خبرونه
افغانستان کې د ډینګي تبې د زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې د ډینګي تبې د پېښو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دې ویروسي ناروغۍ نښې او علایم وپېژني.
د دغه سازمان په وینا، لوړه تبه، سر درد، د سترګو شاته درد، زړه بدوالی، د عضلاتو او بندونو درد او د پوستکي دانې د ډینګي تبې مهمې نښې دي.
دا ناروغي معمولاً له دغو نښو څخه له دوو یا زیاتو نښو سره مل وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغانو تازه شمېر نهدی خپور کړی، خو تر دې مخکې یې د روان کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د ډینګي تبې لږ تر لږه د ۲۸۳ پېښو د ثبت خبر ورکړی و.
ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت د ککړو غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.
که د دې ناروغۍ درملنې او پاملرنې ته پر وخت پام ونهشي، خطرناکه او ان وژونکې کېدای شي، خو په وخت تشخیصیې د درملنې زمینه برابروي او ډېری ناروغان ترې بېرته رغېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې ناروغۍ واکسین د ټولو خلکو لپاره مناسب نهدی او د غوماشو له چیچلو څخه مخنیوی یې د مخنیوي تر ټولو مهمه لار ده.
سعودي عربستان د ینبع بندري ښار ته د احتمالي ګواښ په اړه امنیتي خبرداری ورکړی
د یمن د حوثیانو د پرلهپسې بریدونو په ترڅ کې سعودي عربستان د دغه هېواد په بندري ښار ینبع کې د احتمالي ګواښ په اړه امنیتي خبرداری ورکړی دی.
ینبع د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) اعلان وکړ چې د حوثیانو لهخوا د مدینې منورې ښار پر لور توغول شوی یو توغندی یې شنډ او لهمنځه وړی دی.
خو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې، رادیو فردا، د راپور له مخې، د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثیانو تر اوسه د پنجشنبې ورځې د بریدونو مسؤلیت نهدی منلی.
خو حوثیانو د چهارشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر یې په نښه کړی دی، هغه ادعا چې سعودي چارواکو نهده تأیید کړې.
د ریاض پر هوايي ډګر د برید ادعا سعودي عربستان ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر په مهال شوې.
د حوثیانو لهخوا د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو او زېربناوو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، ریاض هلې ځلې کوي څو د سیمې د متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د جام په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ (د لړم/ عقرب ۱۴مه) ترسره شوه او ځوانو افغان لوبغاړو په یوې پیاوړې بریا ترسره کړه.
د توپ اچونې په برخه کې امیر حمزه، نور علي نیازي او سمیعالله مبارز ښه وځلېدل.
له ۱۹ کلونو د کمعمره لوبډلو د اسیا جام د کرکټ دیارلسم پړاو سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د لړم له ۱۴مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د عمان په کوربهتوب روانې دي.
د پاکستان لوبډله چې د دغو سیالیو د تېر پړاو اتلولي یې ګټلې، په روانې سیالۍ کې د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره لوبېږي.
د بې پولي خبریالانو سازمان: طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۷۷ خبریالان نیولي
د بې پولي خبریالانو سازمان (RSF) وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په تیرو پنځو کلونو کې شاوخوا۷۷ خبریالان نیولي دي.
د دې سازمان په هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې خپور شوی راغلي چې د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو په ځپلو، سانسور، د خبریالانو په تهدید او له رسنیو د خپریدونکې متحوا د کنټرول په برخه کې رول لري.
ار اس ایف په دې راپور کې د یو شمیر خبریالانو په حواله د نیونې، ځورونې، جاسوسي او د طالبانو خلاف د تبلغ په تور د افغان خبریالانو د توقیف خبره هم کړې ده
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ار اس ایف دا ادعاوې رد کړي او ویلي دي چې د دوی استخباراتي اداره د قانون مطابق فعالیتوونه کوي او په خپل سر څوک نیسي.
د دوحې ناستو دوام؛ د طالبانو په ګډون ازبکستان کې دوه ورځنۍ ناسته جوړه شوې
د دوحې پروسې د ناستو په دوام د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ د کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته نن پنجشبنې د ازبکستان په ترمذ ښار کې جوړه شوې ده.
دې ناستې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د یوناما، نړیوالو سازمانونو، د دوحې پروسې غړي هېوادونه، د خصوصي سکټور استازي او متخصین او د کوربه هېواد یو شمیر چارواکي ورغلي دي.
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، د بدیل معیشت او ټولشموله اقتصادي وده د ناستې د بحث اجنډا ده.
د دوحې پروسه د ۲۰۲۳ کال راهیسې د ملګروملتونو په نوښت پیل شوی چې موخه یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه، او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ دی.
د ایران حکومت پرون یو افغان اعدام کړی
د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت یو افغان وګړی پرون چهارشنبې د کرج ښار په قزلحصار زاندن کې اعدام کړی دی.
د راپورونو له مخې دا افغان د خپل ګاونډي د قتل په تور په قصاص محکوم شوی و.
د اعدام شوي افغان د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
له دې مخکې د همدې روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ایران حکومت دوه نور افغانان د نشه یې توکو اړونده جرایم په تور اعدام کړي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې ایران په روان ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۵ افغانان اعدام کړي دي.
حوثیانو له سعودي سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پيژندنې غوښتنه کړې
د یمن حوثي یاغیانو له سعودي عربستان سره د سولې د هوکړې په بدل کې د ۵۱ میلیارده ډالرو تاوان او د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده.
وال سټریټ ژورنال د سرچېنو په حواله لیکلي چې حوثیانو دا تاوان د سعودي د بمباریو او د یمن د ځینو سیمو د محاصرې د جبران لپاره غوښتی دی.
سعودي عربستان په دې وروستیو کې هڅه کوله چې له حوثیانو سره د مذاکراتو له لارې د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ښايي د حوثیانو دا وړاندیزونه ونه مني.
حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي پر نړیوالو هوايي ډګرونو او د تیلو پر تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی دی.
طالبانو په خوست کې د موسیقۍ سلګونه وسایل وسوځول
خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د موسیقۍ ۶۵۰ وسایل سوځولي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه وسایل په تېرو څلورو میاشتو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو راټول شوي و.
د هغه په وینا، په سوځول شویو وسایلو کې د اورلوبو ګڼ شمېر توکي هم شامل و.
تر دې وړاندې، «د لړم/ عقرب په ۱۰مه» په کندهار ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم ویلي و چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر محتسبینو په دغه ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر وسایل او د اورلوبو زرګونه وسایل سوځولي دي.
همدارنګه، د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د تلې په ۲۸مه راپور ورکړی و چې په کندهار کې د موسیقۍ ۱۴۲ غږوونکي وسایل او لاوډسپیکرونه سوځول شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت په موسیقي او د موسیقۍ د الاتو په غږولو بندیز لګولی دی او سندرغاړو تهیې هم د فعالیت اجازه نهده ورکړې.
عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطان او نسايي ولادي روغتونونو د جوړولو کار پیل کړ
عزیزي ګروپ د چهارشنبې په ورځ کابل کې د سرطان د درملنې د یوه روغتون د جوړولو د کار د عملي پیل خبر ورکړ.
د ګروپ مشر میرویس عزیزي خبریالانو ته وویل چې په یاد روغتون کې به درملنه وړیا وي او ترڅنګیې د نسايي ولادي یو روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړېږي.
عزیزي خیریه بنسټ ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې وویل چې د «بيبي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د عزیزي پر شخصي ځمکه جوړېږي.
فرشتې عزیزي د میرویس عزیزي لور، په ۲۰۲۴ کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ۲۳ کلنۍ ژوند له لاسه ورکړ.
یاد طبي کمپلکس به چې اداري او مقدماتي چارې یې بشپړې شوې دي، ۴۰۰ بستریز د سرطان د ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون او ۲۰۰ بستریز زېږنتون ولري.
تېره میاشت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون د جوړولو خبر ورکړی و.
په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې وروستیو کې وویل چې د نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر بنسټ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شمېر نهتأییدوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت په دوران کې یاد وزارت ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو لهمنځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.
سره صلیب: افغانې ښځې له ګڼو روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، د مهارتونو د زدهکړې او عاید ترلاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دې سازمان د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ملاتړو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د ښځو وړتیاوې پیاوړې او د هغوی د ژوندانه وضعیت بهتر کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ټینګار کړی چې فعالیتونهیې د ښځو پر مسلکي زدهکړو او د هغوی د ظرفیت په لوړولو متمرکز دي، څو د دوامدار عاید د فرصتونو په برابرولو سره د کورنیو اقتصادي توان پیاوړی او له بېوزلۍ سره د مبارزې وړتیا یې زیاته کړي.
یادې کمېټې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې اقتصادي ناورین او زیاتېدونکو محدودیتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.
کمېټې ټینګار کړی و چې د ښځینه روغتیاپالانو شتون او روزنه د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د طالبانو حکومت نهیوازې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، بلکې په روغتیايي روزنیزو مرکزونو کې یې د ښځو او نجونو زدهکړې هم منع کړې دي.