د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۲

خبرونه

د هند د کرکټ پخواني لوبډلمشر سریکانټ له افغانستان سره د راتلونکو سیالیو لپاره د هند پر غوره شوې پیاوړې ډلې نیوکه کړې

د هند پخواني لوبډلمشر کرېس سریکانټ د افغانستان پر وړاندې د هند د درې شل‌اوریزو لوبو لپاره د پیاوړې لوبډلې پرغوره کولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هند باید د ځوانو لوبغاړو د ازمېښت لپاره له دې لړۍ ګټه اخیستې وای.

سریکانټ وايي، هند د ایرلنډ او انګلستان په وړاندې له وروستیو پرله ‌پسې ماتو وروسته د بلې ناکامۍ له وېرې خپل تر ټولو پیاوړي لوبغاړي بللي او پیاوړه لوبډله یې غوره کړې ده. هغه دا پرېکړه «تېروتنه» بللې ده.

د افغانستان او هند ترمنځ درې شل‌ اوریزې لوبې د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې په نوي ډیلي کې ترسره کېږي. د هند په لوبډله کې جسپرېت بومرا، سنجو سمسون، ایشان کیشن او نور مخکښ لوبغاړي شامل دي. د افغانستان په کوربتوب دې لوبو لپاره د کرکټ بورډ له لوري له مخکې د رحمت شاه په مشرۍ لوبډله غوره شوې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان: په اګسټ کې ۸۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.

دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه ‌يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.

ملګروملتونو د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ تصویب کړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ"د نوامبر۲۷مه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه".

دا پریکړه لیک پرون جمعه په دې اسامبلۍ کې تصویب شو.

د ملګروملتونو اسامبلې د دې پریکړه د تصویب موخه د کم عمره ماشومانو د اجباري ودونو مخینوی یاد کړی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جبري او کم عمره ودونو قضیې پکې راپور شوي دي.

 پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي

پنځه اروپايي هېوادونه غواړي بې اسناده کډوال له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو مرکزونو ته وباسي.

جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ هڅه کوي د روان ۲۰۲۶کال تر پایه له اروپايي ټولنې د باندې د بې اسنادو او غیرقانوني کډوالو د اخراج لپاره په یو شمیر هېوادونو کې د کډوالو د مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وکړي.

دغو پنځو هېوادونو پرون جمعه په کوپنهاګ کې په یوه ناسته کې د کډوالو په اخراج هوکړه کړې خو د هغو هېوادونو نومونه يې نه دي یاد کړي چې د کډوالو د ساتنې مرکزونه به په کې وي.

د اروپا ټولنې شورا او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغو مرکزونو ته د کډوالو اخراج د کډوالۍ قوانیو خلاف کار دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دافغان کډوالو د مالونو د لیلام مسله څیړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پنجاب ایالت د چکوال په سیمه کې یې د افغان کډوالو د مالونو د لیلام موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

دغه سفارت پرون جمعه پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي چې یو پلاوی سیمې ته د ارزونې په موخه تللی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې يې طالبان سمبالوي وايي، له پاکستاني چارواکو سره د دې مسلې لپاره پر قانوني حللارې کار کوي.

سفارت د دې موضوع په تړاو نورو جزییات نه دي خپاره کړي.

خو له دې مخکې له پاکستانه یو شمیر راستنو شویو افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د کورونو سامانونه او مالونه يې په پاکستان کې پاتي دي او دوی په زور اخراج شوي.

پاکستان له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې چې لا هم دوام لري.

ترمپ خبرداری ورکړی چې د ایران پر کلنګ ګزلا غر برید کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جعمه د (سپټمبر۴مه) خبرداری ورکړی ښايي ډير ژر په ایران کې د کلنګ ګزلا پر غره برید وکړي.

دغه غر د نطنز سیمې ته څیر واقع دی، چیرته چې د ایران د اټومي پروګرام د بټو تاسیسات جوړ شوي دي.

لویدیزې استخباراتي ادارې وايي، د دې احتمال شته چې ایران په دې غره کې د یورانیم د غني کولو پروسه مخته یوسي.

خو کارپوهان بیا وايي، دا کمپلیکس د امریکا د خورا قوي سنګر ماتونکو بمونو له لاسرسي وتلې سیمه ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت ویلي و،" لا مو له ایران سره کار نه دی خلاص شوی".

هغه خبرداری ورکړی و چې د امریکا بله موخه په "کلنګ ګزلا" غره د تاسیساتو په نښه کول دي.

اوچا: د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې مو ثبت کړي

ارشیف، د یو مرستندویه ادارې تر ملاتړ لاندې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې یو وسله‌وال طالب
ارشیف، د یو مرستندویه ادارې تر ملاتړ لاندې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې یو وسله‌وال طالب

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د بشري مرستو د وېش په برخه کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې يې ثبت کړي.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۳مه) پر خپلې وېب‌پاڼې په یو راپور کې ویلي چې "د روان کال له جولای میاشت راهیسې د بشري مرستو په وېش کې د لاس‌وهنې ۳۰ قضیې ثبت شوي چې ۱۶ مورده‌يې د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې دي".

د اوچا په خبره، تر ټولو ډېرې قضیې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې "د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کارکوونکو په ګمارنه کې د لاسوهنې، د ښځینه کارکوونکو لپاره د محرم اړتیا او کاري محدودیتونه او د مرستو ځایونو ته د خلکو د لاسرسي اړوند قضیې هم ثبت شوې دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دې ادارې په هرات ولایت کې د خپلو دوو کارکوونکو د نیول کېدو یادونه کړې او ویلي چې دغه کسان ډېر وخت په توقیف کې پاتې شوي دي.

د دې ادارې په ټکو "له کارکوونکو سره‌يې د توقیف پر مهال تاوتریخوالی شوی دی".

اوچا په خپل راپور کې دا نه‌ده روښانه کړې چې کومو کسانو یا ډلو د بشري مرستو په وېش کې لاس‌وهنه کړې ده.

فرانسه کې د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي

ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.
ارشیف، په فرانسه کې خلک د ګرمې هوا د تېښتې لپاره په یخو اوبو لامبي.

په فرانسه کې روغتیايي چارواکي وايي "سږ کال د ګرمې هوا له کبله شاوخوا ۷ زره کسان مړه شوي دي".

د دې هېواد د روغتیا وزیر سټیفن رېسټ د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) وویل: "دا شمېرې وروستۍ نه‌دي او د راتلونکې اوونۍ په پای کې به وروستۍ شمېرې اعلان کړي."

له دې مخکې د روغتیا وزارت ویلي و چې د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د نږدې ۶ زره کسانو مړینه ثبت شوې وه.

د فرانسې په ګډون په ډېر شمېر اروپايي هېوادونو کې سږکال د تودوخې کچه له ۴۰ درجې سانټي ګراډ لوړه شوې وه.

امریکا په ترکیه کې د ایران پر درې بنسټونو بندیزونه ولګول

آرشیف
آرشیف

د امریکا د خزانې وزارت په ترکیه کې پر درېیو ایراني بنسټونو بندیزونه ولګول.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) په ترکیه د ګولډن ګلوبل بانک درې څانګې د ایران قدس ځواکونو ته د میلیونونو ډالرو د معاملو په برابرولو تورنې کړې دي.

د دې وزارت په خبره، ګولډن ګلوبل د ایران حکومت ته اسانتیاوې برابرې کړي څو یو شمېر نړیوالو بانکونو ته لاسرسی ولري.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: "لا هم یو شمېر مالي ادارو ته د دې منل ستونزمن دي چې موږ پر ایران د اقتصادي بندیزونو د وضع کولو په برخه کې جدي یو."

بسنټ د تېرې یکشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس کې په یوه مرکه کې ویلي چې تمه ده امریکا هره اوونۍ پر ایران تازه بندیزونه ولګوي چې تر ډېره به پر بانکونو متمرکز وي.

ګولډن ګلوبل په ترکیه کې یو ایراني بانک دی چې څو څانګې لري.

روسي بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین یوه امنیتي اداره په نښه کړې

کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید
کیف کې پر یوې امنیتي ادارې د روسي بې‌پیلوټه الوتکو برید

روسي بې‌پیلوټه الوتکو په کیف کې پر یوې امنیتي ادارې برید کړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) پر خپل ټلګرام د دې برید خبر ورکړی او ویلي دي "بې‌پیلوټه الوتکو د امنیتي خدمتونو پر ادارې برید کړی چې غچ به اخلو".

د کیف ښارول ویلي چې په برید کې اووه کسان ټپیان شوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې امنیتي چارواکي په ټپیانو کې شامل دي او که نه.

دا ۱۰مه پرله‌پسې ورځ ده چې روسي بې‌پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کیف په ګډون د اوکراین بېلابېل ښارونه په نښه کوي.

د روسیې د تېرې اوونۍ په بریدونو کې کیف ته څېرمه د میلا په کلي کې ۳۷ کسان ووژل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG