خبرونه
اروپا څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په هکله د ریچارد بینت اندیښنه
د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هغه رپوټونه د جدي اندیښنې وړ بولي چې وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي څو دځینو افغان کډوالو د ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
ریچارد بنیت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ښځو ، د بشري حقوقو د ملاتړوکسانو او پخوانیو چارواکو د بشري حقوقو څخه د پراخې سرغړونې له کبله هرډول ستنول دا اصل چې کډوال به په جبري توګه نه ستنول کیږي،ماتوي.
سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د حکومت استازي راتلونکو اونیو کې بروکسل ته بلل شوي ترڅو د اروپايي اتحادیې چارواکي افغانستان ته د ځینو کډوالو دبیرته ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې یو شمیر هیوادونه غواړي جرمونو کې ښکیل ځینې افغان کډوال چې د اقامت اسناد نلري افغانستان ته ستانه کړي.
هرمز تنګي کې دریو بیړیو باندې نن ډزې شوي
د تجارتي مالونو د انتقال په درې بیړیو باندې په هرمز تنګي کې د چهارشنبې په ورځ ډزې وشوې.
رویترز خبري اژانس دبریتانې د سمندري تجارت او امنیت د ادارې د سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې دلایبریا بیرغ لاندې یوې بیړۍ باندې د عمان په شمال ختیځ کې ډزې شوي دي.
د بیړۍ کاپیتان ویلي چې د ایران یوه توپ لرونکې کوچنۍ کشتۍ دغې بیړۍ ته ورنږدې شوې او ورباندې یې ډزې کړي خو بیړۍ چلوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.
دغه راز دیوې یونانۍ کمپنۍ ترادارې لاندې د یوې تجارتي بیړۍ چې ورباندې ډزې شوي کاپیتان یې ویلي چې پیل کې ورته ویل شوي وو چې هرمز تنګي څخه تیریدلای سي.
د بریتانیې د سمندري تجارت او امنیت اداره زیاتوي چې دریمه بیړۍ باندې چې د پاناما تربیرغ لاندې چلیږي د ایران لویځ لوري ته اته سمندري میله لیرې ډزې شوي خو چلوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې ځانګړې استازي سره ولیدل
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې له ځانګړې استازي سره په کتنه کې د سیاسي ، اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په هکله خبرې کړي دي.
خبرپاڼه وايي د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په دې کتنه د اروپايي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې د دوامدارو پرمختایي پروګرامونو پر لور واوړي.
اعلامیه زیاتوي چې د اروپايی اتحادیې ځانګړي استازي ژیل بیرتراند له افغانستان سره د مرستو ددوام ډاډ ورکړی او ویلي دي چې داروپا دروازې دافغاني صادراتو په مخ خلاصې دي او په ځانګړې توګه دافغانستان وچه میوه په اروپا کې ښه بازار لري.
ددغې لیدنې خبر په داسې حال کې خپریږي چې رپوټونه وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو یو تخنیکي پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او ددغې اتحادیې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
د بشري حقونو د څار سازمان : پاکستاني چارواکو دافغان کډوالو اخراج ته زور ورکړی
د بشري حقوقو د څار سازمان وايي پاکستاني چارواکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې له نښتو وروسته، دافغان کډوالو خلاف چاپو، خپل سریو نیونو او جبري ستنولو ته زور ورکړی دی.
دغه سازمان په خپله نننۍ خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستاني پولیسو دغه چلند د زرګونو افغان کډوالو د ورځنۍ ژوند چارې لکه روغتیايی خدماتو ، زده کړو او نورخدماتو ته لاس رسی له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.
ددغه سازمان د افغانستان دبرخې څیړونکې فرشته عباسي وايي "پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته ساتنې ته د اړمنو انسانانو په سترګه وګوري، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. د پولیسو ناوړه چلند خلک دې ته اړ باسي چې له خوړو او روغتیايي خدمتونو تېر شي،"
نوموړې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دافغان کډوالو اجباري ستنول سملاسي ودروي.
پاکستان تراوسه د بشري حقوقو د څارسازمان ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
پانامې هغه ایرانی امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی
پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره.
د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی.
دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول.
د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق، د پیسو په مېنځلو، د صادراتو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو په ګډون په نهوو قضیو کې تورن دی.
د څارنوالۍ په ټکو، که هغه محکوم شي نو شل کلن بند به تیروي.
امریکايي چارواکي وايي، د رضا دغه اقدامات پر ایران د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه ده.
امریکا په ۱۹۹۰کال کې ایران ته د توکو، ټکنالوژۍ او خدمتونو پر مستقیم او غیرمستقیم صادراتو بندیز ولګوه چې په ۲۰۰۱ کال کې نافذ شو.
په کابل کې د دودیزې غیږې نیونې فیستوال پیلیږي
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي".
دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو راګرځول شوي او د نارینو په ځینو لوبو محدودیتونو لګول شوي دي.
نن چهارشنبې په ۲۹ولایتونو کې د شدید باران او سیلابونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدانوردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته بشري مرستې رسیدلي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي.
دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي.
له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې شپږ اونۍ کیدې چې د کامدیش او برګمټال ولسوالیو اوسیدنکي د جګړو له کبله خوړو او نورو اساسي خدمتونو ته له لاسرسي محروم وو".
له نژدې دوو میاشتو راهیسې دغو دوو ولسوالیو ټولو غځیدلې لارې بندې وې چې د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه بیرته پرانستل شوې.
دغه لارې له پاکستان سره د جګړې له کبله تړل شوې وې.
ټرمپ: تهران له اوربنده سرغړونه کړې
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن سې شنبه ایران تورن کړ چې بیا بیا یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ دا خبره په تروت سوشل کې خپره کړې ده.
ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د واشنګتن او تهران ترمنځ د دوو اونیو د اوربند پای ته رسیدو ته تر څلرویشت ساعتونو لږ وخت پاتې دی او لاهم د ایران او امریکا تر منځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې د بل پړاو د خبرو برخلیک څرګند نه دی.
د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي
یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.