د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۵

خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریخ میرڅ سره د کتنې په مهال وویل: "لوی او پراخ بریدونه همدا اوس روان دي."

هغه خبرداری ورکړ: "دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نوهغوی به ډیرسخت زیان وویني."

ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د ستر مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران د مشرتابه ډېری غړي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي چې دې کار رژیم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی.

هغه وویل: "ډېری هغه کسان چې زموږ په پام کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله شته چې د راپورونو له مخې ښايي هغوی هم وژل شوي وي."

بریتانیا د افغانستان په ګډون د څلورو هیوادونو اتباعو ته د زده کړو پر ویزو بندیز ولګاوه

د برېتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اتباعو ته د زده کړو وېزې ورکول بند کړي او افغانانو ته به د کار وېزې هم ودرول شي. دا پرېکړه د پناه غوښتونکو پر وړاندې د بریتانیا د حکومت د سخت دریځۍ د سیاستونو د یوې برخې په توګه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې له دغو هېوادونو څخه د محصلینو له خوا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ډېر زیات شوي او له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۱۳۵زره پناه غوښتونکي له قانوني لارو بریتانیا ته داخل شوي دي. د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود په یوه اعلامیه کې وویل: "برېتانیا به تل هغو خلکو ته پناه ورکړي چې له جګړې او ځورونې تښتي، خو زموږ د وېزو له سیستم څخه باید ناوړه ګټه وانخیستل شي."هغې زیاته کړه: "له همدې امله زه دا بې ‌سارې پریکړه کوم چې پرهغو اتباعووېزې ودروم چې غواړي زموږ له سخاوت څخه ناوړه استفاده وکړي."

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان په ګډون د دغو څلورو هیوادونو د محصلینو له خوا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له څه باندې ۴۷۰ سلنه زیات شوي او زیاته کړې یې ده چې که څه هم حکومت د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د محصلینو له خوا شل سلنه پناه غوښتنلیکونه ردکړي خو لا هم نورو اقداماتو ته اړتیا ده، ځکه هغه کسان چې د زده کړو په وېزو بریتانیا ته راځي، لا هم د ټول سیسټم د پناه غوښتنو ۱۳ سلنه جوړوي.

د ترکیې ولسمشر وایي هیواد یې چتمو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګیدو لپاره په هڅو کې برخه واخلي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هیواد یې چمتودي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند د بیا ټینګیدو په هڅو کې برخه واخلي. د رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشرد سې شنبې په ورځ د مارچ په دریمه د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټیلفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ او په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان له صدراعظم سره په خبرو کې اردوغان په هغه هیواد کې وروستي ترویستي بریدونه په کلکه وغندل او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې یې د خپل هیواد پرملاتړبیا ټینګار وکړ.

انقرې مخکې هم د اسلام ‌اباد او کابل ترمنځ د اوربند په ټینګیدو کې مرسته کړې او څو ځلې یې د دواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی و.

اردوغان همدارنګه په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه چې پرایران د اسراییل او امریکا له لوري د تیرې شنبې له بریدونو وروسته پیل شوې، د ډیپلوماتیکو هڅو د بیا پیلیدو پراړتیا ټینګاروکړ.

اروپايي ټولنه؛ ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې وايي،" په ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی".

خو دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ښايي په ایران کې روانه جګړه د کډوالۍ بې سارې څپه رامنځته کړي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارو په هغه راپور کې چې د ایران د جګړې له پیل وړاندې خپور شوی راغلي" که چیرته د ایران د نفوس یوازې لس سلنه خلک کډوالۍ ته اړ شي نو دا به د وروستیو لسیزو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه وي".

تمه ده د را روانې پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې ۲۷غړي هېوادونه اروپا ته د ورتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

اروپايي هېوادونو په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۸۲۲ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې دا د تیر پرتله ۱۹سلنه کموالی ښيۍ.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴کال کې ۱۱سلنه کموالی ثبت شوي و.

تیرکال افغانان د هغوو کډوالو په قطار کې وو چې د پناه تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه يې ورکړي دي.

جرمني؛ د افغان کډوالو د انتقال په پالیسو کې بدلون نه دی راغلی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي،" په هغوو پالیسو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی چې پر بنسټ يې په پاکستان کې میشت ۲زره ۳۰۸ افغان کډوالو جرمني ته انتقال شي".

د انفو امیګرنټس په نوم یوه خبري ویب پاڼه چې د کډوالو اړونده خبرونه خپروي د سه شنبې په ورځ د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکي،" د جرمني په محاکمو کې د افغان کډوالو د شکایت له زیاتیدو سربیره د دوی په پالیسو کې "هیڅ بدلون" راغلی نه دی".

په پاکستان میشت څه باندې ۲زره افغان کډولو د جرمني د حکومت له خوا دې هېواد ته د انتقال ژمنې ترلاسه کړې وې.

د انفو امیګرنټس د راپور له مخې، په وروستیو کې څه باندې ۵۰۰ قضیې د جرمني د حکومت پرضد د افغان کډوالو له خوا ثبت شوي او نژدې ۹۰ قضیې د استیناف په محکمو کې تر غور لاندې دي.

د جرمني حکومت د تیرکال په نوامبر میاشت کې په پاکستان کې یو شمیر افغانانو ته چې د دې هېواد ته د انتقال په تمه وو د نغدې مرستې وړاندیز کړی و او له دوی غوښتي وو چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

د ایران د جګړې له کبله ۳زره الوتنې لغوه شوي او نژدې یو میلیون مسافرین متاثره شوي دي

د سیریوم په نوم د هوايي چلند د تحلیل یو شرکت وايي، "پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته شاوخوا ۳زره الوتنې لغوه شوي دي".

د دغه شرکت په ټکو، نژدې یو میلیون مسافر د دې الوتنو له لغوه کیدو کیدو متاثره شوي.

دا په داسې حال کې دی چې د سه شنبې په ورځ یو شمیر الوتنې بیرته پیل شوې خو لا ډیرو هېوادونو خپل هوايي حریمونه تړلي دي.

له خلیج هېوادونو څخه د الوتنو د ټکټونو بیې هم په بې ساړې کچه لوړې شوي دي.

په عین حال کې اروپايي ټولنې اعلان کړی چې له منځنۍ ختیخه د خپلو وګړو د ایستلو پراوزونه يې پیل کړي دي.

امریکا او اسراییلو پر ایران د شنبې په ورځ برید وکړ چې په ځواب کې يې ایران د منځنۍ خیتځ په هېوادونو کې امریکايي اډې په نښه کړې.

ولسمشر ټرمپ؛ ایران له امریکا مخکې د برید پلان درلود

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"ایران له امریکا متحده ایالاتو مخکې د برید پلان درلود".

هغه دا خبره سه شنبه د (مارچ۳ مه) په سپینې ماڼې کې د جرمني له صدراعظم فردریش مرتس سره په یوې کتنې کې خبریالانو ته وکړه.

د ټرمپ په ټکو،"فکر کوم هغوي (ایرانیانو) غوښتل چې لومړی برید وکړي او ما نه غوښتل چې داسې یو څه وشي".

هغه وړاندې وویل، "ځکه مې پر ایران د برید امر وکړ چې د خبرو اترو له دریدو سره مې داسې "احساس وکړ" چې ایران پر امریکا د برید پلان لري".

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په جینوا کې د ایران او امریکايي مرکچیانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته تمه وه چې د مذاکراتو بل پړاو پیل شي.

د ټرمپ په ټکو، "پر ایران د برید بده پایله به دا وي چې په دې هېواد کې د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای په څیر بل مشر په کار پیل وکړي".

هغه وویل،"کیدای شي دا کار وشي، خو موږ نه غواړو چې دا کار وشي".

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران خپل ټولو هوايي او سمندري بریدونه بریالي وبلل.

د هغه په ټکو، "تقربیا د ایران هر څه له کاره لویدلي دی".

ټرمپ وايي، "ایران لا هم دمنځنۍ خیتځ پر هېوادونو توغندي توغوي خو بالاخره به دا توان له لاسه ورکړي".

امریکا او اسراییلو په ګډه د شنبې په ورځ پر ایران برید وکړ چې لا هم دوام لري.

‌د خوړو د نړیوال پروګرام مشر؛ ۲۰۰ زره افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

‌د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي،" ۲۰۰ زره افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي".

د دغه پروګرام مشر جان ایلیف د سه شنبې په ورځ په جېنوا کې خبري کنفراس ته وویل،" د ماشومانو ترمنځ خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده، تیرکال مو د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې وه، خو سږکال ۳میلیونه او ۷زره ماشومان د خوارځواکۍ په برخه کې درملنې ته اړتیا لري".

د ایلیف په ټکو،" د ملګرو ملتونو ادارې د بودیجې د کمښت له کبله په خوارځواکۍ د هرو څلورو ماشومانو له منځه یوازې د یو ماشوم د درملنې وړتیا لري".

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې ویلي و چې د اوس لپاره میاشت کې له دوو میلیونو اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کولی شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې ۷ برمته کړي پاکستاني پوځیان وژلي

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچستان لېبریشن ارمي) وسله والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې په خپلواک ډول یې کره والی تایید یا رد شوی نه دی.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا ډله د پاکستان او امريکا لخوا ترهګره ګڼل کېږي.

اروپايي اتحادیې افغانستان ته ۳ الوتکې بشري مرستې ولېږلې

درې الوتکې، چې د اروپایي ټولنې بشري مرستې پکې بار وې، نن افغانستان ته ورسېدې.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ماموریت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د اروپايي اتحادبې دا ژوند ژغورونکي خوراکي مواد د ملګروملتو د یونسیف په همکارۍ افغانستان ته واستول شول څو هغو ماشومانو ته ورکړل شي چې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مشرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل، اروپایي ټولنه له افغانستان سره د خپلو ژمنو په لړ کې هغو افغاناننو ته چې مرستو ته شدیده اړتیا لري، انرژي لرونکي خوراکي مواد استوي.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومان د مغذي خوړو او پاکو اوبو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG