د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

خبرونه

کرکټ؛ سبا د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ پيليږي

د افغانستان او بنګله‌دېش د سياليو يو انځور
د افغانستان او بنګله‌دېش د سياليو يو انځور

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (چهارشنبې) د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ مسابقه کې مخامخ شي.

دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربه‌‌‌‌‌توب په شارجه کې کېږي، د کابل په وخت په دوه نیمې بجې پیلیږي.

په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د روان نوومبر په نهمه، یعنې د شنبې په ورځ دوهمه او د نوامبر په یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ټیمونه په‌داسي حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.

طالبان: تر پنج‌شنبې به په سينديزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي سېلابونه راووځي

د امو سيند
د امو سيند

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن (سه‌شنبې) څخه تر پنج‌شنبې پورې د ورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحه لوړه او ښايي په ځینو ځایونو کې د سېلونو سبب شي.

دې وزارت پرون (دوشنبې) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې پر اساس وویل، له نسبتاً شدیدو بارانونو سره مل د هریرود، مرغاب او امو په سیندیزونو حوزو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

دغه وزارت له هغو خلکو چې یادو سیندونو ته نژدې اوسي، غوښتي چې نه یوازې په خپله د سېل خطر ته متوجه واوسي بلکې د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د باران په وجه د واورو د ویلي کېدو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.

روسیې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۴۴ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړی

ارشیف
ارشیف

روسیې د روان کال له پیله شاوخوا ۳۳۴۴ بهرنیو وګړو ته تابعیت ورکړی دی.

دا خبره نن د روسیې د کورنیوچارو وزارت چارواکې ایرینا وولک اعلان کړه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان په اساس هغو کسانو ته چې په اوکراین د روسیې په جګړه کې برخه اخلي او کورنیو ته یې د روسیې پاسپورټ ورکول کېږي، خو تراوسه روښانه ده چې په هغو کسانو کې چې نن اعلان شول یوازې پوځي پرسونل پاسپورټونه ترلاسه کړي که د هغوی کورنیو هم.

د پوتین د نوي قانون له مخې، له هغو کسانو څخه چې په اوکراین کې د جګړې خدمت ته نه حاضرېږي، د روسیې تابعیت اخیستل کېږي.

د مېرمن وولک په وینا، په دې ترڅ کې د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو اتو میاشتو کې له څه باندې ۱۱ سوه کسانو څخه تابعیت سلب شوی دی.

طالبانو په تخار کې یوه ښځه او یو نارینه په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د تخار ولایت موقعیت

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تخار ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ درو وهلي دي.

دې محکمې نن پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې پر دې دوو کسانو د تعزیري سزا حکم د فرخار ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم په اساس تطبیق شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې مخکې له دې په یوه جلا بیان کې ویلي وو چې د یکشنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور د خلکو په مخ کې په ۳۹ درو وهلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو، ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر ترپایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول سزاګانې ودروي.

بایربوک: جرمني له خپلو شریکانو سره یوځای په کلکه د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده

د عکس ښي لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روغبړ پر مهال

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په کییف کې له اوکرایني چارواکو سره وکتل.

هغې نن دوشنبه کییف ته ورسېده چې له اوکراینه خپل ملاتړ څرګند کړي.

بایربوک پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت کییف ته سفر وکړ.

هغې وویل چې جرمني د نړۍ په کچه له خپلو ډېرو شریکانو سره یوځای په کلکه د اوکراین ترڅنګ ولاړه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د جګړې له پیله اوکراین ته د خپل اتم سفر پر مهال ویلي چې د اوکراینیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي تر څو چې دوی د عادلانه سولې لپاره خپله لاره تعقیب کړي.

د یوه ایراني چارواکي ادعا: د افغانستان او تاجکستان ۱۸ ځانمرګي بریدګر وګړي مو وژلي

د ایران د سپاه پاسدارن د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور
د ایران د سپاه پاسدارن د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور

د ایران د سپاه پاسدارن د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ادعا کړې، په ایران کې یې د افغانستان او تاجکستان هغه ۱۸ وګړي وژلي چې ځانمرګي بریدګر وو.

د ایران تسنیم خبري اژانس نن راپور ورکړی چې پاکپور په زاهدان کې یوې غونډې ته ویلي، دغه کسان چې په راسک، چابهار او پارود کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي ځانمرګي بریدګر وو او د سون توکو د لېږدولو په نوم له پولو اوښتل.

د دغو عملیاتو د وخت په باب څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د ایران حال‌وش خبري اژانس چې تر ډېره د سیستان و بلوچستان ولایت د پېښو په باب راپورونه خپروي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو خبر ورکړی و.

د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ په ساسولي کلي کې دېره ایراني ځواکونه پر ځینو هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې له پولې د تېلو په لېږد کې لاس لري او یو تن یې ووژل شو.

حال‌وش ویلي، چې وژل شوی کس نعیم رېګي نومېده او ۲۶ کلن و.

د ملي مقاومت جبهې په کاپیسا کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا وکړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کاپیسا ولایت موقعیت

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې کسانو یې په کاپیسا کې د طالبانو یو غړی وژلی او بل تن ټپي کړی دی.

دغې جبهې نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه حمله تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په درهٔ کلان ساحه کې شوې ده.

تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې د بغلان په نهرین کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي د شنبې ناوخته وژلي او دوه نور ټپیان کړي دي.

طالبانو د دغو ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولی چې دغه ادعاګانې په بې پرې ډول تایید کړي.

فوټبال؛ د زونونو د اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلېږي

ارشیف: په هرات کې د فوټبال له سیالیو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د فوټبال له سیالیو یو انځور

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن دوشنبه د نومبر په ۴مه نېټه د زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيلېږي.

خبر زیاتوي چې یادې سیالۍ د هرات ولایت په کوربتوب پيلېږي چې د فوټبال د پینځو زونونو اتلې لوبډلې به په کې سیالۍ ترسره کړي.

د خبر د جزییاتو له مخې، له دې سیالیو به دوه مخکښې لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لار پیدا کړي.

په دې سیالیو کې د هرات، ننګرهار، کابل، هلمند او بلخ استازي کلبونه برخه لري چې څو اوونۍ وړاندې یې د خپلو زونونو په کچه سیالیو کې اتلولۍ ګټلې وې.

د ویلو ده چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د هرات او کابل استازو کلبونو ترمنځ وي او وروستۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې په لسمه نېټه د هلمند او کابل کلبونو ترمنځ ترسره شي.

ایران یو یهودی وګړی د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور
په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

ایران نن دوشنبه یو یهودی وګړی، په ۲۰۲۲م کال کې د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ.

دا په ایران کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي د یوه مذهبي اقلیت د اعدام کمسارې پېښه ګڼل کېږي.

د ایران قضایه قوې پورې تړی ویبسایټ میزان انلاین ویلي، چې د ایران سترې محکمې د اروین قهرماني په نوم د دغه ۲۳ کلن یهودي د اعدام سزا د تېر کال په لومړیو کې تصویب کړه.

د کرمانشاه لوی څارنوال حمید رضا کریمي ویلي، اروین قهرماني د مالي اختلاف له کبله یو کس د چړې په ګوزارونو وژلی و.

دغه کس داسې وخت اعدامېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ زیات شوی او دغه کړکېچ ډول ډول عکس العملونه هم پارولي دي.

هند کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د هند په همالیا ژوره دره کې نن دوشنبه یوه سیند ته د یوه بس موټر د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوه چارواکي ډیپک راوت خبریالانو ته ویلي، تراوسه د ۳۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د ده په وینا، درې کسان چې سخت ټپیان شوي وو، د هیلیکوپټرې په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر پېښې وروسته د ژغورنې ډلې او مرستندوی کارکوونکي په ساحه کې ګمارل شوي دي.

هند په نړۍ کې پر سړکونو د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري چې هر کال په سلګونو زره کسان مړه او ټپیان کېږي.

د ډېری پېښو اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه او د زړو موټرو چلول ښوول کېږي.

په جولای میاشت کې په اتار پردېش ایالت کې له یوې لارۍ سره د یوه بس موټر د ټکر په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG