د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۴

خبرونه

شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې په ۱۰۰ نویو اغېزناکو څېرو کې شامله شوه

شبانه بسیج راسخ
شبانه بسیج راسخ

د افغان نجونو د تعلیم د حقونو فعاله شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۱۰۰ نویو اغېزناکو څېرو په ډله کې راغلې ده.

ټایم مجلې پرون په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې شبانې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د «افغانستان د رهبرۍ ښوونځي» ټول شاګردان روانډا ته انتقال کړل.

د مجلې په لیکنه د شبانې بسیج راسخ په نوښت دا یواځینی ښوونځی دی چې افغان نجونو ته د خپلې انلاین اکاډمۍ تر څنګ څه باندې ۴۳زرو زده کوونکو ته د تعلیم زمینه برابره کړې او د افغانستان د راتلونکې لپاره ښوونکې، ډاکترانې او مشرانې روزي.

هغې ته د درې لکو ډالرو په ارزښت د ایلیوېټ معتبره جایزه هم د بودیجې په شکل ورکړل شوې ده.

ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال
ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.

سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.

ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.

امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.

هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.

د سند محکمې جناح پوهنتون ته د افغان محصلینو د بېرته منلو امر وکړ

عالي محکمه
عالي محکمه

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د جناح د طبي علومو پوهنتون ته امر کړی چې د پوهنتون ټولګیو او لیلیې ته د افغان محصلینو بېرته ستنېدلو لپاره زمینه برابره کړي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» د افغان محصلینو د مدافع وکیل په حواله راپور ورکړ چې دا حکم د ۳۲ افغان محصلینو په اړه شوی دی.

دغو محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته مراجعه کړې وه.

د پاکستان طبي شورا د «وږې په ۱۶مه» اعلان کړی و چې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو نوم‌لیکنه لغوه کوي او پرېکړه‌یې کړې چې هغوی سمدستي له پاکستانه وایستل شي.

شورا ویلي و چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالېسۍ له مخې شوې چې پر حساسو مسلکي برخو، په ځانګړي ډول طبابت کې د افغانانو زده‌کړې منع کوي.

تر دې مخکې په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلین په طبي علومو کې په زده‌کړو بوخت و.

تاجکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاتوي

ارشیف، په تاجکستان کې د برېښنا یو سټېشن
ارشیف، په تاجکستان کې د برېښنا یو سټېشن

د افغانستان «برښنا» شرکت وایي، تاجکستان موافقه کړې چې افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي، خو د دې زیاتوالي دقیقه اندازه نه‌ده اعلان شوې.

برښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي چې د دې شرکت پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئیس سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

د برښنا په وینا، د تاجکستان پلاوي په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین د جوړولو پلان هم مطرح کړی دی.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وخت ناوخت د صادروونکو هېوادونو د برېښنا په شبکو کې تخنیکي ستونزې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سنبلې په لومړیو کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې له یوې تخنیکي ستونزې سره مخ شوه چې له امله‌یې د افغانستان په څو ولایتونو کې برېښنا پرې شوه او د دغو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له اوږد پرېکون سره مخ شول.

مسکو ناټو ته د اټمي وسلې د کارولو خبرداری ورکړ

ارشیف
ارشیف

مسکو ناټو ته خبرداری ورکړی که د روسیې له نورو برخو سره د دغه هېواد د کالینینګراد سیمې د اړیکې د پرې کولو هڅه وکړي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسله وکاروي.

کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن او د ناټو د دوو غړو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ موقعیت لري.

روېټرز د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی.

په سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیم‌ګیرۍ په مراکزو د برید لامل شي.

ناټو د دغه سند ترلاسه کول تأیید کړي او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره ګواښ نه‌دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.

له برېګزېټ ۶ کاله وروسته؛ اروپایي ټولنې ته د بریتانیا د بېرته ستنېدو احتمال

د اروپايي ټولنې او بریتانیا بیرغونه
د اروپايي ټولنې او بریتانیا بیرغونه

د بریتانیا صدراعظم د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» اروپايي اتحادیې ته د دې هېواد د بېرته ستنېدو احتمال د «واقعي انتخاب» په توګه مطرح کړ.

انډي برنهام د بریتانیا لومړنی صدراعظم دی چې له برېګزېټ وروسته په ښکاره ډول اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو خبره کوي.

هغه له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي چې چمتو دی له بروکسل سره د لندن د اړیکو په اړه د ټولو انتخابونو ګټې او زیانونه په دقت وڅېړي او که د بریتانیا اکثریت وګړي یې وغواړي، نو اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو وړاندیز به وکړي.

د یوې نظر پوښتنې نتایج چې درې میاشتې مخکې ترسره شوې ښيي چې که ټول‌پوښتنه وشي، ۵۵ سلنه رأیه ورکوونکي به اروپايي اتحادیې ته د خپل هېواد د بېرته ستنېدو لپاره رأیه ورکړي.

بریتانیا د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې له یوې ټول‌پوښتنې وروسته په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله.

په اسلام کلا کې اورلګېدنه؛ د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي

ارشیف
ارشیف

د هرات ولایت د اسلام‌قلعه په سرحدي سیمه کې نن ماښام شاوخوا اووه بجې اورلګېدنه شوې ده.

په اسلام کلا کې د طالبانو حکومت د کمیسارۍ یو مسئول، عبدالغني ازادي راډیو ته وویل چې دغه اورلګېدنه د شپې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې روانه وه او اوس مهار شوې ده.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د اور د مهارولو لپاره ایران هم د اور وژنې موټرې او امبولانسونه د پېښې ځای ته استولي وو.

د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم.

په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد؛ امریکايي ځواکونه د اربیل له هوايي اډې ووتل

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.

دې قوماندانۍ ویلي، په دې سره په عراق کې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او اوس د واشنګټن او بغداد اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون عراقي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې په خپلواکه توګه د دغه هېواد امنیتي ګواښونه مدیریت کړي.

خو د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي او مرکز یې اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه او د شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو یوه لویه برخه پکې مېشته وه.

د طالبانو دفاع وزارت وایي، په نورستان کې د وسله والو پرضد عملیات پای ته ورسیدل

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په نورستان ولایت کې د وسله ‌والو پر ضد د دوی عملیات د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ پای ته ورسېدل.

دغه وزارت پر اېکس شبکې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا وسله‌ وال د پاکستان د پوځي رژیم په مرسته د ډیورنډ له "فرضي کرښې" اوښتي وو او د هغوی پر ضد عملیات نن د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پای ته ورسېدل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ د طالبانو دا ادعا رد کړې وه. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر ورغوښتی و او په نورستان کې د شنبې ورځې د پېښې په تړاو یې ورته احتجاج‌ لیک سپارلی و.

د طالبانو د دفاع وزارت دا ادعا هم کړې چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ یاغیان او د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي دي.

بلخوا، "د افغانستان د ازادۍ جبهې" ادعا کړې چې د دوی وسله والو په نورستان کې د طالبانو له ځواکونو سره نښتي کړې هغوی ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

د دواړو خواوو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ اړیکې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې ترینګلې شوې دي.

امریکا د ایران او روسیې پرڅو شرکتونو بندیزونو ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د تلي په ۷ د ایران "ساها" هوايي شرکت او دوه روسي شرکتونه "یاکوفلف" او "اېم جي فلوټ" تحریم کړل.

دغه وزارت وايي، دا شرکتونه د ایران لپاره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د وسلو په لېږد کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روسي "یاکوفلف" شرکت یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې او جنګي الوتکې تولیدوي او د ایران لپاره یې د غوښتل شویو ۲۴ الوتکو نږدې ټولې سپارلې دي.

دغه راز، "اېم جي فلوټ" شرکت له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو او د هوايي مدافعې له سیسټمونو سره د اړوندو تجهیزاتو په لېږد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د ایران "ساها" هوايي شرکت هم د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد له کبله د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت په څو هېوادونو کې لس نور کسان او بنسټونه هم د ایران دفاع وزارت ته د وسلو او پوځي پرزو د برابرولو په تور تحریم کړي دي.

واشنګټن وايي، دا بندیزونه د ټرمپ ادارې د هغه کمپاین برخه ده چې هدف یې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول او له نړیوال مالي او سوداګریز نظام سره د تهران د اړیکو محدودول دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG