خبرونه
د جنوبي اسیا د بدن جوړونې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ځلېدنه؛ سره زر، سپین زر او برونز یې وګټل
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس ملي لوبډله د جنوبي اسیا سیالیو کې وځلیده او دوه د سرو زرو ، درې د سپینو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.
د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون وایي میوند بابکرخېل او نصیب الله عظیمي د سرو زرو مډالونه، او ریاض رحمان، احمد حبیبي او خواجه رفیع صدیقي د سپینو زرو مډالونه وګټل او بلال جلیلي د برونزو مډال خپل کړ.
دا سیالۍ د تېرې سېشنبې په ورځ د بوتان پلازمینه تیمفو ښار کې پیل شوې او له افغانستان څخه پکې ۱۵ ورزشکاران ګډون لري.
افغانستان کې بشري مرستو ته سخته اړتیا ; د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه شوې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د روان ۲۰۲۶ کال په تیرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان دبشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.
اوچا وایي، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ټولټال ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۹۲ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړمن خلک هره ورځ له داسې سخت وضعیت سره مخ وي چې فکر کوي چې خواړه واخلي که درمل، او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا .
په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړ چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان له شدیدې یا بېړنۍ خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
پر اوکرایین د روسیې پراخ برید؛ لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي
د اوکراین چارواکي وايي چې د پنجشنبې په سهار په پلازمېنه کیف باندې د روسیې د توغندیو او ډرون په لویه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ډبلین سفر لنډ کړ او د استخباراتي راپورونو په حواله یې د روسیې د احتمالي لوی برید په خبر ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت تایید کړه چې دوی په کیف باندې "لوی برید" کړی، او ادعا یې کړې چې دا برید د روسیې په خاوره کې د اوکراین د وروستیو بریدونو په ځواب کې دی.
په اسټرالیا کې د افغان سفیر د کار موده پای ته رسېدلې؛ د افغان سفارت د تړل کېدو احتمال
په اسټرالیا کې د افغانستان د سفیر وحیدالله ویسي د کار موده د جولای په لومړۍ پای ته رسېدلې او ښايي هلته افغان سفارت وتړل شي.
وحیدالله ویسي له ۲۰۱۷ کال راهیسې هلته سفیر پاتې شوی.
ویسي خپله وروستۍ رسمي لیدنه د اسټرالیا له ګورنرې سم موسټین سره کړې او تر هغه وروسته یې د کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی.
هغه لیکلي: سفارت ښایي وتړل شي خو زه هیله من یم چې اسټرالیا له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د اسټرالیا د کډوالۍ او تابعیت د وزارت مرستیال او د پارلمان غړي جولیان هیل هم د ویسي د کار د پای ته رسېدو په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې ښاغلي ویسي له ۲۰۱۷ کاله په یوه ډېر ستونزمن وخت کې د سفیر په توګه خدمت وکړ.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نیوزیلنډ او فیجي هېوادونه هم تر پوښښ لاندې لرل او هلته یې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کول.
په اسټرالیا کې شاوخوا ۹۰زره افغانان اوسیږي او په نیوزیلنډ کې بیا د افغانانو شمېر شاوخوا ۹ زرو ته رسیږي. په فیجي کې یواځې ۳۰ افغانان په موقتو ویزو اوسیږي.
ملابرادر او امیرخان متقي د خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړل
د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی نن د ایران د مخکیني رهبر سیدعلي خامنه يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.
د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو له هغې ډلې حریت راډیو لیکلي چې د دغه پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په پلاوي کې شامل دی.
ایران کې به له راتلونکې شنبې د جولای څلورمې د خامنه يي د جنازې مراسم پيلیږي.
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په بلنې سربېره لږ تر لږه ۲۵۰۰ افغانانو ته هم په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې دي.
د ایران مخکینی رهبر علي خامنه يي شاوخوا څلور میاشتې مخکې د فبروري په ۲۸مه په ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په لومړیو ورځو کې ووژل شو.
د فوټبال نړیوال جام او د کوربه امریکا مهمه بریا
د فوټبال د نړیوال جام په حذفي دور کې به نن شپه هسپانیه او اتریش سره مخ شي.
تېره شپه څو مهمې لوبې شوي چې له ډلې یې کوربه امریکا د خپلې سیالې بوسنیا او هیرزیګووینا په ماتولو د ۱۶ غوره ټیمونو دور ته لاړه.
امریکا په دې لوبه کې دوه ګولونه ترسره کړل او تمه ده په راتلونکي پړاو کې له بلجیم سره مخ شي.
بلجیم بیا درې پر دوه سینیګال مات کړ.
په بله حساسه لوبه کې انګلستان دوه پر یو کانګو ماته کړه.
د شپږیزې کریکټ لیګ یوولسم پړاو چهارشنبې خوست کې پیل شو
د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د خوست ولایت د رحمت ولي مسرور ورزشي لوبغالي کې پیل شو.
د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د آمو نهنګانو لوبډلې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نن به د بست لوبډله له آمو نهنګانو او د سپین غر لوبډله له بند امیر سره سیالي وکړي.
دغه سیالۍ چې د خوست په کوربتوب ترسره کېږي، پنځه لوبډلې به په کې د ۱۴ ورځو لپاره د اتلولۍ جام د ګټلو په موخه له یو بل سره لوبې وکړي.
ټرمپ: ایران سره خبرې ډیرې ښې پرمخ ځي
د متحدو ایالاتو ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې ایران سره خبرې «ډیرې ښې» پرمخ ځي.
دونالد ټرمپ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا څو ورځې مخکې په ایران سخت بریدونه وکړل خو د دواړو خواوو ترمینځ قطر کې وروستۍ غونډې ښې ترسره شوي دي.
ټرمپ داهم وویل چې «د ایران د اټومي وسلې د لیرې کولو بهیر په ښه توګه د پرمختګ په حال کې دی.»
ټرمپ زیاته کړه چې «ښې غونډې شوي او ګورو چې څه کیږي. «
رسنیو د ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې رپوټ ورکړ چې په دوحه کې دامریکا او ایران ترمینځ غیرمستقیمې «تخنیکي خبرې« وشوې.
د پاکستان او قطر په منځګړیتوب دغه خبرې دایران او امریکا ترمینځ د وروستي تفاهم لیک د پلي کولو لپاره ترسره شوي دي.
لوی امریکايي مرکچیان، سټیف ویتکاف او جرد کوشنر قطري منځګړو سره خبرو لپاره دتیرې دوشنبې په ورځ دوحې ته ورسیدل او دسه شنبې په ورځ یې صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ولیدل.
خو ټاکل شوې نه ده چې دوی په تخنیکي خبرو کې برخه واخلي.
نیپال د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو له زیاتوالي سره مخ دی
نیپال د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو له زیاتوالي سره مخ دی؛ هغه ناروغي چې تر اوسه یې له نیم میلیون څخه ډېر مرغان له منځه وړي دي.
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د نیپال چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د قرنطین دولتي مرکزونه هم د خوړو د خوندیتوب د معیارونو د رعایت څخه ډاډمنتیا لپاره د تیارسئ په حالت کې دي.
په نیپال کې د مرغانو د انفلونزا لومړنۍ پېښه د روان کال په مارچ میاشت کې ثبت شوه، او له هغه وخت راهیسې دا ناروغي د پلازمینې کتمندو په ګډون د دغه هېواد له ۷۷ ولسوالیو څخه ۱۱ ولسوالیو ته خپره شوې ده.
خو د چارواکو په وینا، تر اوسه په دغه هېواد کې د مرغانو د انفلونزا هېڅ انساني پېښه نه ده ثبت شوې.
افغانستان کې شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی
ملګري ملتونه وايي سره لدې چې افغانستان کې هر وګړي ته واکسین رسول یوڅه ستونزمن دي خو بیاهم شاوخوا ۸۷ سلنه وړ کسانو د کووېډ-۱۹ بشپړ واکسین ترلاسه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) دچهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې، له نیمایي څخه ډېر هغه کسان چې په افغانستان کې یې د کووېډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړی، ښځې دي.
یونیسف ژمنه کوي چې د خپلو همکارو موسسو په مرسته، په افغانستان کې د واکسین د تطبیق هڅو دوام ته دوام ورکوي.