خبرونه
د امریکا عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسداران په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي
د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۷مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي.
لامل یې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین د هک کولو او د نومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یادې شوي دي.
دا تورونه د ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه وروستي اقدامات دي چې غواړي د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او د هغه د ډیموکراتیک سیالې کامالا هاریس تر منځ د نومبر میاشتې راروانې ولسمشرۍ ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له ګواښه خوندي کړي.
د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران پر اوو غړو یې بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو او جنایي تورونو سره مخامخ اشخاصو په اړه جزییات نه دي رسنیز شوي.
پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي
پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د اوسیدو د کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي.
د پاکستان د سرحدونو په چارو کې د دولت وزیر امیر مقام دغه څرګندونې په بلوچستان کې د افغان کډوالو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
امیر مقام د قلعه عبدالله په سارانان کمپ کې کډوالو ته ویلي چې پاکستان ښايي له هر اړخیزو څېړنو وروسته ښايي ځینې فسخ شوي کارتونه بېرته د اعتبار وړ وګرځوي.
هغه پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي.
امیر مقام تایید کړې چې د کډوالو په کمپ کې حالات ډېر خراب دي او کډوال د څښاک د اوبو له نشتوالي، بې برقۍ او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کې اعلان وکړ ټول بې اسناده افغان کډوال باسي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله ۷۰۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
په هرات کې د اوسپنې او فولادو د ویلي کولو د فابریکې د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې
په هرات کې د ۱۸ میلیونو ډالرو په لګښت د اوسپنې او فولادو د ویلي کولو د فابریکې د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د کابینې د ځینو غړو او چارواکو په حضور کې د افغان فولادو د فابریکي د لومړني فاز پرانیسته وشوه او د دوهم فاز رغنیزې چارې پيل شوې.
په لومړني فاز کې چې د طالبانو د حکومت په خبره شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان دورهیي رپوټ تصویب کړ
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د رایو په اکثریت د افغانستان دورهیي رپوټ تصویب کړ.
په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ ویلي، د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه رایګیري وشوه.
په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیراحمد اندېشه په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د دورهیي رپوټ دوی ته دا فرصت برابروي چې د طالبانو د کړنو او لګولو شویو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړي او ټولې هغه هڅې بدرګه کړي چې له طالبانو د حساب کتاب غوښتنه کوي.
د افغانستان تفصیلي رپوټ په اپرېل میاشت کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی و.
په دې دورهيي رپوټ کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست د ۲۰۲۳م کال تر اکټوبر پورې لږ تر لږه ۲۰۰ فرمانونه او قوانین وضع کړي چې د نړیوالو قوانینو او معاهدو پر وړاندې د افغانستان د مسوولیتونو سره په ټکر کې دي.
په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي
په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ولایت په ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنجشنبې د ورځې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ کړي دي.
دغه راز ویل شوي چې وروستیو سېلابونو د لغمان په مرکز مهترلام او د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې هم خلکو ته ډېر مالي زیانونه رسولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل شوی دی.
ویل شوي چې ځینو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
د خیبر پښتونخوا د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی دی.
په دغو خونړیو شخړو کې چې د دوو سني او شیعه قبیلو ترمنځ پیل شوې او نن یې پرلهپسې شپږمه ورځ ده، له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، په کرمه کې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې خپور نهشي دې آژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په لسو ځایونو کې سختې نښتې دوام لري چې پهکې له درنو وسلو هم کار اخیستل کېږي.
د دغه چارواکي په خبره، د یوه اوربند لپاره د امنیتي چارواکو او نورو قومونو هڅو تراوسه نتیجه نهده ورکړې.
دغه چارواکي په روانو نښتو کې د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
په پېښورکې یوه بل چارواکي چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوي، ویلي چې په روانو شخړو کې ۲۸ کورونه ویجاړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، شخړې د ځمکې پر سر پیل شوي چې اوس یې فرقهیي بڼه خپله کړې ده.
تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې د دغو قومونو ترمنځ نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي وو چې وروسته دواړو خواوو د یوې جرګې په منځګړیتوب سوله وکړه.
د اوکراین پر ایزمیل د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي
اوکرایني چارواکي د داریوب بندر پر ایزمیل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په پراخو بریدونو کې د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبرورکوي.
د ادیسه د سیمې والي اولې کیپرپر ټیلیګرام چینل د دغې مرګژوبلې خبرورکړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې یو یې ماشوم دی.
ایزمیل چې د ناټو د غړې رومانیا پولې ته څېرمه پروت او د اوکراین د غلو د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په ځلونو د روسیې په بریدونو کې په نښه شوی دی.
ایزمیل ته نژدې د رومانیا د تولسیا د سیمې چارواکو خلکو ته په یوه خبرداري کې ویلي چې بې پیلوټه الوتکې پولې ته نژدې لیدل شوي دي.
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو همدارنګه د خیرسون، میکولاییف او سمي په سیمو کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان کړي
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه مرکز کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه افسر د ټیلیفون له لارې ازادي رادیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام د سپټمبر په ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د پولیسو په سلاکوټ کې شوې ده.
یوه بل افسر، چې د پیښې په ځای کې حاضر و، وویل چې د ټپیانو شمیر ممکن تر ۳۰ پورې لوړ وي.
تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په دفتر کې په دوو چاودنو کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.
بایډن: روسیه به د اوکراین پر ضد په خپل یرغل کې بریالۍ نه شي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون پنجشنبې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وکتل.
په دې کتنه کې بایډن یو وار بیا ټینګار وکړ چې روسیه به د اوکراین پر ضد په خپل یرغل کې بریالۍ نه شي.
ده زیلینسکي ته وویل چې امریکا به په هر پړاو کې د اوکراین ترڅنګ وي.
له زیلینسکي سره تر کتنې لږ مخکې بایډن په جګړه کې د اوکراین د بري لپاره دغه هیواد ته نژدې ۸ میلیارد ډالره نوره پوځي مرسته اعلان کړه.
زیلینسکي له بایډن سره په کتنه کې وویل چې د امریکا د مرستو او ملاتړ منندوی دی.
امریکا د "شهرام پورصفی" د نیولو یا محکومېدلو لپاره تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو په بدل کې چې د ایران د سپاه پاسداران د غړي شهرام پورصفی د نیولو یا محکومېدلو سبب شي، تر ۲۰ میلیون ډالرو پورې جایزه وړاندیز کړې ده.
د سپاه پاسداران غړی شهرام پورصفی دوه کاله وړاندې د امریکا د عدلیې وزارت لهخوا په دې تورن شو چې د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو لپاره یې یوه اُجرتي قاتل ته ۳۰۰زره ډالر ورکړي وو.
د ۲۰۲۳م کال په جون کې هم، د متحدو ایالتونو حکومت د سپاه پاسداران د بهرنیو استخباراتو پر مشر او یو شمېر نورو غړیو، چې شهرام پورصفی هم پهکې شامل وو، بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغه بیان سره سم، چې پرون پنجشنبې یې خپور کړ، ویل شوي چې شهرام پورصفی په متحدو ایالتونو کې د ۲۰۲۱ له اکټوبر څخه تر ۲۰۲۲م تر اپرېل پورې هڅه کړې چې د جان بولټن د وژلو لپاره په ۳۰۰زره ډالره کسان وګوماري.