د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۷

خبرونه

ولسمشر ټرمپ وايي، نه غواړي ایران ته پوځیان ولېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې نه غواړي امریکايي پوځیان د ایران خاورې ته واستوي.

هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظم سره د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به خپل پوځیان ایران ته ولېږي، وویل: «نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل هم چې دا کار وکړم، تاسو ته به مې نه ویل.»

له دې څو ساعته مخکې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې ښايي د ټرمپ اداره منځني ختیځ ته د زرګونو پوځیانو پر استولو او د ایران پر ضد د عملیاتو په پراخولو غور کوي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي، او زیاته یې کړه چې نتانیاهو له دې موضوع سره موافقه کړې ده.

څو هیوادونو په هرمز تنګي کې د بېړیړو د تګ راتګ ساتنې ته چمتووالی وښود

څو اروپايي هېوادونو له جاپان او کاناډا سره په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی چمتو دي د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د هرمز تنګې په ساتنه کې برخه واخلي او د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره ګامونه پورته کړي.

په دې اعلامیه کې چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ له خوا خپره شوې، پر سوداګریزو کښتیو او ملکي زیربناوو—په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر تاسیساتو د ایران وروستي بریدونه غندل شوي او د دې مهمې لارې د «عملي بندېدو» په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ چمتو یو چې د مناسبې همکارۍ له لارې د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره برخه واخلو، او د هغو هېوادونو د ژمنتیا هرکلی کوو چې لومړني پلانونه جوړوي. همدارنګه، موږ به د ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي بنسټونو له لارې د هغو هېوادونو ملاتړ وکړو چې ډېر زیانمن شوي.»

دغو هېوادونو له ایران څخه وغوښتل چې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندو بریدونه، د ماینونو ښخول او هر ډول هڅې چې دا حیاتي سمندري لار بندوي، سمدستي ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.

د کویت پر یوه چاڼځای د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول

ارشیف
ارشیف

په کویت کې د «مینا الاحمدي» د تېلو د تصفیې پر فابریکې د جمعې په سهار (۲۹ حوت) د څو بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول.

د کویت د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید له امله د دې چاڼځای ځینو برخو اور اخیستی دی.

د کویت چارواکو ویلي چې د فابریکې په ځینو برخو کې فعالیتونه درول شوي، خو په دې پېښه کې د سر زیان نه دې پېښ شوی او د ژغورنې ډلې د اور وژلو هڅه کوي.

له کله چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالات امریکا جګړه پیل شوې، پر دې چاڼځای دا څویم برید دی.

پراسراییل د ایران د توغندویي بریدونو دوام

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ وروسته له هغه چې د اسراییل پوځ د ایران له لوري د راکټونو د توغولو خبرداری ورکړ، د اسراییل په شمال کې د حیفا بندري ښار کې د تېلو یوه تصفیه‌ خانه تر برید لاندې راغلې ده.

د اسراییل دولتي شبکې «کان ۱۱» هغه انځورونه خپاره کړي چې ښیي د دې تصفیه‌ خانې له ساحې څخه اسمان ته تور لوګي پورته کیږي.

دې شبکې په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د خطرناکو موادو د لیک کیدو په اړه کومه اندېښنه نشته.

د اسراییل د انرژۍ وزیر، الي کوهن، د دغو راپورونو په غبرګون کې د حیفا پر تصفیه‌ خانې برید تایید کړی خو ویلې یې دي چې لوی زیان یې نه دی پیښ کړی.

کوهن زیاته کړه چې د اسراییل په شمال کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرې شوې وه، خو وروسته بېرته وصل شوه.

ټرمپ: "نیت نه لري چې ایران ته ځواکونه ولیږي"

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې نیت نه لري امریکایي ځواکونه ایران ته ولیږي.

هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سره د کتنې پر مهال، له خبریالانو سره د ایران د جګړې په اړه د خبرو پر مهال وکړه.

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به ایران ته پوځیان ولېږي، وویل: "نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل چې دا کار وکړم، تاسو ته مې نه ویل."

تر دې څو ساعته وړاندې، د رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ډونالډ ټرمپ اداره منځني ځتیځ ته د زرګونو پوځیانو د لېږلو او د ایران پر ضد د عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه وویل چې هغه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو څخه غوښتي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي او زیاته یې کړه چې نتانیاهو هم له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

نن جمعه د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده

نن جمعه د کب یاحوت ۲۹ په سعودي عربستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون پنجشنبې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

سعودي عربستان د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې پنجشنبه د روژې د میاشتې دېرشمه ورځ او جمعه د اختر لومړۍ ورځ ده.

د هغو هیوادونو په ډله کې چې نن جمعه یې د کوچیني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویت، یمن، لبنان او عراق او همدارنګه فلسطیني اداره شامل دي.

د افغانستان د بزکشي لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله

د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډلې د نړیوالو سیالیو په درېیمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ د منګولیا لوبډله ۷ صفر ماته کړه.

افغانستان له دې بریا سره ۹ نمرې ترلاسه کړې او له بي ګروپ څخه یې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې هم ښې پایلې لرلې؛ د چهارشنبې په ورځ یې د روسیې لوبډله ۵ صفر او د سه ‌شنبې په ورځ یې د هنګري لوبډله ۱۴ صفر ماتې کړې وې. قزاقستان د بزکشۍ د دې نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي. په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ۹ نورو هېوادونو لوبډلې هم ګډون لري.

په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژل کیدو د شمیر هیوادونو چارواکو ژوره اندیښنه څرګنده کړه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان او پاکستان کې وروستي پرمختګونه له نږدې څاري او د جګړې له امله د ملکي وګړو د زیاتېدونکو تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د لنډمهالي اوربند د اعلان هرکلی کوي.

په بیان کې له دواړو لورو غوښتنه شوې چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي هم د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د موقتي اوربند هرکلی کړی دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې بریتانیا د تروریزم ټول ډولونه غندي او د ملکي وګړو د خوندیتوب او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کوي.

اسلام آباد او کابل د چهارشنبې په شپه د کب په ۲۷ اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، په موقتي ډول خپلمنځي نښتې دروي.

په همدې حال کې، طلوع نیوز د ځايي سرچینو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راپور ورکړی چې د پنجشنبې سهار د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یو موټر ویشتل شوی او سیند ته لوېدلی دی. ویل شوي چې په دې پیښه کې یوه ښځه وژل شوې، یو بل کس ټپي شوی او پنځه تنه لا هم لا درکه دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو لوی درستیز حافظ فصیح الدین فطرت د کوچیني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې له شوي اوربند سره سره د پاکستان له لوري د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د سرغړونو موارد لیدل شوي چې د تکرار په صورت کې به یې حکومت له غبرګون پرته بله چاره ونه لري.

د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه

دمارچ په اتلسمه په نیویارک کې د اسهامو د تبادلې د بازار د شمیرو مانیټور ،
دمارچ په اتلسمه په نیویارک کې د اسهامو د تبادلې د بازار د شمیرو مانیټور ،

منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.

د پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.

دا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .

اروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.

د پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو هیوادونو دتیلو په تصفیه خانو بریدونه وکړل چې لدې جملې قطر کې د راس لفان تاسیساتو ته چې په نړۍ د مایع ګاز ترټولو لوی هغه دي پراخ زیان اوښتی دی.

دغو بریدونو د انرژۍ دتامین په برخه کې نوې اندیښنې رامینځ ته کړې.

اسرائیل ایران باندې د بریدونو لمن پراخه کړه

اسرائیل تیره شپه په ایران د خپلو بریدونو ساحه پراخه کړه او وايي چې دهیواد په شمال کې یې هوايي بریدونه کړي دي>

اسرائیلي رسنۍ وايي کسپین سمندرګي کې ایراني جنګي بیړۍ ویشتل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو په فارس خلیج کې د ایران د انرژۍ په زیربناوو هم بریدونه کړي دي.

په ځواب کې یې ایران په خلیج کې د عربي هیوادونو د ګازو او تیلو په تاسیساتو بریدونه کړي.

د بریدونو د لمنې پراخیدو سره ایران دا ګواښ هم کړی دی چې جګړه کیدای شي له کنټروله بهر شي.

د فبروري په ۲۸ مه د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرائیلي ځواکونه د ایران په شمال کسپین سمندرګې کې بریدونه کوي ، مخکې یې اکثر بریدونه په تهران ، د ایران په منځنۍ برخه، او ددغه هیواد په لویدیځو سیمو متمرکز وو.

اسرائیلي رسنۍ وايی د کسپین سمندرګې په ساحلي "بندر انزلي" ښار کې دایران د سمندري ځواکونو بیړۍ په نښه شوي دي.

دغه رپوټونه په سملاسي توگه تایید شوي نه دي او د بریدونو د اغیزو په هکله هم معلومات نه دي ترلاسه شوي .

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG