خبرونه
د اسراییل په پارلماني ټاکنو کې د نتنیاهو ائتلاف له خپلو سیالانو مخکې دی
د اسراییل د پارلماني ټاکنو د څه باندې ۵۰ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف له خپلو سیاسي مخالفانو مخکې شوی دی.
د اسراییل د ټاکنو مرکزي کمېټې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۰،۱ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، اټکل کېږي چې د نتنیاهو ائتلاف به د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۶، مخالف ائتلاف ۴۹ او عربي ګوندونه ۱۵ څوکۍ وګټي.
خو دا لومړنۍ پایلې ښايي بدلون ومومي. د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته څو نظرپوښتنو ښودلې چې د نتنیاهو او مخالفانو ائتلافونه سره نږدې دي او هېڅ یو یې د پارلمان د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.
طالبانو د کورونو د ساتنې لپاره د جواز لرونکو وسلو پر کارولو محدودیت ولګاوه
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، هغو کسانو ته چې د خپلو کورونو د ساتنې لپارهیې د وسلو د ګرځولو جوازونه اخیستي، یوازې د همدې هدف لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.
دغه وزارت د سېشنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکسپاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د شخصي ساتنې، دکانونو، سوداګریزو مرکزونو او یا نورو اهدافو لپاره د دغو وسلو کارول د مقرراتو خلاف دي.
د وزارت په وینا، که څوک له دغو مقرراتو سرغړونه وکړي، وسله بهیې ضبط او له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت د کابل په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د وسلهوالو کسانو د ګرځېدو او وسلهوالو غلاوو راپورونه ورکول کېږي.
د افغانستان صادرات ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کم شوي
د طالبانو تر واک لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۹۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کموالی ښيي.
دې ادارې د سې شنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دې موده کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۱۶،۳ میلیونه ډالره زیات شوی او ۶ میلیارده او ۶۵۶،۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، وچې او تازه مېوې او طبي بوټي د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې نفتي مواد، غوړي، ماشینونه او ترانسپورټي وسایط د دغه هېواد عمده وارداتي توکي دي.
د ایران ولسمشر او د قطر امیر په روسیه کې سره وکتل
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په پنځمه» په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمې سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.
د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا، د ایران د «ایرنا» خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د همدې ورځې په ماښام له ایران څخه روسیې ته ولاړ.
له سړو خونو د ګازونو کچه بېساري لوړې کچې ته رسېدلې
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ځمکې په اتموسفیر کې له سړو خونو د خپرو شویو ګازونو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سازمان د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب» په پنځمه، په یوه راپور کې ویلي چې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د ځمکې د لا تودېدو او د سختو اقلیمي پېښو د ډېرېدو لامل شي.
د راپور له مخې، د کاربن ډایاکسایډ، میتان او نایتروجناکسایډ ګازونو زیاتوالی د ځمکې د تودوخې د لوړېدو او د سختو اقلیمي پېښو د شدت سبب کېږي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په اتموسفیر کې د دغو ګازونو زیاتوالی ښايي د سختې ګرمۍ څپې، استوايي توپانونه، سخت ورښتونه او سېلابونه لا زیات کړي.
سږ کال هم د اروپا په ګډون د نړۍ په یو شمېر سیمو کې اوړی ډېر تود او سوځوونکی و.
همدارنګه د افغانستان په ګډون د اسیا او د نړۍ په نورو برخو کې ویجاړوونکي سېلابونه هم راوتلي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې منځني ختیځ کې نښتې نړیوال اقتصاد او تجارت ته ګواښیږي
د ملګرو ملتونو چارواکي خبرداری ورکوي چې منځني ختیځ کې شخړه او نښتې د نړیوالې انرژۍ د اکمالاتو په ټکني کولو سره نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد ته ګواښیږي.
د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا د کنفرانس ( انکتاد) د شمیرو له مخې د تیلو د نړیوال سمندري تجارت څلرمه برخه او د کیمیاوي سرې د سمندري انتقالاتو دریمه برخه د هرمز تنګي څخه تیریږي.
هرمز تنګي کې د تګ راتګ ټکني کیدلو ، د انتقالاتو لګښتونه او بیمه لوړ کړي او په ځانکړې توګه مخ په ودې هیوادونو باندې یې فشار زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام اټکل کوي چې منځني ختیځ سیمه کې شخړې او نښتې کولای شي د عربي هیوادونو اقتصاد له ۱۲۰ تر ۱۴۹ ملیارډ ډالرو زیانمن کړي.
دغه اداره خبرداری ورکوي د ناورین اقتصادي نتایج کیدای شي ترپنځو کلونو دوام وکړي.
افغانستان او زمبابوې نن خپل مینځ کې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلوي
دافغانستان او زمبابوې د کریکټ ټیمونه نن په خپل مینځ کې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.
دغه شل اوریزه لوبه دکابل په وخت د ماښام شپږ بجې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې پیلیږي.
افغان ملي لوبډلې تر دې مخکې په دغه سفر کې بنګله دیش سره ټسټ لوبه مساوي کړې او بنګله او زمبابوې سره د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي ګټلې ده.
په اسرائیل کې انتخابات پیل شول؛ امنیت او پرایران احتمالي برید یې مهم موضوعات دي
د سه شنبې په سهار په اسرائیل کې د ټاکنو د پیل سره سم خلکو د رای ورکولو دولسو زرو مراکزو ته مخه کړه.
د اسرائیل څه دپاسه اوه ملیونه یهودي او ۱.۷ ملیونه فلسطیني وګړي په دغو انتخاباتو کې د رای ورکولو حق لري.
دا پر اسرائیل د ۲۰۲۳ کال داکتوبر د اومې له برید ووسته په دغه هیواد کې لومړني انتخابات دي چې ترسره کیږي.
دحماس ګوند له خوا په دغه برید کې هغه مهال څه دپاسه زر کسه اسرائیلیان ووژل شول نوځکه امنیت د انتخاباتو یوه مهمه موضوع ده.
حماس ګوند دامریکا او اروپايي اتحادیې له خوا یو تروریستي سازمان پیژندل شوی دی.
د نظرپوښتنو نتایج ښيي چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشری ایتلاف او ښي لاسي افراطي ګوندونه به په پارلمان کې خپل اکثریت احتمالا وساتي.
مخالف ګوندونه هم هلې ځلې کوي چې د پارلمان د ۱۲۰ کرسیو څخه اکثریت یا ۶۱ کرسۍ ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې نتانیاهو د امریکا د ولسشمر دونالد ټرمپ له ملاتړه برخمن دی، مخالفینو یې هم لاس سره یو کړی او هڅه کوي چې دهغه د اوږدې مودې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.
د احتیاط ځواکونو جنرال ، ګادي ایزنکوت په مخالفینو کې وتلې څیره او د نتانیاهو اصلي سیال ګڼل کیږي.
په عین حال کې ، په ایران باندې د اسرائیلو لخوا د بل برید احتمال او دا تور چې بنیامین نتانیاهو غواړې لدې موضوع استفاده وکړي، د انتخاباتو فضا تر خپل سیورې لاندې راوستې.
دفاع وزیر یزرایل کاتز له انتخاباتو یوه ورځ مخکې هغه راپورونه رد کړل چې په ایران د بل برید په هکله یې د نتانیاهو او اردو ترمینځ د شدیدو اختلافات خبره وکړه او وویل چې اسرائیل نیت نلري چې له انتخاباتو مخکې په ایران برید وکړي.
ملګري ملتونه وايي د کابل ښار ودانیزې ساحې په وروستیو کلونو کې پراخې شوي چې پلان او پانګونې ته اړتیا لري
ملګري ملتونه وايي د کابل ښار ودانیزې ساحې په وروستیو لسیزو کې په پام وړ توګه پراخې شوي چې د ښاري پراختیا پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ، ( یو ان هبیتات ) د ښارونو د نړیوالې ورځې په درشل وايي کابل کیدلای شي د ملیونو اوسیدونکو لپاره په یو غوړیدلي او پرمختللې ښار بدل شي.
د ښارونو نړیواله ورځ هرکال د اکتوبر په ۳۱مه ، ښاري ژوند ته د پاملرنې ، نړیوالې همکارۍ ته د هڅونې او د ښارونو د تلپاتې پرمختګ د ملاتړ لپاره لمانځل کیږي.
د ورلډ پاپیولیشن ریویو د خپلواک سازمان د شمیرو له مخې د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ کال کې تقریبا یو ملیون اټکل شوی و اوس شاوخوا ۵ ملیونو ته رسیږي.
پاکستان د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځې (د اکټوبر په ۲۶مه) اعلامیه کې په افغانستان کې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د طالبانو حکومت ادعاوې رد کړې او ویېویل چې د دغه هېواد اقدامات د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د «مشروع دفاع» په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، د افغانستان او پاکستان پر پوله د پوځي پېښو له امله ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت هم څو ځله ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د جزئیاتو له بیانولو پرته ټینګار کړی چې د دغه هېواد د اقداماتو هدف «ترهګرې ډلې او د هغوی د ملاتړ مرکزونه» و.
اسلاماباد دا نهمني چې ګواکې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
پاکستان همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو حکومت ځواب ویلو ته اړ کړي، خو طالبانو څو ځله دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او په پاکستان کې دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نهاچوي.