تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۱

خبرونه

کرکټ: د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلې د سیالۍ میدان ته وځي

ارشیف
ارشیف

د اسیا د الف کرکټ لوبډلو د جام د سیالیو په دوام کې نن د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې مسابقه لري.

دا سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوه نیمه بجې د قطر په دوحه کې پیلېږي.

افغانستان تر دې مخکې لومړۍ مسابقه د سریلانکا پر الف لوبډلې بایللې ده.

افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او هانګ کانګ د اسیايي جام د الف لوبډلو په اې ګروپ کې دي.

له بلې خوا هند، پاکستان، متحده عربي امارات او نیپال په )بي( ګروپ کې له یو بل سره سیالي کوي.

یونسیف: سږ کال په اوکراین کې تر ۱۱۰۰ ډېرو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د اوکراین په جګړه کې لږ تر لږه ۱۱۴۴ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د یونیسف د شمېرو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر پایه په اوکراین کې لږ تر لږه ۱۱۴ ماشومان وژل شوي او ۱۰۳۰ نور ټپیان شوي دي. په دې توګه، هره ورځ په منځني ډول له درېیو ډېر ماشومان د بریدونو قرباني شوي دي.

د یونیسف ویاندې، لوییز واټریج، چې له کییف څخه یې په جینیوا کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د وژل شویو ماشومانو شمېر د ۲۰۲۵ کال په ټول وخت کې د وژل شویو ماشومانو پرتله څه باندې ۲۰ سلنه لوړ دی. د هغې په وینا، د ټپیانو شمېر هم نژدې ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

دا شمېرې یوازې هغه پېښې رانغاړي چې په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې تایید کړې دي؛ خو د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اصلي شمېر ښايي تر دې لوړ وي.

د یونیسف په وینا، یوازې د اکتوبر په میاشت کې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۴۶ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دا شمېر د تېر کال د همدې میاشتې پرتله ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د فراه یوه دیني مدرسه کې د هاوان چاودنه؛ ۴ ماشومان وژل شوي

ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې د یوه ماین چاودنه
ارشیف، د افغانستان هرات ولایت کې د یوه ماین چاودنه

د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیم‌الله ننګیال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

هغه ویلي: "طالب‌العلمانو مرمۍ مدرسې ته لېږدولې وه چې هلته کوچنیو طالب‌العلمانو پرې فشار راوړ او په پایله کې یې د مدرسې دننه چاودنه رامنځته شوه."

د پولیسو په وینا، وژل شويو زده‌کوونکو د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او ټپیان د فراه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې، تر ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو څخه د چاودېدونکو پاتې شونو او ماینونو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اکټوبر په میاشت کې خپل راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ۳۲۴ پېښې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې تقریباً له هرو ۱۰ وژل شویو او ټپیانو څخه اته‌یې ماشومان و.

پوتین د امریکا او چین له ولسمشرانو سره له غونډې وروسته تاجکستان ته ورسېد

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین کې د امریکا او چین له ولسمشرانو سره له درې اړخیزې غونډې وروسته د جمعې په شپه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ته ورسېده او ولسمشر امام علي رحمان‌یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ.

د انترفاکس د خبري اژانس د راپور په اساس، پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان په اړه د مسکو او دوشنبې د همکاریو په هکله خبرې کوي.

د روسیې ولسشمر ویلادیمیر پوتین دا هم ویلي چې د تاجکستان ولسمشر ته د کابل څخه د روسیې د مرستیال صدراعظم الیکسي اورچوک د وروستۍ لیدنې د نتایجو په هکله هم معلومات ورکوي.

الیکسي اورچوک د یوه روسي پلاوي په مشرۍ د لړم په ۲۱مه کابل ته ورسېده او افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې د سفر په ترځ کې د افغانستان او د روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د افغانانو د «ټي‌پي‌اېس» تازه لایحې د کانګرس د ۱۴۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړ

ارشیف، د امریکا کانګرس استازو جرګه
ارشیف، د امریکا کانګرس استازو جرګه

امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان (افغان‌ایوک) په خپل وېب‌سایټ لیکلي دي چې تر اوسه د استازو د جرګې ۱۴۴ غړو د افغان کډوالو د مؤقتي خونديتوب وضعیت (ټي‌پي‌اېس) د احیا د لایحې ملاتړ کړی دی.

د «افغانستان ټي‌پي‌اېس اکت ۲۰۲۶» په نوم د قانون دا لایحه چې ورباندې د رأی اخیستنې لپاره په غوښتنلیک باندې د کانګرس د دواړو ګوندونو غړو استازو لاسلیکونه کړي، امریکا څخه د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي په هدف مطرح شوی دی.

په کانګرس کې د قانون په دې لایحه رأی‌ګیری د ۲۱۸ غړو لاسلیک ته اړتیا لري.

دا لایحه وروسته له هغې مطرح شوه چې راپورونو وویل د امریکا حکومت پلان درلوده چې لږ تر لږه ۱۵۰ افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ډيپورت کړي، خو وروسته دا پلان وځنډېد.

امریکا کې د افغان کډوالو لپاره د «ټي‌پي‌اېس» پخوانی منل شوی امتیاز د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه لغوه شو.

د عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف پر جازان ولایت د بالستیک توغندیو برید شنډ کړ

ارشیف، د سعودي عربستان د پوځي ائتلاف تر ملاتړ لاندې ځواکونه
ارشیف، د سعودي عربستان د پوځي ائتلاف تر ملاتړ لاندې ځواکونه

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د جمعې په ورځ وویل چې دافع هوا ځواکونو یې د هغو دوه بالستیک توغندیو مخه ونیوله او له منځه‌یې یوړل چې د یمن د حوثیانو له‌خوا د سعودي عربستان په جنوب کې د جازان ولایت په لور توغول شوي و.

ائتلاف زیاتوي چې د توغندیو ټوټې د الشقیق په سیمه راپرېوتې او مسئول کسان د وضعیت په وړاندې غبرګون لپاره لاس په کار شوي، خو د مرګ‌ژوبلې په هکله‌یې څه ونه‌ویل.

د یمن حوثیانو چې د ایران له ملاتړه برخه‌من دی مخکې ګواښ کړی و چې په دې سیمه کې د انرژي تأسیسات په نښه کوي، خو دا نه‌ده څرګنده شوې چې دغو تأسیساتو ته زیان اوښتی کنه.

ائتلاف مخکې ویلي و چې د حوثیانو د امکاناتو د له منځه وړنې لپاره‌یې د سره سمندرګي په غاړه د حدیده په بندر برید کړی دی.

ټرمپ: پر ایران د نویو بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درېیو جلا مرکو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د نویو پوځي بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري او د راتلونکي میلادي کال پیل یې د احتمالي پرېکړې وخت بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د ایران پر ضد د پراخو پوځي بریدونو د نوي پړاو د پیل لپاره پر واشنګټن د اسرائیل د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. له بلې خوا، امریکايي چارواکي لا هم پوځي لارې چارې او د هغو احتمالي پایلې ارزوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، پر ایران د نویو احتمالي بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ښه، د نوي کال له پیل وروسته به په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړم.»

هغه چې له چین څخه تر سفر وروسته په الوتکه کې بېرته واشنګټن ته روان و، زیاته کړه: «وخت لرو.»

د امریکا ولسمشر په یوه بله جلا مرکه کې، چې د اکسیوس او د اسرائیل د ۱۲م تلوېزیون خبریال باراک راوید ورسره کړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه وویل: «و به ګورو چې د نوي کال له پیل وروسته به څه پېښېږي.»

ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې هم د جنورۍ لومړۍ نېټې ته اشاره وکړه، خو څرګنده یې نه کړه چې ولې یې د ایران پر وړاندې د شخړې د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره دا نېټه یاده کړه.

د ریاض تر ټولو لوړه اسمانڅوکې ودانۍ د حوثیانو په راکټي برید کې زیانمنه شوې

د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق د دفتر په ګډون د ریاض تر ټولو پر لوړه اسمانڅوکې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د یمن د حوثیانو له لوري راکټي برید شوی او د ودانۍ ځینې برخې او شاوخوا ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي، دې برید د ریاض په مالي مرکز کې د یوې لوړې ودانۍ څو پوړونو ته زیان اړولی، خو د مرګ‌ژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

که څه هم سعودي چارواکو د ودانۍ نوم نه دی اعلان کړی، خو د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس له لوري په خپره کړې ویډیو کې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ ښکاري چې په «پي‌آی‌اېف» نوم پېژندل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاودنې زور د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو ښیښې ماتې کړې بهرنۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.

حوثیانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې دوه ځله د ریاض مالي مرکز په نښه کړی؛ یو ځل سهار او بل ځل ماښام.

دې ډلې همداراز د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر، د سعودي عربستان په جنوب کې د خمیس مشیط پر هوايي اډې او د جبیل ښار پر «صدف» پتروشیمي شرکت د بریدونو ادعا هم کړې ده. سعودي چارواکو تر اوسه دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا هېواد د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، د وګړو او ملي شتمنیو د ساتنې لپاره د «ټولو لازمو اقداماتو» د ترسره کولو حق ځان ته خوندي بولي.

کرزی: په افغانستان کې کابو څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د اساسي حقونو، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او امنیت پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

کرزي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د لومړنیو زده‌کړو په عمر د برابرو ماشومانو تر نیمایي ډېر ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي.

هغه بېوزلي او محرومیت د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې ګواښونکي عوامل بللي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د کورنیو او ټولنې امنیت ته هم خطر پېښوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ دې د زده‌کړو دروازې له هېڅ ډول محدودیت پرته پرانیستل شي.

کرزي تر دې مخکې هم د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې.

افغان ښځو د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د پرېکړو او پالیسیو په جوړولو کې د ګډون غوښتنه وکړه

رباب فاطمه
رباب فاطمه

د ښځو شاوخوا ۵۰ فعالانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې، رباب فاطمې سره په لیدنه کې په ټولنه کې د ښځو لپاره د ډېرو فرصتونو او د هغوی د اغېزمن ګډون غوښتنه وکړه.

یوناما پر خپلې فېسبوک‌پاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ستونزو، زده‌کړو او کار او د هغوی د لومړنیو حقونو په اړه خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې ویلي، افغان ښځې نه غواړي یوازې د مرستو ترلاسه کوونکې وي، بلکې غواړي په هغو پرېکړو او پالیسیو کې فعال رول ولري چې پر ژوند یې اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG