د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

خبرونه

د لبنان صدراعظم له ايران د اسراييل-حزب‌الله ترمنځ د اوربند برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د لبنان د حکومت سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي
د لبنان د حکومت سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي

د لبنان د حکومت سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي پرون جمعه له ایران څخه وغوښتل چې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه اوربند په یقیني کولو کې مرسته وکړي.

داسې ښکاري چې نوموړی غواړي، ایران له خپل ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله چې امریکا یې یوتروریستي سازمان بولي او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، دې ته وهڅوي چې یوه جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

داسې یوه جوړجاړي ته چې په ترڅ کې یې ښایي له‌‌‌دې ډلې وغوښتل شي چې د اسراییل-لبنان پولې ته له نژدې سیمو ځان شاته کړي.

په‌داسې حال کې چې د ایران د ستر مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي چګپوړی سلاکاراو د ایران د پارلمان پخوانی ريیس علي لاریجاني د خبرو لپاره لبنان ته تللی، د دې هېواد چارواکو وویل چې د امریکا د اوربند وړاندیز حزب‌‌الله ته سپارل شوی چې هدف یې د اسراییل او د دې ډلې ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې پای ته رسول دي.

ایران چې د لبنان د حزب‌الله اصلي ملاتړی دی، له لسیزو راهیسې یې دا سخت‌دریځه ډله تمویل او تجهیز کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اوومه نېټه چې په غزه کې د حزب‌‌‌‌الله ملاتړې حماس ډلې پر اسراییل ناڅاپي برید وکړ او اسراییل یې په وړاندې غچ اخیستونکې جګړه پیل کړه، له هغه مهال راهیسې د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ شخړې پیل شوې دي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شنبه د نیپال له لوبډلې سره سيالي لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

دا لوبه نن د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌‌‌نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د جمهوریت په مرکزي لوبغالي کې پیلیږي.

دغه سيالۍ د هغه درې اړخيز دوستانه جام په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې د افغانستان، تاجکستان او نيپال د فوټبال ملي لوبډلې په‌کې برخه لري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشرروزونکی عثمان توشیف به چې د ازبکستان تبعه دی، نن د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې دا ملي لوبډله رهبري کوي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سه‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې د کوربه هېواد تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګرته ووځي.

علي لاریجاني: تهران له اسراييلو سره د اوربند په برخه کې د لبنان د هرې پرېکړې ملاتړ کوي

علي لاریجاني
علي لاریجاني

یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي چې، ایران به له اسراییلو سره د اوربند په برخه کې د لبنان د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.

د ایران د لوی مذهبي مشر لوی سلاکار او د پارلمان پخواني رییس علي لاریجاني پرون د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې ایا بیروت ته د دې لپاره تللی دی چې هلته د امریکا په منځ‌ګړتوب د سولې پلان زیانمن کړي، په ځواب کې وویل چې، ایران د هيڅ شي سبوتاژ کول نه‌غواړي بلکې د ستونزو حل غواړي.

د لاریجاني څرګندونې ښيي چې تهران د هغه کړکېچ پای ته رسېدل غواړي چې په نتیجه کې یې اسراییلو د لبنان ایران پلوې حزب‌‌الله ډله سخته وځپله.

حزب‌‌‌الله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري د لبنان جنوبي سیمې اداره کوي.

امریکا دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د جرمني صدراعظم له پوتين غوښتي چې اوکراين کې جګړه پای ته ورسوي

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره په ټليفوني خبرو کې له هغه غوښتي دي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي او له کییف سره د عادلانه او دوامداره سولې په اړه خبرې پیل کړي.

د شولڅ دفتر تېر ماښام په یوه بیان کې د جرمني او روسیې د مشرانو ترمنځ په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل ټليفوني خبرو خبر ورکړ، خو د دې بیان له خپرېدو وروسته سم‌دستي د اوکراین ولسمشر غبرګون وښود.

ولودیمیر زیلینسکي وویل، د شولڅ او پوتین خبرې به یوازې له انزوا څخه د پوتین او روسیې له راوتلو او د داسې متعارفو خبرو له پیل سره مرسته وکړي، چې نتیجه به یې هيڅ وي.

زیلینسکي وویل، داسې تشې خبرې اترې هغه څه‌‌‌دي چې پوتین یې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له اوږدې مودې راهیسې غواړي.

د شولڅ د دفتر په بیان کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې، جرمني به له اوکراین څخه ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې اړتیا ورته ولري.

پروان کې څلورو ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او څلور ټپيان شوي دي

د ترافيکي پېښې يو انځور
د ترافيکي پېښې يو انځور

په پروان ولایت کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې یوتن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پروان امنیه قومانداني چې طالبان یې اداره کوي پرون په یوه بیان کې وویل چې، د پېښې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

بل‌خوا د طالبانو سیمه‌‌يیز چارواکي د بلخ-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ۲ تنو د مړینې او د ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د چارواکو په وینا دا پېښه پرون سهار د سمنګان ولایت په حضرت سلطان سیمه کې شوې ده.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو عمده علتونه د سړکونو خرابي، د ترافیکي نښو نه‌شتون او د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل کېږي.

ايراني چارواکي: افغانستان ته مو د غيرنفتي موادو د صادرېدو کچه لوړه شوې

د اسلام‌کلا بندر
د اسلام‌کلا بندر

ایراني چارواکو پرون وویل چې، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د غیرنفتي صادراتو کچه یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د ګمرکونو د ادارې د رییس محمد رضواني فر له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د ایران د غیرنفتي تولیداتو پنځم لوی واردوونکی هېواد و.

په تېره اګست میاشت کې په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي و، د افغانستان په بازارونو کې د ایران د تجارتي حضور د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکي باید د همکارۍ نوې کچې ته لوړ شي.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره زمري میاشت کې وویل، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه یو اعشاریه اته میلیارد ډالر او د وارداتو کچه یې اته اعشاریه یو میلیارد دالره وه چې دا د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالره توپیر ښیي.

زهرا جويا ته د نړيوال عدالت جايزه ورکړل شوه

زهرا جويا
زهرا جويا

د مګنیتسکي د نړیوال عدالت جایزې ګټونکې زهرا جویا وايي چې، په افغانستان کې د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخامخ ده.

نوموړې ته دا جایزه د بشري حقونو، عدالت او جنسیتي برابرۍ لپاره د هڅو په خاطر ورکړل شوې ده.

اغلې جویا بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل: "دا جایزه ما ته په‌داسې شرایطو کې راکړل شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان ازادي او د رسنیو ازادي تر ګواښ لاندې ده. موږ له‌‌‌‌‌دې کبله اندېښنه لرو چې د افغانستان خلک به د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له حق څخه په قطعي ډول محروم شي."

زهرا جویا چې د رخشانه په نوم د یوې رسنۍ مسووله ده زیاتوي چې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د محدودولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.

اغلې جویا دا رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې پیل کړه، خو کله چې طالبان واکمن شول نو له هېواده ووته او اوس په لندن کې دېره ده.

د مګنیتسکي د عدالت نړیوالې جایزې سږکال پر افغانستان سربېره له امریکا، کاناډا، روسیې، اذربایجان او وینزویلا څخه د بشري حقونو او رسنیو فعالانو ته په شپږو برخو کې ورکړل شوې.

هندوستان په شل اوریزو سیالیو کې سویلي افریقا ته ۲۸۳ منډې هدف ورکړ

د هند کرکټ ملي لوبډله.
د هند کرکټ ملي لوبډله.

د هندوستان او کوربه سویلي افریقا ترمنځ د څلورو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ سیالي هم پیل شوې ده چې هندۍ لوبډلې لومړۍ پاڼۍ ولوبوله او ۲۸۳ منډې یې وکړې.

په‌‌‌‌‌دې سیالۍ کې یوازې یو هندی توپوهونکی وسوځېد، خو تیلک ورما او سنجو سمسون په روانې لوبلړۍ کې د دویم ځل لپاره سلیزې ووهلې، ورما په ۱۲۰ منډو او سمسون په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

تر دې وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سنجو سمسون ۱۰۷ منډې کړې وې، خو تیلک ورما بیا په درېیمې سیالۍ کې په ۱۰۷ منډو ناسوځېدلی پاتې و.

د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ هندوستان او یوه سویلي افریقا ګټلې ده او څرګنده به شي چې په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا کولای شي ورکړل شوی هدف پوره کړي یا نه.

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلونو ځوانانو پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د افغانستان د کرکټ د نولس‌‌کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولس‌‌کلنې لوبډلې نه سیالي وکټله.

د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

په پای کې د افغانستان لوبډلې د سلو منډو په توپیر د پاکستان د ټیم ټول لوبغاړي وسوځول او د لوبي کټونکي شول.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه ـ دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه خپلو کې پایلوبې ته وځي.

د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولس‌‌کلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.

کرکټ؛ د افغانستان نولس‌کلونو ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ۳۰۷منډې هدف وټاکه

کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.
کرکټ؛ د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو لوبډلو لوبه.

د افغانستان د نولس‌کلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولس‌کلنې لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب چې د اماراتو لوبډله هم په‌کې برخه لري، نن سهار پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.

د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولس‌‌کلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG