د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۵

خبرونه

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له پاکستان وغوښتل چې د افغانانو جبري ستنول ودروي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې(MSF) له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو جبري ستنول ودروي. دې ټولنې د سې شنبې په ورځ د جولای په ۲۸ په یوه راپورکې وویل، هغه محرومې ټولنې او هغه کسان چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې له زیان او خطر سره مخامخ کېږي، باید په رسمي توګه وپېژندل شي او لازم قانوني او بشري خوندیتوب ورته برابر شي.

د بې ‌پولو ډاکټرانو ټولنې د کډوالو پر روغتیایي خدمتونو د پاکستان د حکومت د ناقانونه بهرنیانو د بیرته ستنولو د پلان د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوشمیرکډوالو ورته ویلي چې د نیول کېدو له وېرې او دا چې په روغتیايي مرکزونو کې یې اسناد وپلټل شي خپله درملنه ځنډوي یا ترې تېرېږي. د دې ټولنې په خبره دغه وضعیت هغه روغتیایي ستونزې رامنځته کړي چې د مخنیوي وړدي او په هغو کې د خوارځواکۍ او د امیندوارۍ د پیچلتیاوو پېښې هم شاملې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د ناقانونه کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ پیل کړه چې په لومړي پړاو کې یې بې اسناده افغانان په نښه کړل او وروسته یې دا پلان هغو ثبت ‌شویو کډوالو ته هم وغځاوه چې د افغان تابعیت (ACC) یا PoR) کارټونه یې لرل.

پاکستان د روان کال د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د ټولو هغو افغانانو چې په هغه هیواد کې د اوسیدو اجازه نه لري، د نیولو او افغانستان د استولو لړۍ ګړندۍ کړې چې تراوسه یې په سوونو کسان د دغه نوي بهیرپه ترڅ کې افغانستان ته لیږلي دي.


سعودي عربستان وایي چې په عراق کې یې د ایران پر ملاتړو ډلو بریدونه کړي دي

سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد وسله والو ځواکونو د امریکا د پوځ له مرکزي قوماندانۍ سینټکام سره په همغږۍ په عراق کې د ایران پلوه ډلو پر ضد "هدفي" بریدونه ترسره کړي دي. ریاض دغه ډلې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسؤلې بولي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان وکړ چې دا عملیات په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د څه باندې ۳۰ ډرون بریدونو وروسته ترسره شول. د سینټکام په وینا، د ډرون دغه بریدونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک له خوا پر امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو د په نښه کیدو لپاره رهبري کېدل.

د سعودي عربستان دفاع وزارت وویل چې په دغو بریدونو کې په عراق کې هغه ډلې په نښه شوې چې د سعودي عربستان د الشرقیه ولایت د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو تور پرې لګېدلی دی. دې وزارت زیاته کړه چې ریاض د کړکېچ د زیاتولو غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول " یرغل" پر وړاندې به ځواب ورکړي.

جرمني ۳۱ افغانان بیرته افغانستان ته استولي چې یوه یې کوم جرم نه وو ترسره کړی

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، په یوه چارټرالوتنه کې یې ۳۱ افغانان بیرته افغانستان ته ولیږل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ د جرمني په جنوب کې خبریالانو ته وویل، هغه کسان چې د سې شنبې په ورځ افغانستان ته استول شوي، " ډیری یې ډېر خطرناک او خطرناک مجرمان وو، چې د قتل، جنسي تېري او تاوتریخوالي جرمونه یې ترسره کړي وو."

هغه زیاته کړه، په الوتکه کې یو داسې کس هم و چې په کوم جرم نه و محکوم شوی، خو پر هغه هم له جرمني د ایستلو لازمي حکم نافذ و. د نوموړي په وینا، دغه کس مخکې په یوه بل اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه، خو وروسته بېرته جرمني ته ستون شوی و.

د دغو افغانانو ستنول د هغې هوکړې پربنسټ ترسره شوي چې د طالبانو له حکومت سره شوې او له مخې یې د جرمني حکومت کولای شي د دریم ګړو هیوادونو له ښکیلتیا پرته افغانستان ته د افغانانو د بیرته ستنولو لړۍ په منظم ډول مخ ته یوسي.

له ۲۰۲۴ کال راهیسې، چې جرمني افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر بیا پیل کړی، تر اوسه یې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان بېرته افغانستان ته استولي دي. د بشري حقونو د سازمان امنېسټي انټرنېشنل په وینا، لږ تر لږه یو له دغو بېرته ستنول شویو کسانو وروسته وژل شوی دی.

ملګري ملتونه: افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي

افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي.
افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې رسنۍ لاهم تر فشار لاندې دي.

دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ‌یې خپور کړی کړی او ویلي یې دي چې د یوناما د بشري حقونو څانګې د خبریالانو د توقیف او د رسنیو د فعالیتونو د ځنډولو څو پېښې مستندې کړي چې هغه د دې څرګندونه کوي چې د رسنیو سکټور لاهم په یوه ستونزمن چاپېریال کې فعالیت کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور په دې هېواد کې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر جون پورې موده رانغاړي.

په دغه راپور کې د واکمنو چارواکو له‌خوا پر رسنیو د فشارونو په اړه د خبریالانو د نیول کېدو او د رسنیو د تړل کېدو د څو پېښو یادونه شوې او دغه‌راز ویل شوي چې یو شمېر رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

جرمني یوه بله ډله افغانان بېرته افغانستان ته واستول

ارشیف، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته له جرمني څخه د یو ډله افغان پناه غوښتونکو ایستل
ارشیف، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته له جرمني څخه د یو ډله افغان پناه غوښتونکو ایستل

جرمني یو ځل بیا افغانان د چارټر الوتنې له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو افغانانو د سپرلۍ الوتکه د سې شنبې سهار وختي د جرمني د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه د کابل پر لور والوتله.

تر اوسه د دغو افغانانو په اړه چې دوی څومره کسان وو او د کومو لاملونو له امله بېرته افغانستان ته واستول شول، نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

خو د جرمني د ختیځ ایالت ساکسوني د کورنیو چارو وزارت د دغو افغانانو د ډیپورټ بهیر تأیید کړی دی.

په کابل هوايي ډګر کې هم عیني شاهدانو ویلي چې یو شمېر کورنۍ د خپلو خپلوانو د ورتګ د هرکلي لپاره راټولې شوې وې او چارواکو ورته ویلي چې د ډیپورټ شویو د نومونو د ثبت او پوښتنو ګروېږنو وروسته ښایي خوشې شي، خو کله چې له کورنیو یې تضمین ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د دغو افغانانو ستنول د هغې هوکړې پر بنسټ ترسره شوي چې د طالبانو له حکومت سره شوې او له مخې یې د جرمني حکومت کولای شي د درېیم‌ګړو هېوادونو له ښکېلتیا پرته افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول مخ ته یوسي.

د جرمني حکومت ویلي هغه افغانان چې په دې هېواد کې یې درانه جرمونه ترسره کړي او نور هغوی چې د پناه غوښتنې یې رد شوي بېرته افغانستان ته لېږي، خو منتقدین وایي چې د جرمني حکومت له بشري حقونو څخه د سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې محدودیتونو سره سره طالبانو ته رسمیت ورکړی او هم‌یې هغوی ته امتیاز ورکړی.

د راپور له مخې په دغو امتیازاتو کې دا هم شامل دي چې په جرمني کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو استازولیو کې د طالبانو ډیپلوماتانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

له سوونو زیانګالو افغان ښځو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستې

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنو سره د سره صلیب مرستې
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنو سره د سره صلیب مرستې

د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان په څو ولایتونو کې له سوونو زیانګالو ښځو سره د مرستې خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د دې کمېټې څانګې د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په پروان، کندهار او خوست ولایتونو کې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ زرو زیانګالو امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو ته نغدې مرستې او د تغذیې په اړه روزنه ورکړې ده.

د سره صلیب په وینا دا مرسته له میندو سره مرسته کوي چې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او د خپلو کورنیو لپاره د دسترخوان پر سر مقوي خواړه کېږدي.

یو شمېر زیانګالو مېرمنو سره دا مرسته داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د تېرې یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که په روان کال کې لازمه بودجه ترلاسه نه‌کړي، نو په افغانستان کې به میلیونونه ماشومان له ژوند ژغورونکو روغتیایي او تغذیوي خدمتونو بې‌برخې شي.

د اوچا په خبره د بودجې کمښت په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونو ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې پروګرامونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت وړاندیز کړی

هرمز تنګی
هرمز تنګی

روېټرز خبري اژانس ته باخبره سرچینو ویلي چې عمان، د خلیج هېوادونو په ملاتړ، ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره یو پلان وړاندې کړی دی.

د دې طرحې له مخې، د دغه مهمې سمندري لارې مدیریت به په ګډه ترسره کېږي او له تېرېدونکو کښتیو څخه به د خدمتونو په بدل کې اختیاري فیسونه اخیستل کېږي.

دا طرحه داسې مهال وړاندې شوې چې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر په تېرو نږدې دوو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړو زور اخیستی و.

د روېټرز په وینا، امریکا غواړي چې د هرمز تنګي وضعیت له جګړې مخکې حالت ته وروګرځي او کښتۍ د دې تنګي له لارې له فیس پرته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي، خو ایران ټینګار کوي چې باید د دغې ستراتېژیکي سمندري لارې په مدیریت کې رول ولري.

تر اوسه تهران په رسمي ډول د عمان وړاندیز ته ځواب نه‌دی ورکړی، خو د دې هېواد چارواکو په وروستیو ورځو کې په تهران کې له ایراني چارواکو سره د دې طرحې په اړه خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له خپلو عماني او سعودي سیالانو سره په اړیکو کې د هرمز تنګي په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په اروپا کې د تودوخې نوې څپه؛ فرانسه او هسپانیه کې د ځنګلونو د اورونو د مهار هڅې روانې دي

د فرانسې په بوردو کې د ځنګلونو د اورلګیدنې یو انځور
د فرانسې په بوردو کې د ځنګلونو د اورلګیدنې یو انځور

د اروپا د مرکزي او لوېدیځو سیمو پر لور د تودوخې د نوې څپې له نږدې کېدو سره، د فرانسې او هسپانیې چارواکو د ځنګلونو د اورونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د دواړو هېوادونو چارواکو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې اوروژونکو د پراخو اورلګېدنو په مهار کې پرمختګ کړی، خو خطر لا هم شته.

په فرانسه کې ځايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د سوېل لوېدیځ په ژیروند سیمه کې اور تېره شپه نور نه دی پراخ شوی. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ به ستونزمنې وي او د دې بحران پر وړاندې مبارزه لا ډېرې چمتووالي ته اړتیا لري.

په هسپانیه کې هم چارواکو د مادرید لوېدیځ سیمه کې د اور د مهار د عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړی، خو د دغه هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د تودوخې نوې څپه به د چهارشنبې له ورځې پیل شي او د هېواد په ډېرو سیمو کې به د اورلګېدنې خطر زیات کړي.

د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په هسپانیه کې شاوخوا ۱۵۰ زره هکټاره او په فرانسه کې ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه د ځنګلونو په اورونو کې سوځېدلې ده.

ورسره هم‌مهاله، د پرتګال په شمالي او مرکزي سیمو کې هم څو اورلګېدنې دوام لري او تر زرو ډېر اوروژونکي د اطفایې الوتکو او چورلکو په مرسته د دغو اورونو د مهار هڅې کوي.

سپینه مانۍ کې دامریکا او اسرائیل دمشرانو غونډه

(له ښی خوا) صدراعظم بنیامین نتانیاهو ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ
(له ښی خوا) صدراعظم بنیامین نتانیاهو ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د اسرائیل صدراعظم،بنیامین نتانیاهو، د سې‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري. دا د ایران د جګړې له پیل وروسته د دواړو مشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

ټاکل شوې چې د غونډې اصلي موضوع د ایران جګړه او د واشنګټن هغه هڅې وي چې د خبرو اترو د پیل لپاره ترسره کېږي. دغه جګړه د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه. اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو په نوې څپه کې چې د اپرېل له اوربند وروسته یې زور واخیست، مستقیمه ونډه نه ده لرلې.

نتانیاهو واشنګټن ته له سفر مخکې وویل چې په دې لیدنه کې به د ټولو مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران، په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د اسرائیل موخه د خپل امنیت ساتل او د سیمې له هېوادونو سره د سولې اړیکو پراخول دي.

تمه ده چې په دې لیدنه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د شوې موافقې پلي کیدل، د غزې وضعیت او د بیارغونې لپاره یې هڅې هم وڅېړل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نتانیاهو د اسرائیل د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې د صدارت د بلې دورې د ګټلو لپاره هڅې کوي.

عمان د هرمز تنګي د مدیریت د څرنګوالي په اړه ایران ته د یو میکانیزم وړاندیز کړی دی

هرمز تنګی کې امریکايي پوځي بیړۍ
هرمز تنګی کې امریکايي پوځي بیړۍ

رویټرز خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ فارس خلیج کې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ چې عمان ایران ته دیوه ګډ سیمه ایز میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی چې له مخې به یې هرمز تنګي څخه د بیړیو د تیریدلو حق العبور په داوطلبانه ډول ورکول کېږي.

سرچینې چې نوم یې په راپور کې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې د عمان دغه وړاندیز د سیمې د هېوادونو له ملاتړ برخمن دي او داهم په کې راغلي دي چې ددې مهمې سمندري لارې کنټرول به یوازې د ایران په لاس کې نه وي.

ویل کېږي چې دغه وړاندیزکې د مالاکا تنګي د ادارې له ماډل څخه الهام اخیستل شوی چې د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ په ګډه اداره کېږي. د دې ماډل له مخې، بیړۍ دیاد تنګي څخه د تیریدو لپاره داوطلبانه فیس پرې کوي چې عواید یې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره لګول کېږي.

عمان تر دې مخکې په رسمي ډول ویلي چې د هرمز تنګي د مدیریت له هغې طریقې سره چې ایران یې غواړي موافق نه دی او ټینګار یې کړی چې د دې تنګي اداره باید د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شي.

له دې مخکې ایراني چارواکو تایید کړې وه چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه یې له عماني چارواکو سره خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې دا مهال یوازینۍ رسمي خبرې چې ایران پکې دخیل دی، د هرمز تنګي په اړه له عمان سره دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG