د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۲

خبرونه

په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر ۳زره کسانو ته لوړ شو

په نیپال کې سیلاب ځپلې سیمې
په نیپال کې سیلاب ځپلې سیمې

په نیپال کې د سیلونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د قربانیانو شمیر نژدې ۳زره کسانو ته لوړ شو.

چارواکو ویلي،" تراوسه د ۶۳۳ کسانو جسدونه موندل شوي".

په نیپال کې ۶۲۶کسان مړه شوي او ۴۲۶ چې نژدې سل تنه يې سیلانیان دي نادرکه دي.

چینايي چارواکو ویلي،" په تبت کې ۷ کسان مړه شوي او له ۵۵۰ ډیر نور کسان نادرکه دي".

چارواکو ویلي،" د لټون عملیات روان دي او ښايي مرګژوبله لوړه شي".

د تیرې چهارشنبې په ورځ د همالیه په سیمه کې چې د نیپال او تبت سرحدي سیمې دي ناڅاپي سیلونو او ځمکې ښويدنه رامنځته شوه چې د ځاني تاوانونو سرییره په زرهاوو کورونه او ودانۍ يې ویجاړې کړي دي.

د اسلام اباد ستره محکمه: افغان محصلین دې د ویزو ستونزه د افغانستان سفارت له لارې حل کړي

د اسلام اباد سترې محکمې له افغان محصلینو غوښتي چې د ویزو د تمدید ستونزې د افغان سفارت له لارې حل کړي.

د پاکستان ډان ورځپانې راپور ورکړی چې د اسلام اباد د سترې محکمې قاضي خادم حسین له هغو ۸۷ محصلینو چې د پاکستان په بیلابیلو پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او ویزې يې پایته رسیدلي غوښتي چې خپلې ستونزې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له لارې حل کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې يې طالبان سمبالوي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه شاوخوا ۸۰ محصلین ۲۰۲۳کال کې په یو کلنې تحصیلي ویزې پاکستان ته تللي وو.

 تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي

تمه ده د شانګهای سازمان په ناسته کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

د دې سازمان دارالانشا ویلي، " په ناسته کې به په افغانستان کې د ترهګرۍ، د نشه يې توکو د قاچاق او پولو ته نژدې پر امنیتي اندېښنو خبرې وشي".

دا ناسته د سپټمبر په لومړۍ نیټه د قرغیزستان په پلازمینه بشکیک کې جوړیږي.

تراوسه معلومه نه ده چې طالب چارواکي دې ناستې ته بلل شوي او که نه.

په دې ناسته د افغانستان د نژدې ګاونډيانو ایران او پاکستان سربیره د روسیه، چین، هند او منځنۍ اسیا ولسمشران ګډون کوي.

شانګهای سازمان لس غړي لري او افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی.

د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د طالبانو حکومت د اتو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی.

د مالیې وزارت د تقاعد د حقونو عمومي ریاست د اعلان له مخې د روانې سنبلې میاشتې له لسمې نېټې به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، لوړو زده‌کړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د کابل پوهنتون ریاست، د کابل طبي پوهنتون او د تیر جمهوریت د دفاع او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکړه پیل شي.

دې ریاست وړاندې ویلي، متقاعدین دې د مالیې وزارت اړوند ویب پاڼه کې د خپل نوبت نېټه ترلاسه او په هماغه نېټه دې د تقاعد حقوقو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

مالیې وزارت له دې مخکې د درې نورو دولتي ادارو د متقاعدینو د حقونو د ورکړې اعلان کړی و.

په تیرو پنځو کلونو کې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ملکي او پوځي متقاعدینو د خپلو تقاعدي حقونو او معاشونو د نه ترلاسه کولو له کبله په ځلونو لاریونونه او اعتراضي غونډې کړې دي.

د اروپا پارلمان طالب استازو سره د افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي

تمه ده د اروپا پارلمان را روانه پنجشنبه د (سپټمبر۳مه) له طالب استازو سره د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې وکړي.

د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمیټې پرون جمعه د (اګسټ۲۸مه) پر خپلې رسمي ویب پاڼې لیکي،" له اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د ستنولو په موضوع کې به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیول شي".

دا معلومه نه ده چې د اروپا پارلمان له کومو طالب استازو سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي.

طالب چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د روان کال په جون میاشت کې د طالبانو یوه پنځه کسیزه پلاوي بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې افغانستان ته د "مجرمو افغان کډوالو" د ستنولو په اړه خبرې کړې وې.

مهترلام کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

ارشیف
ارشیف

د لغمان په مرکز مهترلام کې په یوه سوداګریز مرکز کې اور لګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

طالبانو ته نږدې حریت راډیو د جمعې په ورځ (اګسټ ۲۸مه) د لغمان د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې د دې اور لګېدنې له کبله خلکو ته ۱۸ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د دې قوماندانۍ په خبره، د بې‌احتیاطۍ له کبله د ګازو یوې ډبې اور اخیستی و چې وروسته د سوداګریز مرکز نورو برخو ته خپور شو.

وړاندې راغلي چې اور څو ساعتونه دوام وکړ او وروسته مهار شو.

هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځان‌وژنه کړې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان کورنیو رسنیو د جمعې په ورځ (د اګسټ ۲۸مه) په هلمند کې د طالب سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یوې روغتیايي کارکوونکې ځان‌وژنه کړې ده.

دې ښځې د سنګین ولسوالۍ په یوه روغتیايي کلینیک کې د قابلې په توګه کار کاوه.

د راپورونو پر اساس، د هلمند امنیه قوماندانۍ ویلي چې "دې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان‌وژنه کړې ده او د پېښې اړوند د ښځې خاوند نیول شوی دی".

ویل کېږي چې دې قابلې د دوا په خوړلو سره ځان‌وژنه کړې ده.

د نیپال او تبت پوله کې د سېلاب له کبله د قربانیانو شمېر ۲،۴۸۲ کسانو ته ورسېد

د نیپال او تبت پوله کې سېلونه او ځمکې ښویېدنې
د نیپال او تبت پوله کې سېلونه او ځمکې ښویېدنې

د نیپال او تبت پوله کې د سېلونو او ځمکې ښویېدنې له کبله د قربانیانو شمېر نږدې ۲،۵۰۰ کسانو ته لوړ شو.

د هغو شمېرو له مخې چې د جمعې ماښام د (اګسټ ۲۸مه) خپرې شوې، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې ۲،۴۸۲ کسان نادرکه او څه باندې ۵۸۴ تنه مړه شوي دي.

چارواکو ویلي، د قربانیانو د لټون او پېژندنې د عملیاتو له دوام سره ښايي په شمېرو کې بدلون راشي.

په ورکو کسانو کې سیلانیان، غر ختونکي او هندوان زیارت کوونکي هم شامل دي.

په ورته وخت کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیپال کې د سېلابونو له پېښې وروسته ۹۰ امریکايي اتباع ورک دي، خو تر اوسه د هېڅ امریکايي وګړي د مړینې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام په یوه مرکز کې اړمنو خلکو ته دخوراکي موادو توزیع
کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام په یوه مرکز کې اړمنو خلکو ته دخوراکي موادو توزیع

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.

دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.

د ناروې ۸۹ کلن پاچا ومړ

د ناروې پاچا هیرالد پنځم چې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ ،انځور له ارشیف څخه
د ناروې پاچا هیرالد پنځم چې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ ،انځور له ارشیف څخه

د ناروې شاهي ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پاچا هارالد پنځم د ۸۹ کلونو په عمر د اوسلو پوهنتون په روغتون کې مړ شو.

د هارالد له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوی، ولیعهد هاکون، د ناروې پاچا شو.

هارالد چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې یې پر ناروې پاچاهي کوله، په وروستیو کلونو کې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ او د اګست له ۱۷مې راهیسې په روغتون کې بستر و. شاهي ماڼۍ د هغه له مړینې مخکې د نوموړي روغتیايي وضعیت «ډېر نازک» بللی و.

د پاچا د مړینې له اعلان وروسته، په اوسلو کې د شاهي ماڼۍ بیرغ نیمه ځوړند شو او خلک د هغه د درناوي لپاره د ماڼۍ مخې ته راټول شول.

د ناروې صدراعظم یوناس ګارستوره د دې خبر په غبرګون کې وویل: «ټول ملت ویر کوي»، او د ناروې لپاره یې د دپاچا هارالد د ټول عمر خدمتونو څخه مننه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG