د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۸

خبرونه

مجتبی خامنه ‌يي د امریکا او اسرائیل د ګواښونو پر وړاندې د بېړني او پراخ غبرګون امر کړی

ایراني رسنیو د ایران د مشر مجتبی خامنه ‌يي په نوم د یوه خپاره شوي پیغام له مخې راپور ورکړی چې نوموړي د وسله ‌والو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته امر کړی، څو هر احتمالي ګواښ ته "سمدستي، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته" ځواب ورکړي.

د راپورونو له مخې، خامنه ‌يي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ مې راهیسې، له کله چې پلار یې علي خامنه ‌يي ووژل شو، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او نه یې هم تر اوسه کوم نوی انځور یا غږ هم خپور شوی، همدارنګه امر کړی چې د پوځي هدفونو نوملړ دې په داسې بڼه تازه شي چې د امریکا او اسرائیل ټولې مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو د بریدونو په ساحه کې راشي.

د ایران د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي هم خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسرائیل بیا پر ایران برید وکړي، د تهران ځواب به د تېرې جګړې په پرتله سخت او اغېزناک وي. د اکسیوس په ګډون یوشمیر رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل په امریکا کې د نومبر د درېیمې د کانګرېس له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د پراخو بریدونو احتمال ارزوي.

دا ګواښونه په داسې حال کې خپرېږي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب کوي. د اکسیوس د راپور له مخې، په دغو هڅو کې پرمختګ شوی، خو تراوسه کومه موافقه نه ده شوې.

د هانګ کانګ شپږاوره جام؛ افغانستان پایلوبې ته ووت

د افغانستان د کرکټ ابدلیان لوبډلې، د هانګ کانګ د شپږ اوره سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

دې بري د افغانستان لوبډله د هانګ کانګ د شپږ اوریز جام د سیالیو پایلوبې ته ورسوله.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې عمان ته هم ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله سبا (یکشنبه) په پایلوبه کې د استرالیا له لوبډلې سره مخامخ شي.

پایلوبه به د افغانستان په وخت په یوولس بجې او ۴۰ دقیقې پیل شي.

سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو په کنټرول کې دي بمبار کړي

سعودي عربستان د یمن پر هغو سیمو چې د حوثیانو کنټرول کې دي بمبار کړی.

په حوثیانو پورې تړلو رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پر تعز، مارب او یو شمیر نورو سیمې بمبار کړي دي.

په عین حال کې د یمن حکومت د حوثیانو خلاف د عملیات خبر ورکړی دی.

بل پلو، د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف ویاند ترکي المالکي نن شنبه د هغه توغندي د شنډیدو خبر ورکړی چې حوثیانو د پلازمینې ریاض پر لور غوتولی و.

د مالکي په خبره چې خلکو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې په وروستیو کې څو ځلې د سعودي د پلازمینې ریاض پر نړیوال هوايي ډګر بریدونه وکړل چې مرګژوبله یې هم درلوده.

په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکراتو کې مثبت پرمختګ شوی

امریکايي ویب پاڼه اکسیوس راپور ورکړی چې په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ په ۱۲ساعته مذاکراتو کې ((مثبت پرمختګ)) شوی دی.

د اکسیوس په خبره منځګړي به په دوحه کې دې مذاکراتو ته دوام ورکړي.

اکسیوس نن شنبې د ډېپلماتیکو سرچېنو په حواله ویلي چې دغه مذاکرات پر ایران د بریدونو د بیا پیل د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

دې سرچېنو وړاندې ویلي چې قطري منځګړي پرون له سپینې ماڼې سره په تماس کې وو، او په پایله کې یې مثبت پرمختګ رامنځته شو.

یو امریکايي چارواکي اکسیوس خبري اژانس ته ویلي چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ پر ځینو مسایلو ژور اختلافات پر خپل ځای دي.

د راپورونو له مخې قطري منځګړو له ایرانه غوښتي چې د نړیوال اټومي انرژي سازمان څار ټیم ته اجازه ورکړي چې د دې هېواد له اټومي تاسیساتو کتنه وکړي او په مقابل کې به امریکا پر دې هېواد وضعه شوي بندیزونه لیرې کړي.

تراوسه ایراني چارواکو د دې وړاندېز په څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې منځګړو سره د ایران د اووه ورځینۍ طرحې په اړه خبرې شوي دي.

امریکا څه باندې۱۵۰ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ډېپورټ کوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

نیویارک ټایمز د درېو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې یو شمیر افغان کډوال د امریکا له لویزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کړي.

یو له دغو چارواکو پرون جمعه دې ورځپاڼې ته ویلي چې تمه ده څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال اخراج شي.

نیویارک ټایمز وايي چې ښايي پاکستان ته د دغو کډوالو د لیږد لومړی الوتنه د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۲ مه ترسره شي.

یو امریکايي چارواکي ویلي دا کډوال ځکه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کیږي چې واشنګټن له کابل سره مستقیمې اړیکې نه لري.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت بیا د دې کډوالو د اخراج په څه نه دي ویلي.

د افغان ایواک مشر شان وان ډایور پر خپلې فیسبوک پاڼې پرون جمعه لیکلي چې په دې کډوالو کې د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.

کندهار کې د سمنټو فابریکې پرانیسته؛ د تولید کچه به‌یې د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه وي

په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې پرانیسته
په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې پرانیسته

افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پرانیستې خبر ورکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم/ عقرب اتمه) په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې دغه ستره فابریکه اوس‌مهال د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او په راتلونکي کې به‌یې ورځنی تولید ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

چارواکو د دغې فابریکې افتتاح د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور ته یو ګام بللی چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د راپورونو په اساس، افغانستان د خپلو انکشافي پروژو لپاره هر کال له ۵ تر۷ میلیون ټنو سمنټو ته اړتیا لري چې ډېری برخه‌یې له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وروسته له دې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې وتړل شوې په افغانستان کې یې بیه لوړه شوې.

سالنګونو کې د مسافر وړونکي بس او ټانکر ټکر؛ ۵ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي

ارشیف، سالنګونه
ارشیف، سالنګونه

په سالنګونو کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

راپورونه وايي چې پېښه د جمعې په سهار (د لړم اتمه) د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ ټکر څخه رامنځته شوې چې په‌کې ۵ کسه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټر چلوونکي د واک له لاسه وتلو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

راپور زیاتوي چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د لارو د خرابوالي، د ټرافیکي مقرراتو د نه‌رعایتولو او د موټر چلوونکو له بې‌احتیاطۍ رامنځته کېږي.

د سنټکام قوماندان: هرمز تنګي کې موږ یو، د ایراني ځواکونو څرک نه‌لګېږي

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان، امیرالبحر برد کوپر د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌
منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان، امیرالبحر برد کوپر د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌یې لاندې سمندر کې امریکايي تجهیزات او ځواکونه د ګزمې په حال کې لیدلي، خو د ایراني ځواکونو کوم اثر یې نه‌دی تر سترګو شوی.

امیرالبحر برد کوپر په یوه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ‌یې خپره کړه، سیمې ته د خپل وروستي سفر په هکله وویل چې د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌یې د بار ووړونکو، تېل او ګاز وړونکو بېړیو په شمول لسګونه سوداګریزې بېړۍ د حرکت په حال کې لیدلې دي.

کوپر زیاته کړه چې امریکايي پوځي تجهیزات‌یې د سیمې په اسمان او اوبو کې لیدلي چې د دفاعي تدابیرو په چوکات کې د ګزمې په حال کې و.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان وروسته وویل: "خو هغه څه چې ومونه‌لیدل، د سپاه پاسداران ځواکونه و. موږ دوی هلته هېڅ ونه‌لیدل."

امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د بشپړ کنټرول ادعا کوي، هغه ستراتېژیکه سمندري لار چې د تېرې کب میاشتې په ۶مه نېټه د جګړې د پیل راهیسې په‌کې ازاد سمندري تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د جمعې په ورځ هانګ کانګ کې په شږ اوریزه لوبه کې جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.

ټاس د جنوبي افریقا ټیم وګاټه، بېټنګ‌یې غوره کړ او په ټاکل شویو اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره د افغانستان ټیم ته ۱۰۸ رنزه هدف وټاکه.

د ګلبدین نایب په مشرۍ افغان ټیم په داسې حال کې چې ۳ لوبغاړي یې وسوځېدل، ۱۱۲ رنزه وکړل او لوبه‌یې په درېیو وېکټو وګټله.

د افغانستان ټیم د ۲۰۲۶/۲۷ کال د شپږو اورونو په دغې سیالۍ کې د شنبې په ورځ د عمان له ټیم سره لوبه کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر منځګړي بیا تهران ته تللي

د قطر منځګړي یو ځل بیا تهران ته تللي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې وساتي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د قطري منځګړو خبرې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي، خو د نویو خبرو اترو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې ایران ته د قطري منځګړو دوهم سفر دی. د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول سفر نه دی تایید کړی.

قطري منځګړو دا سفر وروسته له هغه کوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک واستاوه. د ځینو راپورونو له مخې، په دې لیک کې د مخامخ خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز شوی و.

قطر تېره یکشنبه ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه وړاندیز مسوده سپارلې وه، خو د ایران یوه جګپوړي چارواکي دغه وړاندیزونه «نه منونکي» بللي وو او ټینګار یې کړی و چې د اتومي پروګرام په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG