د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۰

خبرونه

هسپانیې په نړیوال جام کې سعودي ته درنه ماته ورکړه

د هسپانیې او سعودي د لوبې یو انځور
د هسپانیې او سعودي د لوبې یو انځور

د هسپانیې د فوټبال ملي ټیم په نړیوال جام کې سعودي عربستان ته څلور پر صفر درنه ماته ورکړه.

لامین یامال یو او میکل اویارزابال دوه ګولونه ووهل. څلورم ګول د سعودي د لوبغاړي په تېروتنې ترسره شو.

بل پړاو ته د تګ لپاره دا بریا د هسپانیې په خاطر ډېره مهمه بلل کېږي.

هسپانیه چې د اروپا او نړۍ د فوټبال له پياوړو لوبډلو ده د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د کیپ وردي په وړاندې لوبه له ګول پرته مساوي پای ته رسولې وه.

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی

افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند

لومړني افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلي مومند د یکشنبې په ورځ د جون ۲۱مه د جرمني د شتوتګارټ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

دی د مړینې په وخت ۶۷ کلن وو او ویل کېږي چې له سرطان ناروغۍ کړېده.

د ښاغلي مومند د مړینې خبر د هغه د کورنۍ د غړو په حواله په افغان رسنیو کې ډېر منعکس شوی.

جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر شیرولي شیر هم ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې ښاغلی مومند د یکشنبې په ورځ وفات شوی.

عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې.

مومند له فضا څخه په افغانستان کې له خپلې مور سره خبرې وکړې.

دی چې په افغانستان کې د غزني ولایت و د کورنیو جګړو پر مهال جرمني ته کډوال شو او هلته له خپلې مېرمنې او دریو اولادونو سره اوسېده.

ښاغلی مومند کلونه وروسته په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د هغه د سفر ۲۵ کلیزه وه، افغانستان ته ولاړ او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو.

ایران یو افغان تبعه اعدام کړی؛ ۷۰ کلن همایون نورزهي د مخدره موادو په تور په اعدام محکوم و

انځور سمبولیکه بڼه لري
انځور سمبولیکه بڼه لري

د ایران د بشري حقونو سازمان «هەنگاو» وایي ایراني چارواکو د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل په مرکزي زندان کې یو سپین ږیری افغان تبعه همایون نورزهي اعدام کړی دی.

دغه ناروې میشتي سازمان یکشنبه ناوخته لیکلي چې دا افغان تبعه دوه کاله مخکې نیول شوی و او د مخدره موادو اړوندو جرایمو په خاطر په اعدام محکوم و.
اویا کلن همایون نورزهي یکشنبه سهار د زابل په زندان کې اعدام شوی.

د ایران دولتي رسنیو او د دغه هیواد د قضايي قوې رسمي سرچینو لا تر اوسه دا خبر نه دی اعلان کړی.

تېره پنجشنبه هم د عبدالله جلالي په نوم یو افغان تبعه د مخدره موادو د جرمونو اړوند په زاهدان زندان کې اعدام شوی.

د بشري حقونو سازمانونو په ایران کې د دغو اعدامونو په دوام نیوکه کړې ده.

د راپورونو له مخې اکثر دا کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

قطر د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ

قطر د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ.

قطر، چې د ایران او امریکا ترمنځ له منځګړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، نن اعلان وکړ چې د واشنګټن او تهران د استازو ترمنځ په منځني ختیځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو په هدف په سویس کې خبرې اترې پیل شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړې کچې کمېټې لومړۍ غونډه د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او دوو منځګړو هېوادونو، یعنې د قطر او پاکستان د استازو په ګډون پیل شوې ده.

قطر همداراز هیله څرګنده کړې چې د دغو غونډو په نتیجه کې " یو هر اړخیز او دوامداره تړون ترلاسه شي، داسې تړون چې د تفاهم ‌لیک ټول مطرح شوي موضوعات پکې شامل وي."

تېره اوونۍ امریکا او ایران یو تفاهم ‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې اوربند وغځول شو او دواړو لورو هوکړه وکړه چې د ۶۰ ورځو لپاره د نورو موضوعاتو په اړه، لکه د ایران د اټومي پروګرام او د بډایه شویو یورانیمو د زېرمو د برخلیک په اړه خبرې اترې وکړي او وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

خو د ایران د پلاوي ویاند اسماعیل بقایي تر دې وړاندې ویلي وو چې د یکشنبې د ورځې د مذاکراتو اصلي اجنډا به په لبنان کې په روانې جګړې متمرکزه وي.

بیله روس ته د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خبرداری

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ګاونډي هېواد بلاروس ته چې د روسیې نږدې متحد بلل کېږي خبرداری ورکړی چې هغه سیګنالي تجهیزات دې لرې کړي چې د ده په خبره روسیه یې د اوکراین پر هدفونو د برید لپاره کاروي، که نه نو کییف به پخپله اقدام وکړي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د دې خبرې معنی څه ده، هغه (د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکو) نه غواړي په جګړه کې ښکېل وي؟ نو دا تجهیزات دې لرې کړي، یا دې بند کړي. زما په اند یوه اوونۍ ورته کافي ده."

زیلینسکي زیاته کړه: "که دا کار ونه کړي، موږ به یې وکړو." خو هغه د دې خبرې نور جزیات ورنه کړل.

زیلنسکي ویلي چې دا سیګنال لېږدونکي سټېشنونه د بلاروس په دوو سرحدي سیمو کې دي او د روسي ځواکونو له خوا د اوکراین د بریدونو پر مهال د هدف ټاکلو او مسیرښودلو لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول د ملکي کسانو پر ضد بریدونو کې.

مینسک د اوکراین د ولسمشرد دغه خبرداري په اړه تراوسه غبرګون ندی ښودلی.

قزاقستان او افغانستان د ۳ میلیارډه ډالرو سوداګرۍ هدف ټاکلی

قزاقستان او افغانستان د خپلو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په ترڅ کې په راتلونکو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ۳ میلیارده امریکايي ډالرو هدف ټاکلی دی.

د کاسپین پوست ورځپاڼې د راپورله مخې دا هدف په کابل کې د قزاقستان ـ افغانستان د کلني سوداګریز فورم پر مهال مطرح شو، چې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي په کې د سوداګرۍ، پانګونې او صنعتي همکاریو د پراختیا دلارو چارو په اړه په خپلو ویناوو سره پرانیست.

په دې فورم کې د قزاقستان له ۵۰ څخه زیاتو شرکتونو ګډون کړی و، چې د کرڼې، انجینرۍ، ټکنالوژۍ، کیمیاوي صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

تمه کیږي له دې غونډې وروسته دواړه لوري افغانستان ته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ د ګرځنده تشخیصي طبي تجهیزاتو د ۴۵۰۰ دستګاوو د سپارلو لپاره د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړي.

دغه پرمختللي تجهیزات به د روغتیايي خدماتو د ښه والي، چټکو طبي معایناتو او په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د ناروغیو د تشخیص په برخه کې مهم رول ولوبوي. د راپورله مخې دا قرارداد د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

سینټکام: د هرمز تنګی د کشتیو د تګ راتګ پرمخ خلاص دی

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې د هرمز تنګی پرانیستی او د کشتیو خوندي تګ راتګ له دې سمندري لارې نه دی درېدلی. تردې مخکې د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د اسرائیل له خوا د لبنان په جنوب کې د بریدونو د دوام په غبرګون کې، د هرمز تنګی به یو ځل بیا د کشتیود تګ راتګ پرمخ وتړل شي.

د دې اعلامیې له مخې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي خبري اژانس (صدا و سیما) د شنبې ورځې له غرمې وروسته، خپره کړې، ویل شوي چې دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم ‌لیک د لومړۍ مادې په پلي کولو کې د امریکا د "ښکاره ژمنې ماتونې او بد ژمنۍ" او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د اسرائیل له خوا د اوربند د "پرله‌ پسې سرغړونو" په غبرګون کې شوې ده.

یوې ډیپلوماتیکې سرچینې سي بي اس ته ویلي چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ په پیلیدونکو خبرو کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ د شخړو د موضوع په اړه به هم د دواړو لورو پلاوي یوه بیړنۍ غونډه وکړي. د دې سرچینې په خبره د اسراییل، لبنان او حزب الله استازي به په دې غونډه کې حضورونه لري خو هغه د دې خبرې ښکارندويي کوي چې د دغې جګړې د پرمخ وړلو په اړه د واشنګټن دریځ بدل شوی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس کې پیلیږي

ټاکل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس کې پیل شي.

د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس چې په دې خبرو کې به د امریکایي پلاوي مشري کوي، نن یکشنبې سویس ته ورسید. نوموړی به د امریکایي مرکچي پلاوي له نورو غړیو، سټیو ویټکاف او جرد کوشنیرسره چې له مخکې په سویس کې دي، یوځای شي.

د ایران د پارلمان د ریس محمد باقرقالیباف په مشرۍ لوړپوړی پلاوی بیګا ناوخته د سویس زوریخ ښار ته رسیدلی. په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي او همدارنګه د بانکدارۍ او تیلو لوړپوړي چارواکي شامل دي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې دا ښيي چې د بندیزونو لرې کول او اقتصادي بیا رغونه لا هم د تهران د محاسبو او پرېکړو مهم محورونه دي.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره سویس ته ځي

تمه ده د امریکا د ولسمشر مرستیال سویس ته سفر وکړي

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې جي ډي ونیس د یکشنبې په ورځ زوریخ ته ځي.

ونیس د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي و چې هغه به په دوه ورځني سفر سویس ته لاړ شي.

د شنبې په ورځ د ایران د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زوریخ ته رسیدلي وو.

د راپورونو له مخې، د امریکا د مذاکراتي ټیم بل غړی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم هم په زوریخ کې دي.

تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات دا ځل په سویس کې ترسره شي.

د هند د کریکټ ملي لوبډلې په ۹ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هند د کریکټ ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان او هند د کریکټ لوبډلو ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه افغانستان کې د ټاس له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ چې په ۴۴ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره واتونید هند ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړي.

خو د هند لوبډلې په ۲۸م اوور کې ۲۲۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

این سومین دور از مسابقات یک روزه بود که میان افغانستان و هند برگزار شده بود.

دا د افغانستان او هند د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو دریمه لوبه وه.

هند د ټورنمنټ مخکیني دوه لوبې ګټلي وې او د دې لوبې په ګټلو سره يې دا لړۍ وګټله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG