د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

خبرونه

د اروپايي پارلمان مشرې د اوکراين له‌خوا د اوږدواټنه توغندي د کارونې ملاتړ کړی

د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متڅولا
د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متڅولا

د اروپايي پارلمان مشرې روبرتا متڅولا د اوکراین له‌‌‌خوا د روسیې د بشپړ تهاجم په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د اوږدواټنه توغندیو د کارونې ملاتړ وکړ.

هغې له جرمني غوښتنه وکړه، چې د تاوروس په نوم د اوږدواټنه توغندیو دستګاه سم د لاسه جګړه ځپلي اوکراین ته ولېږدوي.

متڅولا په هغه مرکه کې چې نن دوو ورځپاڼو خپره کړې دا څرګندونې کړې دي.

کله چې له هغې پوښتنه شوې، هغه هېوادونه چې اوکراین ته اوږدواټنه توغندي ورکوي، ایا اوکراین ته باید دا اجازه ورکړي، چې په روسیه کې دننه پر اهدافو یې وکاروي؟ هغې ویلي هو.

د اروپايي پارلمان مشرې ویلي، جرمني هم باید د تاوروس په نوم د اوږدواټنه توغندیو دستګاه اوکراین ته ورکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ اوکراین ته د تاوروس په نوم دستګاوو له استولو سره سخت مخالف دی، خو د هغه ائتلافي شریکان ازاد ډیموکراتان او زرغون ګوند کییف ته د دغو توغندیو د استولو ملاتړي دي.

پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل د بريد يو انځور
پر غزه د اسراييل د بريد يو انځور

د فلسطیني رسنیو د پرونیو راپورونو له‌‌مخې، پر غزه ښار د اسرايیل تر یوې حملې وروسته په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وافا خبري اژانس د په تازه حمله کې د وژل شویو شمېر ۸ یاد کړی دی.

اژانس وايي، د غزې ښار په شمالي ولسوالۍ شجاعیه کې پر یوه کور هم په حمله کې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه اطلاعات په بې پرې ډول نه‌شي تایید کېدلای.

په همدې حال کې د اسرايیل پوځ ویلي، چې د دغو حملو ادعاوې څېړي.

وافا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په نورو برخو کې هم د اسرايیلي ځواکونو په حملو کې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بل لوري ته د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، چې د تېلو د کموالي له کبله ښايي په ۴۸ ساعتونو کې روغتونونه یا له فعالیته ولوېږي، یا یې فعالیت محدود شي.

کورمه کې تازه نښتې؛ د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

کورمه کې دا نښتې د شيعه او سنيانو ترمنځ روانې دي
کورمه کې دا نښتې د شيعه او سنيانو ترمنځ روانې دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کورمې ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د شیعه او سني ډلو ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د کورمې مرستیال کمشنر جاویدالله مسید پرون ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، شخړه لومړی په جلامئۍ، چاردېوال او ټالوکونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته وغځېده.

نوموړي وویل چې، په‌‌‌دې نښتو کې تر اوسه دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چارواکو تر اوسه د ۲۵ کسانو مړینه تایید کړې خو نه یې دي ویلي، چې په دوی کې څو تنه یې شیعه او څو یې سنیان دي.

مرستیال کمشنر جاویدالله مسید ویلي، شخړه ناڅاپه پیل شوه او د سیمې حالت دومره خراب دی، چې له انتظامي چارواکو سره یې د مخنیوي لپاره وسایل نه وو.

فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او ۹ ټپيان دي

د يوې ترافيکي پېښې انځور
د يوې ترافيکي پېښې انځور

په فاریاب ولایت کې په دوو ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵ کسانو د مړینې او ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې د فاریاب لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، دغه ټرافیکي پېښې پرون جمعه جوزجان ته پر لویه لاره او په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې شوې دي.

د دغو پېښو علت د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښوول شوې ده.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

اوچا: افغانستان او ځينو هېوادونو کې د مرستندويه کارکوونکو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی

له ارشيفه يو انځور
له ارشيفه يو انځور

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د مرستدیو کارکوونکو په وړاندې د زورزیاتي، د دوی د تښتونې، ټپي کولو او ځورونې راپورونه ورکول شوي دي.

په جنیوا کې د اوچا ویاند جینس لیرکه (Jens Laerke) پرون جمعه په یوه کنفرانس کې وویل، په ۲۰۲۴م کال کې تر بل هر کال زیات بشري کارکوونکي، روغتیاپالان، د مرستو رسولو پرسونل او بشري چارو نور مامورین وژل شوي دي.

هغه د نړۍ په سطحه د وژل شویو بشري کارکوونکو شمېر تر ۲۸۱ زیات یاد کړ، چې دا تر بل هر کال لوړ شمېر دی.

د اوچا ویاند وايي، له غزې هاخوا هم بشري کارکوونکو ته خطرونه پېښ دي، چې په افغانستان، د کانګو جمهوریت، جنوبي سوډان، اوکراین، یمن او نورو ځایونو کې د دوی په وړاندې د زورزیاتي، د دوی د اختطاف، ژوبلولو، ځورونې او عمدي نیولو پېښې زیاتې وې.

د ناامنۍ د پېژندنې نړیوال سازمان په لړم/عقرب میاشت کې په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې وه او ویلي يې وو، چې لا هم په افغانستان کې روغتیا‌پالان له تاوتریخوالي او ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې ځینو نړیوالو بنسټونو شکایت کړی و، چې طالبان په افغانستان کې د دوی په چارو کې لاسوهنه کوي.

افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۴۱ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی

له پاکستانه د راستنو شويو افغان کډوالو موټرې
له پاکستانه د راستنو شويو افغان کډوالو موټرې

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی، چې: "پرون د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۴، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۹ او د هرات د اسلام‌‌‌کلا له لارې ۴۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."

په خبر کې نه‌‌‌‌دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه، که په جبري ډول افغانستان ته راستنې شوې دي.

له پاکستانه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی.

ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغانانو جبري اخراج چټک شوی دی.

پر لبنان د اسراييلو په تازه بريدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل دي

پر لبنان د اسراييل بريد
پر لبنان د اسراييل بريد

د لبنان پر حزب‌‌‌‌الله ډلې د اسراییل د بریدونو په دوام نن شنبې د پلازمېنې بیروت مرکزي برخه د اسراییل یوه ځواکمن هوایي برید ولړزوله.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د حزب‌‌الله المنار خبري شبکې په دغه برید کې چې د بیروت پر بسطه سیمې شوی، د لږ تر لږه ۴ کسانو د وژل کېدو او ۳۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د لبنان رسمي خبري اژانس نن سهار وختي وویل، په دغه برید کې چې یوه اته پوړیزه ودانۍ یې ویجاړه کړې، ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

یوشمېر امنیتي سرچینو رویترز ته ویلي، پر دغې ودانۍ لږ تر لږه څلور بمونه غورځول شوي دي.

دا په روانه اوونۍ کې د بیروت پر مرکزي برخې د اسراییل څلورم هوايي برید دی چې کوي یې.

اسراییل پر دې سیمې په بریدونو کې د حزب‌‌الله ډله چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې، په نښه کوي.

د تېرې یک‌شنبې په ورځ د اسراییل په یوه مخکېني برید کې د حزب‌‌الله د رسنیو مسول چارواکی محمد عفیف ووژل شو.

حزب‌الله چې د لبنان په ډېری جنوبي برخو ولکه لري، سياسي څانګه يې د دغه هېواد په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

اتريش په شينګين زون کې د بلغاريا او رومانيا د شاملېدو له مخالفت لاس واخيست

هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.
هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.

وروسته له هغې چې اتریش په شینګین زون کې د بلغاریا او رومانیا د شاملېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفت څخه لاس واخیست، دا هېوادونه راتلونکي کال دې سیمې ته چې د غړیو هېوادونو وګړي یې له ویزې پرته یو بل ته تګ‌راتګ کوي، ورنژدې شول.

دغه اعلان پرون جمعه هنګري وروسته له هغې وکړ، چې پلازمېنه بوداپست د رومانیا، بلغاریا او اتریش د کورنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه و.

هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دوره‌یي مشري په غاړه لري.

ټاکل شوې چې اروپایي اتحادیه به د ډسمبر له ۱۱ تر ۱۲ پورې له رومانیا او بلغاریا سره په غونډه کې یو ګډ امنیتي پلان نهایي کړي، چې په پایله کې به یې دا دواړه هېوادونه په جنوري میاشت کې د شینګین زون غړي شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین پر خپله ایکس‌پاڼه د دغه اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې بلغاریا او رومانیا په پشپړ ډول په شینګین سیمې پورې تړلي دي.

د روسيې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د ازادو ملتونو فورم" د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

د روسيې د سترې محکمې انځور
د روسيې د سترې محکمې انځور

د روسیې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د آزادو ملتونو فورم" په نوم نړیوال سازمان د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ.

دغه سازمان چې په ۲۰۲۲ م کال کې په پولنډ کې تاسیس شوی، تورن شوی چې تر بهرني نفوذ لاندې بېلتون‌پالنه هڅوي او غواړي چې د روسیې فدراسیون د خپلواکو هېوادونو په توګه وپاشل شي.

روسیه چې په اتیا سیمو کې یې ګڼ توکمونه ژوند کوي او د ډېرو لکه د چیچنیا او تاتارستان په‌څېر سیمو ځایي خلک یې د نفوس لویه برخه جوړوي، په ۱۹۹۹ کال کې واک ته د ولادیمیرپوتین له رسېدو راهیسې له هغې کورواکۍ څخه بې‌برخې شوې چې دغو سیمو مخکې لرلې.

پوتین له هغې راهیسې واک مرکزي کړی دی.

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر پرون جمعه په یوه اعلامیه ادعا وکړه، د دې فورم په چوکاټ کې د بالتیک جمهوریت ګوند، د انګریا غورځنګ او د شمالي قفقاز د خلکو کانګرس په ګډون ۱۷۲ سیمه‌ییز او ملي بنسټونه فعالیت کوي، چې ټول یې د بېلتون‌پالو غورځنګونو د جلاوطنه مشرانو له‌خوا رهبري کېږي.

خو دغه فورم دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي چې، د یوه مدني خوځښت په توګه هڅې کوي چې د روسیې سیمې پراخه کورواکي ولري.

سيګار: امريکا په افغانستان کې د بيارغونې لپاره د اساسي چمتووالي له تشې سره مخامخ وه

د سيګار لوګو
د سيګار لوګو

په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې اداره یا سیګار وایي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د څه باندې شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدایالتونو دولتي ادارې، د اساسي چمتووالي په برخه کې له یوې دوامدارې تشې سره مخامخې وې، چې دې کار په دوامداره توګه په مناسب وخت کې پر دندو د وړ کسانو د ګومارلو مخه ډب کړې وه.

سیګار دغه ارزونه "د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شي" په اړه په خپل دیارلسم راپور کې، چې پرون جمعه یې خپور کړ، اخیستې.

سیګار وایي، د دغو دوو لسیزو په اوږدو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالې پراختیا ادارې او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لپاره ډېر فرصتونه وو چې د کارونو د ترسره کولو لپاره د دولت جوړونې بنسټونه جوړ کړي.

خو سیاسي مهال‌‌وېش چې د اوږدمهاله فکر مخه یې نیوله، دا ناشونې کړې وه چې دوی په اغېزمن ډول د افغانستان د بیارغونې لپاره پر خپلو ادارو پانګونه وکړي.

د سیګار د راپور له‌‌‌مخې پالیسۍ جوړونکو ګومان کاوه چې کولی شي یوازې د ارادې له لارې بدلون رامنځته کړي او زیاتوي دوی په چټکۍ د یوه داسې ماموریت د بشپړولو لپاره چې په هر مهال کې خورا ستونزمن و، مهال‌‌وېش یا سیاسي فشارونه راوستي و.

د سیګار په خبره تر ټولو ستر ستراتېژیک تصور چې د لنډمهاله ذهنیت پر اساس رامنځته شوی و، ښایي د هغه پرسونل ګومارنه، روزنه، همغږي او ځای پر ځای کول وو چې د هېواد پر بیارغونې یې څارنه کوله.

سیګار وایي، د ۲۰۰۱کال په وروستیو کې چې د بن په کنفرانس کې په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام اساس کېښودل شو، تر ړنګېدو پورې یې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پنځلسمې پورې، په‌‌دې هېواد کې د شاوخوا ۸۳۲ زره امریکایي پوځیانو ترڅنګ په زرګونو امریکایي ملکي کارکونکو هم دندې ترسره کړې دي.

د سیګار په خبره ډېری دغو پوځیانو او کارکونکو د افغانستان د بیارغونې، د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې، ملکي ادارو د جوړولو، اقتصاد او مدني ټولنې پر هڅو د ۱۴۵ ميلیارډ ډالرو لګښتونو په هڅو کې برخه اخیستې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG