د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۳

خبرونه

د امریکا د حکومت د ترهګرۍ ضد نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ددغه هیواد لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د غویي په ۱۶مه) د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امریکا لپاره مستقیم ګواښ نه دی بلل شوی.

په دې ۱۶ مخیز راپور کې د ولسمشر دونالد ټرمپ له قوله راغلي چې واک ته د هغه تر ستنېدو یوازې ۴۳ ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د کابل په هوایي ډګر د برید عامل نیول شوی؛ هغه برید چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان وژل شوي وو. د راپور په وینا، دا کار د ټرمپ ادارې د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنتیا ښيي.

په دې ستراتیژۍ کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو پر ضد د مبارزې یا د واشنګټن او طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو د القاعده او د داعش خراسان څانګې په څېر ډلو حضور ته په آسیا کې اشاره شوې او د دغو ډلو د پېژندنې او له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې خپور شوی و، ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د داعش خراسان او القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت لا هم جدي اندېښنه ده.

تر دې مخکې، د پنټاګون د پخوانۍ مرستیالې ویاندې سابرینا سینګ د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ویلي وو چې واشنګټن په سیمه او افغانستان کې د القاعده ګواښونه جدي ګڼي.

تهران: د امریکا پر وړاندیز غور روان دی؛ ټرمپ: که وړاندیز ونه مني جګړه به بیرته پیل شي

ایران وایي، د امریکا پر وروستي وړاندیز چې د سرچینو په وینا ښايي جګړه پای ته ورسوي، خو څو مهم مسایل پرانیستي پریږدي، غور روان دی. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې یوې هوکړې ته رسېدل "ډېر ممکن" دي، خو خبرداری یې هم ورکړ چې که تهران دا هوکړه رد کړي، جګړه به بیرته پیل شي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي له قوله ویلي چې تهران د امریکا وړاندیز ترلاسه کړی او پر جزیاتو یې غور روان دی خو هغه د دې یادونه هم وکړه چې په وړاندیز کې ځینې موارد شته چې د اسلامي جمهوریت د مشرانو لپاره د منلو وړ نه دي.

د بقایي په خبره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز لا هم "تر ارزونې لاندې" دی او تهران به د خپلې وروستۍ پرېکړې له بشپړولو وروسته، خپل ځواب منځګړي پاکستان ته ورکړي، هغه هیود ته چې د ولسمشرټرمپ په وینا په منځګړیتوب یې خبرې اترې ښې مخ ته ځي.

ټرمپ: له ایران سره توافق "ډېر احتمال لري"؛ ایران: موږ وړاندیز ارزوو

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې حل لارې ته د رسیدو پرسر د خبرو اترو په دوام، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ یوې موافقې ته رسېدل "ډېر محتمل" بللي او تهران لا هم وایي چې د امریکا د وړاندیز ارزونه کوي.

ولسمشر ټرمپ، د چهارشنبې په ماښام وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له "ډېرو ښو خبرو اترو" وروسته، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو " احتمال زیات" دی.

دا په همدې ورځ له ایران سره د خبرو اترو د بهیر په اړه د امریکا د ولسمشر څویم دریځ و چې دې یې څرګندوي. هغه تردې څو ساعته مخکې په سپینه ماڼۍ کې په خپلې وینا کې ویلي وو: "موږ له هغو کسانوسره (په ایران کې) مخ یو چې ډېر غواړي یوې موافقې ته ورسېږي."

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په همدې ورځ وویل چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غورکوي.

اکسیوس وېب ‌پاڼې او رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ په جلا توګه د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه "یو مخیز تفاهم‌ لیک" ته نږدې شوي دي.

په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت په اړه په اوتاوا کې د یادڅلي د جوړیدو کارونه ځنډیلي

په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي.

د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي.

د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی و، په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید. په دې موده کې د کاناډا ۱۵۸ پوځیان وژل شوي او له دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول

د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې د دغو افغانانو شمیر چې دا اونۍ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي، ۴۹۱ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا دغه افغانان چې کورنۍ او یوازې کسان پکې شامل دي، په هغه هیواد کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي و. وزارت همدارنګه ویلي چې دوی د نوم لیکنې د پروسې له بشپړیدو او د مرستو له ترلاسه کیدو وروسته بیرته خپلو اصلي سیمو ته واستول شول.

د راپورونو له مخې تیره اونۍ هم له پنځه سوو زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او بیرته افغانستان ته ستانه شوي و.

راشدخان بیا هم په ۲۰ اوره او ۵۰ اوره فارمټونو کې لومړی مقام خپل کړ

د کرکټ د نړيوالې شورا (ICC) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان نامتو لوبغاړي راشد خان ته په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د توپ اچونه لومړی مقام ورکړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې راشد لومړي مقامونه خپلوي بلکې، له څو کلونو راهیسي نوموړي په ځلونو دا مقامونه ګټلي دي.

د کرکټ نړيوالي شورا (ICC) د يو ورځنيو لوبو د آلرونډرانو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې يو ځل بيا عظمت الله عمرزي لومړی مقام خپل کړی.

په دې درجه بندۍ کي محمد نبي ۳م او راشد خان ۵م بلل شوي دي.

دغه راز بیا د شل اوریزو لوبو په کلنۍ درجه بندۍ کې افغان لوبډلې یوه نومره بايللې ده او اوس مهال د ۲۲۰ نومرو په لرلو سره په لسم ځای کې ده.

د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه

له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.

د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.

په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتین‌کول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.

راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.

ترمپ: که ایران تړون ونه مني، ډېره شدیده بمباري به پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې لیکلي: «که ایران له هغه څه سره موافقه وکړي چې پرې هوکړه شوې—که څه هم دا ښايي لویه فرضیه وي—نو د "حماسي قهر" عملیات به، چې اوس ډېر مشهور شوي، پای ته ورسېږي او اوسنۍ اغېزمنه محاصره به اجازه ورکړي چې هرمز تنګی د ټولو لپاره، حتی د ایران لپاره، پرانیستی پاتې شي.»

ټرمپ زیاته کړه: «که هغوی موافقه ونه کړي، نو بمباري به پیل شي، او له بده مرغه دا ځل به د پخوا پرتله ډېره سخته او شدیده وي.»

د هغه دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغو راپورونو خپرې شوې چې وایي ایران او امریکا ښايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې یو مخیزې هوکړې ته نژدې شوي دي.

له امریکا سره د احتمالي هوکړې راپورونو ته د ایران سوړ غبرګون

د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې وایي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه نژدې شوې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي.

اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ «ایسنا» خبري اژانس ته وویل: «د امریکا طرحه او وړاندیز لا هم د ایران له لوري څېړل کېږي، او ایران به د خپلو نظرونو له بشپړې ارزونې وروسته د پاکستان له لارې مقابل لوري ته ځواب واستوي.»

هم‌مهاله، «تسنیم» خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي چې د امریکا وروستی وړاندیز «ځینې د نه منلو وړ برخې» لري او ایران تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړی.

فارس خبري اژانس، چې هغه هم سپاه ته نژدې دی، دا ادعا کړې چې «د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ نوی لیکلی پیغام تبادله شوی نه دی» او هوکړې ته د دواړو خواوو د نژدې کېدو راپورونه یې رد کړي دي.

بل لور ته، «اکسیوس» وېب‌پاڼې او رویټرز خبري اژانس په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي چې ایران او امریکا د یوې یو مخیزې موافقې پر سر، چې د وروستۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ده، هوکړې ته تقریباً رسېدلي دي.

د فارس په وینا، دا ډول راپورونه د دې لپاره خپرېږي چې «پر نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول د تېلو پر بیو، اغېز وکړي.»

شهباز شریف: د پاکستان او د ګڼو ورونو هیوادونو غوښتنې ته د ټرمپ سخاوتمندانه ځواب به دسولې او ثبات د ټینګښت سبب شي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ، ارشیف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ، ارشیف

د پاکستان صدراعظم وايي د پاکستان او ګڼو وروڼو هیوادونو خصوصا د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غوښتنې ته د ولسمشر ټرمپ له سخاوته ډک ځواب به په دې حساسه مرحله کې سولې، ثبات او سیمه ایزه پخلاینه کې ډیره مرسته وکړي.

شهباز شریف چهارشنبه په خپله ایکسپاڼه هیله څرګنده کړه چې «اوسنی بهیر یوې نهايي هوکړې ته ورسیږي اود سیمې لپاره او له سیمې وراخوا تلپاتې سوله او ثبات تضمین کړي. »

د پاکستان دصدراعظم لخوا دغه څرګندونې وروسته لدې کیږي چې د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې هرمز تنګي کې یې د "ازادۍ د پروژې" په نامه عملیات په موقت ډول وځڼډول.

ټرمپ وویل چې دغه پریکړه د پاکستان په غوښتنه شوې ده.

دغه عملیات په یاد تنګي کې د بیړیو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره پیل شوي وو.

ایران د امریکا او اسراییلو د پوځي کمپاین په وړاندې غبرګون کې د دې مهم تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ مخه ونیوه او ګواښ یې کړی و چې هره هغه بېړۍ به په نښه کړي چې د ایران له اجازې پرته له تنګي تېرېږي.

د بندیز له کبله زرګونه بېړۍ د تنګي دواړو غاړو ته د څو اوونیو لپاره بندې پاتې شوې او پر نړیوال اقتصاد یې اغېز وکړ.

اسلام اباد د واشنګټن او تهران ترمینځ منځګړیتوب کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG