خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاتوي
د افغانستان «برښنا» شرکت وایي، تاجکستان موافقه کړې چې افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي، خو د دې زیاتوالي دقیقه اندازه نهده اعلان شوې.
برښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي چې د دې شرکت پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئیس سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.
د برښنا په وینا، د تاجکستان پلاوي په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین د جوړولو پلان هم مطرح کړی دی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وخت ناوخت د صادروونکو هېوادونو د برېښنا په شبکو کې تخنیکي ستونزې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سنبلې په لومړیو کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې له یوې تخنیکي ستونزې سره مخ شوه چې له املهیې د افغانستان په څو ولایتونو کې برېښنا پرې شوه او د دغو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له اوږد پرېکون سره مخ شول.
مسکو ناټو ته د اټمي وسلې د کارولو خبرداری ورکړ
مسکو ناټو ته خبرداری ورکړی که د روسیې له نورو برخو سره د دغه هېواد د کالینینګراد سیمې د اړیکې د پرې کولو هڅه وکړي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسله وکاروي.
کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن او د ناټو د دوو غړو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ موقعیت لري.
روېټرز د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی.
په سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیمګیرۍ په مراکزو د برید لامل شي.
ناټو د دغه سند ترلاسه کول تأیید کړي او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره ګواښ نهدي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.
له برېګزېټ ۶ کاله وروسته؛ اروپایي ټولنې ته د بریتانیا د بېرته ستنېدو احتمال
د بریتانیا صدراعظم د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» اروپايي اتحادیې ته د دې هېواد د بېرته ستنېدو احتمال د «واقعي انتخاب» په توګه مطرح کړ.
انډي برنهام د بریتانیا لومړنی صدراعظم دی چې له برېګزېټ وروسته په ښکاره ډول اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو خبره کوي.
هغه له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي چې چمتو دی له بروکسل سره د لندن د اړیکو په اړه د ټولو انتخابونو ګټې او زیانونه په دقت وڅېړي او که د بریتانیا اکثریت وګړي یې وغواړي، نو اروپايي اتحادیې ته د دغه هېواد د ستنېدلو وړاندیز به وکړي.
د یوې نظر پوښتنې نتایج چې درې میاشتې مخکې ترسره شوې ښيي چې که ټولپوښتنه وشي، ۵۵ سلنه رأیه ورکوونکي به اروپايي اتحادیې ته د خپل هېواد د بېرته ستنېدو لپاره رأیه ورکړي.
بریتانیا د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې له یوې ټولپوښتنې وروسته په رسمي ډول له اروپايي ټولنې ووتله.
په اسلام کلا کې اورلګېدنه؛ د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي
د هرات ولایت د اسلامقلعه په سرحدي سیمه کې نن ماښام شاوخوا اووه بجې اورلګېدنه شوې ده.
په اسلام کلا کې د طالبانو حکومت د کمیسارۍ یو مسئول، عبدالغني ازادي راډیو ته وویل چې دغه اورلګېدنه د شپې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې روانه وه او اوس مهار شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور نهدی ورکړل شوی.
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د اور د مهارولو لپاره ایران هم د اور وژنې موټرې او امبولانسونه د پېښې ځای ته استولي وو.
د اور لګېدنې لامل تر اوسه نهدی معلوم.
په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد؛ امریکايي ځواکونه د اربیل له هوايي اډې ووتل
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دې قوماندانۍ ویلي، په دې سره په عراق کې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او اوس د واشنګټن او بغداد اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون عراقي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې په خپلواکه توګه د دغه هېواد امنیتي ګواښونه مدیریت کړي.
خو د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي او مرکز یې اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه او د شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو یوه لویه برخه پکې مېشته وه.
د طالبانو دفاع وزارت وایي، په نورستان کې د وسله والو پرضد عملیات پای ته ورسیدل
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په نورستان ولایت کې د وسله والو پر ضد د دوی عملیات د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ پای ته ورسېدل.
دغه وزارت پر اېکس شبکې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا وسله وال د پاکستان د پوځي رژیم په مرسته د ډیورنډ له "فرضي کرښې" اوښتي وو او د هغوی پر ضد عملیات نن د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پای ته ورسېدل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ د طالبانو دا ادعا رد کړې وه. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر ورغوښتی و او په نورستان کې د شنبې ورځې د پېښې په تړاو یې ورته احتجاج لیک سپارلی و.
د طالبانو د دفاع وزارت دا ادعا هم کړې چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ یاغیان او د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي دي.
بلخوا، "د افغانستان د ازادۍ جبهې" ادعا کړې چې د دوی وسله والو په نورستان کې د طالبانو له ځواکونو سره نښتي کړې هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دواړو خواوو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې ترینګلې شوې دي.
امریکا د ایران او روسیې پرڅو شرکتونو بندیزونو ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د تلي په ۷ د ایران "ساها" هوايي شرکت او دوه روسي شرکتونه "یاکوفلف" او "اېم جي فلوټ" تحریم کړل.
دغه وزارت وايي، دا شرکتونه د ایران لپاره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د وسلو په لېږد کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روسي "یاکوفلف" شرکت یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې او جنګي الوتکې تولیدوي او د ایران لپاره یې د غوښتل شویو ۲۴ الوتکو نږدې ټولې سپارلې دي.
دغه راز، "اېم جي فلوټ" شرکت له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو او د هوايي مدافعې له سیسټمونو سره د اړوندو تجهیزاتو په لېږد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د ایران "ساها" هوايي شرکت هم د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد له کبله د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت په څو هېوادونو کې لس نور کسان او بنسټونه هم د ایران دفاع وزارت ته د وسلو او پوځي پرزو د برابرولو په تور تحریم کړي دي.
واشنګټن وايي، دا بندیزونه د ټرمپ ادارې د هغه کمپاین برخه ده چې هدف یې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول او له نړیوال مالي او سوداګریز نظام سره د تهران د اړیکو محدودول دي.
د کابل جلال اباد لویه لاره د غره ښویدنې له امله بنده شوې ده
د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي د کابل - جلال آباد لویه لاره د تنګ غارو په سیمه کې د غره ښویدنې له امله بنده شوې ده.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپورله مخې دغه لار د سې شنبې له ورځي راهیسې د ټولو موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده ده او اوس هم په سیمه کې ډبرې را ښویږي. د غره ښویدو د علت په اړه څه نده ویل شوي خو د خبرله مخې دې وزارت له خلکو غوښتي دي چې له اړتیا پرته پردې لویه لاره سفرونکړي او د اړتیا په صورت کې له فرعي مسیر څخه کارواخلي.
ټرمپ یوځل بیا وویل چې له ایران سره جګړه به ډیر ژر پای ته ورسوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به د تېلو بیې هم راټیټې شي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه وینا کې له ایران سره جګړه د خپل حکومت له مهمو اقداماتو وبلله او د ایران وضعیت یې "ډېر خراب" وباله.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل وړاندیز په اړه د امریکا رسمي ځواب ته منتظر دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم ویلي، له ایران سره یوې موافقې ته رسېدل ممکن دي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن به په راتلونکو دوو میاشتو کې د تهران د څرګندونو پر ځای د هغه عملي اقدامات په پام کې نیسي.
د ټرمپ اداره په پام کې لري چې په قطرکې د افغانانو د اوسیدو د کمپ موده تمدید کړي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې په قطر کې د شاوخوا زرو افغانانو د اوسېدو د کمپ موده نهه میاشتې نوره هم وغځوي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې اړه یو سند منظور کړي. ټاکل شوې چې د "السیلیه" کمپ د چهارشنبې په ورځ وتړل شي.
په دغه کمپ کې ۱۰۳۹ افغانان اوسي چې ډېرو یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او یا د هغوی د کورنیو غړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکو نهو میاشتو کې به هڅه وکړي چې د دغو افغانانو د رضاکارانه بیا مېشتېدو لپاره مناسبې لارې ومومي.
د "افغانایواک" د معلوماتو له مخې، د دې کمپ له ۷۰ سلنه زیات اوسېدونکي یې ښځې او ماشومان دي.