خبرونه
بادغيس کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۳ ټپيان شوي دي
په بادغیس ولایت کې د یوه موټرسایکل د نسکورېدو په پېښه کې یو تن مړ او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، پر موټرسایکل څلور کسان سپاره وو، چې نسکور شو.
دغه پېښه پرون د بادغیس په مرکز قلعهنو کې شوې، خو د علت په باب یې څه نهدي ویل شوي.
د وسایطو تېز چلول، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
ايران او د طالبانو حکومت د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو پر لېږد رالېږد خبرې کړي
د طالبانو د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د رېل پټلۍ د ادارې له اجرایه ريیس جبار علي ذاکري سره وکتل.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د یکشنبې ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، پهدې کتنه کې د خواف-هرات د رېل پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د لېږد رالېږد د زیاتولو او د افغانستان د رېلګاډي د کارکوونکو د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې وشوې.
وړاندې ویل شوي، چې دوی همدا راز د رېلګاډي د زېربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې وکړې.
د ایران د ځینو رسنیو د راپورونو لهمخې د کابل لپاره د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د یکشنبې په ورځ د طالبانو له هیئت سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د دواړو هېوادونو د رېل پټلۍ پراختیا په لومړیتوبونو کې ده.
د طالبانو د ټولګټو وزارت وزارت د ریل پټلۍ د مرستیال په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د شنبې په ورځ ایران ته ورسېد.
سيف دِ چلډرن: د روان کال په لومړيو کې تر ۳۸۰۰۰ډېر افغانان بېځايه شوي دي
د ماشومانو د ساتنې موسسه یا سیف د چلډرن وايي، د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸۰۰۰ ډېر کسان، چې نیمايي یې ماشومان وو، بېځایه شوي دي، چې دا د ۲۰۲۳ کال پر تله زیاتوالی ښيي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، سره لهدې چې افغانستان لږ کاربن تولیدوي خو بیا هم د اقلیم له سختو اغېزو لکه وچکالۍ، سېلابونو او توفانونو سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې مشر ارشاد ملک ویلي، د اقلیم بحران په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې خرابوي، چې د کورنیو د بېځایه کېدلو، د اوبو د سرچینو ختمېدو او د ماشومانو د زدهکړو د مخنیوي سبب کېږي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا (OCHA) د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي وو، سره لهدې چې افغانستان د مضره ګازونو په تولید کې خورا کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلون په وړاندې د لسو خورا زیانګالو هېوادونو په ډله کې دی.
حزبالله ډلې د اسراييل په هوايي بريد کې د خپل وياند وژل کېدل تاييد کړل
د ایران له ملاتړه برخمنې حزبالله ډلې د اسراییلو په یوه هوایي برید کې د خپل ویاند محمد عفیف وژل کېدل تایید کړل.
د جرمني خبري اژانس د حزب لله د ټلېګرام چېنل په حواله ویلي چې، هغوی محمد عفیف د رسنیو د برخې او سیاست "پیاوړی" کارکونکی یاد کړی دی.
حزبالله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده د امریکا لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله چې د لبنان پر جنوب واکمنه ده، د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.
له کله چې د اسراییلو د پوځ او حزبالله جګړه پيل شوې، اسراییلو دغې ډلې ته د سر او مال دروند زیان اړولی دی.
اسراییلو د تېرې سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د حزبالله مشر حسن نصرالله هم په یوه ورته برید کې وواژه.
عباس ستانکزی: نړيواله ټولنه دې د افغانستان بيارغونه کې مرسته وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله د رامنځته شویو ویجاړیو په رغولو کې مرسته وکړي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې، ستانکزي پرون یکشنبه په یوه غونډه کې له ملګروملتونو او نړیوالو مؤسسو غوښتي چې له افغانانو سره په اقتصادي وده، تخنیکي برخه او کرنې سکټور کې مرستې وکړي.
هغه په ځانګړې توګه هغه هېوادونه مخاطب کړل چې په وینا یې تېرو کلونو کې د افغانستان په جګړو کې ښکېل وو او په وینا یې د افغانستان بیارغونه د همدغو هېوادونو اخلاقي مسوولیت دی.
د هغه اشاره په غیر مستقیم ډول د ناټو غړو هېوادونو ته وه، چې افغانستان کې يې شل کاله پوځي حضور درلود او هلته یې د جګړې پر مهال خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته له نړۍ د مرستو او دغه راز رسمیت پېژندنې ورته ډېرې غوښتنې کړي، خو په ظاهره د حکومتولۍ د بڼې او یوشمېر سختو تګلارو له کبله تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
د شمالي کوريا مشر خپل پوځ ته: د جګړې لپاره مو وړتياوې لوړې کړئ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هېواد پوځ ته امر کړی چې، د جګړې لپاره خپلې وړتیاوې لوړې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې نوموړي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د پوځي قومندانانو یوې غونډې ته کړي چې، نن دوشنبه د شمالي کوریا دولتي رسنۍ (KCNA) راپور کړې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې، لوېدیځو هېوادونو روسیې ته د شمالي کوریا لهخوا د زرګونه سرتېرو پر استولو اندېښنه ښودلې ده.
تمه ده چې اکثره دغه کوریایي سرتیري به په اوکراین کې د روسیې له پوځیانو سره اوږه په اوږه جګړه کې برخه واخلي.
د شمالي کوریا مشر ویلي، د امریکا او د جنوبي کوریا په ګډون د متحدایالتونو د متحدانو لهخوا دوی ته د ګواښ ماهیت "په تاریخ کې خطرناک پړاو" ته رسېدلی دی.
نوموړي ویلي، د همدې ګواښونو له کبله د جګړې د تیاریو خبره کوي.
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډله نن له عربي متحده اماراتو سره سیالي کوي
د نولسکلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډله نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کوربه عربي متحده امارتو پر وړاندې سیالي کوي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۱۰۰ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړې ده.
دغه پنځوس اوریزه سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شي.
افغان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې چې درې لوبډلې پهکې برخه لري، هره لوبډله یو له بل سره دوهدوه سیالۍ ترسره کوي.
د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.
د ویلو ده چې د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیليږي.
د جي۲۰ هېوادونو سرمشریزه د برازیل په ریو دي جینیرو کې ترسره کېږي
د جي۲۰ یا د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران به دې سرمشریزه کې تر ډېره د پایداره پرمختګ، انرژۍ او د لوږې په وړاندې د نړیوال اتحاد په رامنځته کولو متمرکزه وي.
خو د دې سرمشریزې تر پيل مخکې د چاپيریال ساتنې فعالانو په برازیل کې اعتراضي غونډې هم کړي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې، امریکا د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې په روان کال کې یوولسو میلیاردو ډالرو ته رسولي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دې سرمشریزې ته تر رسېدو مخکې د یکشنبې په ورځ د امازوناس ښار ته ولاړ، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل اماوزن پهکې پروت دی.
بایډن به نن دوشنبه ریو دي جینیرو ته ځي.
سعودي عربستان سږ کال د درې افغانانو په ګډون تر سلو ډېر کسان اعدام کړي
سعودي عربستان په ۲۰۲۴ کال کې د درېیو افغانانو په شمول څه باندې سل بهرني بندیان اعدام کړي دي.
دا خبره د فرانسې خبري اژانس او ځینو نورو د سعودي عربستان د بشري حقونو مدافع سازمانونو راپور کړې ده.
د سعودي دولتي اژانس معمولاً د دغو اعدامونو په اړه اعلامیې خپرې کړي، چې وروستۍ یوه یې د شنبې په ورځ په نجران سیمه کې د یوه یمني تبع د اعدام وه، چې عربستان ته د مخدره موادو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم و.
د فرانسې خبري اژانس په راپور کې راغلي چې، په اعدام شویو بهرنيو بندیانو کې ډېر کسان د پاکستان دي چې شمېر یې ۲۱ ته رسیږي، ورپسې د اعدام شویو بندیانو کې په ترتیب د یمن، سوریې، نایجیریا، مصر، اردن، ایتوپیا، سوډان، هند، افغانستان، سریلانکا، ایریتریا او فیلپین اتباع شامل دي.
د سعودي عربستان لهخوا د درېیو افغانانو د اعدام په اړه جزیات نهدي ورکړل شوي او نه په ریاض کې د افغانستان سفارت پهدې رابطه څه تبصره کړې ده.
په برلین کې د بشري حقونو مېشت سازمان سعودي-اروپايي بنسټ د اعدامونو دا شمېر د اندېښنې وړ او ریکارډ بللی.
د دغه سازمان د حقوقي برخې مشر طاها الحاجي ویلي چې، سعودی هيڅکله په یوه کال کې سل بهرنیان نه وو اعدام کړي.
طالبان: د امو دريا نفتي حوزه کې د ۱۸نورو څاګانو د کېندنې چارې پيل شوي
د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د امو دریا په نفتي حوزه کې د ۱۸نورو استخراجي څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې، دا څاګانې د افغانستان او چین د یوه ګډ شرکت اف چین لهخوا کېندل کېږي او کال ته به بشپړې شي.
د اف چین شرکت ویاند امرالدین عليزي ویلي چې، دا څاګانې په قشقري بلاک، د سرپل اق دریا او د جوزجان په زمردسای سیمو کې موقعیت لري.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت څه وخت مخکې ویلي وو چې یوه چینايي شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په لګښت په امو دریا حوزه کې د ۱۸ نفتي څاګانو کېندل پیلوي.
د نفتي څاګانو کېندل به د کال پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ولري.