یو ګام فاصله لري."
نوموړې زیاتوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې باید اقدام وشي، نه تر هغه وروسته چې کورنۍ خپلې ټولې لارې چارې له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د خوړو روان بحران به په ۲۰۲۷ کال کې هم پر میلیونونو ماشومانو اغېز وکړي.
اوچا خبرداری ورکړی چې راتلونکی کال به له شپږو کلونو کم عمره څه باندې څلور میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د سپټمبر او اکټوبر میاشتو ترمنځ په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر دې هم ناوړه ناامنۍ سره مخ و.
دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه؛ د مرستو پر دوام ټینګار وشو
قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.
هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاسنیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوسمهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډله (اېسيجي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.
فارس خلیج کې پر انټرنټي کېبلونو د ایران احتمالي برید ته د قطر غبرګون
د قطر بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل چې د انټرنټ کېبلونو د پرې کولو په شمول له هغو بریدونو او ګواښونو چې د سیمې امنیت ګواښي، لاس واخلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ کېبلونو په نښه کول به د سیمې هېوادونه زیانمن کړي.
قطر دغه غبرګون وروسته له دې څرګند کړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویاند په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ په اوه لویو کېبلونو د احتمالي برید خبره وکړه.
قطر غوښتنه وکړه چې نړیوالو قوانینو ته دې پاملرنه وشي، د بېړیو ازاد تګ راتګ دې ډاډمن او هرمز تنګی دې پرانیستی پرېښودل شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ شخړه دې د خبرو له لارې حل شي.
قطر وايي د تهران او واشنګټن ترمنځ تماسونه او د پیغامونو تبادله دوام لري.
افغان کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې له ماتولو وروسته له بنګلهدېش سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د درې اړخیزو سیالیو په دوام د چهارشنبې په ورځ بنګلهدېش سره لوبه کوي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د زېمبابوې په وړاندې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته ۲۹۵ منډې هدف ټاکلی و، خو سیاله لوبډله په ۱۳۶ منډو له لوبو ووته.
راشد خان په دې لوبه کې د څلورو وېکټو او فضلالحق فاروقي د دوو وېکټو په اخیستو سره د افغان لوبډلې په بریا کې وتلی رول ولوباوه.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه کې په دغې درې اړخیزه سیالیو کې چې د اکټوبر په ۱۹مه پیل او تر ۲۳مې دوام کوي، د افغانستان، بنګلهدېش او زېمبابوې ټیمونه ګډون لري.
ټرمپ وایي د اټومي وسلو په اړه د روسیې او چین له ولسمشرانو سره خبرې کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې چمتو دی د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې د داسې یوې ناستې هدف به د اټومي وسلو او اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث وي.
هغه زیاته کړه، که شي جین پینګ وغواړي داسې یوه ناسته جوړه کړي، نو دی به هم پکې ګډون وکړي.
روسیې تر دې مخکې اعلان کړی و چې ښايي د ټرمپ، پوتین او شي ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په چین کې راتلونکې میاشتې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د دې وړاندیز مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او متحده ایالاتو د مشرانو ترمنځ ناسته به یوازې پوتین وهڅوي چې جګړې ته دوام ورکړي.
د فرانسې په ځینو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی
د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمول په څو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی دی.
دا وروسته تر هغه چې د اوونۍ په سر کې تاوتریخجنې مظاهرې د مغازو او دوکانونو په چور او تالان واوښتې.
د فرانسې صدراعظم سباستین لوکارنو ویلي ګرځبندیز به د اړتیا سره سم لګول کېږي او تر دې دمه یې ښه نتیجه ورکړې ده.
پولیسو له شنبې راهیسې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسان نیولي دي.
په مظاهرو کې د یوې نجلۍ سترګه ړنده شوې او د یوه هلک لاس پرې شوی.
خلک په اول کې د ګرانۍ په غبرګون راوتلي و او حکومت یې تورناوه چې د قیمتونو د ټيټولو لپاره ډېر څه نه کوي.
اخوا په ایټالیې په تېره میلان ښار کې هم مظاهرې روانې دي او حکومت به لږ تر لږه ۵۰۰ اضافي پوځیان هلته ځای پر ځای کړي.