د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۴

خبرونه

د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې کسان وژل شوي

د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید
د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید

د سعودي عربستان چارواکو پرون (جمعه) وویل چې د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو هم د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، په بریدونو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته هم زیان اوښتی او د نړیوالو الوتنو بهیر له پراخو ګډوډیو سره مخامخ شو.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل چې هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ دوه ځله په نښه شوی و.

د دې ادارې په وینا، په لومړي برید کې د هوايي ډګر تأسیسات او په دوهم برید کې د سعودي د دولتي هوايي شرکت «سعودیه» یوه الوتکه په نښه شوې ده.

افغانستان او بنګله‌دېش ټېسټ لوبه؛ بنګله‌دېش په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې

ارشیف، یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي
ارشیف، یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د بنګله‌دېش لوبډلې ۳۱۷ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دا سیالي، د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په لوبغالي کې کېږي او د افغانستان د لوبډلې کپټاني رحمت شاه کوي.

پخوا د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبډلو کپټاني د حشمت‌الله شهیدي په غاړه وه.

د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او رحمان‌الله ګربز په شمول ډېر تجربه‌کاره لوبغاړي نه‌شته.

افغانستان تر دې وړاندې له بنګله‌دېش سره دوه ټېسټ لوبې کړي چې یوه‌یې ګټلې او بله‌یې بایللې ده.

د بنګله‌دېش لوبډلې چې نجم‌الحسین شانتو یې لوبډلمشر دی، سږ کال استرالیا ته په یوه ټېسټ‌لوبه کې ماتې ورکړې وه.

نن به بنګله‌دېش چې دوه توپ وهونکي لا لري، خپلې لومړۍ پاڼۍ ته دوام ورکړي.

۱۹ افغانان ایران ته د غیر قانوني اوښتو په تور نیول شوي

ارشیف، ایران کې نیول شوي یو شمېر افغانان
ارشیف، ایران کې نیول شوي یو شمېر افغانان

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر وايي، ۱۹ افغانان‌یې چې غوښتل‌یې په غیر قانوني ډول ایران ته واوړي، نیولي دي.

د دې قول اردو دفتر د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په موسی‌اباد سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل‌یې په قاچاقي ډول د افغانستان له سرحدي سیمو ایران ته واوړي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د غوریان ولسوالۍ مسئولانو ته سپارل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې دوی په تېرو میاشتو کې لسګونه بې‌اسناده افغانان ایران ته له ناقانونه اوښتو منع کړي دي.

روسي پوځي سپوږمکیو د اوکراین ملاتړ کوونکې سپوږمکۍ څارلي

ارشیف، د روسیې سپوږمکۍ
ارشیف، د روسیې سپوږمکۍ

د جرمني د پوځ د فضايي ځواک قوماندان مایکل تراوت وايي، د روان کال په مې میاشت کې د روسیې څلورو پوځي سپوږمکیو د فنلنډ د «ای‌سي‌ای» شرکت یوه سوداګریزه سپوږمکۍ څارلې ده.

دا اقدام ښايي د ستارلېنک په ګډون د سوداګریزو سپوږمکیو شبکو ته ګواښ پېښ کړي.

روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» د مایکل تراوت له قوله راپور ورکړی چې دا فعالیتونه ښيي روسیه داسې وړتیاوې لري چې د سپوږمکیو د لویو شبکو پر وړاندې په کارولو سره، ان له مستقیم برید پرته هم د سپوږمکیو کاري موده او د هغوی د خدمتونو کیفیت کمولای شي.

لوېدیځ پوځي چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې د لوېدیځو فضايي سیستمونو پر وړاندې د مسکو فعالیتونه زیات شوي دي.

په دغو فعالیتونو کې د سپوږمکیو په اړیکو کې ګډوډي رامنځته کول او د معلوماتو راټولولو په هدف د ځمکې په مدار کې د هغوی څارل شامل دي.

روسیې د روېټرز پوښتنو ته په دې اړه ځواب نه‌دی ورکړی، خو تر دې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې هغه لوېدیځې سوداګریزې سپوږمکۍ چې له اوکراین سره مرسته کوي، ښايي په وړاندې یې غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.

د سپېس‌اېکس شرکت هم په دې اړه د روېټرز پوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی.

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه د جنوبي افریقا د حقوقپوهې ناوي پیلای په برخه شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو پخوانۍ ستره کمشنره ناوي پیلای د نوبل د سولې د سږنۍ جایزې ګټونکې
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو پخوانۍ ستره کمشنره ناوي پیلای د نوبل د سولې د سږنۍ جایزې ګټونکې

د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د جنوبي افریقا د ۸۵ کلنې حقوقپوهې ناوي پیلای په برخه شوه.

نوموړې چې پخوا د ملګرو ملتونو دبشري حقونو عالي کمشنره وه دغه جایزه ورته د نړیوالو قوانینو څخه د دفاع او په نړۍ کې دسولې لپاره د هلوځلو له کبله ورکړل شوه.

د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، اعلان وکړ چې دغه جایزه اغلې پیلای ته د نړیوالو حقوقي بنسټونو د پیاوړتیا او د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو او نسل‌ وژنې د عاملانو د محاسبې په برخه کې د هغې د څو لسیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنه فریدنس، د جایزې د ګټونکې د نوم د اعلان پر مهال وویل، د سږ کال جایزه داسې کس ته ورکول کېږي چې په نړۍ کې یې د یوه پراخ حقوقي نظام د رامنځته کولو لپاره په «استثنايي زړورتیا او رښتینولۍ» لاره هواره کړې ده.

کمېټې په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د جګړو او شخړو د زیاتېدو له امله، د نړیوالو قوانینو قاضیان او بنسټونه تر بل هر وخت ډېر د سیاسي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

ناوانتم پیلای، چې په ناوي پیلای مشهوره ده، په ۱۹۴۱ کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې په یوې هندي‌الاصله کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې خپل مسلکي فعالیتونه د اپارتاید یا نژادي توپیر د واکمنۍپه دوران کې پیل کړل.

د هوا د ککړتیا له امله مالیزیا کې ښوونځي تړل شوي

کواللمپور کې د هوا د ککړتیا سره همهاله د موټرو حرکت ، داکتوبر نهمه ،
کواللمپور کې د هوا د ککړتیا سره همهاله د موټرو حرکت ، داکتوبر نهمه ،

مالیزیا د هوا د سختې ککړتیا له امله ، په پلازمېنه کوالالمپور او د دغه هېواد په نورو برخو کې ښوونځي تړلي دي.

د هوا ککړتیا په ګاونډي هیواد ، اندونیزیا کې د اورلګېدنو له امله رامینځ ته شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د مالیزیا د پوهنې وزارت اعلان کړی چې په څلورو ایالتونو او دوو فدرالي سیمو کې ټول ښوونځي په بشپړه توګه او د پاهانګ ایالت په یوه برخه کې په جزوي ډول تړل شوي دي.

د ځنګلونو د اورلګېدنو لوګي له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سیمې ښارونه نیولي او د تنفسي ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د جمعې په ورځ، د تلې پر ۱۷مه، وروسته لدې چې په کوالالمپور کې د هوا د ککړتیا شاخص شاوخوا ۱۷۰ ثبت شو، دغه ښار له سنګاپور وروسته د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار وپېژندل شو.

د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم وویل، د اورلګېدنو د وضعیت په اړه یې د اندونیزیا له ولسمشر پرابوو سوبیانتو سره خبرې کړې دي او د اشین د سازمان د غړو هیوادونړو د چاپیریال د وزیرانو د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

د مالیزیا د معیارونو له مخې، د هوا د ککړتیا شاخص تر ۱۰۰ لوړ ناسالم، تر ۲۰۰ لوړ ډېر ناسالم او تر ۳۰۰ لوړ خطرناک ګڼل کېږي

ټرمپ وايي له منځمهالو ټاکنو مخکې پر ایران برید نه کوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ وايي د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې به پر ایران برید ونه کړي. خو په عین حال کې دوو امریکايي ورځپاڼو پر ایران د نویو بریدونو د انتخابونو او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه د ارزونو خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام، د تلې په ۱۶مه ، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې ولیکل چې «موږ دایران اسلامي جمهوریت سره رغنده خبرې اترې کوو».

هغه زیاته کړه: «زه غواړم ټولو ته روښانه کړم چې، سره له دې چې ایران له اقتصادي او پوځي پلوه په ډېر خراب وضعیت کې دی او سمندري محاصره به په خپل ټول قوت او بشپړ ډول روانه وي، او د هرمز تنګي له لارې هم د تېلو لېږد په بې‌ساري کچه ترسره کېږي، موږ به د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې چې د نومبر په دریمه ترسره کیږي پر ایران برید ونه کړو.»

خو د ټرمپ له دغو څرګندو څو ساعته وروسته نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼو پر ایران د برید د نویو انتخابونو د ارزونې او په منځني ختیځ کې دامریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا رپوټ ورکړ.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې پنتاګون د ولسمشر په امر د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په زیرمو، د انرژۍ په تاسیساتو او نورو پوځي مراکزو باندې د برید پلانونه جوړ کړي دي.

با خبره کسانو ویلي یو انتخاب دادی چې د درې ورځو لپاره شدید او لنډ مهاله عملیات ترسره شي. دغه پلان د تیرې جمعې په ورځ په کیمپ ډیویډ کې څیړل شوی دی.

ملګري ملتونه : سږکال تقریبا ۶ لکه ګډوال له ایران افغانستان ته ستانه شوي

د هرات د اسلام کلا بندر ته له ایران څخه یوه راستنه شوې کورنۍ ، ارشیف
د هرات د اسلام کلا بندر ته له ایران څخه یوه راستنه شوې کورنۍ ، ارشیف

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ ( UNHCR) وايي سږ کال څه دپاسه ۵۸۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي .

یاده اداره زیاتوي چې په دغو کسانو کې چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر دریمې ستانه شوي ، ۸۵ سلنه یې اخراج یا ډیپورټ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي تیرکال هم له ایرانه ته ۱.۹ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي و چې اکثریت اخراج شوي و.

دغه اداره وايي د راستنېدونکو کسانو دا لویه کچه په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د روزګار پر لارو چارو فشار زیاتوي، د بې‌ثباتۍ او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوام خطرونه لوړوي.

په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي، چې یواځې د روان زېږدیز کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې ۴۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې لس سلنه یې اخراج شوي.

د افغانستان او بنګله دیش ترمینځ ټیست لوبه روانه ده

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان او بنګله دیش د کریکټ د ملي ټیمونو ترمینځ په ابوظبي کې ټیسټ لوبه روانه ده.

پچه بنګله دیش وګټله او بیټنګ یې غوره کړ.

د بنګله دیش ټیم تراوسه په ۳۱ اورونو کې ۱۵۲ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځیدلی دی.

د افغانستان د کریکټ بورډ له اعلان سره سم روانه ټیسټ لوبه د اکتوبر په دیارلسمه پای ته رسیږي. له هغې وروسته د افغانستان ، زمبابوې او بنګله دیش ټیمونه د اکتوبر له ۱۷ تر ۲۳ پورې د (ODI) یا د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لوبلړۍ کې سره مخامخ کیږي.

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام کې له درېیو لوبډلو سره سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي

د اسیا د کرکټ شورا د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبو مهالوېش اعلان کړ.

دغه سیالۍ د عمان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په «بي» ګروپ کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او مالیزیا سره دی.

په «اې» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال د کرکټ لوبډلې شاملې دي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام دغه سیالۍ چې اته لوبډلې به په‌کې ګډون کوي، د نومبر په پنځمه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG