خبرونه
غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل په حمله کې ۲۷کسان وژل شوي
د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، د غزې تړانګې پر یوه ښوونځي د اسرايیل په حمله کې پرون لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د اسرائیل پوځ وايي، پر هغو تروریستانو یې دقیقه حمله کړې چې له ښوونځي یې د سوق او ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.
هغو کسانو چې په ښوونځي کې پناه اخیستې وه، وايي په پېښه کې ۵۴ نور کسان ژوبل شوي هم دي.
په همدې حال کې د لبنان په جنوب کې د ملګروملتونو د سوله ساتنې پر یوه مرکز د اسرايیل یوه جلا حمله د دې سبب شوه، چې ایټالیا د اسرايیل سفیر احضار کړي.
د ملګروملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي، په ناقوره ښارګوټي کې پهدې پېښه کې د دوی د څار برج ویشتل شوی او دوه سوله ساتي یې ټپیان شوي دي.
د ټپیانو د هویت په باب څه نهدي ویل شوي.
خوست کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون خبر ورکړی، چې د یوه سراچه ډوله او ویټز ډوله د ټکر په پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.
په خبر کې ویل شوي، چې دغه ټرافیکي پېښه د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له کبله شوې ده.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
طالبانو له يو ازبکستاني شرکت سره جوزجان کې د ګازو د استخراج يو تړون لاسليک کړ
د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوه ازبکستاني شرکت ایریل کام سره د جوزجان ولایت له طوطي میدان څخه د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان پر ایکسپاڼه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایتالله بدري له قوله لیکلي، دغه تړون د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی او دا شرکت به په لومړیو لسو کلونو کې یو میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې مخکې له چینايي او نورو شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک کړي وو.
د دغو قراردادونو پر روڼتیا او د طالبانو حکومت لهخوا له هغو څخه د ترلاسه شویو عوایدو په اړه انتقادونه شته.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې درې کاله کېږي او تر اوسه د نړۍ هيڅ هیواد د دې ډلې حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو ازبکستان او چین د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
نن خيبر کې د پښتنو د عدالت لپاره قومي جرګه جوړيږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) وايي، له بندیزونو او چلنجونو سره-سره به نن په خیبر کې د پښتنو لپاره د عدالت قومي جرګه کېږي.
د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د نړۍ هيڅ ځواک د جرګې مخه نهشي نیولی.
د خیبرپښتونخوا چارواکو د دغه ایالت د اعلی وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوي په خپله پرونۍ غونډه کې دغې جرګې ته په مشروط ډول اجازه ورکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې موخه يې په پاکستان په غیرقانوني ډول د خلکو د نیولو، په جبر د پښتنو د ورکېدو او نورو ستونزو پر ضد احتجاج دی.
راپورونه وايي، د چهارشنبې په ورځ ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په په ډزو د دغه غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون لهمخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.
منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی و.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د افغانستان الف لوبډلې له عمان سره لوبلړۍ برابره کړه
د افغانستان او عمان د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د دوه تمریناتي شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.
د یادې لوبلړۍ دویمه سیالي نن پنجشنبه د اکټوبر په ۱۰مه نېټه ترسره شوه، چې د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.
پهدې سیالۍ کې افغان لوبډلې د ذبید اکبري د نیمه سلیزې پر مټ د ۱۹۱ منډو هدف ټاکلی و او د عمان الف لوبډلې یې په ځواب کې ۱۸۴ منډې وکړې.
پهدې سیالۍ کې ذبید اکبري د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عمان بریالی شوی و.
کرکټ بورډ وايي، په پلان کې ده چې افغان الف لوبډله د اکټوبر په ۱۳مه نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې برخه واخلي او تر هغې وروسته به اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
يوناما د طالبانو د زندانونو د تنظيم له ادارې سره د خبرو اترو هرکلی کړی
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ماموریت (یوناما) د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم ادارې سره د خبرو اترو هرکلی وکړ.
یوناما نن د (اکټوبر لسمه) په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې او د دې ادارې د مشرې روزاتنبایوا له قوله ویلي: "د بشري حقونه څارنه او په اړه يې راپور ورکول د یوناما له مهمو دندو څخه ده."
هغې د طالبانو تر واک لاندې زندانونو په ځانګړې توګه ښځینه زندانونو ته د لاسرسي هرکلی کړی دی.
د اوتنبایوا په خبره، ټول زندانیان حقونه لري او باید دا ډاډ ترلاسه شي چې د دوی حقونه رعایت کېږي.
د یوناما د اعلامیې پر بنسټ، په وروستیو کې د یوناما او د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د پلچرخي زندان په ګډون چې له ۵ زرو ډېر کسان پهکې بندیان دي، د یوناما د لاسرسي په اړه خبرې اترې شوي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې، د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او سازمانونو په ځلونو په افغانستان کې د زندانونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، یوشمېر طالب چارواکي خپل شخصي زندانونه هم لري.
پښتين د جرګې ګډونوالو ته: له جرګې په شا نهشئ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د (اکټوبر لسمه) په خیبر کې د جرګې په ځای کې په خپلې وینا کې له پښتنو غوښتي چې له جرګې په شا نهشي.
هغه ویلي: "زموږ له خبرو دا خلک (د پاکستان حکومت) دومره ورخطا دی او که لاس جګ کړو نو ټول يې د کراچۍ سمندر ته ځانونه غورځوي."
پښتین زیاته کړې، د پښتنو دا قومي جرګه چې هره پرېکړه وکړي دا به يې عملي کوي.
نن د خیبر په میدان کې په زرهاوو کسان راټول شوي چې، سبا د اکټوبر یوولسمه د پښتنو قومي عدالت جرګه کې برخه واخلي.
دې جرګې ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو په زرهاوو کسان ور روان دي، چې یوشمېر يې د پولیسو لهخوا نیول شوي هم دي.
تېره ورځ د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د پوځ لهخوا د جرګي پر ګډونوالو د ډزو په پایله کې درې تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
منظور پښتین لهدې وړاندې ویلي، په هره بیه چې کېږي، جرګه به کوي.
د پاکستان حکومت: خيبر کې د پښتنو جرګه د موازي حکومت په موخه جوړيږي
د پاکستان حکومت تور پورې کړی چې، خيبر کې د پښتنو جرګه د یو موازي حکومت او په ټولنه کې د اختلافونو د رامنځته کېدو په موخه جوړیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون چهارشنبې د(اکټوبر ۹مه) په اسلاماباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو: "د اکټوبر ۱۱مه لویه جرګه نه بلکې د زرګونو کسانو وربلل بل څه دي."
د دغو تورونو په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال عطالله جان پرون د ازادي راډیو مشال برخې سره په خبرو کې ویلي: "پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت ضد هیڅ ډول اقدام نهدی کړی، بلکې یوازې د پښتنو د حقونو پوښتنه کوي."
د پاکستان حکومت د اکټوبر په شپږمه په یو بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
د غورځنګ مشر منظور پښتین په همغه ورځ په یو بیان کې د پاکستان د حکومت دغه اقدام "ظالمانه" بللی و او د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او یوشمېر سیاستوالو د پاکستان د حکومت دا اقدام غندلی او خواشیني يې پرې څرګنده کړې وه.
د بښنې نړیوال سازمان د اکټوبر په اتمه په یو بیان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون د پلي کېدو په اړه سختې نیوکې کړې وې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې غورځنګ د یو مخکښ فعال ګیلهمن وزیر چې په تېرې جولای میاشت کې په اسلاماباد کې ووژل شو، د جنازې په مراسم کې د پښتنو د یوې لوې جرګې د جوړېدو ژمنه وکړه.
د میلټن سمندري توپان د امریکا فلوریډا ته رسېدلی
د میلټن په نوم سمندري توپان چې د درېیمې کټګورۍ توپان دی، د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د راپورونو پر بنسټ د څه باندې دوه میلیونو کورونو او نورو سوادګریزو او اقتصادي مرکزونو برښنا يې پرې کړې ده.
د برښنا ډېره برخه په هادري، ساراسوتا او ماتي ښارونه کې پرې شوې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وو چې له توپان مخکې د تخليې سپارښتنې پلې کړي.
دغه توپان تېره شپه د تندو بادونو او شدید وروښتونو سره مل د فلوریډا ایالت ته ورسېده.
د امریکا د توپانونو ملي مرکز د میلټن توپان یو له خطرناکو توپانونو بللی او ویلي دي شاوخوا درې میلیونه خلک د دې توپان له احتمالي ګواښونو او ویجاړۍ سره مخ دي.
په زرهاوو کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، خو د فلوریډا یو شمېر اوسېدنکو د چارواکو د تخلیې د غوښتنو سربېره لا هم په سیمه کې دي.
د امریکا ولسمشر د دې هېواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.
ټرمپ خپلې سیالې او نورو ښځو ته سپکاوی کړی
د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه خپلې سیالې کاملا هریس او نورو ښځو ته سپکاوی کړی او ویلي دي چې پر ښځو دغه ډول بریدونه پای ته نه رسوي، حتی که د دې سبب شي چې ښځې رایې ورکونکې ورته رایې هم ورنه کړي.
ټرمپ پرون په پنسلوانیا کې د وینا پر مهال ویلي: "نه غواړم ښه کس ووسم، چا راته وویل، تاسې باید ښه ووسئ، ځکه دا د ښځو نه خوښېږي، خو ما وویل، زما لپاره اهمیت نه لري."
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نظر پوښتنې ښيي چې ټرمپ د ښځو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ له دې وړاندې په اسکرانتون کې د وینا پر مهال خپلې سیالي کاملا هریس ته "بې کفایته" ویلې وه.
د امریکا د ولسمشر مرستیاله او په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتیانو نومانده کاملا هریس د ټاکنیز کمپاین په موخه نیوادا ته تللې ده.