خبرونه
اسراييل سوريه کې د استوګنې پر دوو ودانيو بريد کې ۱۵ کسان وژلي
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې د پلازمېنې دمشق په دوو ساحو کې د استوګنې پر دوو ودانیو د اسرايیل په حملو کې ۱۵ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د راپور لهمخې یوه ودانۍ په المزه او بله د دمشق په لوېدیځه ساحه قدسایا کې پرتې دي.
بل لوري ته د اسرايیل پوځ خبر ورکړی، چې په دمشق کې یې د حملو هدف د "اسلامي جهاد" په نوم د فلسطینیانو د ملېشه ډلې جدایدادونه وو.
اسرايیل له کلونو راهیسې په سوریه کې په ایران پورې تړلي اهداف په نښه کوي، خو د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې چې پر اسرايیل د حماس ډلې حمله په غزه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوه، اسرايیل له هغې راهیسې دا ډول بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د اکشن اېډ په نوم مؤسسه په يوشمېر ولايتونو کې ۲۵۰۰ کورنيو سره مرسته کوي
تمه کېږي چې د اکشن اېډ په نوم مؤسسې له لارې په کابل، غور او بامیان کې شاوخوا ۲۵۰۰ زیانګالو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.
د طالبانو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې پرون پنجشنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې، په کابل کې یې له دغې ادارې سره پهدې باب د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
وړاندې راغلي، چې اکشن اېډ به د کابل ولایت په دهسبز او بګرامیو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ کورنیو او د بامیان او غور په مرکزونو کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.
دغه اداره وايي، چې په کابل کې هرې یوې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالره او په بامیان او غور کې هرې یوې کورنۍ ته له ۲۰۰ تر ۳۳۱ ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي.
د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو د ژوندانه د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
سیف دي چلډرن مؤسسې د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او د خوړو د کموالي له امله زیانمنې شوې کورنۍ به د ژمي په را رسېدو سره له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به سبا شنبه د نیپال له ټیم سره مخامخ شي
ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان، تاجکستان او نیپال ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
افغانستان په دغو لوبو کې خپله دویمه لوبه د راروانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ له تاجکستان سره کوي.
افغان لوبډله له څه باندې پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
بريتانيا افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام بيا پيل کړ
افغان محصلانو ته د بریتانیا د "چیونینګ" په نوم د تحصلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.
د چیونینګ پر وېبپاڼه پرون په یوه بیان کې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.
د بیان لهمخې، د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي.
وړاندې راغلي، چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کې وي، چې د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي.
د بیان لهمخې، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولی شي د سږکال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.
بریتانیا په وږي/ سنبلې میاشت کې د نامعلومو دلایلو لهمخې د چیونینګ تحصلي بورسونو لپاره د افغان محصلانو درخواستونه وځنډول.
چیونینګ د بریتانیا حکومت نړیوال تحصیلي پروګرام دی، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او همکارو بنسټونو لهخوا تمویلېږي.
نن د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره وايي، نن جمعه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی.
دغه رياست د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، غزني، ارزگان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه به نن د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سېلابونو شاهدان وي.
په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
په بیان کې ویل شوي چې په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورېدو امکان هم شته.
کرکټ؛ افغانستان سبا له پاکستان سره سیالي کوي
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا جمعه د نومبر په ۱۵مه نېټه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې سره سیالي کوي.
افغان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب پيليږي چې پر افغانستان او پاکستان سربېره په کې د اماراتو لوبډله هم برخه لري.
سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شي.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.
طالبانو ننګرهار کې د يوې ښځې په ګډون يوولس کسان په دُرو وهلي
د طالبانو د حکومت ستره محکمه په ننګرهار ولایت کې پر یوولسو مجرمینو د “تعزیري سزاګانو” د عملي کېدو خبر ورکوي.
دې محکمې نن پنجشنبه په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې، د دې ولایت د غنيخېلو او د سرخرود ولسوالیو د ابتدایه محکمو د پرېکړو لهمخې د یوې ښځې په ګډون پر یوولسو مجرمینو چې د زنا، لواطت او نامشروع اړیکو په تور مجرم پېژندل شوي و، روانه اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کې تعزیري سزاګانې عملي شوې.
د بیان لهمخې اووه مجرمین له ۳۰ نه تر ۳۹ دُرو او دغهراز مجرمه ښځه په ۲۹ او نور درې مجرمین په ۳۹ دُرو وهل شوې دي.
په ننګرهار کې پر مجرمینو دغه "تعزیري سزاګانې" داسې مهال عملي کېږي چې پرون چهارشنبې په پکتیا کې د قتل په جرم پر یوه کس د شریعت لهمخې د “قصاص” حکم عملي شو.
د راپورونو لهمخې دا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دوی له لوري د "قصاص" شپږمه سزا ده چې عملي کېږي.
امريکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال کې د توغنديو دفاعي سيستم پرانيست
امریکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال ریژیکوو کې د توغندیو هغه دفاعي ځای پرانیست چې له اوږدې مودې یې تمه کېده او روسیې ورسره مخالفت کړی و.
د متحدایالاتو په تاسیساتو کې چې د ناټو د دفاع یوه برخه ده، د سمندري ځواکونو د ایګیس ایشور Aegis Ashore په نوم سیسټمونه ځای پرځای شوي، چې کولای شي بالسټیک توغندي د توغول کېدو په لومړیو مرحلو کې کشف، تعقیب او ویجاړ کړي.
په اروپا کې دا ډول لومړي تاسیسات په ۲۰۱۶م کال کې د ناټو په غړې رومانیا کې فعال شول.
دغه اډه چې په ۲۰۰۹ کال کې اعلان شوه په لومړي سرکې د ایران د بالستیکي توغندیو د ګواښونو په وړاندې د اروپا د خوندي کېدو په هدف پلان شوې وه.
پولنډي چارواکو په خپله خاوره کې د توغندیو د دفاعي سیسټم ځای پر ځای کېدل یو تاریخي اقدام بللی دی.
خو روسیې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې هغه د خپل امنیت لپاره ګواښ بللی او په وړاندې یې مخالفت څرګند کړی، پرون چهارشنبې وویل چې، د دغې اډې پرانیستل د برابرۍ د تضمین لپاره اقداماتو ته اړتیا لري.
اوکراين د روسيې د ۲۱ بېپيلوټه الوتکو د شنډولو خبر ورکړی
د اوکراین هوايي ځواک وايي، نن پنجشنبې سهار وختي د دغه هېواد د هوايي مدافعې سیستم له هغو ۵۹ بېپیلوټه الوتکو څخه ۲۱ یې ویشتلي چې، د روسیې لهخوا په اوکراین کې د هدفونو د په نښه کولو لپاره کارول شوې وې.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، د روسیې ۳۸ نورې بېپیلوټه الوتکې وروسته له هغې په سیمه کې ویجاړې شوې چې د لارښود سیستم یې د اوکراین د الکترونیکي جنګي وسایلو په وسیله شنډ شو.
د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک څارنوالۍ په يوه جلا اعلامیه کې ویلي، په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دې سیمې په ختيځ کې د شيوچينکو په کلي کې د روسي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
په عینحال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، نن سهار (د نومبر ۱۴مه) د دغه هېواد هوايي دفاع ځواکونو د کورسک او بلګرود سیمو په هوايي حریم کې د اوکراین دوه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
پکتيا کې په عام محضر کې د يو کس اعدامېدو ته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي
په پکتیا کې پرون چهارشنبې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د یوه کس د اعدامېدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر دغه اعدام غندلی او هغه یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دې دفتر په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دغه ډول سزاګانې سمدستي ودروي.
ملګروملتونو همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
طالبانو پرون چهارشنبه وویل چې د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یې یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، په عام محضر کې اعدام کړ.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر نوموړي د قتل په جرم د "قصاص" حکم عملي شو.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم پرون د دغه اعدام په وړاندې غبرګون کې په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف عمل وباله او د هغو د درېدو غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دا ډول سزاوې سمدستي ودروي.