د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

خبرونه

فوټبال؛ د زونونو د اتلانو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيلېږي

ارشیف: په هرات کې د فوټبال له سیالیو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د فوټبال له سیالیو یو انځور

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن دوشنبه د نومبر په ۴مه نېټه د زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيلېږي.

خبر زیاتوي چې یادې سیالۍ د هرات ولایت په کوربتوب پيلېږي چې د فوټبال د پینځو زونونو اتلې لوبډلې به په کې سیالۍ ترسره کړي.

د خبر د جزییاتو له مخې، له دې سیالیو به دوه مخکښې لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ ته لار پیدا کړي.

په دې سیالیو کې د هرات، ننګرهار، کابل، هلمند او بلخ استازي کلبونه برخه لري چې څو اوونۍ وړاندې یې د خپلو زونونو په کچه سیالیو کې اتلولۍ ګټلې وې.

د ویلو ده چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د هرات او کابل استازو کلبونو ترمنځ وي او وروستۍ لوبه به یې د نومبر میاشتې په لسمه نېټه د هلمند او کابل کلبونو ترمنځ ترسره شي.

ایران یو یهودی وګړی د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور
په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

ایران نن دوشنبه یو یهودی وګړی، په ۲۰۲۲م کال کې د یوې شخصي لانجې له کبله د یوه کس د وژنې په تور اعدام کړ.

دا په ایران کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي د یوه مذهبي اقلیت د اعدام کمسارې پېښه ګڼل کېږي.

د ایران قضایه قوې پورې تړی ویبسایټ میزان انلاین ویلي، چې د ایران سترې محکمې د اروین قهرماني په نوم د دغه ۲۳ کلن یهودي د اعدام سزا د تېر کال په لومړیو کې تصویب کړه.

د کرمانشاه لوی څارنوال حمید رضا کریمي ویلي، اروین قهرماني د مالي اختلاف له کبله یو کس د چړې په ګوزارونو وژلی و.

دغه کس داسې وخت اعدامېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ زیات شوی او دغه کړکېچ ډول ډول عکس العملونه هم پارولي دي.

هند کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي

ارشیف
ارشیف

د هند په همالیا ژوره دره کې نن دوشنبه یوه سیند ته د یوه بس موټر د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

په شمالي ایالت اوتاراکند کې یوه چارواکي ډیپک راوت خبریالانو ته ویلي، تراوسه د ۳۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د ده په وینا، درې کسان چې سخت ټپیان شوي وو، د هیلیکوپټرې په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر پېښې وروسته د ژغورنې ډلې او مرستندوی کارکوونکي په ساحه کې ګمارل شوي دي.

هند په نړۍ کې پر سړکونو د مړینو تر ټولو لوړه کچه لري چې هر کال په سلګونو زره کسان مړه او ټپیان کېږي.

د ډېری پېښو اصلي علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب سړکونه او د زړو موټرو چلول ښوول کېږي.

په جولای میاشت کې په اتار پردېش ایالت کې له یوې لارۍ سره د یوه بس موټر د ټکر په پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي وو.

طالبان: له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد پرون یکشنبه د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتنې پر مهال ویلي چې دوی د راستنو شویو افغانانو د اوسېدو مدیریت کړی دی.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې راشد حنفي ته د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګمارل شوي کمېسیون د موقتي استوګنې کمېټې کاري راپور وړاندې کړ.

په همدې حال کې له پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي چې ژمنه شوې مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان د تېر کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د ۱.۷ میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.

ایران هم په دې وروستیو کې د بې اسنادو افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کړی دی.

ایراني چارواکي وايي، د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پورې به دوه ملیونه غیرقانوني افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

ملګرو ملتونو په هلمند کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی

په هلمند کې د جاپان په مرسته نوی جوړ شوی تولنیز مرکز
په هلمند کې د جاپان په مرسته نوی جوړ شوی تولنیز مرکز

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د افغانستان څانګې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه نوي ټولنیز مرکز د جوړېدو خبر ورکړی چې څه باندې ۶زره کسان به ورڅخه ګټه اخلي.

دغې ادارې نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرکز د جاپان د حکومت په مرسته جوړ شوی چې اوس په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال له‌خوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

وړاندې ویل شوي چې جمال د بولان د اوبو رسولو پروژه هم وکتله، چې د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR له‌خوا بشپړه شوې او د ښار زرګونو خلکو ته پاکې اوبه برابروي.

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه له کور څخه د تېښتې په تور ۳۹ درې وهلې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې له کوره د تېښتې د هڅې په تور، په ۳۹ درو د یوې ښځې د وهلو خبر ورکړ.

دغې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې سزا پرون د کوزکونړ لپاره د طالبانو د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې تطبیق شوه.

سترې محکمې پرون هم په ننګرهار کې پر دوو کسانو د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې تېره پنجشنبه خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۱۱ بدني مجازات پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ تطبیق کړي او یوناما دا پېښې مستندې کړې دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو بنسټونو له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ودروي.

د یوګانډا د کډوالو په یوه کمپ کې د تالندې برښنا له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي

ارشیف
ارشیف

چارواکي وايي، د یوګانډا د کډوالو په یوه کمپ کې د تالندې برښنا له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

ځايي چارواکو پرون د دې پېښې خبر ورکړ. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د یوګانډا په شمال کې شاوخوا ۵۰ کسانو په دغه کمپ کې پناه اخیستې وه.

یوه ځايي چارواکي ویلیم کومچ خبري اژانس ته ویلي، په مړو کې پنځه نجونې او نهه هلکان شامل دي، چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو.

پولیسو ویلي چې ۳۴ ټپیان په نږدې روغتیايي مرکز کې تداوي شوي دي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ او هاریس د کمپاین غونډې ترسره کړي

د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشرۍ کاندیده کمالا هاریس او چپ لور ته د هغه مخکښ سیال ډونالډ ټرمپ
د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشرۍ کاندیده کمالا هاریس او چپ لور ته د هغه مخکښ سیال ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د وروستیو ټاکنیزو منډو ترړو په ترڅ کې دواړو کاندیدانو کمالا هاریس او ډونالډ ټرمپ د کمپاین غونډې ترسره کړي دي.

کمالا هاریس په میشیګن ایالت کې د تورپوستو یوې تاریخې کلیسا ته ورغلې او عرب امریکایانو ته یې هم وینا کړې ده.

ډونالډ ټرمپ بیا په پنسلوانیا کې یوه لویه غونډه کې برخه اخیستې.

د وړاندوینو له مخې دواړه نوماندان له نژدې سره سیالي کوي، هغه داسې چې ۶۰ کلنه کمالا هاریس د ښځو په منځ کې ډېر ملاتړ لري او ۷۸ کلن ټرمپ بیا د نرینه او اسپانیایي ټبره رایه ورکوونکو ترمنځ ملاتړي لري.

رویټرز اژانس د یوې نظر پوښتنې له مخې ویلي چې دواړه نوماندان رایه ورکوونکو ته نامطلونه بریښي، خو په وینا یې دا کار امریکایان له رایې ورکونې نه راګرځوي.

تراوسه څه باندې ۷۸ میلیونه امریکایانو له وخته مخکې رایه اچونه کې ګډون کړی دی.

د ملي مقاومت جبهې په بغلان کې درېیو طالبانو د وژلو او دوو ټپي کولو ادعا کړې

ارشیف: په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال غړي
ارشیف: په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې وسله‌وال غړي

د ملي مقاومت د جبهې په نوم د طالبانو سیاسي او وسله‌واله مخالفه ډله ادعا کوي چې بغلان کې یې د طالبانو د استخباراتو درې سرتېري وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.

دغې جبهې پرون ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې وسله‌والو یې وړمه شپه په نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د همغږۍ پر مرکز توغندیز برید کړی دی.

د طالبانو د حکومت سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.

اسراییلي پوځ د لومړي ځل لپاره په سوریه کې ځمکني عملیات تایید کړي

اسراییلي سرتېري
اسراییلي سرتېري

اسراییلي پوځ د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې په سوریه کې یې هم څه موده وړاندې ځمکني عملیات کړي دي.

که څه هم د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده یاده شوې، خو د اسراییلو پوځ پرون یکشنبه وویل، دغو عملیاتو کې یې یو سوریایی وګړی چې له ایران پلوه شبکو سره یې کار کاوه، نیولی دی.

اسراییلي پوځ له تېر یوه کال راهیسې څو ځله پر سوریې هوایي بریدونه کړي، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د تازه شخړو له پيله دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد سرتېري د سوریې خاورې ته د ننوتلو پخلی کوي.

د اسراییل پوځ د دغه وګړي نیول کېدل "د ځانګړو عملیاتو" یوه برخه بللې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

د سوریې حکومت د اسراییلو د دغو ځمکنیو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د شام په نوم حکومت پلوه راډیو ویلي، د اسراییلو پوځ اوړي پر مهال د سوریې په جنوب کې "د انسان تښتونې عملیات" ترسره کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG