خبرونه
د ښوونکي ورځ؛ م. م یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، هیله لري چې په افغانستان کې ښځې وکولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، د راتلونکو ښوونکو په توګه وروزل شي او د ځوانو نجونو د پوهې او مهارتونو په وده کې ونډه واخلي.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکسپاڼه دا خبره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او تحصیلاتو څخه منع شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو څخه بېبرخې شوې دي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبې لپاره تمرینات پیل کړل
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې غړو د دغې لوبې لپاره چمتووالی پیل کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ له بنګلهدېش سره مخامخ شي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله هم له بنګلهدېش او عمان سره د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره ځان تیاروي.
ټاکل شوې دغه لوبډله د اکټوبر په ۱۰مه عمان ته ولاړه شي او د اکټوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې به له بنګلهدېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
افغان ځوانان به د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه له عمان سره دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف ترسره کېږي چې ټاکل شوې د نومبر میاشتې په لومړیو کې په عمان کې پیل شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو نورو چارواکو د نیولو حکمونه اعلان کړل
د جرمونو نړیوالې محکمې (ایسيسي) د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۱۳مه» په یوه اعلامیه کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د پوهنې وزیر حبیبالله اغا د نیولو حکمونه له محرميت څخه وایستل او علني یې کړل.
یادې محکمې تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د هغوی د قاضیالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم علني کړي و.
د طالبانو حکومت په غبرګون کې د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه پرېکړه غندلې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې وايي "افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نهپېژني او دریځ تهیې هم کوم ارزښت قایل نهدی”.
د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، شواهد ښيي چې دغو کسانو د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی.
د محکمې په وینا، دغه تورونه د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر وړاندې د طالبانو له چلند سره تړاو لري چې د جنسیت او جنسیتي هویت په اړه د دې ډلې له سیاستونو سره موافق نهدي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې دغه سیاستونه او محدودیتونه په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې یې دوام کړی دی.
یادې محکمې همداراز ویلي چې طالبانو د بېلابېلو فرمانونو او محدودیتونو له لارې ښځې او نجونې له بنسټیزو حقونو، لکه زدهکړې، د تګ راتګ ازادۍ، د بیان ازادۍ، شخصي حریم او کورني ژوند څخه محرومې کړې دي.
د محکمې په وینا، هغه کسان چې د ښځو او نجونو له حقونو یې دفاع کوله، هم د سیاسي مخالفانو په توګه په نښه شوي دي.
متقي وايي د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان، کوربه روسیې، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډپلوماټانو برخه اخیستې وه.
روسي چارواکو مخکې ویلي و چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د هواري لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د پوځي اقداماتو او تورونو پر ځای د خبرو له لارې حل شي.
د عمران خان پلویانو د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړ
د عمران خان زرګونه پلویانو د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له ۲۰۲۳ کاله بندي دی.
د خان پلویانو له یکشنبې خپل لاریون پیل کړی او وایي د خپل رهبر خلاصون غواړي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د خبرو لپاره پېښور ته تللی و د جوړجاړي د هڅو تر ناکامېدو وروسته ویلي چې لاریونوال اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي.
دوه کاله مخکې هم د تحریک انصاف ګوند له خوا پراخې مظاهرې له حکومتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واوښتې.
د بشري حقونو د څار سازمان: د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین کې پاتې راغلي
د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین او حساب کې پاتې راغلي.
دغه سازمان پر افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په دې اړه یو راپور خپور کړی او پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان جمهوري نظام او طالبانو باندې یې سختې نیوکې کړي دي.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه متحده ایالتونو پر افغانستان بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرځېد.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن په حواله ادعا شوې چې :«۲۵کاله وروسته، د امریکا په زندان کې شکنجه شوي افغانان او د هغو کورنۍ چې په ناحقه وژل شوي د امریکا له حکومته د غرامت د ترلاسه کولو یا د شکایت د ثبت واضحه لار نه لري.»
په دغه راپور کې د احتمالي جنګي جرایمو د څېړنې په پڅ بهیر هم نیوکې شوي.
د بشري حقونو د څار سازمان په اوسنیو واکمنو طالب چارواکو هم نیوکه کړې چې د جګړې پر مهال یې زرګونو افغانانو ته مرګژوبله واړوله خو خپل کسان یې د دغو جرایمو لپاره ونه پوښتل.
طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي او امریکا هم کوم غبرګون نه دی ښوولی.
نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته پیلیږي
نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي ناستې اتمه دوره ترسره کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان، هند،ایران،قزاقستان،چین،قرغزستان،پاکستان،تاجکستان،ازبکستان استازي د روسیې په کوربه توب دې ناسته کې ګډون کوي.
د بیان په اساس تمه ده د سیمې د هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړېکو سربېره د ترهګرۍ او مخدره موادو ضد سیمه ییزو اهدافو باندې بحثونه وشي.
د افغانستان لپاره د روسیې د جمهوري ریاست خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رامنځته شویو کړکېچونو د هواري لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دې ناستې کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ته تللی.
په هند کې د انتخاباتو د کمیسیون د یو لړ اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه روان دي
یکشنبه چې د مظاهرو دریمه ورځ وه زرګونه ځوانانو او د مخالف ګوند غړیو په نوې ډهلي او ممبۍ کې د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاحاتو او د هند د انتخاباتو د کمیسیون د مشر ګیانش کومار پر ضد سړکونو ته وتلي وو.
پولیسو ګن مظاهره چیان نیولي چې تر لنډې مودې وروسته یې خوشې کړي خو د ځینو نیول شویو پر ضد دوسیې هم ثبت شوي.
لاریونوال وایي چې د انتخاباتو کمیسیون د صدراعظم ناریندرا مودي د واکمن ګوند بهارتیا جاناتا په پلوۍ د رای په شرایطو برابر میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حقه محروم کړي.
خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی د ټاکنو د ښه ترسراوي او خوندیتوب په هدف د رای ورکوونکو نوملړ اصلاح کوي تر څو تکراري نومونه او د مړیو او یا هغو خلکو نومونه لرې شي چې د رایو په شرایطو برابر نه دي.
د دوشنبې په ورځ هم مخالفو ګوندونو د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د ډموکراسۍ د ژغورلو په شعار سره د مظاهرو غږ کړی.
امریکا دوه ایراني ډپلوماټان له خپلې خاورې وایستل
امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ایران د پلاوي دوه شامل ډپلوماټان وروسته له هغه له دغه هېواد وایستل چې د امریکا له خاورې د وتلو امر یې له پامه غورځولی و.
د راپورونو له مخې امریکا دا دوه ډپلوماټان د شنبې په ورځ له خپلې خاورې وایستل.
دا دوه ایراني ډپلوماټان د عمومي اسمبلې له پای ته رسېدو وروسته لا هم په نیویارک کې پاتې وو.
امریکایي چارواکو تېره دوشنبه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید ژر له امریکا ووځي.
د ایران استازولۍ ته د جمعې په ورځ هم خبر ورکړل شوی و چې دوی په نیویارک کې د ایران د پلاوي د دوو غړو له پاتې کېدو خبر دي او باید ژر ووځي.
د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د طالبانو حکومت وايي په بدخشان کې د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سړک د پرانیستلو لپاره د یکشنبې په ورځ په بدخشان کې یو لړ مراسم نیول شوي و.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ویلي چې له بروغیل پولې نیولې له چین سره تر صفري نقطې پورې د ۱۲۱ کیلومترو په اوږدوالي دا سړک د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی.
په دغه سړک باندې له ۲۰۲۴ کاله کار پیل شوی و.
د راپورونو له مخې د واخان د سیمې خلکو به مخکې څو ورځې تر بروغیل پولې سفر کاوه څو مهم خوراکي او نور اړین مواد واخلي.
د واخان سړک د طالبانو د حکومت او چین له لویو ګډو پروژو ګڼل کېږي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو د عینک د مسو د کان ځنډیدلی قرارداد له سره ونیول شو او د سرو زرو او ځینو نورو ګازي پروژو په استخراج کې هم له چین سره تړونونه وشول.