خبرونه
جبل السراج کې د سمنټو د دوهمې فابریکې د جوړولو کار پرانیستل شو
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د جبل السراج د سمنټو د تولید د دویمې فابریکې د جوړولو کار افتتاح کړ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه لویه پروژه د صنعتي سکتور د پیاوړتیا ، اقتصادي بسیاینې او دکورنیو تولیداتو د پراختیا په لور یومهم ګام وګاڼه.
د چارواکو په وینا ټاکل شوې دغه فابریکه چې د ملي پراختیا د شرکت لخوا دتقریبا ۹۰ملیونو ډالرو په لګښت په درېیو کلونو کې جوړیږي په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه سمنت تولید کړي.
تمه ده چې دغه فابریکه به وکولای شي چې د هیواد د ودانیزو اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړي.
د جبل السراج د سمنټو د دویمې فابریکې د جوړولو کار په داسې حال کې پیلیږي چې افغانستان د سمنټو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په ګاوڼدیو هیوادونو تکیه دی او بیه یې پاکستان سره د سوداګرۍ له بندیدو وروسته ډیره لوړه شوې ده.
د یادونې وړده چې د جبل السراج د سمنټو لومړۍ فابریکه چې په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال تاسیس شوې ،په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.
ملګري ملتونه: ۲۰۲۳ کال راهیسې څه دپاسه ۶ ملیونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه دپاسه ۶ ملیونه افغان کډوال او په دوی کې ۲.۹ ملیونه کسان په تیر ۲۰۲۵ کال کې خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي چې په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه ۷۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي اواټکل کیږي چې د کال ترپایه به ۲.۵ ملیونه نور کسان افغانستان ته ستانه شي.
د غه شمیرې د ملګرو ملتونو تازه رپوټ کې چې د ریلیف ویب لخوا خپور سوی راغلي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو دوه لوړ پوړو چارواکو چې افغانستان ته په سفر تللي دي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ستنیدونکو د ملاتړ لپاره بیړنۍ او دوامداره پانګونه وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګروام مشر الکساندر دیکرو او دپناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر برهم صالح وايي د افغانستان خلک چې له نادارۍ ، د اقلیمي بدلون له اغیزو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره لاس ګریوان دي د کډوالو د ستنیدو د یوې لویې څپې لخوا هم ترفشار لاندې دي.
په عین حال کې د پاکستان د حکومت دمخکني اعلان له مخې د جمعې په ورځ دهغو افغان کډوالو د نیولو نوې څپه پیلیږي چې په دغه هیواد کې د پاته کیدو لپاره داعتبار وړ اسناد نلري.
دچین یوه فابریکه کې د اور لګیدنې پیښه کې لسګونه کسان مړه شوي دي
د چین په جنوب ختیځ کې د بوټانو د تولید یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د چین د دولتي رسنۍ (CCTV) د راپور له مخې، د اور وژنې ځواکونو پرون تر ناوخته پورې هڅه کوله چې اور مهار کړي او هغه کسان وژغوري چې د فابریکې په ودانۍ کې بند پاتې وو.
د یادې رسنۍ رپوټ زیاتوي چې دغه اورلګېدنه د چین د فوجیان ولایت د جینجیانګ ښار په یوه فابریکه کې رامنځته شوې ده.
رویټرز خبري اژانس پنجشنبې د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۸ تنه راپور کړی، خو اټکل کېږي چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.
د رسمي شمېرو له مخې، په جینجیانګ ښار کې زرګونه فعالو شرکتونو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ۱.۲ میلیاردو څخه زیاتې جوړې بوټان تولید کړي وو، چې د نړۍ د بوټانو د ټول تولید شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.
ایراني چارواکي وايي د امریکا د بریدونو له امله ۱۴ کسان وژل شوي
د ایران د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد د امریکا د دوو وروستیو ورځو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مشر حسین کرمانپور ویلي نن ویلي چې امریکایي ځواکونو تر اوسه د ایران پنځه ولایتونه هدف ګرځولي.
د هغه په خبره ۴۷ ټپیان لا هم په روغتونو کې دي او نور پاتې تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي.
دغه چارواکي ونه ویل چې په مرګژوبلو کې پوځیان هم شامل دي که نه.
تر دې مخکې د ایران پوځ د اتو عسکرو او سپاه د یوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړی و.
پخوانۍ بنګله دیشۍ ډپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه نومانده شوې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش یوه پخوانۍ بنګله دیشۍ ډپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه نومانده کړې.
د رسمي پروسیجر په اساس که چېرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي اغلې فاطمه رد نه کړي نو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د مشرې په توګه به وګمارل شي.
رباب فاطمه له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لږ پرمختللو، په وچه محاطو او وروسته پاتې وړو هېوادونو او ټاپوګانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په توګه کار کوي.
تمه ده اغلې رباب فاطمه د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایووا پر ځای راشي. د مېرمن روزا دنده تېر سپټمبر پای ته رسېدلې وه.
د شاپور ځدراڼ مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو
د افغان وتلي کرکټر شاپور ځدراڼ مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د شاپور د جنازې مراسم د کابل په عیدګاه جومات کې د زرګونو کسانو په حضور کې ترسره شو.
شاپور ځدراڼ له اوږدې مودې له یوې ناروغۍ کړېده او بلاخره یې تېره سه شنبه د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
شاپور ځدراڼ د افغانستان له مخکښو کرکټرانو و چې څه باندې یوه لسیزه یې د افغانستان
په استازیتوب په نړیوالو لوبو کې برخه واخیسته.
ټرمپ دایران د نویو مشرانو د وژل کیدو د احتمال خبره وکړه؛تهران دخپلو پوځي تلفاتو خبر ورکړ
د امريکا ولسمشر د ناټو د مشرانو دغونډې په پای کې د ايران پر وړاندې د خپلې تګلارې دفاع وکړه او ويې ويل چې امکان لري د ايران نوي مشران هم ووژل شي.
ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په انقره کې په يوه خبري غونډه کې د ايران د مشرانو په اړه وويل: «هغوی مشران لرل، خو نور نشته. اوس نوي مشران لري، او کېدای شي هغوی هم له منځه ولاړ شي.»
ټرمپ زياته کړه چې امکان لري خپله هم ځکه د بريد هدف شي چې په وينایې ، دی د ايران «لومړی هدف» دی.
د ايران پخوانی مشر ايتالله علي خامنه ای او د دغه هېواد يو شمېر لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي څلور میاشتې مخکې په ایران باندې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو پیل کې ووژل شول.
ولسمشرټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د بيا پيلېدو د احتمال په اړه وويل چې هر ډول پېښه ښايي ژر پای ته ورسېږي، او د امريکا موخه دا نه ده چې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امريکا پوځ، هرمز تنګي کې پر بېړيو د ايران پورې د منسوبو بريدونو په غبرګون کې، د ايران په سوېل کې ځينې هدفونه په نښه کړل.
بلخوا، د ايران پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امريکا د تېرې شپې په بريدونو کې يې د درېيو پوځي اډو اته سرتېري وژل شوي دي.
د ايران د پوځ د عامه اړيکو د اعلاميې له مخې، چې د دغه هېواد رسنيو هم خپره کړې، ياد سرتېري په بندرعباس او بوشهر کې «د دښمن د توغنديزو بريدونو له امله» وژل شوي دي.
ناټو په لسګونو ملیارډو مرستې کیف سره په خپل ملاتړ ټینګار کوي
د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې د پای په ګډه اعلامیه کې ژمنه وکړه چې روان میلادي ۲۰۲۶ کال کې د شاوخوا ۸۲ ملیارډ ډالرو په بیه پوځي تجهیزات ، امنیتي مرستې او پوځي روزنه اوکراین ته ورکوي او له کیف څخه یې په خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
اعلامیه کې روسیه د اروپا او د یورو- اتلانتیک سیمې د امنیت لپاره اوږدمهالی ګواښ بلل شوی دی.
د ناټو غړو هیوادونو دغه راز د دفاعي پانګونې په زیاتوالي ، د پوځي همکاریو او نوي تخنیک پر پراختیا او د دفاعي وړتیاوو په ځواکمنیتا هم ټینګار کړی دی.
په عین حال کې روسیې په انقره کې دناټو د غونډې په مهال د چهارشنبې په سهار په اوکراین نوي بریدونه وکړل چې نتیجه کې یې لږترلږه ۷ کسه ووژل شول.
اوکراین هم ځوابي بریدونه وکړل.
رپوټونه وايي روسیې تیره اونۍ تقریبا هره ورځ د اوکراین په بیلابیلو سیمو د توغوندیو او ډرون بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې تراوسه څه دپاسه ۵۰ کسه وژل شوي دي.
د شاه پور ځدراڼ جنازه د پنجشنبې په ورځ کابل کې خاورو ته سپارل کیږي
د افغانستان د کرکـټ د نوموتي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ د جنازې لمونځ د پنجشنبې په ورځ ( دچنګاښ په اتلسمه) د کابل په عیدګاه مسجد کې ترسره کیږي او جسد یې مرنجان ( نادرخان) تپه کې خاورو ته سپارل کیږي.
شاه پور ځدراڼ چې له مودې راهیسې ناروغ وو د تیرې دوشنبې په ورځ یې د ۳۸ کلونو په عمر د هند په یو روغتون کې ساه ورکړه.
د هغه جنازه پرون مازدیګر کابل ته راوړل شوه چې هوايي ډګر کې ورته د درناوي لپاره د افغانستان د کریکټ د ملي ټیم اوسني او پخواني یوشمیر لوبغاړي ، دکریکټ مینه وال او د کورنۍ غړي او خپلوان یې راټول شوي وو.
د کریکټ نړیوالې شورا ( ICC) هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ځدراڼ مړینه د کریکټ دټولنې لپاره یوه لویه ضایعه بللې او ټینګار یې کړی چې دافغانستان په کریکټ کې د یو اغیزناک لوبغاړي په توګه به یې یاد تل ژوندی پاتې وي.
د ملګرو ملتونو ستر کمشنر: افغانستان او پاکستان باید په خپل مینځ کې لانجه ژرترژره د خبرو له لارې حل کړي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمشنر وايی افغانستان او پاکستان باید په خپل مینځ کې لانجه ژرترژره د خبرو له لارې حل کړي.
برهم صالح چې افغانستان ته په سفر تللی دی سکای نیوز ته وویل چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ کړکیچ د اندیښنې وړدی چې باید دواړه هیوادونه ورته جدي پاملرنه وکړي اوتندلارو او وسله والو ډلو ته اجازه ورنکړي چې له وضعیت څخه په ګټې اخیستو سیمه او ترې هاخوا ناکرارۍ رامینځ ته کړي.
په تیر اکتوبر میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي لارې تړل شوي او له پاکستان څخه دافغان کډوالو ستنیدل هم ګړندي شوي دي.
اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسله والو ته پناه ورکړې چې پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل دا تور ردوي او وايي پاکستان کې د وسله والو ډلو فعالیت ددغه هیواد کورنۍ مسئله ده.
ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي یو راپور کې وویل چې اسلام اباد داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې ثابته کړي چې پاکستان کې بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه کیږي.
د روغې لپاره په قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین کې خبرو کومه څرګنده نتیجه نه ده ورکړې.