د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

خبرونه

د پاکستان پوځ: د کندهار والي له بهرنیو وسله‌والو سره لیدلي؛ طالبان‌یې ردوي

ارشیف، د کندهار لپاره د طالبانو حکومت والي، ملا شیرین
ارشیف، د کندهار لپاره د طالبانو حکومت والي، ملا شیرین

د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسله‌والو سره غونډه کړې وه.

د دې ولایت مقام د جعمې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونو ته توجیه پیدا کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې وه چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسله‌والو او القاعده ډلې له یو شمېرو وسله‌والو سره غونډه کړې وه.

د چودري په ټکو، دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه جوړه شوې وه.

د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.

بل پلو، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو په یو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسله‌والو ډلو ته خوندي پناه‌ځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

افغان ښځو او نجونو کې د خوړو د نه‌خوندیتوب د پراخېدو په اړه د م. م خبرداری

ارشیف، یو شمېر افغان ښځې او نجونې
ارشیف، یو شمېر افغان ښځې او نجونې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نوې موندې ښيي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

دې څانګې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) پر خپلې وېب‌پاڼې د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې د منځني خیتځ جګړې په ۲۸ هېوادونو کې د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، "د روان کال تر ډسمبره ښايي ۱۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې په دغو ۲۸ هېوادونو کې په جدي توګه اغېزمنې شي".

د راپور پر اساس، د منځني ختیځ جګړو د هغو هېوادونو ښځې په جدي توګه د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ کړي چې د کاري ځواک برخه نه‌دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۹۵ سلنه ښځې کار نه‌کوي او په نارینه‌وو متکي دي.

له افغانستان وروسته یمن، سوډان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هغه هېوادونه یاد شوي چې ښځې او نجونې په‌کې په لوړه کچه د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوړو د نه‌خوندیتوب خبرداری ورکوي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې په میلیونو خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ځان ته درې وخته ډوډۍ نه‌شي پیدا کولای.

فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونو د سلګونه ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډولي

فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه
فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه

په فرانسه کې د زده‌کوونکو د لاریونونو له کبله د څه باندې ۵۶۰ ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د لېسو زده‌کوونکو تېره اوونۍ په پلازمېنه پاریس کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو، استادانو او کارکوونکو د نه‌شتون له کبله لاریونونه پیل کړل چې وروسته د فرانسې نورو ښارونو ته وغځېدل.

یو شمېر زده‌کوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "درسي ساعتونه اوږده او د صنفونو شرایط نامناسب دي".

زده‌کوونکو پر پولیسو تور پورې کړی چې د لاریونونو پر مهال‌يې د دوی پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی.

د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري ویلي چې د دې لاریونونو مشري د "افراطي ډلو" په لاس کې ده.

پولیسو ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۷۰ زده‌کوونکي او لږترلږه ۶۵ د لېسو کارکوونکي او مدیران ټپیان شوي دي.

یو شمېر ښوونځیو اعلان کړی چې خپل درسي بهیر په انلاین توګه پیلوي.

پولیسو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو لاریونونو کې يې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان نیولي چې د ۹۰ سلنو عمرونه‌يې له ۱۸ ښکته دي.

د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان شو

نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش
نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۷ کال په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش خپور کړی دی.

کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې له استرالیا، هند، پاکستان او زېمبابوې سره په لومړي ګروپ کې ده.

د مهالوېش له مخې افغان لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۸مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

تر اوسه کرکټ بورډ دغو سیالیو ته افغان لوبډله نه‌ده اعلان کړې.

راپور: ایران هره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي

د راپورونو له مخې، ایران د اګست له پیل راهیسې هره اوونۍ له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو شاوخوا ۳۰ او د بېړیو ضد توغندیو ۱۰ بریدونه کړي دي.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، راپور ورکړی چې د یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د محرمو معلوماتو له مخې، ایران هره اوونۍ لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو توغوي، خو ډېری یې خپلو هدفونو ته نه رسېږي.

د دغه چارواکي په وینا، په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه څلور سوداګریزې بېړۍ د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتي تلوېزیون کې ویلي چې دوی هغه وړې بېړۍ په نښه کوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي او د تېرېدو مخه یې نیسي.

قزاقستان، ازبکستان او امارات د افغانستان له لارې د رېلګاډي پټلۍ جوړوي

قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېللارې د جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د قزاقستان د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رېللار به قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.

درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجۍ ترڅنګ د تمویل لارې هم وڅېړي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره د ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان لري. د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې تر ۱۰ میلیونه ټنو بار لېږد وړتیا لرلی شي.

له هرمز تنګي د مایع ګاز د بار وړونکو کښتیو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی

رویټرز د انرژۍ د بازار د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې له هرمز تنګي څخه د مایع طبیعي ګاز (ایل‌این‌جي) د لېږدونکو کښتیو شمېر د امریکا او اسرائیل له‌خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د «ایس‌اند‌پي ګلوبل انرژي» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د مایع ګاز ۱۹ بار وړونکې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې چې ۱۳ یې د قطر او شپږ یې د متحده عربي اماراتو وې. کپلر شرکت بیا د دغو کښتیو شمېر ۲۱ ښودلی دی.

له هرمز تنګي د مایع ګاز د لېږد زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې اوبلارې د تېلو د لېږد کچه هم په وروستیو اوونیو کې لوړه شوې او د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نژدې شوې ده.

تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع طبیعي ګاز له هرمز تنګي تېرېدل.

سعودي ائتلاف: حوثیانو په مدینه کې د برېښنا پر ترانسفارمر برید کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، حوثي یاغیان تورن کړي چې د مدینې منورې د «مسجد نبوي» د برېښنا رسولو پر یوه مرکز یې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

ائتلاف ویلي، برید د سې‌شنبې په ورځ شوی او د برېښنا یو ټرانسفارمر یې له کاره غورځولی، خو د ښار د برېښنا پر عمومي شبکې یې اغېز نه دی کړی. د ائتلاف ویاند ترکی المالکي دغه برید تروریستي بللی دی.

حوثیانو د سعودي ائتلاف دا ادعا رد کړې ده. په ورته مهال، ترکیې، پاکستان، قطر او عربي اتحادیې د مسجد نبوي د برېښنا پر مرکز برید غندلی دی.

ترمپ: که ایران د فلای‌دوبۍ الوتکې په پېښه کې لاس ولري، کلک ګوزار به ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ خبرداری ورکړی چې که څرګنده شي ایران د فلای‌دوبۍ د هغې الوتکې په پېښه کې لاس لري چې اسرائیل ته روانه وه، پر تهران به کلک ګوزار وشي.

ترمپ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په لومړۍ نېټه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې ښايي د الوتکې د مرستیال پیلوټ او ایران ترمنځ اړیکه موجوده وي، خو په دې اړه لا څېړنې روانې دي.

تر اوسه د ایران د لاس لرلو د احتمال په اړه کوم سند نه دی خپور شوی او د مرستیال پیلوټ د برید د انګېزې په اړه هم څېړنې دوام لري. ایراني چارواکو تر اوسه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

فلای‌دوبۍ الوتکه چې له دوبۍ څخه تل‌ابیب ته روانه وه، د چهارشنبې په ورځ د پیلوټانو ترمنځ له شخړې او د بېړني پیغام له استولو وروسته د سعودي عربستان د تبوک په هوايي ډګر ته کې ښکته شوه.

بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلو د حساب غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په کونړ او هلمند کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

بېنېټ ویلي، په بریدونو کې ډېری وژل شوي کسان ماشومان دي او دغه بریدونه ښايي د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون خلاف وي. هغه ویلي، ملکي وګړو ته د نه جبرانېدونکي زیان رسولو لپاره هېڅ توجیه نشته.

یوناما ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونه یې د وسله‌والو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسله‌وال یې وژلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG