خبرونه
په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې نژدې پنځه برابره زیاتې شوې دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د سپټمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې دي.
د دغه سازمان د اکتوبر میاشتني د راپور له مخې، په دې میاشت کې د ډینګي تبې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې، په داسې حال کې چې په سپټمبر کې ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې کومه پېښه نه وه راپور شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د کال له پیل راهیسې د ډینګي تبې له امله دا لومړنۍ مړینه ده.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشو د چیچلو له لارې انتقالېږي او نښې یې تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد او د پوستکي دانې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ماشو کنټرول او روغتیايي څارنه مهمه ده.
یاد سازمان څرګنده کړې چې دا شمېرې د ناروغۍ شکمنې پېښې دي او لابراتواري تایید ته اړتیا لري.
سېف د چلډرن: افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو مرګونو سیمو دی
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) وايي، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو تر ټولو مرګونو سیمو څخه شمېرل کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي.
په ۲۰۲۵ کال کې د دغو چاودنو نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان و.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» خپور شوی، ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ په جګړو کې تر ۱۷۱ زرو ډېر ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د ماشومانو له هرو ۱۰ قربانیانو څخه اووهیې یوازې په پنځو هېوادونو او سیمو، یعنې افغانستان، سوریه، فلسطیني سیمو، سومالیا او یمن کې و.
اېماېساېف: په سختې خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو بسترېدل زیات شوي
د بېپولې ډاکترانو سازمان (اېماېساېف) وايي، په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر کېږي، شاوخوا ۲۸ سلنه زیات شوی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګسټ پورې، په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په ځانګړو مرکزونو کې نږدې ۸،۵۰۰ ماشومان بستر شوي دي.
د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو په بستر کېدو کې هم تر ۳۱ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی دی.
د بېپولې ډاکترانو سازمان خبرداری ورکړی چې بېوزلي او د خوړو کمښت د خوارځواکۍ ستونزه لا پسې سختوي.
له بلې خوا، د بودجې د کمښت له امله د شاوخوا ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدو، تر دوو میلیونو ډېر کسان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.
دغه سازمان اټکل کړی چې په راتلونکي میلادي کال کې به په افغانستان کې تر څلورو میلیونو ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د ماشوم نړیواله ورځ؛ یونیسف وايي میلیونونه افغان ماشومان له زدهکړو محروم دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو د حق پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې زدهکړه د هر ماشوم حق دی او په دې برخه کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.
د یونیسف او یونسکو د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د ابتدايي زدهکړو لپاره د عمر په شرایطو برابر څه د پاسه ۵۰ سلنه ماشومان له ښوونځي بېبرخې دي.
همدارنګه، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، تر دوهنیم میلیونو ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي.
پاکستان کې د ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه بس ټکر ۱۰ کسان وژلي
د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، د بلوچستان په ایالت کې د مایع ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله، د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ «د لړم په ۲۷مه» د اورمارې ښارګوټي ته نږدې شوې ده.
بس چې له تربت څخه کراچۍ ته روان و، تر ټکر وروستهیې اور واخیست.
د فرانسې خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله راپور ورکړ چې د بس اته سپرلۍ او د بار وړونکي موټر دوه سپرلۍ مړه شوي دي.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې بار وړونکی موټر د سړک پر خلاف لوري روان و.
د پېښې ۲۷ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ډنمارک پارلمان له امریکا او ګرینلنډ سره امنیتي تړون تصویب کړ
د ډنمارک پارلمان د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» له امریکا او ګرینلنډ سره امنیتي تړون په اجماع تصویب کړ.
په دې رأیاچونه کې ټولو ۱۰۹ حاضرو استازو د تړون په ګټه رأیه ورکړه.
د ګرینلنډ پارلمان هم د نومبر په لومړیو کې دغه تړون په ۱۶ موافقو او ۷ ممتنع رأیو تصویب کړی و.
دا تړون چې د سپټمبر په ۲۲مه په نیویارک کې لاسلیک شوی، امریکا ته اجازه ورکوي چې په ګرینلنډ کې دوه نوې پوځي اډې جوړې او خپل پوځي فعالیتونه پراخ کړي.
دغه تړون په دې ټاپو کې د ناټو د غړو هېوادونو پرته د نورو هېوادونو پر پوځي حضور او په حساسو برخو کې پر بهرنۍ پانګونې هم محدودیتونه لګوي.
ګرینلنډ د ډنمارک تر حاکمیت لاندې یوه خودمختاره سیمه ده.
په تړون کې د ډنمارک حاکمیت او د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق په رسمیت پېژندل شوی دی.
تړون دا هم څرګندوي چې که ګرینلنډ خپلواکي ترلاسه کړي، امنیتي ترتیبات بهیې پر خپل ځای پاتې کېږي او د دغه ټاپو خپلواک حکومت به د تړون له مخې ټاکل شوي مکلفیتونه مني.
د ملګروملتونو درې ادارې او بریټانیا د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي
د ملګروملتونو درې ادارې او د بریټانیا حکومت په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې په ګډه کار کوي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق (یونیسف) د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره به په ګډه په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې کار وکړي.
لیندسي د دغه ګډه کار موخه سالمو خواړو ته د خوارځواکو ماشومانو لاسرسی یاد کړی دی.
یونیسف ویلي چې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
ګجراټ ټایټنز لوبډلې راشدخان په کابو دوه میلیونو ډالرو له ځان سره ساتلی دی
د سږکال د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو لپاره څلور افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو ساتلي دي.
ګجراټ ټایټنز په ۱۸ کروړه هندي روپیو، چې کابو دوه میلیونه ډالره کېږي، نامتو افغان سپېنر یا ورو توپ اچوونکی راشد خان له ځان سره ساتلی دی.
همدارنګه عظمت الله عمرزی به له پنجاب کېنګر لوبډلې سره پاتي شي او نور احمد لکڼوال او محمد غضنفر به هم د خپلو لوبډلو لپاره لوبې وکړي.
تمه ده د سږکال د ای پي ایل بولۍ د را روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶مه په ابوظبۍ کې ترسره شي.
تراوسه د هند غوره لیګ د پیل نېټه اعلان شوي نه ده.
د تیر کال د ای پي ایل اتلولي رایل چلنجرز بنګلورو ګټلې وه.
ولسمشر ټرمپ: له ایران سره د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع کول) و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د اسلام اباد هوکړه د (وخت ضایع) وه او نشو کولی چې په ایراني چارواکو باور وکړو.
هغه پرون چهارشنبې د چین په شنجن ښار کې د فاکس نیوز خبریال سره په مرکه کې ایراني چارواکي تورن کړي چې په ځلونو له خپل دریځه په شا شوي او کړې ژمني یې نه دي عملي کړي.
خو د هغه په ټکو، د اسلام اباد هوکړې امریکا ته دا چانس په لاس ورکړ چې ایراني چارواکي ښه وپیژني او باور پرې ونه کړي.
واشنګټن او تهران د پاکستان په منځګړیتوب د روان کال په اپریل میاشت کې د جګړې د پایته رسولو لپاره هوکړه وکړه چې د اسلام اباد د هوکړې په نوم یادیږي.
ولسمشر ټرمپ د چین په شنجن ښار کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه او د هرمز په تنګي کې د کښتو ازاد تګ راتګ د دې غونډه د بحث مهمه موضوع ده.
تاجکستان له افغانستان سره د ګډ بازار د جوړولو وړاندیز کړی
تاجکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ بازار جوړ کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري پراخه شي.
دا وړاندیز په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سید کریم هاشمي سره په کتنه کې مطرح کړی دی.
شریفي ویلي، د دغه بازار جوړېدل به د دواړو هېوادونو سوداګرو او وګړو ته د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې نوي فرصتونه برابر کړي.