د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۴

خبرونه

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د ځنډول شویو دوسیو پروسس بیا پیل کړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.

دې ادارې د جمعې په ورځ (د جون ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام د یوې فدرالي محکمې د حکم له مخې ترسره کوي، ځکه محکمې د مهاجرت د ځینو دوسیو ځنډول غیرقانوني بللي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې زیاته کړې چې اوس به ټولې اغېزمنې شوې دوسیې داسې وڅېړل شي لکه هېڅکله چې د هغو د پروسس بهیر نه وي درول شوی.

په امریکا کې ډېر شمېر افغان کډوال، چې له ۲۰۲۱ وروسته دې هیواد ته تللي، ګرین کارت یا د امریکا د دایمي اقامت جواز نه لري او ډېرو اندېښنه لرله چې اه امریکا به وایستل شي.

د محکمې پرېکړه د کډوالۍ د بېلابېلو امتیازونو لپاره پر غوښتنلیکونو پلې کېږي، چې په کې د دایمي استوګنې کارت (ګرین کارډ)، د امریکا تابعیت، د کار جواز او د کډوالۍ نور اړوند غوښتنلیکونه شامل دي.

د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلو یو ورځنۍ مسابقه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درو لوبلړیو لومړۍ مسابقه نن (شنبه) د هند په درمسالا کې پیل شي.

تر دې وړاندې دواړو ټیمونو یوه ټیستلوبه وکړه چې د هند تجربه کار ټیم په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان د ټیست سیالیو په نسبت په یو ورځڼیو کې ښه تجربه لري.

دواړه ټیمونه به د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۷) د لکهنو په لوبغالي کې په دوهمه سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دوی وروستۍ یو ورځنۍ مسابقه به د جون په شلمه په چینای کې وي.

۸۳ امریکايي قانون جوړوونکو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د دواړو ګوندونو ۸۳ قانون جوړوونکو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي چې د قطر له «السلیه» کمپ څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو د لېږدولو پلان تر هغه وځنډوي څو کانګرس ته بشپړ حقوقي، تخنیکي او بشري معلومات وړاندې نه شي.

قانون جوړوونکو په خپل لیک کې د دې لېږد حقوقي بنسټ، په کانګو کې د احتمالي استوګنې شرایط او د کډوالو اوږدمهاله وضعیت په اړه وضاحت غوښتی او د جون تر ۲۴مې یې د رسمي راپور غوښتنه کړې ده.

دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه ایستل شوي وو او په قطر کې د امریکا د بیا مېشتېدو په تمه پاتې دي. ډېری یې د امریکايي پوځ، قراردادي شرکتونو، مرستندویو بنسټونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو پخواني کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ماموریتونو ملاتړ کوونکي افغانان لا هم له جدي خطر سره مخامخ دي او واشنګټن باید له افغانستانه د هغوی د ایستلو پر مهال د بیا مېشتېدو ژمنې عملي کړي.

عراقچي: د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د وروستي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د جمعې په ورځ وویل چې له امریکا او اسراییل سره د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» تر بل هر وخت د نهايي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی دی.

عراقچي په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې له رسنیو وغوښتل چې د تړون تر بشپړېدو او نهايي کېدو پورې د هغه د محتوا په اړه له اټکلونو او ګومانونو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران به په مناسب وخت کې د دې تفاهم‌لیک ټول جزییات له خلکو سره شریک کړي او دا به د تهران د مسوولانه او شفاف چلند په چوکاټ کې ترسره شي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تړون ځینې جزییات ایران رسنیو ته افشا کړي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د دې احتمالي تړون په اړه د ایران دریځ «له واقعیت سره هېڅ سمون نه لري».

ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»

نوموړي د ایران چارواکي «بې‌باوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بې‌پیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».

د مزارشریف په دشت شور سیمه کې لوی اور لګېدلی

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پرون (جمعه) پراخ اور ولګېد چې له امله یې د سیمې اسمان ته لوخړې او لوګي پورته شول.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې اور د ښار د دوهمې حوزې په دشت شور سیمه کې، د خبریال څلورلارې ته نژدې، پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د اورلګېدنې سیمه یو شمېر مهمو مرکزونو، لکه طبي انستیتیوتونو، وترنري کلینیک، پخواني پوځي روغتون او څو خصوصي روغتیايي مرکزونو ته نژدې دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې لوګي د ښار له لرې سیمو هم لیدل کېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لویې لمبې ښماري او لږ تر لږه یوه زوروره چاودنه اورېدل کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه

د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور
د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.

د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له اداري خنډ سره مخ شوی

بروکسل کې د اروپايی کومیسیون  دفتر
بروکسل کې د اروپايی کومیسیون دفتر

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له ادارې خنډ سره ځکه مخ شوی چې د پلاوي غړو تراوسه د ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه دي سپارلي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوویاند یوراکتیف رسنۍ ته ویلي چې تراوسه یې د طالبانو د پلاوي د غړو لخوا د ویزې غوښتنلیکونه نه دي ترلاسه کړي.

د اروپايی کومیسیون په بلنه د کډوالو په هکله د "تخنیکي خبرو" لپاره دغه لیدنه ښايي روانه میاشت ترسره شي.

دغه بلژیکي چارواکي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي به دپلاوي مشري کوي.

د بروکسل څخه د طالبانو د پلاوي احتمالي لیدنه د اروپايي پارلمان د غړو ، نا دولتي سازمانونو اونورو اروپايي سیاستوالو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

دوی وايي چې دا ډول تعامل او اړیکې ښايي د طالبانو رژیم ته چې له بشري حقونو څخه په شدیدو سرغړونو تورن دی مشروعیت ورکړي.

خو د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د اروپايي اتحادیې لخوا د بلل شویو مېلمنو مخنیوی به یو خطرناک دود (سابقه) رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان :د هرات په وروستیو مظاهرو  کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر
د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د هرات په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲۰ کسه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د هرات د لاریونوالو پر وړاندې له حده زیاته زور کارولی او د دغه زورزیاتي په نتیجه کې د یوه هلک په شمول لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

په دې اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي (جوزا) په ۲۱مه ناوخته خپره شوې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو نیول او له معترضینو سره زور زیاتی غندلی دی.

دوی له طالبانو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې په اړه ژر تر ژره، اغېزمن، خپلواک، بې پرې او شفاف تحقیقات ترسره کړي.

تر دې مخکې، په هرات کې د طالبانود حکومت د پولیسو ویاند سید مسعود حسیني د فرانسې خبري اژانس (AFP) سره په خبرو کې د هرات د لاریونونو پر مهال د هر ډول وسلې کارول رد کړي وو او معترضین یې تورن کړي وو چې د «عامه نظم د ګډوډولو» هڅه یې کوله.

خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې، د بشري حقونو د څارسازمان ، یوناما او ځینو نورو بنسټونو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې طالبانو د سې‌شنبې په ورځ هرات کې د مظاهرو په مهال د معترضینوپه لور ډزې کړې دي.

ټرمپ: امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري.

دونالد ټرمپ دا خبره یوې انتخاباتي غونډې ته چې جزئیات یې د تلویزیون له لارې جورجیا ایالت کې خپاره شول وکړه.

ترمپ چې د جورجیا والي هم ورسره وو دغې غونډې ته وویل : "نه پوهیږم چې اوریدلي مو دي کنه ، خو مونږ نن ورځ ایران سره جګړه پای ته ورسوله. او هغوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري . دا هغه څه دي چې مونږ ورباندې ټینګار کړی وو."

ټرمپ زیاته کړه : "دا د مونږ ټول هدف و، ۹۵ سلنه دا وو ،او هغوی دا کار ترټولو پیاوړي ممکن ځواک باندې وکړ. "

د متحدو ایالاتو ولسمشر یو ساعت مخکې ویلي وو چی امریکا او ایران کولای شي ډیر ژر ددې اونۍ ترپایه د سولې توافق لاس لیک کړی او هرمز تنګی د بیړیو په مخ پرانیزي.

خو دایران بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې وویل چې د جنګ د پای ته رسولوپه هکله خبرې "یو ګمان دی" او د هوکړې جزئیات تراوسه نهايي شوي نه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG