د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

خبرونه

شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر لور څو توغندي توغولي

ارشیف، د شمالي کوریا له لوري د راکټ توغول
ارشیف، د شمالي کوریا له لوري د راکټ توغول

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې شمالي کوریا د دغه هېواد ختیځو اوبو ته څو توغندي توغولي دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې شمالي کوریا امریکا سره د خبرو اترو له بیا پیل سره مخالفت کړی او خپل توغندیز فعالیتونه‌یې زیات کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جنوبي کوریا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب ۱۳مه» اعلان وکړ چې پوځ‌یې څو توغندي کشف کړي چې د شمالي کوریا د ختیځ ساحل سوندوک سیمې څخه توغول شوي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې د شمالي کوریا دا ډول څلورم پوځي تطبیقات ګڼل کېږي.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد او امریکا ځواکونه د دغو توغندیو د توغولو جزئیات ارزوي او د پیونګ‌یانګ د احتمالي اقداماتو پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتووالی لري.

شمالي کوریا د روان میلادي کال په اوږدو کې هم د توغندیو څو ازموینې ترسره کړې دي.

د نویو توغندیو توغول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د خور کېم یو جونګ له څرګندونو څو ساعته وروسته ترسره شوي دي.

هغې ویلي چې تر هغه وخته به پیونګ‌یانګ له واشنګټن سره خبرې ونه‌کړي، څو چې امریکا د هغې په وینا خپله دښمنانه پالېسي بدله نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې د روان کال تر پایه د شمالي کوریا له مشر سره بیا لیدنې ته لېوالتیا ښودلې.

قطر د ۲۰۲۷ کال د بسکټبال نړیوال جام کوربه‌توب کوي

بسکټبال
بسکټبال

ټاکل شوې چې قطر د ۲۰۲۷ کال د اګسټ له ۲۷مې څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې د بسکټبال د نړیوال جام سیالیو کوربه وي.

په دې سره به قطر لومړنی عربي هېواد وي چې د بسکټبال د نړیوال جام سیالۍ کوربه‌توب کوي.

د بسکټبال د نړیوال فدراسیون (اېف‌ای‌بي‌اې) د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به د ۳۲ هېوادونو ملي لوبډلې ګډون وکړي او په ټولیز ډول به ۹۲ لوبې ترسره شي.

د نارینه‌وو د بسکټبال نړیوال جام تر دې وړاندې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوی دی.

دغه سیالۍ په ۱۹۵۰ کال کې پیل شوې او لومړی پړاو یې د ارجنټاین په هېواد کې ترسره شوی و.

د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د تیلو بیې راښکته شوي

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډموکراتانو له بریا وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې بدلون راغلی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، نن چهارشنبې د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت لوړ شوی او د نرۍ په بازارونو کې د ډالرو بیه ښکته شوې ده.

پانګوال اندېښمن دي چې ښايي ډموکراتان د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ پر شرکتونو سخت قوانین وضعه کړي.

له ټاکنو وروسته د تیلو بیې هم ښکته تللي دي.

نن په بازارونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۱۰۳ ډالرو ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې په وروستیو کې یې بیه تر ۱۱۷ ډالرو پورته تللې وه.

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې: ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې ښیي چې ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی.

په پرونیو ټاکنو کې ډموکراتان واتونیدل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د کانګرس د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي.

د دې ټاکنو پایلې به ډموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

د ډموکراتانو د بریا سربیره ولسمشر ټرمپ به په ډیپلوماټیکو اړیکو او د پوځي عملیاتو په برخه کې پراخ صلاحیتونه ولري.

په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ هغو ته سیالۍ ترسره شوې.

سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې وشوې.

په غزني کې د طالبانو د پوځي او ملکي موټر د ټکر له کبله ۸ کسان مړه شوي

په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه
په غزني کې د نننۍ ترافیکې پېښې یوه څنډه

په غزني کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د یوه پوځي موټر او سپرلۍ موټر د ټکر پیښه کې ۸ تنه مړه شوي دي.

غزني کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي رسنیو ته په یوه غږیز پيغام کې پیښه تایید کړې، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې چې د روضې کوتل دغې نننۍ پیښې مړه شوي کسان درې نرینه، یوه ښځه او څلور ماشومان دي.

په افغانستان کې دغه ډول خونړۍ ترافیکي پیښې تر ډیره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او خرابو لارو له کبله رامنځته کېږي.

اوچا: د افغانستان په سویل کې کورنۍ د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د افغانستاه په جنوبي ولایتونو کې د خوړو د شدیدې نا امنۍ او د خوارځواکۍ د پراخیدو خبرداری ورکړی دی.

اوچا نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې د یو ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي چې په دې ولایتونو کې کورنۍ اړ شوي چې د خوړو او د ژوند د نورو مهمو ضرورتو ترمنځ یوه ټاکنه ولري.

د اوچا په خبره، دا کورنۍ بشري مرستو ته اړمنې دي.

اوچا په داسې حال کې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د خوړو د ناامنۍ خبره کوي چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو یو شمیر نورو ادارو هم خبرداری ورکړی وو چې په را روان ژمي کې به ۱۹ میلیونه افغان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

ټرمپ؛ واشنګټن پر ایران د برید پلان نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن پر ایران د برید هیڅ پلان نه لري.

ټرمپ فایننشال ټایمز ورځپانې سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې پر ایران د هر ډول بریدونو احتمال رد کړی دی.

هغه وړاندې ویلي چې له ایران سره د اټومي پروګرام د غني کولو په اړه خبرې اترې روانې دي.

قطر په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.

 د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند بریا

په پرونیو ټاکنو کې په ټوله امریکا کې د رای ورکولو په مرکزونو کې ډير شمیر خلکو ډیموکراتانو ته رای ورکړې او دې ګوند د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي دی.

د دې ټاکنو پایلې به ډیموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.

د ازادي راډیو د خبري مرکزي څانګې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډیموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د سیالۍ لپاره وړاندې شوي وې.

سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې ترسره شوې.

افغان‌ایوک: له امریکا څخه د ایستل کېدونکو افغانانو الوتنه وځنډول شوه

ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته لېږدول شوي و.
ارشیف، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته لېږدول شوي و.

په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړی سازمان، «افغان‌ایوک» وايي هغه الوتنه ځنډول شوې ده چې ټاکل شوې وه یو شمېر افغانان د پاکستان له لارې له امریکا څخه افغانستان ته وشړي.

دې سازمان د سې‌شنبې په ورځ «د نومبر په درېیمه» په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په یوه یادداښت کې لیکلي چې دا پرېکړه د امریکايي پخوانیو سرتېرو، د کډوالو د حقونو د مدافعانو، د کانګرس د غړو او د یو شمېر امریکايي وګړو له‌خوا د فشارونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.

د افغان‌ایوک په وینا، د یوې فدرال محکمې حکم هم د دغو کسانو د شړلو پر وړاندې د خوندیتوب یو بل لامل برابر کړی دی.

خو افغان‌ایوک ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل د شړلو د پلان د لغوه کېدو په معنی نه‌دی، ځکه د دې سازمان په وینا، هغه افغانان چې د ایستلو لپاره په پام کې نیول شوي، لا هم په بند کې دي او د پاکستان له لارې د هغوی د لېږدولو پلان بېرته نه‌دی اخیستل شوی.

تر دې مخکې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د لوئېزیانا په ایالت کې لسګونه افغان وګړي نیولي او غواړي هغوی له امریکا څخه وباسي.

افغان‌ایوک سازمان د دغو افغانانو شمېر تر ۱۵۰ ډېر ښودلی و.

د طالبانو حکومت د دغو راپورونو په غبرګون کې خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او له واشنګټن څخه‌یې غوښتي چې د دغو افغانانو د برخلیک په اړه مسؤلانه چلند وکړي.

سره صلیب: سلګونه زره افغان ښځو ته روغتیايي او اقتصادي مرستې برابرې شوي

ارشیف، افغان ښځو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې روغتیايي مرستې
ارشیف، افغان ښځو سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې روغتیايي مرستې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې یې سلګونه زره ښځو او نجونو ته روغتیايي او اقتصادي مرستې برابرې کړې دي.

دغې کمېټې په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۲مه» په خپله وېب‌پاڼه کې خپور کړی، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جون څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې، د افغاني سرې میاشتې په ۴۷ روغتیايي مرکزونو کې ښځو ته له ۸۰۰ زرو زیاتې روغتیايي مشورې او معاینات ترسره شوي او له ۹۸۰ زیاتو ښځو سره د زېږون پر مهال مرسته شوې ده.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې په څلورو ولایتونو کې له ۱،۴۰۰ امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو سره د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره نغدي مرستې شوې دي.

سره صلیب ویلي چې ۴۳۷ معلولو ښځو او نجونو ته حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې، ۱۰۱ نورو بې‌سوده پورونه ترلاسه کړي او له ۳۳ زرو زیاتو ښځو او نجونو ته د فزیوتراپۍ خدمتونه وړاندې شوې دي.

دا کمېټه له افغان ښځو او نجونو سره په مختلفو برخو کې د مرستې خبره داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده‌کړې او کار په ګډون د ژوند په ډېرو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG