د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۰

خبرونه

امریکا یو شمېر افغان او ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د افریقا لویه وچه
د افریقا لویه وچه

امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په لړ کې د ایران، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یوه چارټر الوتکه د پنجشنبې په شپه له لوېزیانا ایالت څخه والوته او په غانا کې له لنډې دمې وروسته د جمعې په شپه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته ورسېده.

د الوتکې د مسافرو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو لږ تر لږه دوه ایراني مېرمنې هم پکې شاملې وې، چې د امریکا د کډوالۍ محکمې له خوا یې د موقتي استوګنې اجازه او د نه ایستلو حکم ترلاسه کړی و.

د بشري حقونو وکیلانو ویلي چې له دغو مېرمنو څخه یوه مسیحي مذهب ته اوښتې او بله سیاسي او ټولنیزه فعاله ده. د هغوی وکیلان وایي که ایران ته بېرته ولېږدول شي، د شکنجې یا حتی اعدام له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د دغو کسانو د ایستلو په اړه پوښتنې او اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د امریکا حکومت ایران «ترهګر رژیم» بولي او ورسره په سخت کړکېچ کې دی.

مرکزي افریقا جمهوریت له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، او هغه کسان چې هلته لېږدول شوي، د خپلې نامعلومې راتلونکي په اړه سختې اندېښنې لري.

له دې سره په یو وخت د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.

رویټرز: اماراتو د ایران د کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې، ابوظبي دا ادعا نه تاییدوي

رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له ایران سره د امریکا او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پیل د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویلي چې متحده عربي امارات د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.

د راپور له مخې، دا اقدام د ایران له لوري د جګړې په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو له درنو بریدونو وروسته د یوه تاکتیکي بدلون په توګه ارزول کېږي.

رویټرز د څلورو سرچینو له قوله ویلي چې دوو سیمه‌ییزو سرچینو د ۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې درې میلیارد یې ایران ته لېږدول شوي دي. دوو نورو سرچینو بیا د دې موافقې ارزښت ۲۰ میلیارد ډالره ښودلی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران له خوا پر اماراتو د بریدونو د درولو په بدل کې شوی دی.

خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په لومړیو ساعتونو کې په یوه خبرپاڼه کې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړل او ویې ویل چې ایران ته د پیسو د لېږد، په ځانګړي ډول د درې میلیارد ډالرو د انتقال ادعاوې، بې‌بنسټه دي.

د افغانستان د کرکټ ملي او الف لوبډلې نن هممهاله مسابقې لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې له هند سره د درو پنځوس اوره سیالیو لپاره په دغه هیواد کې ده، نن د هند له ملي لوبډلې سره په درمسالا کې د مسابقې میدان ته ووځي.

همداراز الف یا ابدالیان لوبډله، چې د سریلانکا په کوربه توب په دغه هیواد کې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه لري، نن د کوربه هیواد سریلانکا له الف لوبډلې سره مخامخ ده.

د دې سیالۍ، چې اوس روانه ده، پچه سریلانکا وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی توپ وهنه یا بیټنګ افغانستان وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان ابدالیان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ۴ منډو په توپیر له هند څخه ګټلې ده.

هند بیا خپله لومړۍ سیااي له سریلانکا څخه ګتلې ده.

د افغانستان او هند ملي لوبډلې به پر نننۍ لوبه سربېره د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۷) د لکهنو په لوبغالي کې په دوهمه سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دوی وروستۍ یو ورځنۍ مسابقه به د جون په شلمه په چینای کې وي.

تر دې وړاندې دواړو ټیمونو یوه ټیستلوبه وکړه چې د هند تجربه کار ټیم په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان د ټیست سیالیو په نسبت په یو ورځڼیو کې ښه تجربه لري.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د ځنډول شویو دوسیو پروسس بیا پیل کړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.

دې ادارې د جمعې په ورځ (د جون ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام د یوې فدرالي محکمې د حکم له مخې ترسره کوي، ځکه محکمې د مهاجرت د ځینو دوسیو ځنډول غیرقانوني بللي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې زیاته کړې چې اوس به ټولې اغېزمنې شوې دوسیې داسې وڅېړل شي لکه هېڅکله چې د هغو د پروسس بهیر نه وي درول شوی.

په امریکا کې ډېر شمېر افغان کډوال، چې له ۲۰۲۱ وروسته دې هیواد ته تللي، ګرین کارت یا د امریکا د دایمي اقامت جواز نه لري او ډېرو اندېښنه لرله چې اه امریکا به وایستل شي.

د محکمې پرېکړه د کډوالۍ د بېلابېلو امتیازونو لپاره پر غوښتنلیکونو پلې کېږي، چې په کې د دایمي استوګنې کارت (ګرین کارډ)، د امریکا تابعیت، د کار جواز او د کډوالۍ نور اړوند غوښتنلیکونه شامل دي.

د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلو یو ورځنۍ مسابقه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درو لوبلړیو لومړۍ مسابقه نن (شنبه) د هند په درمسالا کې پیل شي.

تر دې وړاندې دواړو ټیمونو یوه ټیستلوبه وکړه چې د هند تجربه کار ټیم په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان د ټیست سیالیو په نسبت په یو ورځڼیو کې ښه تجربه لري.

دواړه ټیمونه به د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۷) د لکهنو په لوبغالي کې په دوهمه سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دوی وروستۍ یو ورځنۍ مسابقه به د جون په شلمه په چینای کې وي.

۸۳ امریکايي قانون جوړوونکو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د دواړو ګوندونو ۸۳ قانون جوړوونکو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي چې د قطر له «السلیه» کمپ څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو د لېږدولو پلان تر هغه وځنډوي څو کانګرس ته بشپړ حقوقي، تخنیکي او بشري معلومات وړاندې نه شي.

قانون جوړوونکو په خپل لیک کې د دې لېږد حقوقي بنسټ، په کانګو کې د احتمالي استوګنې شرایط او د کډوالو اوږدمهاله وضعیت په اړه وضاحت غوښتی او د جون تر ۲۴مې یې د رسمي راپور غوښتنه کړې ده.

دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه ایستل شوي وو او په قطر کې د امریکا د بیا مېشتېدو په تمه پاتې دي. ډېری یې د امریکايي پوځ، قراردادي شرکتونو، مرستندویو بنسټونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو پخواني کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ماموریتونو ملاتړ کوونکي افغانان لا هم له جدي خطر سره مخامخ دي او واشنګټن باید له افغانستانه د هغوی د ایستلو پر مهال د بیا مېشتېدو ژمنې عملي کړي.

عراقچي: د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د وروستي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د جمعې په ورځ وویل چې له امریکا او اسراییل سره د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» تر بل هر وخت د نهايي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی دی.

عراقچي په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې له رسنیو وغوښتل چې د تړون تر بشپړېدو او نهايي کېدو پورې د هغه د محتوا په اړه له اټکلونو او ګومانونو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران به په مناسب وخت کې د دې تفاهم‌لیک ټول جزییات له خلکو سره شریک کړي او دا به د تهران د مسوولانه او شفاف چلند په چوکاټ کې ترسره شي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تړون ځینې جزییات ایران رسنیو ته افشا کړي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د دې احتمالي تړون په اړه د ایران دریځ «له واقعیت سره هېڅ سمون نه لري».

ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»

نوموړي د ایران چارواکي «بې‌باوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بې‌پیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».

د مزارشریف په دشت شور سیمه کې لوی اور لګېدلی

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پرون (جمعه) پراخ اور ولګېد چې له امله یې د سیمې اسمان ته لوخړې او لوګي پورته شول.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې اور د ښار د دوهمې حوزې په دشت شور سیمه کې، د خبریال څلورلارې ته نژدې، پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د اورلګېدنې سیمه یو شمېر مهمو مرکزونو، لکه طبي انستیتیوتونو، وترنري کلینیک، پخواني پوځي روغتون او څو خصوصي روغتیايي مرکزونو ته نژدې دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې لوګي د ښار له لرې سیمو هم لیدل کېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لویې لمبې ښماري او لږ تر لږه یوه زوروره چاودنه اورېدل کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه

د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور
د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.

د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG